د کلاسیف الله ځوانان د ټولنیز بدلون لپاره ډرامې جوړوي
دوي په ټولنه کې د ناوړه رواجونو او عادتونو خلاف وړوکې ویډیويي خاکې جوړوي او بیا یې پر فیسبوک پر جوړه کړې ځانګړې پڼه خپروي.
دوي په ټولنه کې د ناوړه رواجونو او عادتونو خلاف وړوکې ویډیويي خاکې جوړوي او بیا یې پر فیسبوک پر جوړه کړې ځانګړې پڼه خپروي.
یوه قرغز ډاکټر چې په روغتون کې د لازمو وقایوي وسایلو د نشتوالي له کبله پر حکومت انتقاد کړی و، په یوه ویډیويي پیغام کې بخښنه وغوښته. د هغه دې کار د قرغزستان پر حکومت په تېره پر امنیتي ادارو د خلکو زیات انتقادونه پارولي دي. په دې اړه نور جزییات په دې ویډیو کې:
دروېش اپرېدی زیاتوي، ''پاکستان یو سیکیوریټي سټیټ دی چیرته چې مالي پنګې د اټم بمونو، میزایلو، بحري جهازونو او نورو جنګي سامانونو په اخستلو خرڅ کیږي.
په افغانستان کې کورونا وایرس د اپرېل تر ۱۷مې پورې دېرش کسان وژلي او تر نهه سوو ډېر پرې اخته شوې دي. دې وايرس ګڼې کورنۍ غمژنې کړې دي خو د کابل يوه يې تر نورو ډېره ځپلې ده.
د لوګر په مس عینک کان کې د لرغون پېژندنې د برخې شاوخوا ۳۶۵ تنه کارکوونکي، چې د ژمي په راتلو سره رخصت شوي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د لوګر د مس عینیک په کان کې د لرغونو اثارو د پېژندنې د برخې کارکوونکي وایي، چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په کورونو ناست دي او په دې پروژه کې د کار د بېرته نه پیلېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دغه کارکوونکي چې شمېر یې نږدې څلورسوه کسانو ته رسېږي وایي، د اقتصادي ستونزو له امله ځینې کورنۍ د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي. یو تن وایي: "ریدی ګل مسلمیار یمد مس... Читать дальше...
د کابل – میدان وردګ ولایت پر لاره، د ارغندي د دروازې یو شمېر سرتېري وايي، له لسو میاشتو راهیسې یې تنخوا نه ده اخیستې.
په اروپایي هېوادونو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، د کرونا ویروس له امله ګرځبندیز یې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي، خو د کوربه هېوادونو له خوا ورسره ښه چلند کېږي.
یوې هندۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش- خراسان ډلې له مشر سره یوځای د یوه نیول شوي کشمیري تروریست ورانکارو فعالیتونو ته کتنه کړې ده.
د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې روغتیاپالان په روغتونونو کې د کورونا وایرس ناروغانو درملنه په داسې حال کې کوي چې خپله هم له خطر سره مخامخ دي. د مشال راډیو خبریال ګل ایاز د رویټرز اژانس د بېلا بېلو ویډیوګانو پر بنسټ دا رپورټ جوړ کړی.
د نړۍ څه باندې نیمایي وګړي د کرونا ویروس له امله په خپلو کورونو کې ایسار دي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، هغه پاکستاني وګړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په افغانستان کې پاتې و، له نن (جمعه د اپرېل ۱۷مه) خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه لري. د دې راډیو په حواله، هغوی د تورخم له لارې ستنېدلای شي. دا پرېکړه په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د چارواکو په غونډه کې شوې ده. د پاکستان راډیو دا هم وویل، نن به ۲۰۰ پاکستاني اتباع او سبا به ۵۰۰ هغه پاکستاني وګړی چې په افغانستان کې پاتي شوي و، د تورخم له لارې پاکستان ته ستنېږي.
په اوکراین کې یو لوړ رتبه امنیتي چارواکی په دې تور چې د روسیې له فدرالي امنیتي ادارې سره یې همکاري کوله او د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر ارسن اواکوف د قتل لپاره په دسیسه کې لاس درلود، ونیول شو. د اوکراین د کورنیو چارووزارت مرستیال پرون، د اپرېل په ۱۶مه، په دې اړه په ټلویزیوني وینا کې وغږېد او ویې ویل چې د اوکراین د امنیت د ادارې چارواکی جنرال والري شیطانوف په دې تورن دی چې د کورنیو چارو د وزیر او همداراز د هغو چیچنی رضاکارانو د مشر د قتل په مشکوکه دسیسه کې یې لاس درلود چې د اوکرایني ځواکونو په... Читать дальше...
په بریتانیا کې یوه متقاعد منصبدار چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې برخه درلوده، هغو روغتیايي کارکوونکو ته، چې د کویډ- ۱۹ ناروغانو په درملنه لګیا دي، د مرستې لپاره ۲۲ میلیونه ډالر راغونډ کړل. دا وګړی ټېم مور نومېږي او ۹۹ کلن دی. هغه پرون ، داپرېل په ۱۶مه، د خپل کور په باغچه کې ۱۰۰ قدمه واخیستل او په پیل کې داسې ګڼل شوې وه چې هغه به یوازې دولس نیم سوه ډالر په بریتانیا کې د روغتیا له سکټور (ان ، اچ ، ا س) سره د مرستې لپاره را غونډ کړي. خو تر ۸ لکه زیاتو بریتانویانو هغه ته د دې قدم وهلو لپاره پيسې ورکړې. Читать дальше...
افغان چارواکي وایي چې د بلخ ولایت د کلفت بندر یې له وسله والو طالبانو ونیوه. د شاهین ۲۰۹ قول اردو په خبرپاڼه کې چې نن د اپرېل په ۱۷مه خپره شوه، ویل شوي چې له دوه نیمو کلونو راهیسې وسله وال طالبان په دې سیمه کې ځای پرځای وو خو بلاخره ونیول شوه. دا بندر د افغانستان او ترکمنستان پر پوله جوړ شوی او په افغانستان کې له ډېرو پخوانیو بندرونو دی. وسله والو طالبانوپه دې اړه خبرې نه دي کړي.
د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني ۹ کمېشنران د ولسمشر د ځانګړي فرمان پر بنسټ د مالي ضمانت په بدل کې د لنډې مودې لپاره خوشې شوي.
افغانستان کې د کرونا ویروس ۶۶ نویو مثبتو پېښو په تثبتیدو سره په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ ته ورسېد.
د چین په ووهان ښار کې د کورونا وایرس ناروغۍ له وجې د مړو شویو شمېر ۱،۲۹۰ ته رسېدلی دی.
په ایران کې د اوکراین د یوې مسافر وړونکې الوتکې له ویشتلو دادی سل ورځې ووتې، خو لا هم د دغې پېښې په اړه څېړنې نه دي بشپړې شوي.
پښتونخوا ملي عوامي ګونداو د شمالي وزیرستان ځینو مدني فعالانو او ځايي مشرانود اپرېل په ۱۶مه نېټه د پښتنو ازادۍ سالار مرزا علي خان وزیر چې په فقیر اې پي مشهور وو، د ۶۰م تلینلمانځولو لپاره یې انتظامات برابر کړي وو خو د شمالي وزیرستان نه د صوبايي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر د زیارت په ماښام مشال راډیو سره په مرکه کې وویل چې د کورونا وبا له وجې یې غونډه ځنډوله. میر کلام وزیر د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره د فقیر اې پي پر مبارزه غږېږي
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو په یو برید کې ۶ افغان سرتیري وژل شوي او ۳ ټپیان دي. د دغه ولایت د والي ویاند زړګې عبادي نن جمعه ازادي راډيوته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا۱۰بجي د ترینکوټ ښار اړوند په کوټ والو او چینو سیمه کې پر امنیتي پوستو کړي دي. هغه وايي، د یاد برید پرمهال وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي خو وايي، په اړه کره معلومات نه لري. کوټ والو او چینو سیمه د ترینکوټ ښار څخه په پنځه کیلو متري کې پرتې سیمې دي. Читать дальше...
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي عمومي قومندان حسین سلامي ادعا کړې ده چې د "مستعان ۱۱۰" په نوم اله پوځ اختراع کړې ده چې له لرې واټنه کرونا ویروس پېژني.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو خبري کانفرانس ته ویلي چې د وروستیو مالوماتو پر اساس کارپوهان رضا شوي دي چې د وایرس پر ضد د جنګ دویمه مرحله پیل کړي.
د پکتیکا د مرکز ښرنې په عمومي چوک کې د امنیتي پيښو د ډېریدو په خلاف ولسي لاریون نن دوهمې ورځې ته وغځید.
د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شهواني مشال راډیو ته وویل، د شمېرو د زیاتېدو علت دا دی چې هغوی د ټسټونو شمېره زیاته کړې ده.
په نړۍ کې د کورونا وایرس له وجې د ناروغ شویو کسانو شمېر ۲۱ لکه ۵۸ زره نه زیات شوی دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.