د پنځه وخته لمانځه په اذان کې بدلون راغی
د افغانستان د دیني عالمانو د یوې فتوا په اساس له دې وروسته په اذانونو کې "په کورونو کې لمونځ وکړئ" الفاظ هم زیاتېږي. د دې فتوا په اساس خلک باید په کورونو کې لمونځونه ادا کړي.
د افغانستان د دیني عالمانو د یوې فتوا په اساس له دې وروسته په اذانونو کې "په کورونو کې لمونځ وکړئ" الفاظ هم زیاتېږي. د دې فتوا په اساس خلک باید په کورونو کې لمونځونه ادا کړي.
اوکرایني چارواکي وايي د چیرنوبل د اټمي بټۍ د شاوخوا په ممنوعه سیمه کې د اور لګېدنې هېڅراز نښې نښانې نهدي پاتې. پرون ۱۳۰ تنه د اطفائیې مأمورین چې درې الوتکې او ۲۱ ځانګړي وسایط ورسره وو، د اور وژنې د مأموریت لپاره دې سیمې ته استول شوي وو. د اوکراین د بېړنیو خدماتو دولتي ادارې نن سهار وویل چې په سیمه کې د اور کچه اوس عادي ده. د پخواني شوروي اتحاد پر مهال د چیرنوبل اټومي بټۍ کې په ۱۹۸۶ کال کې یوه خطرناکه چاودنه وشوه چې اټمي تشعشعاتیې هوا ته اوچت او د اروپا په ډېر شمېر هېوادونو کې خپاره شول.
په 'کووید-۱۹' د اخته کسانو د علاج لپاره ځانګړی روغتون نن یکشنبه د وري په ۱۷مه نېټه په هرات کې پرانیستل شو. دا ۱۰۰ بستریز روغتون چې د رغونې چارې یې د ولسمشر اشرف غني په امر د تېرې کب میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل شوې وې، د ملي پراختیا شرکت لهخوا د شااوخوا ۲۰ ورځو په ترڅ کې رغول شوی او نن د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرانیست. په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر په هرات کې ثبت شوی چې شمېر یې ۲۱۴ ته رسېږي. د عامې روغتیا وزارت نن په پلازمېنه کابل او ځینو ولایتونو کې د ۲۸ مثبتو... Читать дальше...
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي که افغان مشران د روان سیاسي بحران د حل لپاره اقدام ونهکړي، نو له افغانستان سره به د دوی عادي اړيکې دوام ونهکړي. امریکا چې د افغانستان لوی مرستندوی هېواد دی دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو له اعلان وروسته سیاسي کړکېچ دوام لري. دا کړکېچ هغه مهال پیل شو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اشرف غني ګټونکی اعلان کړ، خو سیالیې عبدالله عبدالله دا نتایج ونهمنل او موازي حکومتیې اعلان کړ. د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا... Читать дальше...
د افغانستان د طالبانو مشر ملا هبت الله په قطر کې د سیاسي دفتر څلور مهم غړي له مرکچي پلاوي لرې کړي.
د کابل ښار والي وايي کوم خلک چې غواړي د تګ راتګ محدودیت نقض کړي، د ساري ناروغیو د انتقال او د نورو خلکو لپاره د خطر په تور حد اقل ۱۸ زره افغانۍ جریمه او حتی بندي به شي. لېمه هادي د کابل ښار له څو سیمو دغه راپور جوړ کړی.
کورونا وايرس پخپله د دغو ډاګټرانو ژوند څومره اغېزمن کړی دی.؟ په دې اړه د مشال راډيو ځانګړی بحث واورئ.
دی ټینګار کوي چې ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې د خپلې ژمنې په اساس د کابینې د غړو د ټاکلو کار پیل کړی دی.
د چین هیواد له ووهان ښار څخه پیل شوي کورونا وایرس تر اوسه د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې خپور شوی دی خو یو شمېر هیوادونه یې ډېر ځپلي دي.
ښاغلي اتمر وویل، د بهرنیو چارو وزارت به ډېر ژر د افغانستان د بهرني نوي سیاست کرښې د تصویب لپاره کابینې ته واستوي.
د هسپانیې یوه ښځه تر ۱۴ ورځې درملنې وروسته د کورونا وایرس له ناروغۍ رغېدلې. د پاخه عمر دې ښځې په روغتون کې د خپلې زوکړې ۱۰۱مه کلیزه ولمانځله. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
په ازبکستان کې یوه کورنۍ له شاوخوا یوې پېړۍ راهیسې له ځمکې پورته پر پړي د ګرځېدو ننداره ښيي. دوی په وړوکي عمر کې خپل بچي روزي او چل ورښيي. خلک د دوی ننداره ښيي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په خیبر پښتونخوا کې بې وخته بارانونو د غنمو فصل زیانمن کړی دی. کروندګر وايي، له دې علاوه د غنمو ناروغۍ هم فصل ته تاوان رسولی دی چې له وجې یې د حاصل کمېدو وېره ده. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پاکستان کې د وال سټریت ژورنال د خبریال په وژنه محکوم کس احمد عمر سعید شېخ له ۲۰۰۲ کال راهیسې په زندان کې دی.
په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته شوو کسان شمېر دوه زره اته سوه اتيا (۲۸۸۰) ته رسېدلی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې لا هم دغه وسلهوالې ډلې ته په دې هېواد کې د خطر په توګه کتل کېږي او په وړاندې يې د جدي مبارزې ژمنه کوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، د بورې او اوړو د بیو په اړه د څيړنو کمېشن تر تفصيلي رپورټ وروسته به د ذمه وارو کسانو پرضد کارروايي کوي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې په امريکا کې ښايي ډېر ژر له کورونا وایرسه د مړو شمېر زيات شي.
روسیې له نورو هېوادونو د خپلو هغو زرګونه وګړو د راستنولو بهیر ځنډولی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د الوتنو د فسخ کېدو له کبله ګیر پاتې دي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې چارواکو پرون د اپریل په ۴ نېټه اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې ټولې هغه الوتنې د اوس لپاره ځنډېدلي چې له بهره د دې هېواد وګړي پهکې راتلل، خو د صدراعظم مرستیالې تاتیانا ګوليکووا وروسته وویل چې حکومت د خپلو وګړو د راوستو د چارې د ښه سمون لپاره په دې برخه کې لنډه وقفه اخیستې ده. مېرمن ګولیکووا وویل، حکومت... Читать дальше...
اتل قول اردو وايي د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یې درې تنه طالبان په ځوابي حملو کې وژلي دي. د اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي ازادي راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې په دې اړه نور جزئیات ورکړل: "افغان ځواکونو د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو یوه برید ته ځواب ورکړ چې په نتیجه کې درې طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول." ښاغلی علوي زیاتوي، په نښته کې د طالبانو څلور سنګرونه ویجاړ شوي او له هغو څخه یوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې په متحده ایالاتو کې به د کرونا ویروس د نوې بڼې له کبله د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي. ښاغلی ټرمپ وايي چې پوځ به بېلابېلو ایالتونو ته له خلکو سره د مرستې لپاره په زیات شمېر پوځي پرسونل واستوي. ښاغلي ټرمپ چې پرونیې له سپینې ماڼۍ څخه د کرونا ویروس د وروستیو پرمختګونو پر اړوندو مسایلو خبرې کولې همداراز وویل چې له بده مرغه په راتلونکو دوو اوونیو کې ښايي ډېر خلک مړه شي. هغه زیاته کړه چې د نیویارک او ایلینوی په څېر په ځینو ایالتونو کې ښايي ډېر خلک زیانمن شي. ... Читать дальше...
د روغتیا وزارت په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ۲۸ نورې مثبتې پېښې نن تأیید کړې. د دې وزارت ویاند وحید مایار نن سهار رسنیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په لابراتوار کې د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه ۱۰۰ مشکوکې رسېدلې نمونې وازمویل شوې چې له مخې یې په کابل کې ۱۰، په کندهار کې ۸، په پکتیا کې ۳، په سمنګان او بلخ ولایتونو کې ۲-۲ مثبته پېښې ثبت شوي، خو په کاپیسا، تخار او زابل کې بیا یوه یوه پېښه ثبت شوې ده. د ښاغلي مایار په وینا له نویو ۲۸ مواردو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېره ۳۳۷ ته لوړه شوه.
په کونړ کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د چهارمغزو ۷۰ زره نیالګي ایښودل شوي دي. د دغه ولایت د کرنې رياست سرپرست نجیبالله ازادي راډیو ته وویل چې دغه پیسې د کرنې وزارت له لوري ورکړل شوي چې په پنځو کلونو کې به مېوې ورکړي. نوموړي وویل چې هر کال په سلګونه ټنه وچې مېوې له دغه ولایت څخه بهر ته صادرېږي چې دا به له بڼوالو سره د پام وړ مرستې وکړي. خو بڼوال وایي حکومت باید ورته اسانتیاوې برابرې کړي. د یادونې ده چې په کونړ کې د چهارمغزو ونې ښه حاصل ورکوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، ټاکل شوې چې پاکستان نن د تورخم او چمن لارې د لنډ مهال لپاره پرانیزي. د دغې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان به د تورخم او چمن ځمکنۍ لارې د روان ۲۰۲۰ کال د اپرېل له پنځمې څخه تر نهمه پورې د افغانانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره لارې پرانیزي. نوموړي وویل، دا کار به سبب شي د افغان سوداګرو ۱۰ زره کانټینر هېواد ته د داخلېدو اجازه پیدا کړي. یاد هېواد د تېرې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه د کرونا ویروس مخنیوي په هدف لومړی... Читать дальше...
دغه ویروس په تېره ډسمبر میاشت کې د چین د هوبې ولایت له مرکز ووهان ښار څخه نورې نړۍ ته خپور شو.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.