حکومت د کورونا وایرس مخنیوي تګلاره نه لري: اپوزېشن
د عوامي نشنل ګوند پارلیمانيمشر سردار حسین بابک وايي په موجوده حالاتو کې باید حکومت د ټولو سیاسي مشرانو یوه جرګه راغوښتې وی او د مسلې د حل لپاره یې له دوی سره سلا مشوره کړی و
د عوامي نشنل ګوند پارلیمانيمشر سردار حسین بابک وايي په موجوده حالاتو کې باید حکومت د ټولو سیاسي مشرانو یوه جرګه راغوښتې وی او د مسلې د حل لپاره یې له دوی سره سلا مشوره کړی و
په روسیې کې نن د کرونا ویروس نوي ۲۵۵۸ پېښې ثبت کړي دي. دا د یاد ویروس تر ټولو لوړه شمېره ده چې په یوه ورځ کې په دې هېواد کې ثبت شوي دي. په روسیې کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره تر ۱۸۳۰۰ اوښتې ده. روسي چارواکي وایي، تر اوسه ۱۴۸ تنه د دې ویروس په نتیجه کې مړه شوي دي. منتقدین وایي، پر هغو شمېرو چې د روسیې روغتیایي چارواکي یې ورکوي شک لري. د دوی په خبره، چارواکي ریښتیني شمېرې نه شریکوي.
د کندهار امنیه قومندان تادین خان وایي، ټول هغه ۲۰ کسان چې د طالبانو له لوري خوشي شوي دي، ملکي وګړي دي. تادین خان نن دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په خوشې شویو کسانو کې یوازي یوه کس په ۱۳۹۸ کال کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې او بیا له دې دندې وتلی وو. وسله والو طالبانو تر اوسه د تادین خان د دې خبرې په تبصره نه ده کړې. وسله والو طالبانو یوه ورځ دمخه د شلو بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر ولیکل چې دا بندیان په کندهار د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارل شوي دي. Читать дальше...
په اردن کې یوازنۍ نجلۍ چې د المپیک مسابقو ته د لار موندنې په لوبو کې د اردن استازیتوب کوي، د دغه هېواد د ملیونونو وګړو په څېر په قرنطین کې ده. خو هغې خپل تمرینات نه دي بند کړي. هدیل العلمي د کور له وسایلو په استفاده د خپلې وړې خور په مرسته تمرین کوي او دېته په تمه ده، چې وضعیت بیرته عادي شي.
پاکستان سپريم کورټ د صحت لپاره د وزيراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا د خپلۍ څوکۍ نه د لرې کولو حکم ورکړې دې. نن د ګل په ورځ د کورونا مخنيوي نه متعلق د حکومتي ګامونو په اړه ازخود نوټس کيس اوريدنې پرمهال د سپريم کورټ چيف جسټس ګلزار احمد خان وينا وه عدالت د ظفر مرزا د کارکردګۍ نه مطمين نه دې نو حکومت دې نوموړې د خپلې څوکۍ نه لرې کړي. د پاکستاني رسنيو ترمخه اوريدنې پرمهال چيف جسټس په حکومتي کارکردګۍ د غصې څرګندونه په کولو سره وويل حکومت د وزيرانو او مشيرانو پوځ ساتلې دې خو تر اوسه يې هيڅ کارکردګي ونه ښودله. Читать дальше...
د پاکستان د نورو برخو په شان د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم د کورونا وايرس له وجې ټرانسپورټ بند دی خو په ښار کې رکشې راونې دي. د رکشو چلوونکي او سورلۍ له یو بل څخه فاصله نه ساتي د کوم له کبله چې د ډاکټرانو په وینا د کورونا وایرس خپرېدو امکانات زیات وي. نور تفصيل د ايوب ترين په دې ويډيو کې وګورئ.
ګرځنده ژرندو د فراه ولایت د نورو غیر ګرځنده ژرندو کار خراب کړی دی. د فراه ولایت اوسېدونکي اوس مجبور نه دی چې د خپلو غنمو د اوړه کولو لپاره لرې ژرندو پسې لاړ شي، ځکه اوس یې د کور تر مخه غنم اوړه کېږي. له فراه نه پرې د ازادي راډیو خبریال حفیظ نورزاد رپوټ لري چې هیلۍ اسد یې وړاندې کوي:
د افغانستان بانک د بانکونو له ټولنې سره په هغه طرحه کار کوي چې له مخې یي د راپور په ورکولو کې د ځنډ له امله جریمه وبخښل شي.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې ټولنیز فعالان او ځوانان د کورونا وايرس له وجې متاثره شويو خلکو سره د خوراکي توکيو مرستې کوي. ځوانانو په دې لړ کې د يوې مياشتي راشن برابر کړی دی. نور تفصيل د نياز احمد خان په دې ويډيو کې وګورئ.
د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي کرونا ویروس به په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه د دریو میاشتو په لړ کې له ۶۲ نه تر ۷۰ سلنې لوړه کړي.
پاکستان د نړیوالو پور ورکوونکو څه باندې ۱۰۰ اربه ډالره پوروړی دی او د بجټ لویه برخه یې د پورونو په پرې کولو لګوي.
د پاکستان د نورو برخو په څېر په اسلام اباد کې هم له تيرو درې اونيو راهسې هر څه بند یا لاک ډاون دی چې له وجې یې نه یوازې کاروبارونه په ټپه درېدلي دي بلکې د خلکو پر تګ راتګ هم ترڅه حده بنديز لګول شوی دی. د اسلام اباد په ايي ۱۲ سيمه کې د افغان کډوالو کېمپ کې پر ميشتو خلکو هم دا بندیزونه لګول شوي چې له کېمپه بهر نشي تلای. دوي وايي د کار روزګار نه کولو له کبله یې مشکلات دوه چنده زيات شوي دي. نور تفصيل د احمد الله او عمران يونس په دې ويډيو کې وګورئ.
افغانستان عامې روغتیا وزارت مسؤلین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۸ نویو مثبتو پېښو له ثبت خبر ورکوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لهخوا د بندیانو له تبادلې هرکلی کړی، خو وايي، دا بهیر باید نور هم چټک شي.
د 'ثبات او همپالنې' ټاکنیزه ډله وایي چې دوی د راتلونکي ټولشموله حکومت جوړېدو لپاره خپله طرحه مرکچې پلاوي ته سپارلې چې د اساسي قانون تعدیل پر بنسټ د صدارتي حکومت جوړېدل او ۵۰ سلنه واکیې اساسي ټکي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لهخوا د بندیانو له تبادلې هرکلی کړی، خو وايي، دا بهیر باید نور هم چټک شي.
د پاکستان پوځ د دې هېواد د یوې جنګي جټ الوتکې د سقوط خبر ورکړی . د پوځ په یوې اعلامیې کې چې نن خپره شوې راغلي چې دا الوتکه د پنجاب ایالت په ختیځو برخو کې په ورځني تمرین بوخته چې راولوېده. د اعلامیې له مخې په دې پېښه کې یو لارښود پیلوټ او هغه کس چې روزنه یې اخسته دواړه وژل شوي دي. تر اوسه د الوتکي په لویدلې سیمه کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. اعلامیې دغه راز د یادي جټ الوتکي د لویدلو دلیل هم نه دی ښودلی. تېره میاشت هم د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د دې هېواد د هوایې ځواکونو F-16 ډوله جنګي الوتکه لویدلې وه.
افغانستان عامې روغتیا وزارت مسؤلین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۸ نویو مثبتو پېښو له ثبت خبر ورکوي.
د روسیې د بیړنیو خدماتو اداره وایې څه باندي ۱۲۰تنه یې په مسکو کې له هغې ودانۍ راایستلي چې اور پکې لګېدلی و. دا پېښه نن سهار وختي د مسکو د یوې استوګنیزې ودانۍ په اتم پوړ کې شوې ده. ویل کېږي په ژغورل شویو کسانو کې یو یې د کرونا ویروس له کبله په قرنطین کې وو. د یادو ایستل شویو کسانو سربېره پنځه تنه هغه کسان چې په همدې آپارتمان کې بند پاته وو هم ژغورل شوي دي. د مسکو د اور وژني ادارې اعلان وکړ چې د مسکو په وخت د سهار شاوخوا ۶ بجې یې اور مړ کړی دی. تر اوسه په دې پېښه کې د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.
د افغانستان ملي دفاع وزارت په بېلابېلو پېښو کې د څه باندې ۲۰ وسلهوالو طالبانو د مرګژوبلې خبر ورکوي. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۵» پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ۹ تنه طالبان په بلخ ولایت کې د دې ډلې لهخوا د پلان شوي برید د شنډولو پر مهال ووژل شول. د دفاع وزارت چارواکي وایي دا پلان چې تېره ورځ د چهار بولک ولسوالۍ په تیمورک کلي کې پلان شوی وو، د امنیتي ځواکونو لهخوا چې هوایي ملاتړ هم ورسره وو، په شا وتمبول شو. د ښاغلي امان په خبره په دې ترڅ کې ۴ نور طالبان ټپیان شوي دي. Читать дальше...
د تېلو د سترو تولیدوونکو هېوادونو سازمان اوپک، روسیې او د تېلو نورو تولیدوونکو هېوادونو د تېلو د تولید د کمېدو یو بېساری توافق نهایي کړ. د تېلو تولېدوونکي او صادروونکي هېوادونه هیلهمن دي چې دغه توافق به وکړای شي چې د تېلو بیې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله رالوېدلي بېرته پورته او د تېلو د تولید سیالي به لهمنځه یوسي. د اوپک او د روسیې په ګډون ۲۳ هېوادونو پرون د ورځې په وروستیو کې وویل چې د مې او جون په میاشتو کېیې د تېلو په تولید کې د ورځې د نهه میلیونه او ۷۰۰ زره بېرلو تېلو پر کمېدو موافقه کړې ده. Читать дальше...
د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالو د عوایدو د زیاتېدو او اقتصادي پیاوړتیا په هدف په ننګرهار کې ۱۹۵۲ جریبه نوي باغونه جوړ کړي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې لهخوا د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې ۱۹۵۲ جریبه نوي باغونه جوړ کړي. نوموړي وویل، د ننګرهار رودات، کوټ، چپرهار، اچین، خوګیاڼیو او شېرزاد هغه ولسوالۍ دي چې پهکې د سټروسو، انارو، املوکو، شفتالو، مڼې، چهارمغزو او الوچو ۱۹۵۲ جریبه باغونه جوړ شوي دي. Читать дальше...
په مقاله کې راغلي، دغه کسان له افغانستانه د امریکا رامسټین هوایي اډې ته ولېږدول شول او هلته په یوه روغتون کې بستر شول.
د مطلب لیکوال ټینګار کړی چې دا سمه ده چې په پلاوي کې سیاسي څېرې او مسلکي کسان شته، خو په وینا یې په دې پلاوي کې د جګړې د قربانیانو له کورنیو هم د څو تنو موجودیت اړین دی.
د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لهخوا د بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی. خلیلزاد نن سهار وختي په دوو ټویټونو کې ویلي چې د بندیانو خوشې کېدل د سولې او شخړې د کمېدو لپاره یو مهم ګام دی. هغه همداراز ویلي چې دواړه لوري باید دغه هڅې ګړندۍ کړي ترڅو هر څومره ژر چې کېدای شي هغه هدفونه ترلاسه شي چې د امریکا او طالبانو په تړون کې مشخص شوي دي. خلیلزاد دغهراز ویلي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ خپرېدا زندانونه له واقعي خطر سره مخامخ کړي او دا بل عمده دلیل دی چې دغه پروسه په چټکۍ مخ ته لاړه شي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.