د بلوچستان د کوټې ښار اسسټنټ کمشنر فريده ترين وايي چې د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې هره ورځ تر ۱۲ ساعته زيات کار کوي.
نوموړې په پښتني ټولنه کې د يوې ښځينه چارواکي په حيث وايي چې ډېرې ستونزې نه لري خو د حکومت لخوا د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته د وضع کړل شويو قوانينو عملي کولو پر مهال ځېنې وخت د خلکو له مزاحمت سره مخ کېږي.
احمد شاه اعظمي له مېرمن فريده ترين سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې په بلوچستان کې حکومت د کورونا وايرس د مخنيوي او له بېوزله ولس سره د مرستې لپاره تر اوسه... Читать дальше...
د بشري حقونو فعالان وايي اوس چې په نړۍ کې ملیونونه کسان د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په کورو کې پاته کیږي، کورنی تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم له هیوادونو غوښتي چې د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وکړي.
د اپرېل پر ۱۶مه د خوست یو شمېر ځوانو رضاء کارو د دې ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو، ګربزو او موساخېلو ولسوالیو کې د کورونا وایرس په اړه د عامه پوهاوي لس ورځنۍ پروګرام پیل کړ.
د چين په اوهان ښار کې اېسار پاکستانی زده کوونکی ميرحسن په دې تکل دی چې ژر تر ژره پاکستان ته ستون شي. کورونا وايرس لومړی په اوهان ښار کې پېدا شوی وو چې وروسته د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو. چين د وايرس د مخنيوي په لړ کې دا ښار تړلی وو چې له وجې يې هلته د ملينونو ځايي خلکو ترڅنګ سلګونو پاکستاني زده کوونکي هم اېسار پاته شوي ول. اوهان ښار اوس خلاص شوی دی. پاکستانی زدکوونکی ميرحسن يوازې د مور د لېدو لپاره پاکستان ته تلل غواړې.
په دې اړه عبدالحي کاکړ د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ پښتو کړې ده.
په اېټالیه کې به مخکې د ورځې تقريباً ۱۰۰۰۰ کسان ناروغه کېدل، اوس دغه شمېر شاوخوا ۲۰۰۰ ته ټيټ شوی دی. خلکو يو څه د ارامۍ احساس کړی دی
د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره حکومتونو خپلو وګړو ته ویلي چې په کور کې پاتې شي، خو په ورته وخت کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي.
په انډونيزيا کې يوې ښځې د خياطۍ خپل کاروبار د روغتياپالانو لپاره خوندې جامو رغولو ته ځانګړی کړی دی. دا په نړۍ کۍ د هغو کسانو له جملې يوه بېلګه ده چې د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې په يوه ښه کار کولو سره د عام ولس او روغتياپالانو مرسته کوي.
په کابل ښار او ولسوالیو کې د دولتي کارکوونکو رخصتي درې اوونۍ نور هم دوام کوي.
دا خبره د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون نن په یوه اعلامیه کې کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د دولتي کارکوونکو د رخصتي موده د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف تمدید شوې ده.
په اعلامیه کې د ملکي خدماتو کارکوونکو ته ګواښ شوی چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي که نه جدي چلند ورسره کېږي.
د افغانستان حکومت ویلي چې مرخصو کارکوونکو ته به خپل خپل معاشونه او امتیازات ورکول کېږي.
د افغانستان د ټاکنو دوه پخوانۍ کمېشنرانې ملیحه حسن او حمیرا حقمل له زندانه خوشې شوې دي.
دا خبر د ښځو د حقونو فعالې او د ښځو او ماشومانو د حقونو د تحقیقاتي مرکز مشرې زرقا یفتلي نن ماسپيښين په خپل ټویټر خپور کړی.
اغلې یفتلي لیکلي چې له حمیرا حقمل سرهیې په ټیلیفون خبرې کړي او هغې د خپلې ازادۍ خبر ورکړی.
د افغانستان د ښځو د حقونو یو شمېر نورو فعالانو هم د ملیحه حسن او حمیرا حقمل د خوشې کېدو خبرونه خپاره کړي، خو د افغانستان لویې څارنوالۍ تر اوسه پورې رسماً په دې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان... Читать дальше...
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په اوسنیو سیاسي خبرو کې په ټولو بوختو خواو غږ کړی چې ژر تر ژره دې موافقې ته ورسېږي.
په دې اړه پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د وري ۲۸» په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اړتیا یې ده ژر تر ژره د سولې پروسه پیل شي.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی په داسې حال کې چې افغانستان له نا امنیو او د کرونا ویروس له لاسه نوي روغتیايي ګواښ سره مخ دی د افغانانو خیرښېګڼه او د ملت پراخې ګټې باید تر هر څه لومړیتوب ولري.
د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي له یوه ټولشموله حکومتي ټیم پرته... Читать дальше...
شهریار اپرېدی وايي، په دوی کې له شام، سعودي عرب، ايران او عراق څخه زیارتیان راروان دي. همداراز ځيني تبليغيان دي.
دغه ویروس د دوی روغتیایي وضعیت ته ګواښونه پېښ کړي او پر دې سربېره ځینو ځایونو کې تبعیضي چلند هم ورسره کېږي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په دغه هېواد کې تېر یوه شپه او ورځ ۵۶ نور کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
دا خبره د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته کړې ده.
هغه ویلي په تازه شمېرو سره چې ۳۷یې یوازې د کابل دي په افغانستان کې په کرونا ویروس د ټولو اخته خلکو شمېر ۸۴۰ ته پورته شوی دی.
د کرونا ویروس وروستیو اعلان شویو شمېرو له مخې د لوړ عمر لرونکو په پرتله ډېری ځوانان په دې ویروس اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې د کرونا ویروس... Читать дальше...
د جرمني فدرالي څارنوالۍ د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۵» د هغه هېواد په شمالي سیمو کې د څلورو وګړو د نیول کېدو خبر ورکړ، خو وروستهیې پنځم وګړی هم ورزیات کړ.
د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو ویلي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو بېړۍ په فارس خلیج کې په خطرناکه او ځوروونکې توګه د امریکايي پوځیانو کښتیو ته نږدې شوې دي.
د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمې ډلې په خپل ټويتر پاڼه لیکلي چې امریکایي بېړۍ پرون په نړیوالو اوبو کې په تمرینونو بوختې وې چې د ایران بېړۍ ورنږدې شوې.
په دوام کې راغلي چې د سپاه یوه بېړۍ د امریکا د یوې بېړۍ ۱۰ مترۍ ته نږدې شوه او بله یوهیې له ۵۰ مترۍ تېره شوه.
د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې ډلې په خبره دوی له ټکره... Читать дальше...
بهترین پکتیاوال د ډاکتر یوسف اریوبي ورور دی، د هغه ډاکتر ورور چې د کابل په اندراګاندي روغتون کې یې دنده درلوده او روانه اوونۍ په کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته ومړ.
زه د سیند په غاړه ولاړ د چارلس بريج دغه تمدن په ويجاړېدو وينم، پل له سره تر پايه شاړ پروت دی.
د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو او وسلهوالو طالبانو په نښته کې نهه افغان سرتېري وژل شوي.
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د افغان پوځيانو وژل کېدل تأییدوي، خو وایي چې طالبانو ته هم درنه مرګژوبله رسېدلې او په شا تمبول شوي.
هغه زیاته کړه: "طالبانو تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوه پوسته برید وکړ. برید یې دفع شو او طالبانو ته درانه تلفات ورسېدل. د ځینو وژل شویو جسدونهیې د جنګ په میدان کې پاتې دي، خو په تأسف چې په دې نښتو کې... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په بادغیس ولایت کې په ۷۵۰ او په فراه ولایت کې ۶۳۲ جریبه ځمکه کې نوي باغونه کېنول کېږي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې یاد باغونه د کرنې وزارت د لیرې پرتو او کلیوالو سیمو د کرنیزې پراختیايي پروژې له لارې د نیالګیو د کېنولو پسرلني کمپاین په بهیر کې جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه، په دغو باغونو کې به د پستې، چهارمغز، انګور، عناب، ناک، الوچو او انارو ونې کېنول شي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې د دغو باغونو له جوړولو نهیې هدف په ځمکو... Читать дальше...
د افغانستان مالیې وزارت او د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف د منظور شوې بودجې د لګښت د څرنګوالي په اړه ګډه کړنلاره چمتو کړې.
د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې له دې اقدامیې هدف په منظور شوې بودجه کې شفافیت، د لګښت مدیریت او ځواب ورکول دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه کړنلاره د ذکر شویو ادارو د رهبرۍ له لوري لاسلیک شوې او له مرکز کابل سربېره په ولایتونو کې هم ټولو دولتي ادارو ته لېږل شوې ده.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې د یادې کړنلارې د اوومې مادې په لومړي بند کې راغلي... Читать дальше...
ولسمشر غني یو ځل بیا وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو سازمان، د ناټو غړو هېوادونو او په خپله افغان حکومت په وار وار پر ټولو هغو ډلو چې د کرونا ویروس په دې حساس وخت کې یې د جګړو ډګرونه لا تاوده ساتلي، دغه غوښتنه کړې.
د دوهمې نړیوالې جګړې یوه پاتې شوي سرتېري تام مور په بریتانیا کې له روغتیا پالانو سره د مرستې لپاره ۱۲ میلیونه پونډ ټول کړي.
هغه د بریتانیا په جنوبي بېدفورډشایر ښار کې د خپل کور په باغچه کې د ۱۰۰ کلنۍ د کلیزې په مناسبت د ۱۰۰ دورو وهلو لپاره سپانسر شوی و او غوښتلیې ټولې شوې پيسې د عامې روغتیا خیریه بنسټ ته ورکړي.
د دې کار لپاره د خلکو پام ورواوښت او پیسې یې ورولېږلې چې اوسیې اندازه ۱۲ میلیونه پونډ یا ۱۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلې.
ټام مور چې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال په هند کې خدمتي و، وایي... Читать дальше...
په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له دوو میلیونو اوښتی دی.
د جانز هاپکنز پوهنتون لهخوا ثبت شوې شمېرې شيي چې دوه میلیونه او ۶۴ زره کسان په دې ویروس اخته دي.
له دې ډلې څه باندې یو لک او ۳۷ زره کسان مړه شوي هم دي.
اخوا د هغو کسانو چې درملنه شوې شمېر پنځه لکه او ۱۵ زرو ته رسېږي.
سره له دې چې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له دوو میلیونو اوښتی په ځينو هېوادونو له هغې ډلې اسپانیا او اتریش کې په کاروبار د لګېدلو محدودیتونو د تدریجي کمولو هڅې کېږي څو اقتصادي چارې بیا په پښو ودرېږي. Читать дальше...
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي د افغانستان لپاره د قزاقستان له خاص استازي تالګت کالییف سرهیې د سیمهییز اتصال په اهمیت او ځینو نورو مسایلو خبرې کړي.
ښاغلي خلیلزاد بېګا په خپل ټویټر دې خبرو یادونه کړې ده.
هغه لیکلي چې له خاص استازي تالګت کالییف سره همنظره و چې سیمهییز اتصال او همغږي نهیوازې د یوې دوامداره سولې لپاره اساسي دی، بلکې د ګډې راتلونکې لپاره نړیوال ګواښونه هم ځوابوي.
ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي چې د افغانستان لپاره د قزاقستان له خاص استازي تالګت کالییف... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک نږدې یوه نیمه میاشت تېرېږي، تازه په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، طالبانو تاوتریخوالی نهدی کم کړی.
Спорт в России и мире
Москва
Команда Алтайского медуниверситета победила на X Паназиатской олимпиаде по акушерству и гинекологии
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Россиянка Хромачёва вышла в финал турнира WTA в Руане в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об эффективности экологических проектов в России
Путин в России и мире
Москва
Гарантные манеры: Алиев оценил роль Москвы в поддержании мира на Кавказе
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
В Минске прошла рабочая встреча Александра Лукашенко и Александра Цыбульского
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: "формулой Зеленского" США отвлекали внимание от нового транша Киеву
Навальный в России и мире
Москва
Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Юрий Лоза
«Вспыльчивый очень»: Лоза объяснил агрессивное поведение Лепса на концерте
Москва
Инспектор – друг человека? Какими были гаишники в СССР (воспоминания очевидца)
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net