Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2020

Новости за 26.04.2020

په خيبر پښتونخوا کې د کورونا وايرس ټيسټونه زياتوو: سجير عالم

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي په صوبه کې د کورونا وایرس کېسونو مخنیوي لپاره ګامونه پورته کوي. د خیبر پښتونخوا د صحت او خزانې وزیر ویاند سجیر عالم د اپریل پر ۲۳مه مشال ریډیو ته وویل دا وخت په صوبه کې د ورځې په حساب تر ۱۵۰۰ ټیسټونه کېدای شي‌ خو په راتلونکو څو ورځو کې به دوی هره ورځ د ۲۰۰۰ ټیسټونو کولو جوګه وي. نوموړي وویل د نورو صوبو پرتله په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس د کېسونو شمېر کم دی خو زیاته یې کړه په زیاتو ټیسټونو سره ښایي زیات شمېر کېسونه مخې ته راشي. خو سجیر عالم وویل چې حکومت هر قسمه... Читать дальше...

په روژه کې سم خوراک ضروري وي: فريحه جي

Mashaalradio.com 

د روغتیا او غذاییت ماهرین وايي، د کورونا وایرس په وبايي حالاتو کې ضروري‌ ده چې انسان خپل مدافعتي نظام ته پام وکړي‌ او د هغې د قوي‌کولو کوشش وکړي. هم دا پوښتنه مو په برتانیا کې میشت د غذاییت له ماهرې یا نیوټرشنسټ فریحه جې نه کړی ده چې مدافعتي نظام یا ایمنیوټي‌سسټم څرنګه قوي کیدای شي. ‌ هغه وايي انسان خپل مدافعتي نظام په ښه خوراک سره مضبوطولی شي او باید روژو کې ورته خاص پاملرنه وشي. له فریحه جې سره زموږ همکارې ملیحه امیرزاده مرکه کړې ده راځئ چې واورو.‌



د پاکستان په پنجاب کې روغتياپالو په اعتصاب لاس پورې کړى

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په پنجاب ایالت کې روغتیا پالو د کرونا ویروس پرضد د مبارزې پر مهال د وقایې د لازمو تجهیزاتو د نشتوالي له کبله په اعتصاب لاس پورې کړی. د ځوانو ډاکټران د اتحادیې د پنجاب د ایالتي څانګې رییس سلمان چودري نن وویل، د ټیټ کیفیت لرونکو وسایلو د کارولو په نتیجه کې د هغو مسلکي روغتیايي کارکوونکو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی چې د کرونا ویروس پرضد مبارزه کوي. هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سل تنه مسلکي روغتیاپال په کرونا ویروس اخته شوي دي. د چودري په وینا د دوی اتحادیه د... Читать дальше...

وزيرستان کې د نښتې له امله پوځیانو او وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ وايي چې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې په یوه وسله واله نښته کې لږترلږه دوه پاکستاني پوځیان او ۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې نن یکشنبې په یو بیان کې وویل چې په نښته کې ۵ نور پاکستاني سرتېري هم ټپیان شوي دي خو په بیان کې نه دي ویل شوي چې بریدکوونکي د کومې ډلې وو. دا سیمه له تېرې یوې لسیزې راهیسې د القاعده ډلې، حقاني شبکې او پاکستاني طالبانو د وسله وال د فعالیتونو ډګر دی. که څه هم د پاکستان پوځ د وسله والو فعالیتونو د ځپلو لپاره له۲۰۱۴ کال راهیسې پوځي عملیات کړي خو د دې ډلو حملې هم روانې دي.

تاجکستان کې د فوټبال لیګ سیالۍ ځنډول شوي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د لګول شویو محدودیتونو په ترڅ کې د دې هېواد د فوټبال د لسو ټیمونو ترمنځ د لوبو لیګ د دوو اونیو په مخه ځنډولی دی. د تاجکستان د فوټبال فدراسیون نن اعلان وکړ چې له سبا ورځې څخه به دا لوبې د مې تر لسمې نېټې پورې وځنډول شي خو د نن ورځې لپاره پلان شوې لوبې به ترسره کېږي. په داسې حال کې چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره د پرمختګ حال کې دی، په تاجکستان کې تراوسه د دې ناروغۍ د هېڅ پېښې راپور نه دی ورکړل شوی. دې کار یو لړ شکونه هم پارولي چې ښايي دوشنبې به د دې وبا په اړه حقایق له خلکو پټوي.

بیلاروس کې یوه مرستون ته کرونا ویروس رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د یوه خیریه بنسټ ایرلنډی موسس اډی روچې چې په بیلاروس کې د یو مرستون ملاتړ کوي وايي کرونا ویروس دې مرکز ته هم سرایت کړی دی. د بیلاروس د مرکزي ولسوالۍ هلوسک په ویسنووا نومي مرستون کې ۱۷۰ ماشومان او تنکي ځوانان چې جدي معلولیتونه او د وجود د مقاومتي سیسټم کمزورتیا لري ساتل کېږي. چارواکو وړمه ورځ دې مرستون ته د کرونا ویروس خپرېدل تایید کړل مګر د اخته کسانو شمېر یې ونه ښود خو بي بي سي پرون راپور ورکړ چې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ټول ۲۳ کسان په دې ویروس اخته شوي دي.



'غزني کې یو موټر بم له یوه وسله وال طالب سره له منځه وړل شوی'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په غزني ولایت کې نن سهار یو موټربم له یوه وسله وال طالب سره له منځه یووړل شو. د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، وسله وال غوښتل چې د موټربم په وسیله پولیس په نښه کړي خو د ښار په ارزو سیمه کې د غزني د پولیسو په کمین کې له مینځه یووړل شو.

ناټو په کابل کې له افغان پولیسو سره د روغتیايي وسایلو مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې په لړ کې یې د پلازمېنې کابل له ۱۶ زره پولیسو سره د روغتیايي وسایلو مرسته کړې. دې ماموریت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې مرستو کې ۱۸ زره ماسکونه، ۱۸ زره جوړې دستکش او ۱۸ زره بستې چې عفوني ضد مواد او د حرارت سنجولو وسایل یا ترمامیتر پکې دي شامل دي. غوڅ ملاتړ پرون هم په یو بیان کې وویل چې هرات، غور، فراه او بادغیس ولایتونو ته یې تېره اوونۍ د روغتیايي وسایلو بستې استولې وې. د ناټو مقر تېره اونۍ وویل افغانستان د کرونا ویروس... Читать дальше...

د لوګر په 'برکي برک' کې د امنیتي پوستې د سقوط خبر رد شو

Pa.azadiradio.com 

د لوګر سیمه ییز چارواکي په برکي برک ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې د سقوط خبر ردوي. د لوګر ولایت د رسنیو دفتر په یو بیان کې وايي، طالبانو تېره شپه د برکي برک د سنګ مرمر پر امنیتي پوستې برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۷ طالب وسله وال او ۴ پولیس وژل شوي دي خو د بیان له مخې د دې پوستې د سقوط خبر ناسم دی. مخکې له دې د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي آزادۍ راډیو ته په غږیز پیغام کې د سنګ مرمر پوستې د سقوط او پولیسو ته د تلفاتو د اوښتو خبر ورکړی و. هغه زیاته کړه: "د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ... Читать дальше...

خلیلزاد له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې. ښاغلي خلیلزاد نن پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي، روژه طالبانو ته دا فرصت برابروي چې د روان روغتیايي بحران تر پایه د بشري مرستو لپاره د اوربند په منلو سره تاوتریخوالی کم کړي او تهاجمي حملې بندې کړي. ښاغلي خلیلزاد همداراز پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د بندیانو د خوشې کولو بهیر چټک کړي او ویلي یې دي چې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ پر ضد مبارزه د بندیانو د سمدستي خوشې کولو اړتیا په ډاګه کوي او د بین الافغاني خبرو له پیل سره مرسته کوي. Читать дальше...

پکتیا کې ۴ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د ۹۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې. د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اړوند د ابراهیم خېلو په سیمه کې د څلورو ښوونځیو د جوړېدو د چارو بنسټ ډبره کېښودل شوه. د پکتیا والي شمیم خان کټوزاي د یکشنبې په ورځ د یادو پروژو د بنسټ ډبرې د اېښودلو په مراسمو کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې پروژو شاوخوا ۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت لګښت راځي. د نوموړي په وینا د یادو پروژو لګښت د ښارجوړونې د وزارت لخوا ورکول کېږي چې چارې به یې په دولسو میاشتو کې بشپړې شي.

د چرنوبل غمیزې ۳۴ کاله پوره شول

Mashaalradio.com 

۳۴ کاله وړاندې د ۱۹۸۶ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په اوکراین کې د چرنوبل اټومي بټۍ دننه چاودنه وشوه چې یوې برخې یې اور واخیست.


Музыкальные новости
Концерт

Владимир Брилёв: «Концерт, посвященный Великой Победе, стал доброй традицией для творческого объединения «Хрустальное соZVездие».





Персональные новости
Игорь Маковский

Игорь Маковский: оперативный Штаб «Россети Центр» осуществляет усиленный контроль за работой электросетевого комплекса 





کندز کې د یوې کورنۍ د ۷ غړو قاتل ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د کندز امنیه قوماندانۍ د یوې کورنۍ د اووه غړو په وژنه د یو تورن قاتل د نیولو خبر ورکوي. د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت‌الله اکبري نن ازادي راډیو ته وویل، د دې کورنۍ غړي د شخصي دښمنۍ په پایله کې د شنبې په شپه د امام صاحب ولسوالۍ په کنم کلي کې په خپل کور کې په بې‌رحمۍ سره وژل شوي دي.  هغه زیاته کړه: "د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په کنم سیمه کې د یوې کورنۍ اووه غړي د کلشنیکوف د مرمۍ په وسیله په ډېرې بې‌رحمۍ سره وژل شوي وو." د اکبري په وینا په پېښه کې څلور نارینه او درې ښځې وژل شوي او د کورنۍ دوه زامن‌يې ټپیان شوي دي. Читать дальше...

د کورونا وایرس وبا او د روژې عبادتونه

Mashaalradio.com 

د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي له کبله په ګڼو هېوادونو کې ټولبند (لاکډاون) دی. د محدودیتونو له وجې په هېوادونو کې مسلمانان په جومات کې لمونځ نشي کولای. دا چې په بېلا بېلو ځایونو کې د روژې عبادتونه په څه ډول کېږي، په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

د چرنوبل غمیزه څه وه؟

Pa.azadiradio.com 

۳۴ کاله وړاندې د ۱۹۸۶ کال د اپریل په ۲۶مه په اوکراین کې د چرنوبل اټومي بټۍ دننه یو ري اکټور وچاودېد چې یوه برخه یې د اور لمبه شو.

لوګر کې ۷ طالبان او ۴ افغان سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر سیمه‌ييز چارواکي وايي، د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې طالبان او ۴ افغان سرتېري وژل شوي دي. د لوګر ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي چې طالبانو تېره شپه د برکي برک د سنګ مرمر پر امنیتي پوستې برید کړی چې په نتیجه کې یې اووه طالب وسله‌وال او څلور پولیس وژل شوي، خو د خبرپاڼې له مخې د دې پوستې د سقوط خبر ناسم دی. مخکې تر دې د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته په یو غږیز پیغام کې د پنځو پولیسو د وژل کېدو او د څلورو نورو د لادرکه کېدو خبره کړې وه. هغه زیاته کړه... Читать дальше...

خالده د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې روغتیايي خدمات رسوي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه دي، خو خالده توانېدلې چې خپل کار ته دوام ورکړي. د ازادۍ راډیو خبریال نسیم شفق د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته تللی او د روغتیا پالې خالدې د کار څرنګوالی یې انځور کړی.

Спорт в России и мире
Москва

Поцарапанному пандой Катюшей киперу подарили футболку с извинениями


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Шнайдер вышла в третий круг турнира WTA-1000 в Риме, победив Самсонову в российском дерби


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Озоновые Дыры: Вызов современности, Взгляд Романа Терещенко





Путин в России и мире
Москва

Си отказал Макрону в просьбе, связанной с Путиным. В Москву прибыл лидер Кубы


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко вернулся с парада Победы в Минск: "Ядерный апокалипсис неминуем"




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

В Москве налоговая потребовала взыскать долг с Алексея Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Бьянка

Стиль Бьянки Сенсори стал модным трендом среди известных женщин.



Москва

Лучшие фильмы Международного фестиваля правильного кино назвали в Музее Победы

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net