روژه، تراوېح او کرونا ویروس
ګڼو اسلامي هېوادونو په ټولنه کې د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جوماتونه او سپېڅلي ځایونه تړلي او له خلکو یې غوښتي چې لمونځونه او نور عبادتونه په کورونو کې وکړي او په عبادتځایونو کې دې ګڼه ګوڼه نهجوړوي.
ګڼو اسلامي هېوادونو په ټولنه کې د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جوماتونه او سپېڅلي ځایونه تړلي او له خلکو یې غوښتي چې لمونځونه او نور عبادتونه په کورونو کې وکړي او په عبادتځایونو کې دې ګڼه ګوڼه نهجوړوي.
په سروې پروګرام کې مو دا ځل د مشال ریډیو اورېدونکې هیله احمدزۍ میلمنه ده. هیله یوه شاعره ده خو په دا وروستیو کې یې سندرو ویلو ته مخه کړې ده. نن په پروګرام کې له هیلې احمدزۍ سره د هغې پر هنري او ادبي هلو ځلو خبرې کوو. د خپرونې کوربنه مليحه اميرزاده ده.
د دې لیکنې په یوه برخه کې راغلي، په داسې حال کې چې په کم مجهز شوي افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدل چټک شوي، د امریکا متحده ایالاتو له دې هېواد څخه د زر تنو امریکايي قراردادیانو د ایستلو پرېکړه کړې.
د امریکا متحده ایالات په پام کې لري چې له ګرینلنډ سره ۱۲ میلیونه ډالره اقتصادي مرسته وکړي او هلته خپله قونسلګري پرانیزي. امریکايي چارواکي وايي د دې کار هدف د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کول او په ارکتېک سیمه کې د روسیې او چین د ګټو پر وړاندې یو د سیالۍ اقدام دی. امریکايي او ډنمارکي چارواکو پرون د اپرېل په ۲۳مه نېټه په ګډه دا مرسته اعلان کړه. متحده ایالات وايي چې د ګرینلنډ په مرکز نوک کې به خپله قونسلګري پرانیزي. د امریکا ۱۲ میلیونه ډالره مرسته به په دې سیمه کې د طبیعي زېرمو د پلټنې پر چارو ولګول شي. Читать дальше...
بلغاریا د روژې د پیل په ورځو کې له ترکیې سره خپل سرحد د هغو بلغاریايي ترکانو پر مخ بند کړی دی چې دې هېواد ته ننوځي. د بلغاریا د عامې روغتیا وزارت دا حکم چې له تېرې شپې نافذ دی، د روانې اپرېل میاشتې تر ۲۷مې پورې په دې مقصد دوام کوي چې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو له وېرې خلک پر دې لاره تګ راتګ ونهوکړي. له ۳۰۰ زرو یات بلغاریایان په ترکیه کې دېره دي. دوی ډېری په بلغاریا کې زېږېدلي په خټه ترکان دي چې په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د کمونېست رژیم پر مهال د تبعیض له کبله ترکیې ته کډه شول. بلغاریا دا پرېکړه... Читать дальше...
ناټو وايي چې افغانستان د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په چاره کې له دې ټلوالې څخه د نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې. په بروکسل کې د ناټو مقر په یو بیان کې چې پرونیې پر خپله رسمي وېبپاڼه خپور کړ ویلي دي چې د بېړنیو چارو پر ضد د اتلانتیک-اروپا د مبارزې څانګې ته په ناټو کې د افغانستان د مأموریت لهخوا د د روغتیا د وزارت په استازیتوب له کرونا ویروس سره د مبارزې په چاره کې له دې هېواد سره د نړیوالو مرستو غوښتنه رسېدلې ده. په داسې حال کې چې په افغانستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پرون د غويي... Читать дальше...
نن د غويي یا ثور پنځمه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده. ولسمشر اشرف غني په دې مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا په افغانستان کې د اوربند لپاره غږ وکړ. ښاغلي غني په دې پیغام کې چې پرون خپور شو وویل، په دې حساس وضعیت کې چې د کرونا ویروس وبا په ټول هېواد کې خپره شوې ده، له طالبانو څخه د خلکو او حکومت غوښتنه دا ده چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر په یوه بیان کې د دې غوښتنې په ځواب کې د دوحې د موافقې... Читать дальше...
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او همپالنې' انتخاباتي ډله وايي په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ د حل لپاره خپله طرح به ډېر ژر منځګړو ته وسپاري. د دې ډلې ویاند فریدون خوځون تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې پر دې طرحې کار پای ته رسېدلی دی. ښاغلی خوځون زیاتوي: "زموږ طرحه نهايي شوې ده. ډېر ژر به منځګړو ته وسپارل شي ترڅو له مقابل لوري سره شریک شي. دا د افغانستان د اوسني سیاسي بحران د حل لپاره یوه معقوله او هر اړخیزه طرح ده." د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینهپال پرون رسنیو ته... Читать дальше...
د کورونا وایرس له ناروغۍ (کووېډ – ۱۹) څخه رغېدلي کسان په وینه کې دفاعي مواد یا انټيباډيز لري چې کېدای شي د بل ناروغ په وجود کې د وایرس ضد وجنګېدای شي. پخوا هم د رغېدلو کسانو د وینې پلازما په همدې موخه ناروغانو ته انتقال شوې خو اوسمهال څېړونکي دا معلوموي چې ایا دا طریقه د کورونا وایرس پر وړاندې هم موثره زبادېدای شي او که څنګه؟ ځواب یې د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په ویډیو کې.
که څه هم د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران پر دې سلا شول چې اروپايي کمېسیون به د دې ټولنې د راتلونکو اوو کلونو بودجه ارزوي، خو د دوی ترمنځ ژور اختلافونه پر ځای پاتې شول.
د کابل ښار اوسېدونکو ته پرون اجازه ورکړل شوه چې بازارونو ته ولاړ شي او د روژې مبارکې له پیل مخکې د اړتیا وړ شیان وپېري.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.