تاجکستان کې د روغتیايي کارکوونکو په شمول ۱۳ تنه قرنطین شوي
تاجکستاني چارواکو د دې هېواد په شمال کې د یو کس له مړینې وروسته د روغتیايي کارکوونکو په شمول ۱۳ کسان قرنطین کړي.
د چارواکو په وینا دا کس سینهبغل ته ورته ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
روغتیايي چارواکو ویلي، د جابر رسولوف په روغتون کې د مشر ډاکتر په شمول د دې قرنطین شوې ډلې د کرونا ویروس د معایناتو نتایج منفي وو.
د مړ شوي کس خپلوانو ویلي چې هغه ګاونډي قرغزستان ته د واده لپاره تر سفر وروسته ناروغ شو.
د تاجکستان د سغد ولایت په جابر رسولوف روغتون کې وروستي وضعیت د منځنۍ اسیا په دې بېوزله هېواد کې د کرونا ناروغۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړي.
د تاجکستان حکومت ویلي تر اوسه په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کېدو هېڅ پېښه نهده ثبت شوې.
تېره اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان لپاره د دې هېواد استازي هم د دې ادعا پلوي وکړه.
د تاجکستان روغتیايي سیستم کمزوری او له مالي ستونزو سره مخ دی.
همدارنګه د تاجکستان په شااوخوا کې داسې هېوادونه پراته دي چېرې چې د کرونا ویروس پېښې پهکې ثبت شوي او په زیاتېدو دي.