په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو د روسیې د 'علم او فرهنګ خونې' مخې ته په یوې اعتراضیه غونډه کې، له ترهګرو ډلو سره د هغه هېواد پر ملاتړ انتقاد وکړ.
دغه اعتراض کوونکي ادعا کوي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د روسیې لهخوا تمویلېږي.
اعتراض کوونکو په داسې حال کې چې د روسيې پر ضد یې شعارونه ورکول، د افغانستان په کورنیو چارو کې ېې د هغه هېواد لاسوهنه وغندله.
دغه مدني فعالان د یوې اعلامیې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو په تېره پر روسیې زور واچوي چې له دې کاره لاس واخلي. Читать дальше...
د اوکراين دفاع وزارت وايي د دغه هېواد په ختيځ کې يې له روسپلوه بېلتون غوښتونکو سره په تازه شخړه کې يو سرتېرى وژل شوى او ٤ نور ټپيان شوي دي.
وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې شخړه نن سهار په لوهانسک کې زولوتې ښارګوټي ته څېرمه شوې ده.
د اوکراين ولسمشر ولادیمير زلنسکي دا تازه شخړې د سولې د پروسې د ګډوډولو هڅه بللې او ويلي يې دي، د ورځې ناوخته به د امنيت شورا يوه غونډه راوبولي.
د اوکراين په ختيځ کې د دونيڅک او لوهانسک ځينې سيمې چې دونباسيې بولي، د ٢٠١٤م کال له اپرېل راهيسې د روسپلوه بېلتون غوښتونکو په کنټرول کې دي. Читать дальше...
د ايران قضائيه قوه وايي د چاپېريال ساتنې د اتو فعالانو په اړهيې د بند حکم صادر کړى دى.
په محکومو شويو کسانو کې هغه ايرانى وګړى شامل دى چې د امريکا تابعيت هم لري او امريکا ته په جاسوسۍ تورن دى.
دوه فعالان مراد طهباز او نيلوفر بياني ته د ۱۰ کلونو بند سزا اورول شوې ده. طهباز هغه ايرانى دى چې د امريکا او بريتانيا تابعيتونه هم لري.
طهباز او بياني ته امر شوى، هغه پيسې چې د ايراني چارواکو په ادعا دوى د امريکا له حکومته د خدماتو په بدل کې ترلاسه کړي، بېرته ورکړي.
د ايران د قضائيه قوې وياند غلام... Читать дальше...
په کندز ښار کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله يو ماشوم وژل شوى او ٩ نور کسان ټپيان شوي دي.
د والي وياند عصمتالله مرادي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، دا پېښه پرون شوې ده.
ښاغلی مرادي زیاتوي: "په پېښه کې يو تن ٧ کلن ماشوم شهيد شوى او په دغه کور کې ٩ تنه نور ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي."
ښاغلي مرادي زیاته کړه چې په ټپیانو کې ۴ ښځي، یو نارینه او ۴ تنه ماشومان شامل دي.
که څه هم د والي وياند وايي دغه هاوان د وسلهوالو طالبانو لهخوا توغول شوى و، خو وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ويلي.
د افغانستان د مخابراتو وزارت د هېواد د انټرنټ په بیه کې د ۳۰ فیصده کموالي خبر ورکوي.
د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وايي، له شرکتونو سرهیې خبرې روانې دي چې د انټرنټ په بیو کې کموالی راولي.
د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل: "له نېکهمرغه نن د افغان ټیليکام شرکت لهخوا د انټرنت په بیو کې د ۳۰ فیصده کموالي شاهدان یو. دغه شرکت مخکې له دې یو اېم بي انټرنټ په ۴۳ ډالرو پلورلو او اوس دغه بیه ۳۰ ډالرو ته ټیټه شوې ده."
ښاغلی هاشمي وايي،... Читать дальше...
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ورځ محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. ښاغلی غني وايي جمهوریت ګټونکی شو او د ټاکنو د نهترسره کېدو په اړه توطئې شنډې شوې.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ورځ محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله دغه اعلان غیر قانوني بولي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دې اړه کار پیل شوی او نږدې راتلونکي کې بهیې جزئیات اعلان شي.
په ایران کې له ټولو مخالفتونو سره سره تمه ده دا جمعه پارلماني ټاکنې وشي.
کرونا ویروس د چین اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.
په لندن کې سومالیايي ښځو د ټوکرو او نقاشیو کارګاه جوړه کړې.
ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
دغه کمېسیون له نږدې پنځه میاشتو وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د پېښور په باچاخان مرکز کې د قبايلي ضلعو د ولس د ستونزو په اړه یوه غونډه وشوه چې پکې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو استازو، مدني فعالانو او د قبايلي مشرانو په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو هم ګډون وکړ. په دې اړه د غلام غوث دا ویډیويي راپور کې وګورئ.
د سیندۍ ژبې ټېلېوېژن کې ټي این او ورځپاڼې کاوش خبریال عزیز میمن د فرورۍ پر ۱۵مه د سیند په مهرابپور کې وژل شوی وو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا نورستانۍ د رایو په ډاګه کولو پرمهال وویل چې محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ګټلو د افغانستان ولسمشر په توګه اعلانېږي.
دغه کمېسیون له میاشتو ځنډ وروسته د سې شنبې په ورځ «» په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د دغه وزارت سرپرست مسعود اندرابي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» د امنیه قوماندانانو په ورکشاپ کې په کابل کې وویل، دغه مرحله د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس عملي کېږي.
دغه امنیتي مسؤلین زیاتوي چې ایران له وسلهوالو طالبانو سره پوځي مرستې کوي او غواړي چې د وسلهوالو طالبانو پر مټ امریکا او ملاتړي یې وځپي او له افغانستانهیې وباسي.
په کوټه کې د فبرورۍ پر ۱۷مه د شوې چاودنې وروسته پښتونخوا ملي عوامي ګوند په اعلان نن(د فبرورۍ پر ۱۸مه) په دې ښار کې هړتال دی.په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ.
راپور: منور شاه
ویډیو: ایوب ترین
د دغې ادارې رئیس محمد قاسم وفاييزاده د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه د دې لېږد لپاره ځانګړې شوې ده.
د سوات په مينګوره کې څلور کلوميټره د بلوګرام په کلي کې د هندو شاهي وخت پخوانۍ کلا او د سلطان محمود غزنوي جماعت لرغوني اثار موندل شوی دی. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیو راپور وګورئ.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګني ۴۰ کاله پوره شو او په دې مناسبت د ملګرو ملتونو کډوالې ادارې يو اېن اېچ سي ار په اسلام اباد کې دوه ورځنی کانفرنس کوي چې نن(سېشنبه) يې وروستی ورځ ده. په پاکستان کې اوسمهال د ۱۴ لکه رجسټرډ کډوالو په ګډون شاوخوا ۲۵ لکه افغانان ژوند کوي.
د افغان کډوالو پاکستان ته ورتګ، د دوی د لومړنيو ورځو ژوند، کړاوونه، او پر ځايي اقتصاد او کلتور يې څه اغېز کړی دی.؟ پر دې اړخونو په کابل کې د پاکستان پخواني سفير رستم شاه مومند، په پاکستان کې مېشتو افغانانو قد علي زدراڼ او محمد عیسي،... Читать дальше...
د میدان وردګو قومي مشران د ملکي تلفاتو دوام ته په کتو په دې برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتونکي شول.
دغه یو شمېر قومي مشران په جګړه کې ملکي تلفات "د بشریت په وړاندې جنایت" بولي او خبرداری ورکوي، که حکومتیې مخنیوی ونهکړي خلک به لاس په کار شي.
دوی د سې شبنې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د جګړې ښکېلې خواوې د ملکي تلفاتو مسؤل وبلل.
یو تن اعتراض کوونکی رحیم ستار وايي: "نور بمبار بس دی، د خدای روی ته وګورئ، دلته یوازې حکومت نه، بلکې په طالبانو هم غږ کوو چې نور... Читать дальше...
پروفیسر تواب شاه مسرور وایي، حمزه بابا یو ستر شاعر، فلسفي، عملي صوفي او د جمالیاتو عالم وو او د انسانیت علمبردار دی، د پښتنو بیدارولو لپاره یې ډېر کار کړی دی.
اوکراين تر يوې اوونۍ ځنډ وروسته نن په پام کې لري چې چين ته يوه الوتکه ولېږي چې خپل ۴۹ وګړي او ٢٥ بهرنيان را انتقال کړي.
په کيف کې د اوکراين د روغتيا وزير ويکتور لياشکو پرون وويل چې دغه مسافر به د هوبې ولايت له مرکز ووهان ښار څخه ولېږدول شي.
ووهان د کرونا وايروس د خپرېدو عمده مرکز دى.
چينايي چارواکي وايي په دې وايروس ١٨٨٦ نور کسان اخته شوي او ٩٨ نور کسانيې په نتيجه کې مړه شوي دي.
له دې سره د چين په قلمرو کې د کرونا وايروس له امله د مړو شمېر ١٩٠٠ او په دې وايروس د اخته کسانو تأييد شوې پېښې ٧٢ زره ٥٠٠ ته ورسېدې. Читать дальше...
په شمالي وزیرستان کې غلام خان بندر شاو خوا له تېرو دوو اونیو راهیسې پاکستان سرکار بیا تړلی دی چې له وجې یې د دواړو خواو سوداګرو ته مالي زیان اوښتي دي. عمر وزیر پر غلام خان بندر له سوداګرو او چارواکو سره خبرې کړې دي.
د صوبايي اسمبلۍ غړي نصر الله زېری وايي، د بلوچستان صوبايي حکومت ولس ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه دی ځکه یې نن هړتال اعلان کړی او د دغه پېښې غندنه کوي.
Спорт в России и мире
Москва
«Спартак» лидирует по очкам с командами из первой половины РПЛ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24
Путин в России и мире
Москва
Строители мостов и дорог удостоены государственных наград
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
«Это не предел»: полуголый Тимати показал свою физическую форму
Москва
Подготовку парков к летнему сезону обсудили в администрации Одинцовского округа
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net