Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2020

Новости за 13.02.2020

عرب شاه غریب ماشومان وړیا سکول ته بیايي

Mashaalradio.com 

عرب شاه له کلونو راهیسې هغه ماشومان په وړيا توګه ښوونځيوو ته بيايي چې د تګ کرايه نه لري. ريکشه د هغه خپله نه ده خو همت یې خپل دی. عرب شاه وايي، که خلک ورسره لږه مرسته وکړي نو د دنورو ماشومانو هم داسې خدمت کولای شي. ويډيو: عظمت علي شاه راپور او ايډيټ: داود خټک، هدايت سلطاني، بشير ګواښ

ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې وايي د تاوتریخوالي کمښت باید د ملکیانو د مرګژوبلو د مخنیوي په معنی وي چې په اوربند تمام شي. امریکا د ممبۍ د۲۰۰۸کال د بریدونو د طراح حافظ سعید د زنداني کولو له حکمه هرکلی کړ. د درسدن د بمبار۷۵کلیزه ولمانځل شوه. ازادي ستوډیو د شپې په۸بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.



ډایکندي کې واورې ښویېدو ۹ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د دایکنډي چارواکي وایې د واورې د ښویېدو له کبله په دې ولایت کې نهه تنه مړه شوي دي. د پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دې ولایت رئیس اسدالله سروري نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښې په مهرامور ، سنګ تخت او اشترلي ولسوالیو کې شوې دي. نوموړي وویل د واورې د ښویېدو په پېښو کې شپږ نور کسان ټپیان شوي او دوه تنه لادرکه دي. د ښاغلي سروري په خبره دا پېښه مالي زیان هم لري، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.

د کابل 'پخته‌فروشۍ کوڅه' کې تر ټولو پخوانی حمام

Pa.azadiradio.com 

د کابل د 'پخته‌فروشۍ حمام' چې څو میاشتې مخکې د 'کتاب‌فروشۍ' د حمام په نوم یادېده ډېریو ته د زوړ کابل یاد تازه کوي. امېد نبي‌زاده دغه حمام ته تللی او دغه وېډیويي راپور چې چمتو کړی دی.

مهوش غواړي پښتنې نجونه بېلا بېلې ورزشي لوبې وکړي

Mashaalradio.com 

د ملاکنډ مهوش له شاوخوا یو نیم کال راهیسې په اسلام اباد کې بیډمېنټن کوي. نوموړې د خپلې اکادمۍ لومړۍ نجلۍ ده چې نقاب په مخ میدان ته وردانګي. مهوش وايي، مور یې ملاتړ کوي خو ځینې خپلوان یې د لوبې کولو خلاف دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

د پښتو زياتره نوې سندرې لنډعمرې وي: پردېسي

Mashaalradio.com 

د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ خپرونې مېلمه مو سندرغاړی انتظار علي پردېسي دی. دی د خيبر پښتونخوا د نوښار او د نوميالي موسيقار او تبله غږوونکي ارواښاد فضل ربي پردېسي زوی دی. پردېسي وايي، ماشوم وو چې له خپل پلار سره به سټوډيو ته تللو او د وخت نوميالي سندرغاړي ګلنار بېګم، کشور سلطان، معشوق سلطان او خيال محمد يې له نېږدې ليدلي او اورېدلي دي. پردېسي له سندرې ويلو سره سره پښتو فلمونو ته موسيقي هم جوړوي. د ده خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.



تخار ولایت کې ۸۰۰ هکتاره ځمکه کې اینجه وکرل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په تخار ولایت کې یې په ۸۰۰ هکتاره ځمکه کې اینځه کرلې ده. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې روان کال به ۲۰ هکتاره نوره اینجه هم وکري چې ورسره به دغه کښت ۸۲۰ هکتاره ته لوړ شي. د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په تخار ولایت کې زرګونه بزګران د اینجې په کښت او کار باندې مصروف دي او په دغه ولایت کې د اینجې د پالنې ۸ ټولنې جوړې شوې دي چې د دغه طبي بوټي د کرلو  په پراختیا او تولید کې ځانګړی رول لري. د لومړي ځل لپاره په... Читать дальше...

په ننګرهار کې ۱۱۵ جریبه ځمکه کې فارم جور شوی

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې ۱۱۵ جریبه ځمکه کې د ۱۳ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د چرګانو روزنې، د چرګوړو د تولید او چرګانو ته د خوراکي توکو د تولید فارم جوړ شوی. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل دا فارم د خصوصي شرکت له لوري جوړ شوی چې په هره میاشت کې ۶ لکه یو ورځني چرګوړي تولیدوي. ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې له دې سره په خوا کې یې دغه فارم کې داسې ماشینونه ځای پر ځای شوي چې په یو ساعت کې ۱۵ ټنه د چرګانو د خوراکي توکو د تولید ظرفیت لري. د چارواکو په وینا دا فارم د اوړي او ژمي په موسم... Читать дальше...

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافېیر سره ځانګړې مرکه

Mashaalradio.com 

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافېیر راس وېلسن له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د سولې او ټاکنو په اړه خبرې کړې دي. وېلسن وايي چې له افغان حکومت سره د سولې او تاوتریخوالي د راکمولو په اړه همغږي او همنظره دي.وېډیو او اېډېټ: لېمه هادي او شفیع کریمي

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر سره ځانګړې مرکه

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسون له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د سولې او ټاکنو په اړه خبرې کړې دي. ښاغلی وېلسون وايي چې له افغان حکومت سره د سولې او تاوتریخوالي د راکمولو په اړه همغږي او هم‌نظره دي. وېډیو او اېډېټ: لېمه هادي او شفیع کریمي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لیبیا کې د اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په لیبیا کې د اوږد مهاله اوربند غوښتنه کوي. روسیې چې د دې شورا دایمي غړې ده، دغه پرېکړه‌لیک ته وروسته له هغې له رأی ورکولو ډ‌‌ډه وکړه چې پر متن‌یې اعتراض وکړ. دغه پرېکړه‌لیک چې متن‌یې بریتانیا ترتیب کړی له څو اوونیو بحثونو او ناندریو  وروسته پرون د دې شورا د نورو ۱۴ غړو له‌خوا تصویب شو.  دغه پرېکړه‌لیک تر هر څه مخکې په لیبیا کې له قید او شرط پرته پر یوه دوامداره اوربند پر ټینګار سربېره په دې هېواد کې د بهرنیو اجیرو جنګیالیو پر زیاتوالي اندېښنه څرګندوي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Песня

Совместная Песня со Звездой.





Персональные новости
Сергей Шойгу

Шойгу отстранил Тимура Иванова от должности замглавы Минобороны





د راډیو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې څومره خلک راډیو کاروي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې که څه هم له تېرو دوو لسیزو راهیسې تصویري رسنیو او ټولنیزو انټرنټي رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی، خو راډیو لاهم افغانانو په ځانګړي ډول هغوی ته چې له ښارونو بهر اوسېږي د اطلاع‌رسونې په برخه کې یوه مهمه وسیله ده.

امریکا د حافظ سعید د محکمولو په خاطر پاکستان وستایه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو پاکستان ستایلی چې د هند د ممبی ښار د خونړیو حملو مشکوک طراح‌یې په بند محکوم کړی دی. په لاهور کې د ترورېزم ضد محکمې پرون چهارشنبه د لشکر طیبه سخت دریځې ډلې مشرحافظ سعید د ترورېزم د مالي تمویل په دوو قضیو کې پر ۱۱ کالو بند او ۳۰ زره روپیو چې څه کم ۲۰۰ امریکایي ډالره کېږي، نغدي جریمې محکوم کړ. محکمې بل تورن، د سعید نږدې همکار مالک ظفر اقبال ته هم سزا واوروله. د سعید مدافع وکیل عمران ګیل د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې مؤکل‌یې له یوې ممنوعه ترورېستي ډلې سره په لاس لرلو او د غیر قانوني ملکیت په درلودلو مجرم وپېژندل شو. Читать дальше...

فېس‌بوک د روسیې او ایران دوه شبکې بندې کړې

Pa.azadiradio.com 

فېس‌بوک دوه شبکې پرون بندې کړې، یوې یې له روسیې، بلې یې له ایرانه فعالیت کاوه. فېس‌بوک وایي چې دغو شبکو له استخباراتي چاینلونو سره رابطه لرله. د فېس‌بوک شرکت د امنیتي تګلارې مشر ناتاینیل ګلیچر وویل، دغو شبکو د یوه حکومت یا یوه بهرني لپاره فعالیت کاوه. د روسیې شبکې هدف اوکراین او د روسیې ګاونډیان و او د ایران شبکه تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو ته متوجې وه. فېس‌بوک ویلي دي، هغو کسانو چې د دې شبکو مشري کوله هغوی له تقلبي حسابونو ګټه اخیسته. په مجموع کې ۷۸ فېس‌بوک پاڼې، ۱۱ انټرنټ‌پانې، ۲۹... Читать дальше...

د سالنګ لویه لار بنده شوه

Pa.azadiradio.com 

د درنو واورو او سختو شمالونو له امله د سالنګ لویه لار بنده شوې ده. د سالنګونو د حفظ او مراقبت اجرائیوي مدیر سمیع‌الله ولي‌زاده ازادي راډيو ته وویل چې تېر ماښام له واورې سره تېز بادونه مل شوو چې موټر چلوونکو ته لار نه‌ښکاري. ولي‌زاده زیاته کړه چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو سر پر سر پر سالنګونو واوره ورېده. د سالنګ د لویې لارې مسؤلین وایي چې د خلکو د سر او مال د ساتنې په هدف‌یې لار بنده کړې ده او ښایي نن هم بنده وي.

Спорт в России и мире
Москва

Росгвардия обеспечила правопорядок во время футбольного матча «ЦСКА» - «Спартак» в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года





Путин в России и мире
Москва

Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черноморья до 16 часов


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Анастасия Ивлеева

Блогера Ивлееву оштрафовали на 50 тыс рублей за дискредитацию российской армии



Москва

На съезде РСПП «Норникель» получил национальную премию «Лидеры ответственного бизнеса» I степени

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net