له افغانستان د وتلو لپاره د ناټو شرط
د ناټو عمومي منشي ، ینس ستولتنبرګ نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې دا تړون به تر هغو چې ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د تروریستي ډلوپه بستر نه بدلېږي، له دې هېواده ونه وزي.
د ناټو عمومي منشي ، ینس ستولتنبرګ نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې دا تړون به تر هغو چې ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د تروریستي ډلوپه بستر نه بدلېږي، له دې هېواده ونه وزي.
د طالبانو او امریکا ترمینځ د سولې موافقه د کب په لسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه. مهمه پوښتنه دا ده چې له دې وروسته به څه کېږي. احمدتکل د سولې له موافقې وروسته د بین الافغاني خبرو د څرنګوالی او د ښځو د حقونو پر اړوندو مسایلو د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند سهیل شاهین سره مرکه کړې
د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې د ټینګښت په اړه ګډه اعلامیه خپره شوه. د دې اعلامیې له مخې، له افغانستان څخه ټول امریکايي او ائتلافي ځواکونه د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې وځي. ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د دې اعلامیې د خپرېدو موخه دا ده چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته لار پرانیستل شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې تړون متن پر خپله وېبپاڼه خپور کړی چې پکې راغلي چې د طالبانو اسلامي امارت چې امريکا يې په دې نوم نه تسليموي او يوازې طالبان ورته وايي د مارچ پر ۱۰مه به له افغان لوري سره بين الافغاني مذاکرات پيلوي.
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه کې په دې اړه څه ونهویل شول، خو د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي فکر نهکوي چې وسلهوال طالبان دې بیا تاوتریخوالی پیل کړي.
په بدخشان کې هغه پلار چې دوه زامنیې په دوه جبهو کې یو د بل پر وړاندې جنګېدل وایي هیله لري چې یوه تلپاتې سوله راشي. د دې سړي یو زوی په امنیتي ځواکونو او بل له وسلهوالو طالبانو سره دی. نور جزئیات د نعمت احمدي په راپور کې:
د امريکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې هوکړه لاسليک شوه. د هوکړې مقصد د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دی. دا چې په تېرو ۱۸ کلونو کې افغانستان له کومو پړاونو تېر شو، ګل اياز د رويټرز او اې اېف پي اژانسونو د بېلا بېلو ويډيوګانو پر اساس دا ويډيو جوړه کړې.
افغانستان او امریکا پر دې سلا شوي دي چې په افغانستان کې به د تلپاتې سولې لپاره په شریکه کار کوي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ نن (د فبرورۍ پر ۲۹مه) د سولې هوکړه لاسليک شوه. ((افغانستان ته د سولې راوستلو تړون)) په نوم د دې هوکړې مقصد د افغانستان څه باندې ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دی.
د دې ګډې اعلامیې په لومړنۍ برخه کې راغلي افغان حکومت پر خپلې دې ژمنې ټینګار کړی چې دا هېواد به له نړیوالو ترورېستي ډلو او یا افرادو سره همکاري نهکوي او نه به ورته اجازه ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، دوی د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک کېدونکې هوکړې له جزئیاتو خبر دي، خو د دې هوکړې له ځینو مواردو سره له تخنیکي پلوه موافق نهدي. ښاغلي محب چې د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، د بېلګې په توګه په هوکړه کې د طالب لوري لهخوا د اسلامي امارت یادونې ته ګوته ونیوله. ښاغلی محب زیاتوي: "طالبان ادعا لري او په تړون کې یې هم خپل نوم د اسلامي امارت په توګه یاد کړی، که څه هم چې په قوس کې ورسره یاده شوې چې امریکا دا امارت په رسمیت نهپېژني،... Читать дальше...
ټاکل شوې نن د قطر په مرکز دوحه کې د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو په حضور کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي. په دې خبره افغانان خوښ دي، خو ځیني بیا اندېښنه لري وايي تر کومه چې بینالافغاني سوله ونهشي دې هوکړې ته خوشبین نهدي. هیلۍ اسد په دې اړه یو شمېر کابل ښاریان پوښتلي دي:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د مسؤلانه وتلو غوښتونکي دي. قریشي دا خبرې نن په دوحه کې د روېټرز خبري اژانس ته کړي. نوموړي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ "افغانستان ته د سولې د راوستلو د تړون" د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره دوحه کې دی، نننۍ ورځ مهمه وبلله. ښاغلی قریشي زیاتوي: "دا له نږدې دوه لسیزو وروسته پېښېږي. هیله ده چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات او د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره پرانیزي." د امریکا او طالبانو ترمنځ دا تړون ښايي په څو ساعتونو کې لاسلیک شي. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی څو دغلته د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ افغانستان ته د سولې د راوستو د تړون د لاسلیک مراسمو کې واوسي. د طالبانو او امریکا ترمنځ "افغانستان ته د سولې د راوستلو تړون" نن په دوحه کې لاسلیک کېږي. روېټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله ویلي چې د دوی ۳۱ کسیز هیئت هم دوحې ته رسېدلی دی. دوی دا نهدي ویلي چې دا هیئتیې له کومه ځایه دوحې ته تللی، خو د طالبانو ډېر مشران د پاکستان په کوټه او پېښور کې مېشت دي. همدارنګه د ملا عبدالغني... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر نن کابل ته ورسېده. چارواکي او څارونکي باور لري چې نوموړی به په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د تړون له لاسلیک مخکې کابل کې افغان حکومت ته د واشنګټن لهخوا د ملاتړ پر پخوانیو ژمنو د درېدو او دوام ډاډ ورکړي. ټاکل شوې اسپر په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري. تر اسپر مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته رسېدلی او دغلتهیې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي. ښاغلي عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي چې د ناټو له عمومي منشي یې د افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، له طالبانو سره د بینالافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی به ټولشموله وي. د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل، په دې پلاوي کې چې د بینالافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې به نهایي شي د افغان حکومت، سیاستوالو، مدني ټولنو، ښځو او رسنیو یو شمېر استازي پهکې شامل وي. ښاغلي صدیقي د پلاوي د تازه شمېر په اړه څه ونهویل، خو تر دې وړاندې په وار وار حکومت ویلي چې دا پلاوی به ۱۵ کسیز وي. د صدیقي نننۍ څرګندونې د نوموړي د هغو څرګندونو خلاف دي چې پرون خپرې شوې وې او... Читать дальше...
طالبانو خپلو جنګیالیو ته ویلي چې په دوحه کې د امریکا لوري سره د هوکړې تر لاسلیک پورې دې په افغانستان کې اورکم ته دوام ورکړي. په افغانستان کې د یوې اوونۍ اورکم وخت تېره شپه پای ته رسېدلی او تمه کېده چې بریدونه به بیا پیل شي. خو طالب ویاند ذبیحالله مجاهد له ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو ته امر شوی چې د خلکو د خوښۍ په خاطر دې له هر ډول بریدونو ډډه وکړي. طالب ویاند که څه هم ویلي چې بهرنیو جنګي الوتکو د دوی په سیمو الوتنې پیل کړي چې یو څه پارونکي دي، خو هیلهیې ښودلې چې امریکايي لوری به په خپلو ژمنو ودرېږي. Читать дальше...
ډېره خلک تمه لري چې د دې تړون تر لاسلیک کېدو وروسته به په افغانستان کې اوربند وشي او د افغانانانو خپلمنځي خبرې اترې به پیل شي.
د بلوچستان حکومت له ایران سره پر پوله بند پاتې ۳۰۰ پاکستاني وګړو ته اجازه ورکړې چې خپل ملک ته داخل شي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته رسېدلی او دغلتهیې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي. ښاغلي عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي چې د ناټو له عمومي منشي یې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د دې تړون د ملاتړ د دوام له کبله مننه کړې او دواړو په افغانستان کې د تاوتریخوالي سولهییز هواري ته ژمنتیا په ډاګه کړې. ټاکل شوې چې نن به د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د افغان ولسمشر اشرف غني سره په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان دولت سره د ناټو او امریکا پر پخوانیو ژمنو او هوکړو ټینګار وکړي.
د خیبر پښتونخوا د کوز دير چکدرې بازار ته نژدې په ګل اباد سيمه کې د بده مت مننونکیو تاريخي اثار - انډان ډهيرۍ – موجوده ده. ځايي خلک وايي چې د حکومت د نه پاملرنې او ناقانونه کیندنو له کبله اوس له ورانېدو سره مخامخ ده. دوي غوښتنه کوي چې حکومت دې دا تاریخي اثار وژغوري. د مشال راډیو خبریال عظمت علي شاه پرې ویډیويي رپورټ جوړ کړی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې دغې هوکړې سولې ته د رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړي، خو لاهم دا پوښتنه مطرح ده چې ایا د هوکړې لاسلیک کول د جګړې د پای ته رسېدو په معنی ده او که نه؟
پیامدهای هفتۀ کاهش خشونتها بر وضعیت گروههای مختلف در افغانستان محسوس بوده است.
د پاکستان په سند ایالت کې د اورګاډي او بس په ټکر کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي. د کراچۍ د رېل مسؤل طارق کلاچي پرون وویل چې دا پېښه د روهاري په سیمه کې چې د کراچۍ په شمال کې ۴۷۰ کیلومتره لیرې پرته ده، شوې ده. د اورګاډي دې مسؤل څرګنده کړه چې په دې پېښه کې لږترلږه ۵۰۰ تنه ټپیان شوي هم دي. ځیني ټپيان په بد وضعیت کې دي چې ښایي د مړو شمېر زیات شي. د پېښې ټول قربانیان هغه سورلۍ دي چې په سرویس کې سپاره و. رېل له کراچۍ لاهور ته روان و. په پاکستان کې د تېرو څو لسیزو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.