ایران ته د کورونا رسېدو پاکستان اندېښمن کړی
د پاکستان د روغتیا وزارت یو چارواکي ډاکټر سلمان د فبرورۍ پر ۲۲مه، دشپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، دا چې له چینه وروسته په ایران کې هم
د پاکستان د روغتیا وزارت یو چارواکي ډاکټر سلمان د فبرورۍ پر ۲۲مه، دشپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، دا چې له چینه وروسته په ایران کې هم
د ننګرهار اوسېدونکي په افغان دولت او وسله مخالفینو غږ کوي چې په خپل ولس رحم وکړي او جنګ د تل لپاره ودروي.
د فبرورۍ پر ۲۲مه د خوست یو شمېر ځوانانو او ښځو د یوې غونډې له لارې د تاوتریخوالي د کمښت له هوکړې هرکلۍ وکړ او هیله يې وښوده، چې د یوې اونۍ لپاره دا هوکړه به پدې هېواد کې بشپړ اوربند ته لاره هواره کړي.
د تاوتریخوالي د کمېدو د اونۍ له پیل سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک کېدو لپاره هیلې زیاتې شوې.
په ایران کې د جمعې د ورځې پارلماني ټاکنو د رایو شمېرنه دوام لري او د راپورونو له مخې محافظه کاران په کې مخکې دي. د څارونکو په باور وروسته له هغې چې یو شمیر اصلاح غوښتونکي او معتدلو کسانو نومونه د کاندیدانو له لیست وایستل شول، په دې ټاکنو له هماغه پیله د محافظه کارانو بریا یقیني شوې وه. چارواکو درې ځلې د رایو ورکولو وخت ددې لپاره تمدید کړ څو ډیر کسان رایې وکاروي. تمه کېږي چې وروستۍ پایلې د یکشنبې په ورځ اعلان شي. ټول هغه کسان چې د ایران دې پارلماني ټاکنو کې کاندید وو، د دې هېواد د ملایانو د ځواکمنې نګهبان شورا له فلتر تېر شوي وو. Читать дальше...
وروسته له هغې چې د تاوتریخوالي د کمولو د اونۍ د پیل وروسته هم له ځینو ولایتونو څخه د وسله والو طالبانو د بریدونو راپورونه ورکړل شول، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي پیغام ټینګار کړی چې دا یو عام اوربند نه دی. نوموړې ویلي: ”د توافقنامې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضاء په برابرولو کې د ټولو ولایاتو مرکزونه د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنیوقواو مرکزونه شامل دي.“ د نوموړې په وینا له دې اخوا د دوی د وسله والو هر ډز او برید باید له شوې هوکړې سرغړاوی ونه بلل شي. د بلخ په زارع د... Читать дальше...
د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي، نن یې په سرپل ولایت کې والي معرفي کړی او دا کار به یو شمېر نور ولایتونو کې هم وکړي.
د پېښور مهابت خان لرغونی جومات د مغلو په دوره کې ودان شوی وو چې د نه بیارغونې له کبله ځای په ځای کنډواله شوی دی. که څه هم دوه کاله وړاندې یې د بیارغولو چارې پیل شوې وې خو لاهم له رغېدو لیرې ښکاري. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د فرورۍ پر ۲۱مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ولمانځله. په دې لړ کې یوه غونډه په کوټه کې هم شوې چې د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي پکې ګډون او وینا کړې ده. په دې اړه تفصیل د ایوب ترین په دې ویډیو کې وګورئ.
د یوناما یا دملګرو ملتونو مرستندویي ادارې تازه راپور له مخې ۲۰۱۹ کال کې لس زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر هغو پېښو سخته اندېښنه ښودلې چې دې سازمان د حکومتي چارواکو ادلون بدلون بللې دی. یوناما نن په یوې اعلامیې کې ویلي، له زورواکۍ یا نورو غیرې قانوني لارو کار اخیستل، هغه هم په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د کمېدو هڅې روانې دي، د سولې لپاره د افغانانو هیله له خطر سره مخ کولی شي. یوناما په دې خبرپاڼه کې پر ټولو لورو غږ کړی چې له زغم کار واخلي، اختلاف د خبرو له لارې حل کړي او د اساسي قانون نظم ته درناوی وکړي. بل خوا په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي دفتر پر خپل ټویټر ویلي... Читать дальше...
په اسلام اباد کې درې ورځنۍ ادبي مېله پیل شوې ده. په مېله کې د پښتو ژبې د ادیبانو په ګډون د نوور ژبو لیکوالو او شاعرانو هم ګډون کړی دی. دوي وايي چې داسې غونډې مورنیو ژبو ته ډېره ګټه رسوي. دوي غوښتنه کړې چې حکومت دې په ملک کې ویل کېدونکې ژبې قامي وګرځوي. نور تفصیل د عمران یونس په دې ویډیو کې وګورئ.
د پنجشیر والي په یوه غونډه کې د عبدالله په مشرۍ د حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ. د دې ولایت د غونډو په تالار کې راټولو شویو کسانو ته کمال الدین نظامي وویل، عبدالله د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پنجشیر د خلکو په ۱۰۰ کې ۹۰ رایې ګټلي، او له همدې کبله یې پریکړه وکړه چې د نوموړې په مشرتابه د اعلان شوي حکومت ملاتړ وکړي. په دې غونډه د پنجشیر ولایت د غونډو له تالار څخه د ولسمشر اشرف غني وروستي تصویر هم لرې او پر ځای یې د عبدالله عبدالله تصویر د منتخب ولسمشر په توګه وځړول شو. دا په داسې حال کې ده چې نن په... Читать дальше...
په ایران کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتوالي په افغانستان کې ګڼې اندېښنې راپارولي دي.
په بلخ او هرات ولایتونو کې سلګونو خلکو په جلا جلا غونډو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ. په مزار شریف ښار کې د ازادي راډیو خبریال وايي، دغلته روضې ته څېرمه سلګونه کسان راټول شوي وو، او ویل یې انتخاباتو له لارې د رامنځته شوې سیاسي مشرتابه ملاتړ کوي. بله خوا په هرات ولایت کې د ازادي راډیو خبریال وايي، دغلته د اصلاح غوښتونکو د ټولنیز سازمان له خوا د سلګونو خلکو په یوه جوړه شوې غونډه کې برخه والو د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان هرکلی او د ولسمشر غني د بریا ملاتړ وکړ. Читать дальше...
د پاکستان د خبریالانو اتحاديې ویلي چې دوي به هیڅ کله هم د مرکزي حکومت له خوا په ملک کې پر ټولنیزو رسنیو د قدغنونو پرېکړه ونه مني.
د کاراته کیوکوشین سیالیو پنځم پړاو پای ته ورسېد. د هرات ولایت د بدني روزنې د ریاست فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډيو ته وویل په دې سیالیو کې له د کیوکوشین، تاتاکای او سوکیوکوشین سبکونو له ۲۰ کلپونو ۲۴۶ لوبغاړو ګډون کړی وه. د ښاغلي ضیا په خبره، د دغو سیالیو د جوړول موخه د کاراتې د ازادو سبکونو د همغږۍ او په ۱۳۹۹ کال کې په ملي کچه د لوبو لپاره چمتولی دی. ښاغلی ضیا وایي په دغو سیالیو کې چې د څلور عمري کټګوریو ۱۰ کلنو، ۱۵ کلنو، ۱۸ کلنو او د ۲۲ کلنو کسانو تر منځ وشوې د ۶۶ غوره لوبغاړو ته جامونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تراوسه د تاوتریخوالي د کمښت په هوکړې عمل شوی او کومه ستره پېښه نه ده رامنځته شوې.
د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان وايي ، دوي هڅه کوي چې د پښتنو د یو شمېر مسلو د هوارولو لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو په سلا یو شریکه تګلاره جوړه کړي او یو تحریک وچلوي. نوموړي دا څرګندونې د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په مرکه کې کړې دي.
د کاپیسا ولایت د والي ویاند وایي، په دغه ولایت کې ۳۵۰ ټنه جلغوزي راټول شوي دي. د کاپیسا ولایت د والي ویاند قیس قادري نن ازادي راډيو ته وویل چې دا اندازه جلغوزي سږکال د دغه ولایت له دریو ولسوالیو راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي. د ښاغلي قادري په خبره، تېر کال په کاپیسا ولایت کې له د سږنۍ اندازې نیمايي جلغوزي راټول شوي وه او لامل یې هم په تګاب، نجراب او اله سای ولسوالیو کې نا امنۍ وې. نوموړی وايي، دا مهال په کاپیسا ولایت کې د یو کیلو جلغوزيو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ ده او په یو کال کې له دې درکه ۹۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزرات وايي، راتلونکي لمریز کال کې به په بېلابېلو ولایتونو کې د مالدارۍ په برخه کې پانګونه وشي او دا برخه پیاوړې کړي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې ترڅ کې به بې وزلو مېرمنو ته د کبانو، چرګانو او غواګانو فارمونه هم جوړ شي. ښاغلی رستمي وایي په دې سره به د خلکو او هېواد اقتصاد لاپیاوړی شي. هغه زیاته کړه: "د مالدارانو عواید به زیات او د هېواد اقتصاد به لا پیاوړی شي، د مالدارۍ سکټور مجموعي ارزښت ۷ میلیارده ډالر دی، هر څومره چې په دې برخه... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي چې په یوه اونۍ کې به له احتیاطه ډک عمل کېږي او د افغانستان امنیتي ځواکونه به وضعیت له نژدې او په دقت څاري.
فراه ولایت کې یو معلول هم زده کړې او هم دنده ترسره کوي. ضیاالدین "نورزی" د ننګرهار پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغ دی او اوس سیاسي علومو کې دویم لیسانس اخلي. په دې اړه نور جزئیات د فریدالله "سعادت" په ویډیويي راپور کې:
چارواکي وايي، ارزګان کې وسله والو طالبانو پر ګڼو امنیتي پوستو بریدونه کړي
د کابل د نن ورځې ورځپاڼو په خپلو مطالبو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ په اړه بحثونه راخیستي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.