کاپیسا کې ۳۵۰ ټنه جلغوزي راټول شوي
د کاپیسا ولایت د والي ویاند وایي، په دغه ولایت کې ۳۵۰ ټنه جلغوزي راټول شوي دي.
د کاپیسا ولایت د والي ویاند قیس قادري نن ازادي راډيو ته وویل چې دا اندازه جلغوزي سږکال د دغه ولایت له دریو ولسوالیو راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
د ښاغلي قادري په خبره، تېر کال په کاپیسا ولایت کې له د سږنۍ اندازې نیمايي جلغوزي راټول شوي وه او لامل یې هم په تګاب، نجراب او اله سای ولسوالیو کې نا امنۍ وې.
نوموړی وايي، دا مهال په کاپیسا ولایت کې د یو کیلو جلغوزيو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ ده او په یو کال کې له دې درکه ۹۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.