اېف اې ټي اېف تر جون پورې پاکستان خړ لېسټ کې ساتي
اېف اې ټي اېف وايي، پاکستان ته ورکړې "ټولې نېټې پای ته رسېدلي" او د "اندېښنې" په څرګندولو یې پر اسلام اباد غږ کړی چې "په چټکۍ"
اېف اې ټي اېف وايي، پاکستان ته ورکړې "ټولې نېټې پای ته رسېدلي" او د "اندېښنې" په څرګندولو یې پر اسلام اباد غږ کړی چې "په چټکۍ"
د پاکستان ځايي ميډيا ترمخه د کراچۍ ښار د ترهګرۍ يو عدالت د ملا اختر منصور د شتمنيو ليلامولو په اړه په ورځپاڼو کې اشتهارونه ورکړي دي.
د تاوتریخوالي کمښت له شنبې پیلیږي، امریکا ویلي د دغه بهیر په بریا سره به د فبروري په ۲۹ له طالبانو سره تړون لاسلیک کړي. په ایران کې پارلماني ټاکنې وشوې. په هند کې د ښځو لپاره په زړو بسونو کې تشنابونه جوړ شوي. ازادي ستوډیو د شپې په۸بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو د فبرورۍ پر ۲۰مه د ناامنیو او حکومتي اقتصادي پالیسیو پرضد لاریون وکړ او د اعلا وزیر دفتر مخې ته یې پرلت وواهه. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي راپور وګورئ.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د هوکړې له لاسلیک وروسته به ژر بین الافغاني خبرې پيل شي او دا به د افغانستان سیاسي راتلونکې لپاره یوه لارنقشه وټاکي.
د فبرورۍ پر ۲۱مه د نورو سیمو په شان په خوست کې هم د یو شمېر روڼ اندو او فرهنګیانو لخوا د فبروري ۲۱مه یا د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۹ له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک ته چمتوالی نیسي.
په اوکراين کې وروسته له هغې تاوتریخوالی پېښ شو، چې د اوکراين لومړۍ ډله وګړي د چين له وهان ښار څخه نووي سانژاري ښارګي ته ولېږدول شول. ځايي اوسېدونکو پرون سيمې ته د هغو کسانو له لېږد سره مخالفت وکړ، چې د دوى په باور احتمالاً په کرونا ويروس اخته دي. ځايي اوسېدونکو پر دغو انتقال شويو کسانو د ډبرو ګوزارونه وکړل او له پوليسو سره په شخړه واوښتل. اوکراييني چارواکو ويلي، په هغه الوتکه کې چې له وهان څخه اوکراين ته والوته، ٤٥ اوکراييني وګړي او ٢٧ بهرنيان، دغه راز طبي کارکوونکي او عمله شامل وو. د اوکراين... Читать дальше...
د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وايي د واشنګټن او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړه د فبرورۍ پر ٢٩مه لاسليک شي. د افغانستان حکومت د دې هوکړې د لاسليک په درشل کې د يوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه کړې. د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل وايي، د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه د نن شپې له ١٢ بجو عملي کېږي. هغه زیاته کړه: "افغان دولت له سولې څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په هدف بشپړ چمتوالی نیولی، د یوې اونۍ لپاره چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالی د کموالي په نوم نومولې،... Читать дальше...
که څه هم په اوسني عصر کې طب د پام وړ پرمختګ کړی، خو لا هم د پکتیا او پکتیکا د ځینو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي ماشومان په نایانو سنتوي.
د حزب وحدت اسلامي د دو څانګو مشران محمد محقق او کریم خلیلي د ډاکټر عبدالله عبدالله "ټول شموله حکومت" د رامنځته کېدو له دریځه ملاتړ اعلان کړ.
یونیسکو وايي، په مورنۍ ژبه بنیادي تعلیم د زغرده فکري او علمي ودې کیلۍ ده. د مورنیو ژبو ژغورنه زموږ د جهاني کلتورونو او طبعي میراثونو خوندیتوب دی.
عراق او کوېت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره په لنډ مهالي ډول د ایرانیو وګړو پر ورتګ محدودیت لګولی دی.
د ارزګان اوسېدونکي وايي، په پاکستاني روپیو تر بندیز ورسته په دغه ولایت کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.
په سوات کې په لومړي ځل پر واوره د کښتۍ چلولو سیالۍ شوې دي. دا د واورو د لوبو هغه قسم دی چې پکې یو کس پر کښتۍ ډوله موټر کې ناست، پر واوره ښویېږي. په ملم جبه کې په شویو دې سیالیو کې د پاکستان، افغانستان او هالینډ لوبغاړو برخه اخیستې. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د دولت ١٨ مخالف وسله وال وژل شوي دي. امنيه قومانداني وايي افغان ګډو ځواکونو دغه ګډ پوځي عمليات تېره شپه د ولسوالۍ په سرو څاهانو سيمه کې کړي دي. د تلفاتو په اړه يې د دې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي نن ازادۍ راډيو ته وويل: ”دښمن ته يې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى دى. په دغو عملياتو کې ١٨ وسلوال وژل شوي او ٧ تنه نور يې مرګوني ټپيان شوي دي.“ د دغو عملياتو په اړه وسلوالو طالبانو کومه تبصره نه ده کړې.
امريکايي رسنيو راپور ورکړى چې استخباراتي چارواکو ويلي روسيه غواړي د امريکا د ٢٠٢٠ میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي. استخباراتي چارواکو د کانګرس غړو ته ويلي چې روسيه دا کار د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کمپاين سره د مرستې لپاره کوي. نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو او اسوسېشټېډ پريس خبري اژانس پرون په جلا- جلا راپورونو کې ويلي، چې دا خبردارى د فبرورۍ پر ديارلسمه د تړلو دروازو شاته په جلسه کې ورکړل شوى دى. دغو سرچينو دا راپور د دوو چارواکو په حواله چې له دې جلسې خبر وو او د نوم نه ښوولو په شرط يې خبرې کړې دي. Читать дальше...
په سرپل ولايت کې بيا ٢٠٩ شاهين قول اردو وايي، امنيتي ځواکونو د طالبانو ډله ييزه حمله په شا تمبولې ده. دې قول اردو په يوه اعلاميه کې ويلي وسله والو طالبانو تېره شپه د ملي امنيت پر يوه پوسته حمله وکړه، چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول. په اعلاميه کې ويل شوي، دغه حمله دوه ساعته روانه وه، چې طالبانو ته په نتيجه کې درنه مرګ ژوبله واوښته. ٢٠٩ شاهين قول اردو وايي، د طالبانو درې مهم قوماندانان، ابوبکر، عيسى او ملا محمود له ٦ نورو وسله والو سره وژل شوي او ١٣ تنه نور يې ټپيان شوي دي. په... Читать дальше...
د فبرورۍ پر ۲۱مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې په مناسبت یې د پېښور او کوټې په ګډون په بنو کې هم لاریون وشو او غوښتنه یې کوله چې د پښتنو ماشومانو ته دې په پښتو ژبه تعلیم ورکړل شي. د عمر وزیر ویډیويي راپور وګورئ.
په غزني کې د سانګې وهلو یا نیزهبازۍ په اړه حبیبالرحمان تأثیر راپور لري.
د ارزګان ولایت یو شمېر معلولینو له ښکېلو اړخونو وغوښتل څو جګړه بس او سوله وکړي. دوی وايي، جګړې یې ژوند ورته تریخ کړی. نور حال د شریف الله شرافت په رپوټ کې:
د عاشقان او عارفانو په سېمه کې له لرګیو جوړ شوي کورونه چې، پیړۍ مخینه لري. دا سیمه د کابل په زوړ ښار کې موقعیت لري. د دې سیمې په اړه نور د ازادي راډیو خبریاله هیلۍ اسد په دې راپور کې وګورئ:
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کموالی عملاً نن (د فبرورۍ پر ۲۱مه) شپه ۱۲بجې پیلېږي.
شهزاد اکبر د فبرورۍ ۲۰مې شپې مهال وویل چې که اټارني جنرل انور منصور خان استعفا نه وای ورکړې نو حکومت خپله له دندې ګوښه کاوه.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.