اوکراین کې د تاوتریخوالي لامل څه دی؟
ځايي اوسېدونکو پرون سيمې ته د هغو کسانو له لېږد سره مخالفت وکړ، چې د دوى په باور احتمالاً په کرونا ويروس اخته دي.
ځايي اوسېدونکو پر دغو انتقال شويو کسانو د ډبرو ګوزارونه وکړل او له پوليسو سره په شخړه واوښتل.
اوکراييني چارواکو ويلي، په هغه الوتکه کې چې له وهان څخه اوکراين ته والوته، ٤٥ اوکراييني وګړي او ٢٧ بهرنيان، دغه راز طبي کارکوونکي او عمله شامل وو.
د اوکراين ولسمشر ولادمير زيلينسکي پرون په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، دغې الوتکې چې اوکرايينيان او ګڼ بهرنيان يې لېږدول، د تېلو لپاره د کييف پر هوايي ډګر کښېناسته، وروسته خارکيف ته والوته.
د انتقال شويو کسانو د قرنطين لپاره په خارکيف کې يوه ساحه مشخصه شوې ده.
