د پارلمان غړو وپوښتل: احسان الله احسان څنګه وتښتيد؟
د پاکستان پارليمان ځينو غړو د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند، احسان الله احسان د مبيينه تېښتې په اړه له وفاقي حکومته جوابونه غوښتي دي.
د پاکستان پارليمان ځينو غړو د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند، احسان الله احسان د مبيينه تېښتې په اړه له وفاقي حکومته جوابونه غوښتي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خپلې یوې تازه اعلامیه کې ویلي، د پولیسو هېڅ یو امنیتي منصوب نشي کولای له رسنیو سره اطلاعات شریک کړي.
د کابل د شهرنو په ټایمز رستوران کې یو روباټ هلته د ورغلیو کسانو خدمت کوي. د دې روباټ په کارولو خلک د خپلې خوښې ډوډۍ او څښاک شیان غواړي، څه وخت وروسته یې ورته روباټ وروړي. د مشال راډیو د همکار شفیع کریمي ویډیو.
شان خان د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی دی چې له ۲۰۰۸ز کال راهیسې سندرې وايي. دی وايي، لومړی یې په اردو ژبه سندرې ویلې، بیا یې په پښتو ویل پیل کړل. د نوموړي یوه سندره "جانان" خوره مشهوره شوې وه. شان خان د کمال مسید زوی دی چې خپله یوه ولسي سندرغای وو. "له اسحاق خان سره هنري بنډار" کې د نوموړي مرکه وګورئ.
اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وايي، په دې وروستیو کې یې ۳۷ هغه شرکتونه جریمه کړي چې له مخابراتي شرکتونو څخهیې سیمکارټونه په عام بازار کې پلورونکو ته لېږدول. د دې ادارې د کنټرول او څار رئیس سید عارف میر د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دې ترڅنګ دوی د سیمکارټونو په وېش باندې هم کنټرول زیات کړی دی. هغه زیاته کړه: "موږ په دې وروستیو کې په ټولو هغو سیمکارټونو څار جدي کړی چې افغانستان ته راوړل کېږي، تر هغه چې د اترا ادارې اجازه نهوي هېڅ سیمکارټ افغانستان ته نهشي داخلېدی او ترکومه... Читать дальше...
دغه کمېسیون له شااوخوا یوې نیمې میاشتې جنجالونو وروسته د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۱» دغه پرېکړې ترلاسه کړې.
نثار احمد عبدالرحیمزی بېرته د تکواندو ملي لوبډلې ته راګرځي. د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې د برنزو د مډال ګټونکی نثار احمد عبدالرحیمزی چې نږدې پنځه میاشتې وړاندې د چارواکو د نهپاملرنې له امله د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې نه تللی و بېرته له لوبډلې سره یوځای کېږي. ښاغلی عبدالرحیمزی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د یوازني افغان لوبغاړي په توګه توانېدلی و چې د نړۍ د ځوانانو د تکواندو په سیالیو کې د برنزو مډال خپل کړي. دا د روحالله نېکپا له دوه مډالونو وروسته چې د المپیک د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲... Читать дальше...
د روغتيا نړيوالې ادارې تر مخه دوه ماشومان د خيبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعه او دوه په سيند صوبه کې ګوزڼ وهلي دي.
د افغانستان د 'جګړې د سیوري لاندې د سکېټ زدهکړه' فلم د اسکار د ۲۰۲۰ کال جایزه وګټله. د افغانستان د المپیک ملي کمېټې غړي مجیب قاريزاده وویل چې دغه مستند فلم ته نن سهار د اسکار د ۲۰۲۰ میلادي کال معتبره جایزه ورکړل شوه. یوه اوونۍ وړاندې دغه فلم په بریتانیا کې د بفتا جایزه هم ګټلې وه. دغه مستند د بریتانیايي النا ادریچوا لهخوا جوړ شوی دی. په دې فلم کې د هغه افغان نجونو ژوند انځور شوی چې په سکیستان کې درس وايي او دغهشان ترڅګيې د سکېټ بورډ لوبه هم کوي.
په دې خپرونه کې به واورئ چې د بدمنټون سیالي کله او چېرته راپیدا شوه او اوسمهال د نړۍ په څومره هېوادونو کې دود ده؟
د باجوړ د لیویز او خاصه دارو په یوه لویه غونډه کښې اعلان وکړ، که حکومت یې د نوکریو حیثیت په باب سپیناوی و نکړ نو له سبا/یولسمې فبرورۍ څخه به د پولیسو هېڅ ډول قانون منلو ته غاړه نږدي او دغه عملیاتو کې لکه ایف ای ار لیکل او نور کارونه به نه کوي. دوی وویل، حکومت چی ټولې ادارې په خیبر پښتونخوا کښې ضم کړي نو د پخوانۍ فاټا د انضمام وروستو بايد پولیس یې هم ضم کړي وی. نور حال د شاهنواز ترکزي په دې رپورټ کښې.
د فبرورۍ د نهمې پر ماښام د نوښار په خېشکو کې د "باچا خان بابا" په نوم د والیبال اتلولي پای ته ورسېده چې پکې د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو لوبډلو برخه واخیسته. پایلوبه د ازاخېلو او خېشکو ډلو ترمنځ وه چې ازاخېلو وګټله. ویډیويي رپورټ.
کابل کې لومړنی "ګارسوني روباټ" د کابل په شهرنو کې ټایمز رسټورانټ له روباټ څخه د ګارسون په توګه استفاده کوي. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي دغه رسټورانټ ته ورغلی او پرې راپور لري:
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ د خپلو پوروړو شرکتونو نوملړ خپور کړ. د دې وزارت چارواکي وايي، هغه ۴۷ شرکتونه چې د کانونو وزارت څخه پوروړي دي که په ټاکلي وختیې خپل پورونه پرې نهکړل، عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي. د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی په تېر ۱۳۹۸ کال کې له پوروړو څخه شاوخوا ۲۳۳ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي. ښاغلي مطفي وايي، د پوروړو شرکتونو په نوملړ کې ساختماني، د کانونو د کېندنې، د شګې او جغل او یو شمېر نور شرکتونه شامل دي.
افغان حکومت له سریلانکا هېواد سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز د جوړېدو غوښتنه وکړه. د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د مالیې وزارت سرپرست، د سریلانکا هېواد له ولسمشر سره د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د مستقیم هوایي دهلېز پر جوړېدو چې هره اوونۍ به مسافر او سوداګریز توکي ولېږدوي، ټینګار وکړ. ښاغلي مسجدي زیاته کړه، د هوايي دهلېز تر جوړېدو وروسته به له دغه دهلېز تازه او وچه مېوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او ځیني کاني کم پیدا خاورین توکي هغه هېواد ته صادر شي. Читать дальше...
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپلې پرېکړې ټاکنو کمېسیون ته وسپارلې. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ټاکنیزو شکایتونو له لوري د عملیاتي پلان د جوړولو په اړه پرېکړې ورسره شریکې شوې. د دغه کمېسیون ویاند ذبیحالله سادات نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی به له دې وروسته کار کوي چې دغه پرېکړې تحلیل او تجزیه او بالاخره د هغو محلونو د رایو بیا شمېرنې ته عملیاتي پلان جوړ کړي چې پرې نیوکې دي. له دې سره پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وایي چې دواړه کمېسیونونه دې باید په همغږۍ ژر تر ژره د دې بهیر د لاچټکتیا لپاره کار وکړي.
د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه ټویټ کړی او لیکلي چې د دغو خبرو اترو پر مهال د طالبانو په پلاوي کې ملا برادر، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خير الله خيرخواه او امير خان متقي شامل وو.
د لیکوال په باور، نهیوازې جوبایډن، بلکې د امریکا ډېری چارواکي هڅه کوي چې په افغانستان کې د فدرالي نظام د جوړولو زمینه برابره کړي.
د چین چارواکي وايي، په دې هېواد د کې د کرونا ویروس له کبله د وژل شویو شمېر ۹۰۸ کسانو ته لوړ شو. په چین کې د کرونا ویروس ډېری مثبتې پيښې په هوبای ایالت کې دي. ۹۱ کسان په دې ایالت کې په کرونا ویروس اخته شوي دي. دا هغه ځای دی چې لومړی ځل په ډسېمبر میاشت کې دا ویروس ولیدل شو. په ټوله نړۍ کې چې ډېری یې په چین کې دي، ۴۰۱۷۱ مثبتې پيښې لیدل شوي. له چینه د باندې په ۲۴ هېوادونو کې درې سوه پېښې تائيد شوي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په دغو کسانو کې یو مړ شوی دی. چین له انتقاد سره... Читать дальше...
په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وايي تېر ماښام د دوى څو غړو د قطر د بهرنيو چارو له وزير او زلمي خليلزاد سره خبرې کړې دي. د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه په ټويټر کې ليکلي چې د طالبانو په هيئت کې ملا برادر، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خير الله خيرخواه او امير خان متقي شامل وو. شاهين ليکلي چې په دې کتنه کې د مذاکرو پر نتايجو او نورو اقداماتو بحث شوى دى، په دې اړهيې نور جزئيات نهدي ورکړي. زلمى خليلزاد چې د سولې په مذاکرو کې د امريکايي هيئت مشري کوي، د تېر ماښام د کتنې په اړه څه نهدي ويلي. Читать дальше...
د اذربایجان د پارلماني ټاکنو لومړني نتایج ښيي چې د ولسمشر الهام علییف په مشرۍ واکمن ګوند اکثرې څوکۍ ګټلې دي. د یوه امریکايي شرکت لهخوا د شوې وړاندوینې له مخې د علییف ګوند د اذربایجان د ۱۲۵ کسیزه پارلمان ۶۹ څوکۍ وګټلې. دغه ګوند تېرو ټاکنو کې ۶۵ څوکۍ ګټلې وې. د مساواتو په نوم د اپوزېسیون ګوند یوه پخواني مشر عیسی ګمبار د ازادي اروپا راډیو اذري څانګې ته وویل: "زموږ ارزونې دا دي چې هېڅ څه نهدي بدل شوي. د تش په نوم منحل شوي پارلمان غړي یو وارې بیا مقرر شوي دي." د اپوزېسیون یوازې یو کاندید اېرکین قادرلي پارلمان ته وتلی. Читать дальше...
سلګونه کسان پرون د ټایلند په ناخون راتچاسیما ښار کې په هغه سیمه کې ټول او د دعا مراسمیې ونیول چېرته چې یوه ټایلندي سرتېري وړمه ورځ ۲۹ کسان په ډزو ووژل او څه باندې ۵۰ نور یې ټپیان کړل. دغه سرتېری په خلکو باندې تر ۱۷ ساعته ډزو وروسته د امنیتي ځواکونو لهخوا ووژل شو. د ټایلند د روغتیا وزیر انوتین چارنویرا کول پرون وویل چې ۳۲ کلن بریدګر جاکراپانت توما د ناخون ښار په ۲۱ ترمینل کې ووژل شو. بریدګر د ځمکې پر سر دعوا درلوده او غصه و. بریدګر چې په خپل فېسبوک د ډزو صحنې خپرولې لومړی یې شنبه ماسپښين... Читать дальше...
دغه پوځ وايي په وروستیو څو ورځو کې یې په ادلب او حلب ښارونو کې د ۶۰۰ کیلومتره په وسعت سیمې نیولي او د لسګونه کلیو او ستراتېژيکو سیمو کنټرولیې په لاس کې اخیستی.
ایران پرون شپه د ځمکې مدار ته د ایران په لاس جوړ "ظفر" نومي سټلایټ په استولو کې ناکامه شو. د ایران دولتي ټلوېزیون دا خبر خپور کړی. د ایران دفاع وزارت د فضايي پروګرام ویاند احمد حسیني دولتي ټلوېزیون ته ویلي په سټلایټ سمبال راکټ ځکه د ځمکې مدار ته ونهرسېده چې لازم سرعتیې ونهموند. پرون شپه د امام خمیني له فضايي مرکزه چې د تهران جنوب ختیځ ۲۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی په ظفر نومي سټلایټ سمبال راکټ توغول شوی. دا له ۲۰۱۹ کال له پیله د ایران لږ تر لږه درېیمه ناکامه هڅه ده چې غواړي د ځمکې مدار ته سټلایت واستوي. Читать дальше...
د بدخشان سيمهییز چارواکي وايي چې څه باندې یو لک ماشومان د سختو واورو د اورښت او د لارو د بندېدو په خاطر د ګوزڼ ضد یا پولیو له واکسینه محرومه شوي. د بدخشان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمد نور خاوري ازادي راډیو ته وویل چې د پولیو واکسین په ۴ کلنۍ دوره کې د بدخشان له ۲۷ ولسوالیو یوازې په ۱۹ کې شاوخوا ۲ لکه ماشومان واکسین شول. هغه زیاته کړه: "دلیلیې چې ځینو ولسوالیو کې ماشومان واکسین شوي او په ځینو نورو کې پاتې دي یوازې او یوازې سړه هوا او د واورو ستونزه ده. ۲ لکه ماشومان مو واکسین کړل او هڅه کوو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.