شپږ نور ماشومان ګوزڼ وهلي
دا مهال په نړۍ کې یواځې په پاکستان او افغانستان کې دا ناروغي نه ده ختمه شوې او د نړۍ نور ټول هېوادونه ترې پاک ګرځول ګرځول شوي دي.
دا مهال په نړۍ کې یواځې په پاکستان او افغانستان کې دا ناروغي نه ده ختمه شوې او د نړۍ نور ټول هېوادونه ترې پاک ګرځول ګرځول شوي دي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته پېښه دوشنبه تایید شوه. ډونالډ ټرمپ هند ته د سفر په پیل کې دا هېواد د امریکا شریک او کلک ملګری وباله. او په کینیا کې د ښوونځیو ماشومانو ته د تفریح په وخت یوه موسسه خواړه ورکوي څو سم درس ووايي. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لخوا بغلان ولایت لپاره نومول شوی والي د دې ولایت د مقام ودانۍ ته ورسید.
د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ټاکنو د پایلو د کړکېچ د حل لپاره منځکړیتوب کوي.
په ایټالیا کې د یوونتوس او اینټر لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ د کرونا ویروس له امله لغوه شوې. د نړیوالو ورزشي وېب سایټونو د راپورنو له مخې، په ایټالیا کې پرون یکشنبه هم د فوټبال د لیګ سیالۍ لغوه شوې او د دغه هېواد لومړي وزیر په راتلونکي اونۍ کې د یوونتوس او اینټر ترمنځ د فوټبال د سیالیو د لغوه کېدو خبره کړې. د دغو وېب پاڼو د راپورنو له مخې، د ایټالیا لومړي وزیر جوزپه کونته ویلي چې فکر نه کوي په یوه اونۍ کې دې دغې خطرناکه ناورغۍ د ویروس مخنیوی وکړای شي او احتمال یې یې شته چې ټولې ورزشي سیالۍ به لغوه شي.
په کابل کې د فوټبال لوبې د ګول ساتونکو یا ګول کیپرانو تمرینات پیل شول. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ګول کیپرانو چې څو موده وړاندې د استعداد موندنې پروګرام له مخې غوره شوې دا مهال یې د لوبو لپاره خپل تمرینات پیل کړل. د ښاغلي امیني په خبره، دامهال دغه لوبغاړې خپل تمرینات د فوټبال فدراسیون د روزنونکو تر نظر لاندې پیل کړي. د فوټبال ګول کیپرانو د استعداد موندنې پروګرام د فبرورۍ میاشتې له پیل نه د ۲۰۰ ګول کیپرانو په ګډون د فوټبال په فدراسیون کې پیل شوی وه چې له ډلې یې ۳۰ کسان غوره شول.
عام خلک د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ په اړه څه وايي او په ژوند یې څومره اغېزه کړې؟ د ازادۍ راډیو خبریال فرید الله "سعادت" په بېلا بېلو ولایتونو کې د تاوتریخوالي په اړه د خلکو نظرونه راټول کړي:
په ایران کې افغان کډوال او ملي لوبغاړی شاه محمود نبرد د جاپان د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو لپاره غوره شو. د افغانستان د المپیک کمیټې د مطبوعاتو غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل چې د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو لپاره نن په کابل کې د مونډو د غوراوي په هدف سیالۍ پیل شوې. په دغه بهیر کې له بېلابېلو ولایتونو ۹ لوبغاړو ګډون کړی وه. بلاخره شاه محمود نبرد وتوانېده چې د ۱۰۰ متره واټن په 10.58 ثانیو کې ووهي، خپل سیالان مات او د جاپان د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو لپاره غوره شي.
د لندن په یوه محکمه کې په دې اړه بحثونه پيل شوي چې د ویکيلیکس زنداني بنسټګر ژولیان اسانژ امریکا ته وسپاري او که نه. اسانژ د جاسوسۍ په ګډون د ١٨ تورونو له کبله د امريکا لپاره مطلوب دى، که چېرې مجرم وګڼل شي، په څه باندې ١٧٥ کلونو بند به محکوم شي. اته څلویښت کلن اسانژ چې په اپرېل مياشت کې ونيول شو، د هغه مدافع وکيلانو او ملاتړو امريکا ته د هغه له سپارلو سره مخالفت څرګند کړ او ويې ويل په امريکا کې به يې محاکمه عادلانه نه وي. پر اسانژ لګېدلي تورونه په ٢٠١٠ میلادي کال کې د هغه د ډلې له اقداماتو سره... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیریش وایي، که حکومتونه د ثبات، اقتصادي ودې او په نړۍ کې د ښې راتلونکې غوښتونکي وي، باید د بشري حقونو ساتنه د لومړیتوبونو په سر کې راولي. ګوتیریش په جینوا کې د څو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، دا مهال بشري حقونه تر پښو لاندې دي. ده ویلي، دا مهال د نړۍ په کچه اقلیمي بدلون او نوې ټکنالوجۍ ،چې تر ډېره د خلکو شخصي ژوند ګواښي، نړۍ ته لویې ننګونې دي. ګوتیریش د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې خپلې اقتصادي هڅې تر ډېره په بشري حقونو وڅرخوي.
د افغانستان لویه څارنوالۍ دغې ادارې ته د هغو اوو تنو د معرفي کېدو خبر ورکوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د محمد اشرف غني لومړي مرستیال ته سپکاوی کړی و.
د کورونا وایروس درې مشکوکې پېښې پرون سهار د هرات روغتیايي چارواکیو تاید کړې وې او نمونې یې د پلټنو لپاره کابل ته لېږلې وې.
په اسلام اباد کې درې ورځنۍ ادبي مېله بېګا پای ته ورسېده چې موخه یې د مورنيو ژبو اهميت او د بېلا بېلو ژبو د يوشمير ليکوالانو د کتابونو مخکتنه وه. د ګډونوالو غوښتنه وه چې د هرې صوبې حکومت دې ماشومانو ته ابتدايي تعليم په مورنیو ژبو ورکړي. له اسلام اباده د احمد الله راپور
د دوشنبې په ورځ د خوست د مرکز او ولسوالیو لسګونو دیني عالمانو او قومي مخورو د یوې غونډې له لارې له طالبانو سره د تاوتریخوالۍ د کمولو اونۍ له هوکړې ملاتړ وکړ او د دایمي اوربند غوښتنه يې وکړه. دوی وویل، دیني عالمان او قومي مخور حاضر دي، چې د جګړې له ټولو اړخونو سره د سولې په مسایلو خبرې وکړي او ټول ولسونه ددې بهیر ملاتړ ته راوبولي. په خوست کې دا ځل لسګونو دیني عالمانو او قومي مخورو په یو غږ د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمښت له هوکړې ملاتړ څرګند کړ او د جګړې له ښکېلو خواوو يې وغوښتل، چې په دې... Читать дальше...
ډونالد ټرمپ چې په دوه ورځني سفر هند ته تللی نن په احمد اباد ښار کې شااوخوا سلو زرو راټولو شویو کسانو ته په وینا کې دا خبره وکړه.
د چین-حیرتان د اورګاډي پټلۍ له لارې سوداګریز لېږد رالېږد نهترسره کېږي. د چین او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ له ګټې اخیستنې درې کاله تېرېږي او په پیل کې تمه وه چې د دغې پټلۍ په فعالېدو سره به د هېواد په شمال کې د پانګونې کچه لوړه شي، خو د شمال زون د سوداګرۍ او صنعت خونې مسئولان وايي چې د چین-حیرتان د رېل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد بیا بند شوی دی. د شمال زون د سوداګرۍ او صنعت خونې مشر، ارش یونسي وايي چې له درېیو میاشتو راهیسې د چین او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ له لارې د توکو لېږد رالېږد په ټپه درېدلی دی. Читать дальше...
د تاوتریخوالي د کمښت د مودې تر پیل مخکې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو شمېر ۷۰ تر ۸۰ ته رسېده چې اوس په دې درېیو ورځو کې د راپورونو پر بنسټ شااوخوا ۱۰ بریدونو ته راکم شوي.
د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ټاکنو د پایلو د کړکېچ د حل لپاره منځکړیتوب کوي.
د عامې روغتیا وزارت په هرات ولایت کې د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه تائید کړې ده. د هرات په اسلام قلعه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري روغتیايي ټیم ګمارل شوی څو په کرونا ویروس اخته کسان وپېژني. له هراته شاهپور صابر راپور رالېږی چې فریدالله سعادت یې وړاندې کوي:
ارزګان کې سلګونه خلګو د تاوتریخوالي د کمېدو د روانې اوونۍ هرکلی کړی او د دايمي سولې غوښتهيې وکړه.
د سوکوهنې افغان لوبغاړي فیضالله اریوبي د ژوند په اړه بحث شوی او دغهراز بسکټبال سیالیو په اړه معلومات راغونډ شوي دي.
د چین د روغتیا ملي کمېسیون، په دغه هېواد کې په کرونا وایروس د ۱۵۰ نورو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی. دغه کمېسیون ویلي، په دغه وایروس تازه ۴۰۹ نور کسان اخته شوي دي. له دې سره په چین کې په دغه وایروس د اخته شویو کسانو شمېر ۷۷۱۵۰ ته ورسېد او د مړو شویو شمېر ۲۵۹۲ ته پورته شو. له چین وروسته ایران هغه هېواد دی چې د کرونا وایروس له امله د مړینې لوړه شمېره لري. د ایران ایسنا نیمه دولتي خبري اژانس ویلي، دغه هېواد کې کرونا وایروس ۵۰ تنه مړه کړي، خو د دغه هېواد د روغتیا وزارت یوازې د ۱۲ کسانو مړېنه تأیيد کړې ده. Читать дальше...
پخوانی ولسمشر حامد کرزی او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په افغانستان کې د روانو ټاکنیزو ناندریو د حل منځګړیتوب کوي. د حامد کرزي د دفتر مطبوعاتي مسئول یوسف سها ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ ښاغلي کرزي او سیاف د رامنځته شویو جنجالونو په اړه خبرې هم کړې دي. په همدې حال کې اسلامي جمعیت ګوند د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو باطلېدل غوښتي دي. دغه ګوند دغهراز ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو مخنیوی باید وشي. ټاکل شوې د محمد اشرف غني د لوړې مراسم راتلونکې پنجشنبه ترسره شي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند لوېدیځ کې پراته احمد اباد ښار ته رسېدلی دی. هند چې د نړۍ په کچه پنځم لوی اقتصادي هېواد دی، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د مېرمنې ملانیا ټرمپ کوربه دی. ښاغلی ټرمپ او د هند صدراعظم نرېندرا مودي د هند په یوه ستډیوم کې چې د نړۍ په کچه دوهم لوی ستډیوم دی، د یو لکو کسانو غونډې ته وینا وکړه. ټرمپ وویل: "هند به ډېر ژر د نړۍ په کچه د متوسطې طبقې تر ټولو لوی میشت ځای شي، اټکل دا دی چې هند کې به بې وزلي په نژدې لس کلنه موده کې په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي."... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د تاریخ په دې پړاو کې یوه متحد، منسجم او ملي ټیم ته اړتیا لري چې د ده په ټکو هېواد له ۴۰ کلن بحران څخه وباسي. د ارګ خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن د هېواد له یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره په یوه غونډه کې وکړې. د خبرپاڼې له مخې، محمد اشرف غني ویلي، د سولې ادرس د افغانستان اسلامي جمهوریت دی او له طالبانو سره د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی به محدود واکونه ولري. هغه ویلي، له طالبانو سره د خبرو هدف د جګړې پای ته رسول دي او له طالبانو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.