حکومت سوشل ميډيا کنټرولول غواړي: اپوزېشن
د دې قانون ترمخه حکومتي چارواکو ته اختيار ورکړل شوي چې سوشل ميډيا سروس بندولې يا پري جرمانې لګولې شي.
د دې قانون ترمخه حکومتي چارواکو ته اختيار ورکړل شوي چې سوشل ميډيا سروس بندولې يا پري جرمانې لګولې شي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي لاهم د طالبانو په جګړهییز دریځ کې بدلون نهدی راغلی او دوی عملاً ورسره په جګړه دي.
د پاکستان حکومت د ټولنيزو شبکو د محتوا د تنظيم لپاره نوي مقررات تصويب کړل. انتقادکوونکي وايي دا کار به چارواکو ته د مخالفانو او د بيان د ازادۍ د خاموشه کولو لپاره نور صلاحيتونه هم ورکړي. دغه مقررات له عامې مشورې پرته د مرکزي کابينې له خوا د تېرې مياشتې په وروستيو کې تصويب شوي وو، خو پرون يې په اړه په رسنيو کې راپورونه خپاره شول. د مقرراتو په متن کې د ټروريزم، افراطيت، کرک پاروونکو ويناوو، افتراء، غلطو خبرونو او د تاوتريخوالي د تحريک په اړه د ژوندۍ يا لايف ويډيو خپرولو مخنيوى د ټولنيزو رسنيو د کمپنيو مسووليت ګڼل شوى دى. Читать дальше...
د کرونا وايروس د خپرېدو له بېرې، له روسيې څخه چين ته سر له ننه د چارټر الوتکو هر ډول پروازونه ودرول شول. نن تر دې اقدام مخکې روسي چارواکو هغو دربست الوتکو ته چې روسي اتباع يې له چين څخه انتقالول، د الوتنې اجازه ورکړه. له ټولې روسيې څخه چين ته منظمې الوتنې دوې اوونۍ مخکې درول شوې وې، خو ځينو شرکتونو ته د مسکو د شيري ميت يفو هوايي ډګر له يوه ليرې ترمينل څخه د الوتنو اجازه وه. له کله چې په ډسمبر مياشت کې د چين په وهان ښار کې کورونا وايروس کشف شو، روسيې خپل په سلګونو وګړي له چين څخه انتقال کړي دي. Читать дальше...
د فبروري په ۱۴مه له اغزیو ډک سره ګلان منګولې نه، له مینې ډک زړونه سره کوي. ډالۍ یې د مینانو احساس خوږوي او د مینې اظهار یې د نوي ژوند پیلامه ګرځي. تاسو هم د ولنټاین ورځ لرئ؟
د پاکستان د کان کیندونکو فیډریشن په کانونو کې د حفاظتي قوانینو نه عملي کولو پرضد نن د کوټې پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده. دا احتجاج پر داسې مهال کیږي چې په پنجشنبه د دکۍ د کویلې په یوه کان کې په یوه پېښه کې څلور کانکیندونکي وژل شوي وو. په وژل شویو کې درې وروڼه ول.
دا قوانین وفاقي کابینې د جنورۍ په میاشت کې د ولس سره د سلا مشوری بغیر منظور کړي وو ، خو په اړه يي په میډیا کې مالومات د فبرورۍ په ۱۳ مه خپاره شول.
د شا و خوا ٣٥ دولتونو او حکومتونو امنيتي رهبران او ډيپلوماتان نن د مونشن په امنيتي کنفرانس کې برخه اخلي. د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، د کاناډا صدراعظم جسټين ترودو او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ به هم په کنفرانس کې برخه اخلي، چې تر يکشنبې دوام کوي. په عالي رتبه ډيپلوماتانو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ي او د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف شامل دي. دغه کلنى کنفرانس نن په داسې حال کې پيلېږي، چې د امريکا او اروپا ترمنځ اړيکې ترينګلي شوي دي. Читать дальше...
د بغلان امنيه قومانداني وايي د وسلوالو طالبانو هغه سرګروپ نيول شوى، چې څو کاله يې په دغه ولايت کې تروريستي فعاليتونه کول. چارواکي وايي نيول شوى سرګروپ سرور نومېږي چې په کاروان مشهور و او په بغلان کې يې پر افغان قواوو په څو تروريستي بريدونو کې لاس درلود. د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت نن جمعه رسنيو ته په يوه ويډيويي کليپ کې وويل، دغه کس له پاکستانه راروان و، چې ونيول شو: ”دى څو مياشتې په پاکستان کې و، چې بغلان ته راستنېده، د لويې لارې په اوږدو کې د بغلان د امنيې... Читать дальше...
د کندوز ولايت په يوه ديني مدرسه کې د ماين چاودنې ٥ ماشومان وژلي دي. د والي وياند وايي چاودنه پرون مازيګر د دشت ارچي ولسوالۍ په عبدالواحد قُرچي ديني مدرسه کې شوې ده. عصمت الله مرادي نن ازادۍ راډيو ته وويل: ”د ماين د چاودنې په نتيجه کې د مدرسې ٥ کسان وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي. دا ماين خپله طالب وسلوالو مدرسې ته انتقال کړى و. د مدرسې شاګردانو له يوه ځايه بل ځاى ته انتقالاوه، چې چاودلى دى.“ د والي وياند وايي وژل شوي قربانيان له ١٢ تر ١٣ کلونو پورې عمرونه لري. په دې اړه چې... Читать дальше...
د سالنګ لويه لار چې د درنو واورو او شديدو بادونو له کبله تړل شوې وه، تېره شپه بېرته د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوه. دغه لار ٢٤ ساعته تړل شوې وه، چې له کبله يې خلکو پر دې لار تګ راتګ نه شواى کولاى. د سالنګونو د ساتنې او څارنې اجرائيه مدير سميع اله وليزاده ازادۍ راډيو ته وويل، دوى دغه لار د واورې تر پاکولو وروسته پرانيستله. چارواکو ويلي چې د واورې ښويېدنې له کبله چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى.
په سرپل ولايت کې په يوه وسلواله حمله کې شپږ کسان وژل شوي دي. د سرپل د امنيې قوماندانۍ وياند نور اغا فيضي نن جمعه ازادۍ راډيو ته وويل، په وژل شويو کې درې تنه هغه پخواني طالبان هم شامل دي، چې په وروستيو کې ملي امنيت ته تسليم شوي وو. ښاغلي فيضي وويل، پېښه تېره شپه د مرکز په مربوطاتو کې شوې ده: ”درې دغه تسليم شوي کسان دي. دوه کسان هم ځايي اوسېدونکي دي، چې له دوى سره په مېلمستون کې وو. دشپې طالبانو په بُغاوي هزارګي کلي کې ورباندې حمله کړې او دوى يې هم شهيدان کړي دي. د نجيب اله په نوم... Читать дальше...
اردغان د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف ) د څار له خړ لېسټه د پاکستان نوم د ایستلو په برخه کې د خپلې مرستې ډاډ ورکړ.
د راډیو د ورځې په پار اجمل تورمان یو راپور جوړ کړی. د پریپیات ښار په اړه فرشته جلالزۍ راپور لري.
د هغې سرګردانې سیاحتي بېړۍ سپرلیو ته په کمبودیا کې له بېړۍ د ښکته کېدو اجازه ورکړل شوې چې د کرونا وایروس له وېرې په اسیايي هېوادونو کې له بندرونو شړل شوې وه. د کمبودیا صدراعظم هون سین د جمعې په ورځ د دې بېړۍ لومړنیو هغو سلو سیلانیانو ته هرکلی ووایه چې په سمندر کې له دوو اوونیو سرګردانۍ وروسته د دې هېواد په سیهانوکویلې بندر کې وچې ته ښکته شول. ټاکل شوې وه چې د ویسټرډام په نوم دا بېړۍ د ۲۲۵۷ سپرلیو او عملې سره ۱۴ ورځې په ختیځه اسیا کې وګرځي. دا سفر له هانګ کانګ پیل شو او د فبرورۍ په ۱۴مه باید... Читать дальше...
د امریکا عدلیې وزارت د ټکنالوژۍ چینايي شرکت هوواوې (Huawei) تورن کړی چې د ایران له رژیم سره د معترضانو په څارلو کې مرسته کړې. د دې وزارت لهخوا د لګېدلو تورونو په پاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شو، د هوواوې شرکت همدارنګه د امریکا د ټکنالوژۍ د شپږو شرکتونو د اسرارو په غلا هم تورن شوی دی. د امریکايي څارنوالانو په وینا د هوواوې شرکت د څارنې داسې وسایل د ایران د رژیم په واک کې ورکړي چې له مخې یې هغوی تېر کال د ایراني اعترض کوونکو د څارنې وړتیا ترلاسه کړې. د ټکنالوژۍ دا ستر چینايي شرکت لا دمخه... Читать дальше...
کابل کې په هره کوڅه کې د سپیو ډلې ګرځي، خو د ښاروالۍ او یوې ادارې کارکوونکي اوس هر ځای ګرځي، سپي واکسینوي، شنډوي یې او د نسل کمولو هڅې یې کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، داسې ورته معلومېږي چې له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې موافقې ته د رسېدو ښه چانس شته. ټرمپ له (ای هارټ راډیو) سره په مرکه کې دا خبره کړې ده. ولسمشر ټرمپ پرون د فبرورۍ په ۱۳مه ویلي چې موافقې ته ډېر نږدې شوي او فکر کوي چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به معلومه شي. تر دې مخکې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته وویل چې له طالبانو سره پر دې طرحه چې اووه ورځې به تشدد کموي مذاکرې شوي او هیله لري... Читать дальше...
د امریکا سمندري ځواکونو پرون د فبرورۍ په ۱۳مه اعلان وکړ چې داسې وسلې او د وسلو پرزې یې موندلي چې په ایران کې ډیزاین او جوړې شوي او په یمن کې حوثي وسلهوالو ته ورکول کېدې. وسلې د عربو په سمندر کې په یوه نسبتاً وړه، بادبان لرونکې بېړۍ کې چې عرب (داو) ورته وايي، موندل شوې دي. د امریکا سمندري ځواکونو ویلې په بېړۍ کې یې تر ۱۵۰ زیات میزائيل چې (دهلوي نومېږي) او د ټانک ضد دي، موندل شوي دي. د امریکا د سمندري ځواکونو په اعلامیه کې لیکل شوي چې په داو کې درې د ایران ساخت میزائيل موندل شوي چې له ځمکې هوا ته ویشتل کېږي. Читать дальше...
د امریکا سنا یو پرېګړهلیک چې د دواړو ګوندونو له لوري وړاندې شوی و، پاس کړ. دا پرېکړهلیک د ایران پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو په تړاو د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ صلاحیت محدودوي. د پرېکړهلیک متن له ویرجینیا څخه ډیموکرات سناتور تیم کاینې لیکلی دی. په پرېکړهلیک کې ویل شوي چې جمهور رئیس ټرمپ باید د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل لپاره د کانګرس هوکړه ترلاسه کړي. سناتور کاینې او نورو کسانو چې د پرېکړهلیک ملاتړ یې کړی، ویلي چې د پرېکړهلیک هدف یوازې ولسمشر ټرمپ نهدی، بلکې هدفیې دا دی چې په... Читать дальше...
د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې په چمتال ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو یو مهم قوماندان، مولوي سردار محمد وژل شوی دی. د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون د فبرورۍ په ۱۳مه ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې پرون مازدیګر هوايي عملیات شوي دي. محمد حنیف رضايي زیاتوي: "هوايي عملیات د چمتال په جر قلعه سیمه کې شوي دي چې د وسلهوالو طالبانو د پوځي کمېسون غړی، مولوي سردار محمد له ۸ نورو کسانو سره وژل شوی دی." وسلهوالو طالبانو په دې اړه خبرې نهدې کړي.
د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر وايي چې د جرمني ولس باید توکمیز تعصب او د یهودیت ضد فکر له سره وباسي. فرانک والتر شتاین مایر پرون د فبرورۍ په ۱۳مه د نړیوالې جګړې پر مهال د متحده ځواکونو لهخوا د جرمني پر درسدن ښار د بمبارد د ۷۵مې کلیزې په مناسبت دا خبرې کړې دي. هغه مهال په درسدن کې ۲۵ زره کسان په بمبارد کې وژل شوي وو. په درسدن کې د ښي اړخ افراطي افکارو پلویان زیات فعال دي. د جرمني ولسمشر پرون وویل وېره لري چې ښايي د یهودانو ضد فکر او توکمیز تعصب لا هم د خلکو له ذهنه نهدی وتلی او سوکه... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به نن د فبرورۍ په ۱۴مه، د جرمني په مونشن ښار کې په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون وکړي. ولسمشر غني پرون جرمني ته ولاړ. د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني به د غونډې په څنډه کې له یو شمېر چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر هم خبرې وکړي. روېټرز خبري اژانس ویلي چې ولسمشر غني به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مايک پومپیو سره د امریکا او طالبانو د سولې پر موافقه خبرې وکړي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي دفتر هم پرون وویل چې زلمی خلیلزاد جرمني ته تللی دی. Читать дальше...
له اردوغان سره پاکستان ته د ترکیې د حکومت یو شمېر چارواکي او د خصوصي شرکتونو مالکان هم ملګري دي.
د یو شمېر غربي رسنیو په حواله، ټاکل شوې چې ولسمشر غني د جرمني د غونډې په څنډه کې له پومپیو سره ځان ته وګوري.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.