نوي کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په هوبې ولایت کې ګڼ کسان ناروغه کړل. له هغه وخت راهیسې دا وایرس د افغانستان او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو ته خپور شوی. مشال راډیو په پېښور، خیبر، مومندو او اسلام اباد کې له یو شمېر خلکو سره خبرې کړې دي او د هغوی نظر یې پوښتلی. په ویډیو کې د کوروناوایرس د ناروغۍ علامات او له دې څخه د ځان ساتلو په اړه هم معلومات درکوو.
وروسته له هغه چې په هرات ښار کې د یوه کس په کورونا ویروس اخته کېدل تایيد شول، دا ولایت په بیړني وضعیت کې دی. د ښار حمامونه او ښوونيز مرکزونه تړلي او همداراز د خلکو پر راغونډېدو بندیز لګېدلی. شاهپور صابر په دې راپور کې د هرات ښار وضعیت انځور کړی.
پس از آنکه مبتلا شدن یک تن به ویروس کرونا در شهر هرات تائید شد این ولایت در حالت اضطرار قرار گرفته. حمامهای شهر و مراکز آموزشی بسته اند و همچنان بر تجمعات بزرگ مردم ممانعت وضع شده است. شاهپور صابر در این گزارش وضعیت شهر را به تصویر کشیده
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني څخه د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو ځنډولو په خاطر مننه کړې ده. د امریکا او او طالبانو تر منځ د توافق لاسلیک ته درې نورې ورځې پاته دي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
په سوات کښې د هدفي وژنو لړۍ روانه ده چې تازه هدف یې د مټې تحصيل شکردرې يو سياسې مشر او د امن کمېټۍ غړی جاوېدالله دی. نوموړی د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه وژل شو. د هغه یو تربور وايي، له ۲۰۰۸ ز کال راهیسې د کورنۍ شپاړلسم تن په هدفي بریدونو کې وژل کېږي. دی وايي چې اوس هم وسله وال ورته دړکې او ګواښونه کوي. د مشال راډيو خبريال نيازاحمدخان پرې ويډيو رپورټ لري.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي یو ځل بیا د افغانستان له حکومت څخه د ملاتړ او ورسره د همکارۍ د دوام په اړه ډاډ ورکړ.
د ارګ په یوې اعلامیه کې راغلي چې رولاند کوبیا نن تر غرمې دمخه په ګلخانې ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده.
د اعلامیې له مخې ښاغلي کوبیا د افغانستان له ټولو سیاستوالو غوښتي چې د سولې پروسې د بریالي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.
ولسمشر غني په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ته ویلي چې د سولې پروسې د فرصتونو او... Читать дальше...
مصر نن د دې هېواد د پخواني مشر حسنې مبارک د جنازې لپاره ځانګړي پوځي مراسم جوړوي.
د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي حکومت د مبارک د مړینې له کبله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.
حسنې مبارک د ۹۱ کلونو په عمر پرون د قاهرې په یوه پوځي روغتون کې ومړ. د نوموړي ۳۰ کلنه واکمني په ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلي له اعتراضونو سره ختمه شوه.
د مصر جنرالان او لوړ رتبه افسران نن په موشیر طنطاوي جومات کې راټول شول.
د مبارک دوه زامن جمال او آلا چې تازه د فساد له تورونو پاک راوتلي هم په دې ډله کې ول.
د حسنې مبارک مړی په یوه هلیکوپټر کې دغه جومات ته ولېږدول شو.
د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند یو سیمهییز مشر چې د تندلارۍ ضد یوې ډلې غړی هم وو د دې هېواد په شمال لوېدیځ کې په ډزو ووژل شو.
جاوېد الله خان تېره میاشت د خېبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د اوصاف په نوم یوې ورځپاڼې د مسؤل مدیر په توګه ټاکل شوی وو.
د ده د تره زوی ممتاز خان ازادي راډیو ته ویلي چې دا د یوې کورنۍ ۱۵م غړی وو چې تر ۲۰۰۸ کال راوروسته وژل شوي دي.
ممتاز خان ویلي، "موږ سیاستوال یو او دا د دولت مسؤلیت دی چې زموږ امنیت خوندي کړي."
۳۶ کلن جاوېد الله خان تېره ورځ ناوخته د نامعلومو وسلهوالو تر برید لاندې راغی. Читать дальше...
د هند صدراعظم نرېندرا مودي په دې هېواد کې د هندوانو او اقلیت مسلمانانو ترمنځ د وروستیو لانجو په تړاو له خلکو د ارامتیا غوښتنه کړې ده.
په دغو لانجو کې په پلازمېنه نوې ډېلي کې لږترلږه ۲۰ کسه وژل شوي دي.
د هند صدراعظم نن چهارشنبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، "زه په ډېلي کې له خپلو خویندو او وروڼو څخه غواړم چې هر وخت په خپلو کې سوله او ورولي وساتي."
نوموړي دا هم ویلي چې وضعیت په غور سره څاري او پولیس او نورې ادارې د ثبات او ارامتیا د ډاډمنېدو لپاره کار کوي.
د فبرورۍ پر ۲۳مه په پلازمېنه نوې ډېلي... Читать дальше...
قزاقستان ویلي چې په پام کې لري د مارچ له لومړۍ نېټې څخه ایران ته خپلې الوتنې وځنډوي.
د دې هېواد د روغتیا وزارت یوه لوړپوړي مسؤل ژانداربیک بیکشین نن یوې خبري غونډې ته ویلي چې دا اقدام په ایران کې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله کېږي.
نوموړي دا هم ویلي چې قزاقستان به جنوبي کوریا او نورو هېوادونو ته چې دغه وایروس ځپلي تګ راتګ کم کړي.
تر اوسه په قزاقستان کې د کرونا وایروس هېڅ پېښه نهده ثبت شوې.
روسیې له خپلو وګړو غوښتي چې ایټالیا، جنوبي کوریا او ایران ته چې د کرونا وایروس ځپلي دي، له سفره ډډه وکړي.
د روسیې د مصرفوونکو د خوندیتوب ادارې یوه مسؤل نن خبرداری ورکړ چې ترڅو په دغو درېیو هېوادونو کې روغتیایي وضعیت ثبات نهوي پیدا کړی، روسي وګړي دې هلته سفر نهکوي.
مسکو تر دې وړاندې د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې روسیې ته د چینایي وګړو پر ورتلو بندیز لګولی وو.
د دې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې وړاندې په روسیې کې لیدل شوې وې چې یوهیې په سایبریا کې په چیتا ښار او بله په تیومن سیمه کې وه. دواړه کسان تر درملنې وروسته له روغتونونو خارج شوي دي.
په اسلام اباد کې د وفاقي سېکرټرېټ ملازمينو هړتال د فبرورۍ پر ۲۶مه په اتمه ورځ هم روان وو او له حکومته د خپلو تنخاګانو اضافه کولو غوښتنه کوله. په دې اړه د احمد الله ویډیويي راپور وګورئ.
ویډیو: عمران یونس
سجي په بلوچستان کې یو له هغو دودیزو خوړو څخه دی چې ډېر مینه وال لري. د پسه/ګډ او د چرګ غوښې دغه خواړه د سکروټو پر ټکور پخېږي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي راپور وګورئ.
د پاکستان کابينې د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه د سټيزن پروټېکشن رولز ۲۰۲۰ م منظوري ورکړې وه. په پاکستان او نړۍ کې د بشري او انټرنيټي حقونو سازمانونو دغه رولز رد کړل او وې ويل چې ددې له مخې به په دې هېواد کې د وينا ازادي وځپل شي.د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا مرستيالې وزيرې اېلس وېلز هم د سېشنبې پر ورځ پر دې حکومتي اقدام تنقيد وکړ او دا يې په پاکستان کې د اظهار ازادۍ او د ټيکنالوجۍ په برخه کې اقتصادي پرمختګ ته زيان رسونکي وبللی. دا قواعد و ضوابط د ټولنيزو رسنيو له نړيوالو ادارو څه غوښتنې کوي او ددې به... Читать дальше...
ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ وايي چې ښاغلي غني دغه پرېکړه، د هېواد په کچه سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو، د "دولت جوړوونکي" ټیم له مشرتابه او د افغانستان نړیوالو شریکانو سره له پراخو او هر اړخیزو مشورو وروسته کړې ده.
په ژمې کې د پاکستان په زياتره غريزو سیمو د واورې اورېدو پس ورته د ملک له مېداني سيمو ګڼ خلک په سېل ورځي. د پنجاب صوبې مري سيمه هم یو له مشهورو سېلځایونو ده.
په دې اړه د عمران یونس ویډیويي راپور چې احمد الله یې وړاندې کوي.
ویډیو: عمران یونس
د بولان میډیکل پوهنتون یوه زدهکونکې ماه رنګ بلوڅ وایي د صوبې ګورنر او وایس چانسلر د داخلې فیسونه په څو څو واري زیات کړل
په شمالي وزیرستان کې غلام خان بندر شاو خوا له تېرو څو اونیو راهیسې پاکستان سرکار بیا تړلی دی چې له کبله یې د دواړو خواو سوداګرو ته مالي زیان اوښتي دي. عمر وزیر پر غلام خان بندر له سوداګرو او چارواکو سره خبرې کړې دي.
څه شی د دې سبب شول چې د پرلهپسې نظامي او نورو فشارونو سربېره وسلهوال طالبان خپلې بقا ته دوام ورکړي او بالاخره نړیواله ټولنه له دې ډلې سره د سولې خبرو ته غاړه کېږدي؟
دغه ټاکنیزه ډله وايي چې دغه غوښتنه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ یوه امریکايي پلاوي د "ثبات او همپالنې" ټیم مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.
نړۍ ۳۰ هېوادونو راپور ورکړی چې د کرونا وایروس مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.
تر چین وروسته چې د دې وایروس د خپرېدو اصلي ځای دی ډېرې پېښې په جاپان، جنوبي کوریا، ایټالیا او ایران کې دي.
عراق، افغانستان، بحرین، کوېټ او عمان وړمه ورځ په خپلو هېوادونو کې د کرونا وایروس یوه پېښع تأیید کړه.
کرونا وایروس په چین کې ۲۷۱۵ کسان مړه کړي او له چین بهر د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی.
په چین کې ۷۸۰۰۰ او د نړۍ په نورو هېوادونو کې ۲۷۰۰ کسان په دې وایروس اخته دي.
په ځینو هېوادونو کې د کرونا وایروس پېښې په... Читать дальше...
له ایران سره د اټمي تړون پاتې شامل قدرتونه نن چهارشنبه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې غونډه کوي.
له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون پاتې شامل قدرتونه جرمني، فرانسه، بریتانیا، چین او روسیه هڅه کوي چې دا تړون خوندي کړي.
د ایران استازی هم دې غونډې ته ورځي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دا یو چانس دی مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي د کړکېچ مخه به ونیسو.
دا غونډه وروسته له هغه جوړېږي چې جرمني، فرانسې او بریتانیا ځیني جنجال پاروونکي پروسیجرونه منځته ته راوستل چې ښايي پر تهران د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا پیل کړي. Читать дальше...
د سرمقالې په پای کې راغلي، تېرو تجربو ښودلې چې کمزورو خلکو پياوړو حکومتونو ته سقوط ورکړی، نو لازمه ده چې دواړه خواوې د ستونزو د حل لپاره د منځګړیو خبرو او سپارښتنو ته غوږ ونیسي چې دا د ملت په خیر دی او هېواد ثبات ته بیایي.
په پیل کې به واورئ چې په دولت کې ملکي مأموریت څه وخت پیل شوی دی؟
ولسمشر ټرمپ دا خبره پرون په نوې ډېلي کې وکړه، ده وویل چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي.
Спорт в России и мире
Москва
Like FM – федеральный партнер релиза «Идеальная зависимость»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Россиянка Хромачёва вышла в финал турнира WTA в Руане в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Дружба» подвело итоги деятельности в сфере экологической безопасности
Путин в России и мире
Москва
Путин 22 апреля проведет в Москве переговоры с президентом Азербайджана Алиевым
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Семён Слепаков
Никита Михалков назвал Слепакова талантливым артистом и пожалел его
Москва
Всех, кто проживает в квартире с балконом, ждет неприятный сюрприз уже 20 апреля
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net