123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2020

Новости за 25.02.2020

مذاکراتو ته چمتو يو خو چې زموږ شرايط ومنل شي: پښتين

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي په زندان کې ورته د حکومت لخوا د مذاکراتو وړنديز شوی وو خو په خبره يې چې له خپلو ملګرو او وکيلانو سره په مشوره به دغه کار کوي. پښتين نن [د فبرورۍ پر ۲۵مه] له ډېره اسماعيل خان زندانه تر خوشې کېدو وروسته د مشال راډيو له خبريال اسرار عالم مومند سره خبرې کړې او وايي:

د کرونا وایروس د خپرېدو وروسته د هرات ښار وضعیت

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د کرونا وایروس د مثبتې پیښې له تائید او په کې د بېړني حالت له اعلانېدو یوه ورځ وروسته، سیمه ییز چارواکي وايي، تالارونه، کافي خونې، حمامونه او د زده کړو مرکزونه یې تړلي دي.

افغانستان کې د کرونا وایروس پېښې څومره جدي دي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا وایروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره څومره چمتووالی نیولی؟ فرید الله "سعادت" په دې اړه کابل کې د افغان جاپان روغتون له یوه متخصص سره خبرې کړي دي:



عظیمي: که د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړې عملي شوې وای نو بحران نه رامنځته کېده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مرستیال وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ناقص ډول د شکایتونو کمېسیون د پرېکړو په پلي کولو د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړې.

ککړې هوا د سا ناروغۍ ډېرې کړې دي

Mashaalradio.com 

د راپور له مخې دا وخت د نړۍ په ۲۰۰ ښارونو کې د هوا ککړتیا تر ټولو لويې کچې ته رسېدلی او د دې ښارونو ۹۰ فیصده په چین، هند، پاکستان او انډونیشیا کې دي.

خوست کې د موازي حکومتونو جوړېدو سره مخالفت وشو

Pa.azadiradio.com 

خوستوالو د موازي حکومتونو د جوړولو هڅې د هېواد په زیان وبللې. د سې شنبې په ورځ د خوست قومي مخورو، روڼ اندو او مدني فعالانو په یوه خبري ناسته کې په هېواد کې د یو شمېر سیاسیونو لخوا د ټاکنو د اعلان شویو پایلو خلاف د موازي حکومتونو خبرې د افغانانو د هیلو خلاف اود نظام سره په مخالفت کې وبللې. دوی وویل، د ټاکنو قانوني پروسه پای ته رسېدلې او سیاسون دې د کړکېچ او بې نظمیو پر ځای نوي منتخب حکومت سره همکاري وکړي، څو افغانان د هېواد د ابادۍ او سرتاسري سولې سترې هیلې ته ورسېږي. مدني فعال عبدالجبار جبارخېل... Читать дальше...

جرمني کې ۵۲ کسان ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني چارواکي وايي چې ۵۲ تنه نن، د فبرورۍ په ۲۵مه په هېس ښار کې زخمیان شوي دي. د پولیسو په وینا یوه وګړي په هغه ښار کې د خلکو پر یوه کارنیوال یا مېله موټر ور چلولی دی. پولیسو ویلي چې ۱۸ تنه په روغتون کې بستر دي. د پېښې دلیل نه دی څرګند خو پولیسو دا رد کړې چې موټر چلونکي الکول څښلي و. پولیسو یو وګړی نیولی چې د پېښې ویډيو اخیسته.

د مصر پخوانی ولسمشر حسنې مبارک ومړ

Pa.azadiradio.com 

د مصر له واکه لرې کړای شوی ولسمشر حسنې مبارک مړ شوی دی. د مصر دولتي ټلوېزیون نن، د فبرورۍ په ۲۵مه د مبارک د مړینې خبر خپور کړ. مبارک د مرګ په وخت ۹۱ کلن و. له هغه دوه زامن پاتې دي.



اماراتو د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف ایران ته پروازونه لغوه کړي

Pa.azadiradio.com 

متحده عربي اماراتو د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره ایران ته ټول پروازونه لغوه کړي دي. ایران تر چین وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی چې ډېر خلک د کرونا وایروس له امله مړه شوي دي. په ایران کې رسمي شمېرې څرګندوي چې ۱۵ تنه مړه شوي دي. په ټوله نړۍ کې ۸۰ زره وګړي په کرونا وایروس اخته شوي او ۲۷۰۰ کسان په دې وایروس مړه شوي چې اکثر په چین کې دي. د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن د هغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې په وروستیو ۲۴ ساعتونوکې د کرونا وایروس درې نوې پېښې ثبت شوې دي.

له زندانه بهر ګڼو خلکو د منظور پښتین هرکلی وکړ

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نن له ډېره اسماعيل خان زندانه ازاد شو. د پښتین وکیلانو نن مشال راډيو ته وويل چې عدالتونو په اتو مقدمو کې د منظور پښتین ضمانتونه ومنل او د هغه د ازادېدو امر يې وکړ. په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ.

چارواکي: د کونړ په دیوه ګل کې د داعش ۵ مهم غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې حکومتي چارواکي وايي، د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل کې د داعش پنځه تنه مهم کسان وژل شوي دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې سهار ۱۰:۰۰ بجې افغان ځواکونو د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل کې هوايي بریدونه کړي چې په‌کې د درېیو قوماندانانو په ګدون پنځه تنه داعشیان وژل شوي دي. له تېرې څه مودې راهیسې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل کې چې د چارواکو په وینا د داعش مهم مرکز دی پرې د نړیوالو ځواکونو له‌خوا د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي چې په‌کې لسګونه داعشیان وژل شوي دي.

پر کرونا وایروس اخته مشکوک کس د غور له روغتونه تښتېدلی

Pa.azadiradio.com 

د غور د ولايتي روغتون ډاکتران وايي، پر کرونا وایروس اخته مشکوک کس له روغتونه تښتېدلی دی. د غور د ولايتي روغتون سرطبیب فضل‌الحق فرجاد د دې خبر په تأیید سره وویل، د دې کس خپلوانو نن له غرمې وروسته له ډاکترانو سره تر لفظي شخړې وروسته هغه له ځانه سره تښتولی دی. یاده دې وي چې له دې مخکې د فراه د عامې روغتیا رئیس ویلي و چې د ایران او افغانستان سرحد ته نږدې فراه کې د کرونا وایروس دوه مشکوکې پېښې ثبت شوې دي. عبدالجبار شایق نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "د فراه دوه تنه اوسېدونکي چې د ایران او افغانستان... Читать дальше...

چارواکي: هلمند کې د کرونا ۱ مشکوکه پېښه ثبت شوه

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د کرونا يوه مشکوکه پېښه ثبت شوې. د هلمند‌ د والي د اړيکو او معلوماتو مسؤل زاهد اتل وايي هغه کس چې په دې ناروغۍ مشکوک پېژندل شوی، له هرات ولايت څخه راغلی وو چې دا مهال د عامې روغتيا رياست له‌خوا قرنطین شوی دی. اتل پر خپل فېس‌بوک پاڼه ليکلي دي چي د يادې ناروغۍ سمپل‌یې مرکز ته لېږلی څو کره شي چي رښتيا هم مثبته ده که نه؟ د هېواد د يو شمېر ولايتونو وروسته هلمند مرکز لښکرګاه کې هم د کرونا په وایروس مشکوک کس قرنطین شوی دی. چارواکو په کرونا د اخته شوي مشکوک کس په اړه ډېر جزئيات نه‌دي ورکړي.

له اوسني نظام او د ټاکنو له اعلان شویو پایلو کندز کې ملاتړ اعلان شوی

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت ولسونو له اوسني نظام او د ټاکنو له اعلان شویو پایلو ملاتړ اعلان کړ. دغه غونډه نن سې شنبې د کب یا حوت په ۶مه د جهادي قوماندان میر عالم خان په مشرۍ په نوموړي ولایت کې جوړه شوې وه چې په‌کې سلګونه تنو قومي مشرانو، دیني عالمانو، جهادي قوماندانانو، ځوانانو او فرهنګیانو ګډون کړی و. په کندز کې د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم یو تن غړي فدا محمد ارزښت ازادي راډيو ته وویل چې د دې ولایت ولسونو تل د هېواد له مرکزي حکومت څخه ملاتړ کړی دی. هغه زیاته کړه، دوی هېڅ‌چا ته دا اجازه نه‌ورکوي چې د خپل... Читать дальше...

د 'ثبات او هم‌پالنې' ټاکنیزې ډلې بیا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې رد کړې

Pa.azadiradio.com 

د عبدالله عبدالله په مشرۍ "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې یو وار بیا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه او ویې‌ویل چې د ټاکنو وروستۍ پایلې ورته د منلو وړ نه‌دي. د دغه ټاکنیز ټیم غړو نن د ملي یووالي حکومت په اجرائیه ریاست کې د یوې ولسي غونډې پر مهال وویل چې ښاغلی عبدالله د پاکو رایو په وسیله ولسمشر دی او دوی به هېڅ‌چا ته اجازه ورنه‌کړي چې په ناپاکو رایو اعلان شوی ولسمشر کارته دوام ورکړي. د دغه ټیم غړي انوارالحق احدي وویل، له بهرنیانو غواړي چې د شفافو ټاکنو ملاتړ وکړي او ملي وحدت ته زمینه برابره کړي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Алла Пугачёва

Алла Пугачева готовится к 75-летию дать большой концерт





Персональные новости
Внуково

Shot: рейс Turkish Airlines вернулся во Внуково из-за криков и танцев пассажира





د ایراني لاریون کوونکو د ځپلو په تړاو د بشري حقونو څار سازمان غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو پر کمېسون غږ کړی چې د هغه بندیز په اړه چې تېر کال د ایران حکومت پر سوله‌ییزو لاریون کوونکو ولګاوه او هغوي یې وځپل، جدي دریځ خپل کړي. تېر کال د نومبر په میاشت کې په تهران او د ایران په تر ۱۰۰ زیاتو ښارونو کې خلک لارو او کوڅو ته راووتل. هغوی په لومړیو کې د تېلو د نرخ د لوړېدو او اقتصادي کمزورۍ پر ضد یې اعتراضونه پیل کړي و، خو کله چې ځوانو لاریون کوونکو د اسلامي جمهوري د مشرانو د له واکه لیرې کېدو نارې پیل کړې، نو امنیتي ځواکونه ورغلل او هغوی یې وځپل. Читать дальше...

د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ؛ 'طالبان لاهم کونړ کې پولیو واکسین نه‌پرېږدي'

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې روغتیايي کارکوونکي وايي چې وسله‌والو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په اوونۍ کې هم په خپلو سیمو کې اجازه نه‌ده ورکړې چې کوچنیانو ته د ګوزڼ یا فلج ضد واکسین ورکړي. په کونړ کې د پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پرون پیل شوی دی. خو په هغه ولایت کې د کتلوي معافیت پروګرام مسؤل محمد اسحق ازادي راډیو ته وویل: "سره له دې چې موږ تمه درلوده چې د تاوتریخوالي د کمولو په اوونۍ کې به اجازه راکړي چې د طالبانو په سیمو کې کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړو، خو اجازه‌یې نه‌ده راکړې." په کونړ کې سږ کال هم د ګوزڼ یا فلج نوې پېښه ثبت شوه. Читать дальше...

سیند مېشتو پښتنو خپل تنظیم جوړ کړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان په جنوبي صوبه سیند کې پښتانه چې شمېر یې لاکونو ته رسېږي له پېړیو راهیسې مېشت دي او اوس خپلځان سيندي پټانان بولي. دوی د توپيري چلند ګیله کوي ځکه یې د خپلو مسلو هوارولو لپاره د ال سيند پټان يوت (ټول سیند پښتانه ځوانان) په نوم تنظيم جوړ کړی دی. د ډیوې خبریال فضل عزيز یې ویډيو راپور کښلی

د افغانستان او ایران ترمنځ ځمکنی او هوايي تګ راتګ بېرته پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن سې شنبه د فبرورۍ ۲۵مه، خبر ورکړ چې له ایران سره پر پوله تګ راتګ بېرته پیل شوی دی. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن د فبرورۍ ۲۵مه، پر ټویټر لیکلي چې د كرونا وايروس کاري کمېټې فیصله کړې چې ایران ته د خلکو د تګ راتګ لړۍ به د روغتیا د نړیوال سازمان له اصولو سره سم کېږي. په ایران کې د اېلنا په نوم خبري اژانس نن خبر ورکړ چې ۵۰ تنه یوازې په قُم ښار کې د کرونا وایروس له امله مړه شوي دي. خو د ایران د روغتیا وزارت مرستیال دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې ۶۱ کسان په کرونا... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Актера Свиридова госпитализировали из-за инфицирования после операции в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Янник Синнер

Янник Синнер поделился впечатлениями от общения с игроками сборной Италии по футболу


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Татьяна Марчук выпустила альбом «Экопесенки» на лейбле Riki Music





Путин в России и мире
Москва

Путин уточнил у Беглова причины снижения популярности Петербурга у туристов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

СМИ: Байден и Шольц не успели предложить Москве обменять Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Рахманинов

В Югре снимут фильм о жизни композитора Рахманинова



Москва

В Челябинске начали курсировать «умные» трамваи

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net