د فبرورۍ پر ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې موخه یې د راډیو له ارزښته خلک خبرول دي. په پېښور کې ځینې دوکانداران وايي، په راډیو خپله ورځ تېروي. د راډیو مستریان وايي، اوس خلک په موبایل فون راډیو اوري نو ځکه یې کاروبار خراب دی. ویډیويي رپورټ.
پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) سیاستوال شاهد خاقان عباسي د مالي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار عبدالحفیظ شیخ پر وینا انتقاد وکړ
اېف اې ټي اېف د پاکستان پر برخلیک پر داسې مهال غږېږي چې د فبرورۍ پر ۱۲مه، د لاهور یوه عدالت د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید د ترهګرۍ تمویل
د پاکستاني قانون له مخې به حافظ سعید یوازې پنځنیم کاله په بند کې تېروي، ځکه دواړه سزاګانې پر یو وخت لاګو کېږي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د سولې د احتمالي توافق په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده. د ناټو عمومي منشي وايي، جرمني او ناورې ويلي چې د بین الافغاني خبرو منځګړیتوب به وکړي. د کورونا ویروس له کبله د وژل شویو شمېر تر یوولسو سوو زیات شوی دی.
د پېښور ارمي پبلک سکول د وژل شوو ماشومانو کورنيوو غړیو د امنیتي ځواکونو له بند څخه د تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار وسله والو ډلو د پخواني ویاند احسان الله احسان د تښتېدو پرضد احتجاجي مظاهره وګړه. په اړه یې د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.
د ماليې نړيوال صندوق ای اېم اېف ډله د پاکستان په سفر ده او په تېرو دوو ورځو کې يې ددې هېواد له مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي. له ای اېم اېف څخه د پورونو اخیستو سربېره هم ددې هېواد اوسېدونکي له سختې ګرانۍ سره مخامخ دي.
د پاکستان معيشيت لا هم تر فشار لاندې دی؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د اقتصادي چارو خبريال فداحسين او د خيبرپښتونخوا چېمبر اف کامرس پخواني مشر زاهد شنواري سره څېړل شوي دي.
د ایران حکومت د چین خوا ته د خپلې علاقې د پټولو هڅه هم نهکوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چینايانو په ژبه مکرراً پیغامونه ټویټ کوي.
پلار یې وايي له حکومت نهیې یوازنۍ غوښتنه دا ده چې د لعل بيبي په طلاق اخیستو کې ورسره مرسته وکړي.
رابرت اوبراین ویلي، دی هیلهمن دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت هوکړه به راتلونکو ورځو یا اوونیو کې لاسلیک شي.
کابل کې په هره کوڅه کې د سپیو ډلې ګرځي، خو وروسته له دې شنډ او نسل بهیې کم شي.
د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت په هېواد کې سېلابځپلو ته د رسېدنې په هدف د بشپړ چمتووالي او د سېلابونو د راوتلو د مخنیوي خبره کوي.
د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه یوازې په دایکنډي ولایت کې سېلابونه راوتلي چې تلفات هم لري، خو په نورو ولایتونو کې د سېلابونو مخنیوی شوی.
خو د هېواد د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي سېلابځپلو ته د نهرسېدنې له امله شکایت کوي.
د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي اورښت زیات شوی او... Читать дальше...
غور کې ځوانان د سړک په سر د یو نندارتون په جوړولو له طالبانو سره د سولې له مذاکراتو وروسته د بیان ازادۍ او د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کوي.
ولسمشرۍ ماڼې وایي چې د تاوتریخوالي د پایداره کموالي پایله اوربند او په افغانستان کې د جګړې او وینې تویېدنې د بندېدو په مفهوم ده.
ولسمشر غني دا ډاډ څرګند کړی چې راتلونکي اقدامات به په داسې شکل اداره شي چې په ټوله کې به د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.
په شانګهای کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د فرمول یک (FIA) سیالۍ لغوه شوې دي.
د ډېلي مېل په وینا د (FIA) فدراسیون اعلان کړی چې دغه لوبې چې ټاکل شوې وه تر دوو میاشتو پورې ترسره شي د کرونا ویروس له امله لغوه شوې دي.
تر اوسه معلومه نهده چې دغه لوبې به بیا کله ترسره شي.
د راپورونو له مخې په چین کې د کرونا ویروس له امله د نجونو د فوټبال کورنۍ سیالۍ هم ځنډېدلې دي.
د کابل د منتخبې لوبډلې د انتخاب لپاره د باولېنګ ټاکنیزې سیالۍ پرون د ۱۶ لوبغاړو په حضور په کابل کې ترسره شوې.
د لوبې په پای کې اته تنه څلور نجونې او څلور هلکان د کابل منتخبې لوبډلې ته غوره شول.
دغه لوبې تېره اوونۍ د ۷۰ لوبغاړو په حضور کې پیل شوې وې چې ترې اته لوبغاړي غوره شوي.
ټاکل شوې چې د غوراوي درېیم پړاو سیالۍ په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
افغان فوتبالر عمران حیدري د پولنډ 'لیخیا گدانسک' ټيم سره یوځای شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې ۲۲ کلن عمران حیدري له دغه ټيم سره دوه نیم کلن تړون کړی.
حیدري په تېر فصل کې د دې هېواد له 'المپیا ګرودزیسک' سره حضور درلود چې په ۲۰ لوبو کې ۱۲ ګلونه ووهل.
د پولنډ 'لیخیا ګدانسک' د پولنډ د غوره لیګ سیالیو د لومړي فصل نیمايي کې ۲۱ لوبو کې د ۳۱ امتیازونو په لرلو سره په ۷ ځای کې دی او یوازې ۱۰ نورو امتیازونو ته اړتیا لري چې لومړی ځای خپل کړي.
امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډیموکراتانو ګوند دننه انتخابات پرون په نیوهامپشایر کې وشول.
برني سندرز تر خپلو ټولو سیالانو مخکې بلل شوی دی.
د رایو د ۶۵ فیصده شمېرنې سره د ورمنت ایالت سناتور برني سندرز په ۲۶ فیصده رایو مخکښ دی.
پیټ بوتجج ۲۳ فیصده رایې ګټلې دي.
د امریکا مخکېنی مرستیال ولسمشر جوبایډن په ۵ مقام کې راغلی.
د ډیموکراتانو لومړی دور ګوند دننه انتخابات په ایووا ایالت کې وشول چېرته چې پيټ بوتجج تر برني سندرز لږ مخکې و.
تمه ده د فبرورۍ په ۲۲ دا انتخابات په نوادا ایالت کې هم وشي.
د چین د روغتیا ملي کمېسیون تأیید کړه چې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱۱۳ ته رسېدلی.
دغه کمېسیون ویلي دا شمېرې تر پرون ناوخته ثبت شوي.
په دې وژونکې ناروغۍ د اخته انسانانو شمېر هم ۴۴۶۴۳ تنه ښودل شوی.
اخوا د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اېچ او» رئیس تیدروس ادهانوم پرون د سویس په جنوا کې وویل چې د نړۍ هېوادونه باید د یاد ویروس له امله د رامنځته شوي لوی ګواښ په وړاندې یوځای کار وکړي.
هغه وویل ویروسونه تر هر ترورېستي عمله زیات قوي عواقب لري.
کرونا ویروس لومړی تېر ډسمبر د چین په... Читать дальше...
وړاندې راغلي د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ورځې څلورنیمې میاشتې تېرې شوي، خو تر اوسه خبره معلومه نهده چې څه به کېږي.
د افغانستان ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم پرون د جوزجان-بلخ د لويې لارې په اوږدو کې پر پوځي عملياتو خبرې وکړې.
ښاغلي دوستم پرون په جوزجان کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو له قوماندان سره په کتنه کې دا موضوع ياده کړه.
د دې قول اردو د دوهمې لوا وياند جګړن محمد نادر بهروز په شبرغان کې وويل: "د دې قول اردو قوماندان له جنرال دوستم سره په کتنه کې د جوزجان-بلخ د لارې په ساحو کې پر عملياتو او د دې لارې پر امنيتي ګواښونو خبرې وکړې، جنرال دوستم د همغږي پرېکنده ژمنه وکړه."
د افغانستان په شمال کې خلکو په... Читать дальше...
د فراه ولايت چارواکي وايي په پام کې لري سږکال د يوه کمپاين په لړ کې ٦٠ زره نيالګي کېنوي.
د فراه د والي مرستيال مسعود بختور پرون ازادي راډيو ته وويل: "سږ کال به د نورو کلونو په څېر بيا هم په فراه کې د نيالګيو کېنولو لويه پروسه ترسره شي. دا وار مو دا پروسه ملي کړې ده د فراه له اوسېدونکو او رياستونو مې غوښتنه ده چې مرسته وکړي."
د کابل په ګډون په اکثرو ولايتونو کې هر کال د نيالګيو کېنولو کمپاينونه کېږي، خو دغه نيالګي د نهڅارل کېدو له کبله وچېږي.
د اذربايجان پوليسو تر ٢٠ زيات سياسي مخالفان او خپلواک کانديدان نيولي دي.
نيول شويو کسانو د اذربايجان د وروستيو پارلماني ټاکنو پر نتيجو چې نړيوالو څارونکو هم ورباندې انتقادونه کړي، اعتراض درلود.
اعتراض کوونکو پرون د اذربايجان د ټاکنو مرکزي کمېسيون د دفتر مخې ته پرلت وهلى و چې د بلوا ضد پوليسو ټول برخهوال ونيول او بسونو تهيې واچول.
د کورنيو چرو وزارت وياند احسان زاهدوف ويلي، دا غير قانوني عمل و او برخهوالو قانون نهو رعايت کړى.
د ټاکنو مرکزي کمېسيون په حواله واکمن ګوند (نوي اذربايجان) د ولسي جرګې په ١٢٥ څوکيو کې ٧٠ څوکۍ ګټلې دي. Читать дальше...
د امريکا متحده ايالاتو ايران تورن کړى چې د سټلايټ له توغولو د باليستيک راکټونو د پراختیا لپاره کار اخلي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ايران د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ځمکې مدار ته د ظفر په نوم د ايران ساخت سټلايت توغول ناکام شول.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پرون سې شنبه په يوه اعلاميه کې وويل: "هغه ټکنالوژي چې د مصنوعي سپوږمکۍ د توغولو لپاره کارول کېږي، د قاره ويشتونکو باليستيک راکټونو په ګډون د اوږد واټنه راکټونو سيستمونو ته د بدلولو وړ دي."
د مايک پومپيو په خبره، هره... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Росгвардия обеспечила правопорядок во время футбольного матча «ЦСКА» - «Спартак» в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
WTA озвучила Елене Рыбакиной условия для становления второй ракеткой мира
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
На площадке МВЦ «Казань Экспо» открылся XVIII Российский венчурный форум
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черноморья до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Булат Окуджава
В МХТ имени Чехова 8 и 9 мая пройдет концерт с песнями Булата Окуджавы
Москва
Не сошлись религиями. Жена рассказала о скандале со Стерлиговым
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net