په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی نیکولاس کې وایي، ملکي وګړي باید د شخړو د ډیرکموالي شاهد واوسي.
هغه دا څرګندونې تیره اونۍ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو د غونډې ترڅنګ ازادي راډیو ته وکړې.
مصطفی صدیقي له ښاغلي کې سره مرکه کړې ده.
الیاس سنجراني د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې د دې ښکار اجازه وفاقي حکومت ورکوي خو ګټه یې یوازې د ګوتو په شمېر ځايي کسانو ته رسېږي.
د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې یوې چادونې اووه تنه وژلي او پنځلس ژوبل دي. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین د پولیس چارواکو له خولې وايي، دا یو ځانمرګی برید وو.
سرور دانش ویلي په پاکستان کې د کډوالو له کمپونو افغان جګړه پیل شوې او ترهګري یې پیاوړې کړې.
کروناویروس ۱۷۷۰ کسان مړه کړي او پرې د اخته خلکو شمېر له ۷۱ زره اوښتی.
په خیبرپښتونخوا کې د امنیت په ښه کېدو د ربابیانو کاروبار رنګ اخیستی.
ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
په چړو سمبالو غلو په هانګ کانګ کې د تشناب کاغذ یوه لویه پنډه غلا کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دغه ښار کې د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې په مارکېټونو کې د سودا اخیستل ستونزمن شوي او دکانداران هم نهشي کولای خلکو ته د اړتیا وړ توکي برابر کړي.
پولیسو ویلي، دغو درې غلو د ۲۶۰ ډالرو په ارزښت ۶۰۰ لولې کاغذ تشناب غلا کړي چې وروستهیې دوه کسان نیول شوي او غلا شوي توکي بېرته ترې اخیستل شوي دي.
په هانګ کانګ کې چې د کرونا وایروس ۵۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، خلک هڅه کوي چې د اړتیا وړ توکي لکه کاغذ تشناب،... Читать дальше...
د نړۍ په کچه په کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۷۱ زرو نه واوښت.
یوازې په چین کې چې د دې وایروس سرچینه ده، ۷۰ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه ۱۷۷۰ کسان مړه شوي دي.
په چین کې وروستیو درېیو ورځو کې د کرونا وایروس خپرېدا کمه شوې وه، خو تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا ګراف بېرته پورته تللی او دې موده کې د څه باندې دوه زره مثبتو پېښو راپور ورکول شوی.
بلخوا جاپاني چارواکو په یوه قرنطین شوې بېړۍ کې په کرونا وایروس د ۷۰ نورو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړی دی.
په دې بېړۍ کې چې د جاپان ساحل ته نږدې قرنطین شوې ۳۷۰۰ عمله او مسافر سپاره دي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د خبرو پر مهال د سوریې په ادلب کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې.
سپینې ماڼۍ ویلي، دې ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي ټرمپ پر روسیې غږ کړی چې د سوریې رژیم د (بېرحمیو) ملاتړ پای ته ورسوي.
ډونالد ټرمپ د سوریې نهه کلنې جګړې پای ته رسېدو لپاره په سیاسي حللارې ټینګار کړی.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې یوه ورځ وروسته انقره او مسکو بیا خپلو کې خبرې وکړي، ترکیه د سوریې رژیم د مخالفانو او روسیه بیا د بشارالاسد د حکومت پلوي کوي.
د روسیې... Читать дальше...
د تکواندو نړیوال فدراسیون افغان ریفري عبدالصبور عمري ته د داورۍ لومړۍ درجه نړیوال سند ورکړی دی.
دا خبر د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون نن په خپله فېسبوکپاڼه خپور کړی.
د خبرپاڼې له مخې ښاغلي عمري ته د لومړۍ درجې داورۍ سند د تکواندو د نړیوال فدراسیون د عمومي رئیس ډاکتر چونګ ونګ چوی په لاسلیک ورکړل شوی.
عبدالصبور عمري د افغانستان د تکواندو د ملي فدراسیون مسلکي مرستیال دی او له څو کلونو راهیسې په نړیوالو لوبو کې د ریفري دنده مخته وړي.
د تکواندو د نړیوال فدراسیون د معلوماتو له مخې په ټوله اسیا کې شاوخوا ۴۰ ریفریان لومړی درجه سند لري. Читать дальше...
د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې ۲۰ تنو ښځو د قطعو یا پرو په لوبه کې برخه اخیستې.
هغوی له زرګونه نارینهوو سره لوبه کوي او هر چا چې وګټله د څه باندې نیم میلیون ډالرو جایزه ترلاسه کوي.
قطعه بازي د سعودي عربستان په دودیزه ټولنه کې یوازې سړیو کوله.
اوس ښځې هم کولای شي دا لوبه وکړي او خپل بخت وازمايي.
ګل نواز مندوزی وايي، په دې جګړه کې د افغانانو اقتصاد له منځه ولاړ، علم او فرهنګ يې زیانمن شو، ورور وژنه روانه ده او دا هر څه د بهرنیو استخباراتو لخوا پر افغانانو تپل شوي دي.
ښاغلی دانشیار ټینګار کوي چې تقلبي پایله هېڅوک نهمني او دوی د قانون له مخې کار کړی.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال وايي، د پاکستان له صادقانه همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.
ښاغلي دانش دغه څرګندونې نن دوشنبه «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۸» په اسلاماباد کې د پاکستان په کوربهتوب د افغان کډوالو د څلور لسیزې کډوالۍ د پوره کېدو په مناسبت یو نړیوال کنفرانس ته وکړې.
د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د ملي اردو یوې پوځي الوتکې په نیمروز ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي چې دا 'MD530' بېړنۍ ناسته نن له غرمې مخکې په خاشرود ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له کبله شوې.
د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، پېښه کې یوازې پیلوټ سرسري ټپي شوی دی او دوی دغه پېښه څېړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت باید له لاسه ونهوځي.
انتونيو ګوترش په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل نړیواله ټولنه، ګاونډیان او خپله افغان چارواکي باید له زړه کار وکړي چې سوله ټینګه شي.
هغه زیاته کړه: "د سولې اوسنی فرصت له لاسه نهشو ورکولی، موږ دا حق هم نهلرو چې دا موقع له لاسه ورکړو، که دا هدف ترلاسه نهشي، هېڅ افغان به موږ ونهبخښي. په اصل کې مهمه دا ده چې ټول افغان مشران او نړیواله ټولنه د امکان تر کچې... Читать дальше...
د افغان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه ورستۍ شوې او لاسلیک ته چمتو ده.
ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل د هوکړې لاسلیک په دې پورې تړلی چې په ۷ ورځو کې طالبان تاوتریخوالی کموي او که نه؟
هغه زیاته کړه: "افغانستان کې د سولې لپاره مثبت ګامونه اوچت شوي د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې ده، د هوکړې لاسلیک په دې پورې مشروط دی چې طالبان ۷ ورځو کې تاوتریخوالی کموي او که نه؟ د تاوتریخوالي داسې کمښت چې اوربند او بینالافغاني خبرو او... Читать дальше...
ښاغلی دانش دغهراز وايي، د افغانستان سوله د طالبانو په نیت، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په پرې کولو او په نورو هېوادونو کې د دوی د پټنځایونو په لهمنځه وړلو پورې اړه لري.
د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د کندز ښار په یوه څنډه (شورهخاک) سیمهیې د طالبانو برید په شا تمبولی دی.
د دغه وزارت خبرپاڼه وایي له برید سره هممهاله سیمې ته تازه دمه ځواکونه ورسېدل چې هوایي ملاتړ هم ورسره و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې برید کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي او د دوی په خبره طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفيالله امیري بیا ازادي راډیو ته ویلي چې دې برید کې د ملي اردو ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد برید... Читать дальше...
دا کانفرانس په پاکستان کې د افغان کډوالو د ۴۰ کلونو د مودې پوره کېدو په اړه جوړ شوی. وزیراعظم عمران خان د کانفرانس پرانېسته وکړه.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي په روان کال کې له ۳۵۰ زیاتې وړې او غټې شنې خونې جوړې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وویل چې دا وړې او غټې شنې خونې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې جوړې شوې دي.
د نوموړي په خبره، دا شنې خونې د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د کال په بېلابېلو موسمونو کې د بزګرو او برخهمنو لپارهیې د خوراکي تنوع لپاره جوړې شوي چې پهکې ډول ډول ترکارۍ کرل شوې دي.
دغه وزارت وایي چې د سترو او وړو شنو خونو جوړول په ځانګړې توګه په غیر کرنیز موسم کې د اړتیاوو د رفع کولو ترڅنګ... Читать дальше...
لیکوال په دې باور دی چې جمهوري ریاست دا کار کولای شي او که چېرې له ټول هېواد نه پر یو واحده دریځ سلا وشي د سولې مذاکرات به پایله ورکړي.
د اذربایجان پولیسو په باکو کې د مظاهرو پر مهال څه باندې ۱۰۰ تنه فعالان نیولي دي.
دا مظاهرې په اذربایجان کې د تېرې اوونۍ تر پارلماني ټاکنو وروسته پیل شوې.
په ټاکنو کې اکثرې څوکۍ حاکم ګوند ګټلې دي.
د اذربایجان پارلمان ۱۲۵ څوکۍ لري چې ۷۲یې د ولسمشر الهام علياف وفاداره (نوي اذربایجان) ګوند ګټلي او پاتې څوکۍ هم وړو ګوندونو او خپلواکو کاندیدانو ترلاسه کړي دي.
د اپوزېسیون یوازې یوه کاندید په دې ټاکنو کې بریا خپله کړې ده.
په اذربایجان کې له کله چې دغه هېواد خپلواکي ګټلې د الهام علياف په مشرۍ... Читать дальше...
د جاپان په ساحلونو کې د ولاړې قرنطین شوې کښتۍ څو نورې سورلۍ هم په کرونا ویروس اخته شوي.
د امریکا د الرژۍ او انتاني ناروغیو د ملي انسټټیوټ رئیس انتوني فوچي پرون سي بي اس ته ویلي په کرونا ویروس په اخته شویو کسانو کې ۴۰ امریکایان شامل دي.
د دې قرنطین شوې کښتۍ له نږدې ۴۰۰۰ سورلیو ۴۰۰ امریکايي اتباع دي.
اخوا جاپاني چارواکو اعلان وکړ چې په دې کښتۍ کې په کرونا ویروس د اخته سورلیو شمېر له ۳۵۰ اوښتی دی.
کرونا ویروس د چین له ووهان ښاره له تېر ډسمبر پیل او په چټکۍ د نړۍ لسګونه هېوادونو ته وغځېد.
د... Читать дальше...
د یکشنبې په مازدیګر د ایران قشم ټاپو یوې زلزلې ولړزاوه.
د دې زلزلې قوت د ریښتر په کچه ۵،۸ درجې ښودل شوی.
د ایران د بېړنیو حالاتو ادارې ویاند مجتبی خالدي ایلنا خبري اژانس ته ویلي چې د زلزلې مرکز د ځمکې لاندې ۱۳ کیلومترۍ کې ژور دی.
هغه ویلي ۳ پلټونکي ټیمونه سیمې ته استول شوي.
په بوشهر کې هم ۱۰ امبولانسونو ته امر شوی چې چمتو ولاړ وي.
په ایران کې اکثر وخت زلزلې کېږي چې زرګونه کسانو ته پهکې مرګژوبلې اوښتي او زیات ورانی یې کړی.
وروستی وار د لړم په ۱۷مه په ختیځ اذربایجان کې یوې زلزلې ۷ ایرانیان ووژل. Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړې تطبیقوي او د رایو د یوې برخې بیا شمېرنهیې پیل کړې ده.
د دغه کمېسیون ویاند ذبیح سادات وروسته له هغه یکشنبه ماښام دا خبرې ازادي راډیو ته وکړې چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او همپالنې' ټیم ویلي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو له نهايي کېدو پرته د رایو بیا شمېرل ورته د منلو وړ نهدی.
خو سادات وایي د رایو شمېرل روان دي.
هغه زیاته کړه: "د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رسماً له هغوی (د ثبات او همپالنې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудник ОМОН «Крепость» стал бронзовым призером на соревнованиях Центрального округа Росгвардии по боксу
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Россиянин Сафиуллин потерял четыре места в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Сенсорный сад с экотропами появится в Бутырском районе Москвы
Путин в России и мире
Москва
Киркоров и Пелагея спели для амурчан-бамовцев в Москве
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Проводивший панихиду по Навальному* священник запрещен в служении
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Концерт
Концерт в музее-заповеднике П.И. Чайковского
Москва
Тепло в городе: в Москве открываются летние террасы
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net