معتادین: امنیتي ځواکونه په موږ په زوره کار کوي او مزدوري نهراکوي
په دغه ولایت کې معتادینو ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې پولیس سهار وختي دوی د تداوۍ په پلمه راټولوي او بيا هغه پوستې او مورچلونه په زور ورباندې جوړوي چې د جګړې پر مهال ویجاړ شوي وي.
په دغه ولایت کې معتادینو ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې پولیس سهار وختي دوی د تداوۍ په پلمه راټولوي او بيا هغه پوستې او مورچلونه په زور ورباندې جوړوي چې د جګړې پر مهال ویجاړ شوي وي.
د پاکستان وزير اعظم عمران خان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کشمير، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې او د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ او د ستراتیژیکو او سوداګریزو اړيکو پر پراخولو څرګندونې کړې دي.
د صوابۍ تاج ولي خان په دواړو پښو معذوره دی خو حوصله يې نه ده بايللې. نوموړي له۵۰ روپيو خپل کار پیل کړی او اوس د څلورو کاروبارونو څښتن دی. نور حال د عظمت علي شاه په ویډیويي راپور وګورئ.
د فبرورۍ پر ۱۵مه د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو د نشه يي توکو د کارونې همدارنګه پېر او پلور پر وړاندې قومي تړون وکړ.
د افغانستان د اسلامي حزب مشر وايي، د سولې په تړاو تر اوسه یوه تصمیم نیونکې مرجع هم نه شته.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، امریکايي چارواکو ورته ویلي چې له طالبانو سره هوکړه چې په پام کې ده ژر وروستۍ او لاسلیک شي، مشروطه منځپانګه لري.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د څارونکو د نه حضور له امله د جنجالي رأیو د تفتیش بهېر سبا ته وځنډېد.
سیاه ګوش یا تور غوږې، هغه وحشي پیشو چې د انقراض په حال کې ده. له څه کم یو کال راهیسې په کابل ژوبڼ کې ساتل کېږي. دې نایابه پیشو په ژوبڼ کې د زیاتو خلکو پام ځانته اړولی. د کابل په ژوبڼ کې دا یوازینۍ وحشي پیشو له مذکر جنس څخه ده. امېد نبي زاده پرې دغه ویډیو برابره کړې:
زرګري د بدخشان د خلکو پخوانی کار و بار دی. د بدخشان زرګران له نقرې او لارجوردو څخه د سینګار بېلابېل توکي جوړوي:
هغه کسان چې پېکېنګ ته ستنېږي، څوارلس ورځې اجباري قرنطین کېږي. چینایي چارواکي هڅې کوي چې د کرونا ویروس د لا زیاتې خپرېدا مخه ونیسي. بیجېنګ ډیلي ورځپاڼې نن خبر ورکړ، که چا له قرنطین کولو ډډه کوله مجازات به شي. خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د اجباري قرنطین پروګرام به څرنګه پلی کېږي. د دې اخیستونکې ناروغۍ د تلفاتو شمېر په چین کې یو زر پنځه سوه درویشتو ته ورسېد. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په ټوله نړۍ کې تر اووه شپیته زره ډېر کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.
د افغانستان د وشو فدراسیون وایي، په کابل او ولایتونو کې د وشو لوبو ملي او مسلکي لوبو لپاره چمتوالی پیل شوی. د دغه فدراسسیون مشر سید رحمان یورش ازادي راډيو ته وویل چې دا لوبې چې په نږدې راتلونکي کې به پیل شي، په بېلابېلو وزنونو کې د اتلولۍ په هدف لوبغاړي جذبېږي. هغه زیات کړه: "د دې لپاره چې زموږ لوبې او لوبغاړي رشد وکړي موږ غواړو دغه ډول لوبې ترسره کړو، چې اوس مهال په یو شمېر ولایتونو کې د جذب پروسه یې پیل شوې." د ښاغلي یورش په خبره، د دغو لوبو لپاره د شاوخوا دوه سوه کسانو د جذب چمتوالی نیول... Читать дальше...
د ناکامورا د خدمتونو د مننې په موخه په ننګرهار کې څلور اړخیز فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې. د افغانستان د المپیک کمېټې مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو وویل، د ډاکټر تتسو ناکامورا د قددانۍ د مننې په موخه په ننګرهار ولایت کې پيل شوی فوټبال ټورنمنټ د کوربه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد. د نوموړي په خبره، دغه ټورنمنټ چې د خوست، لغمان، کابل او ننګرهار لوبډلو ترمنځ پرون پيل شوی و، په پایلوبه کې نن ننګرهار او لغمان لوبډلې سره مخامخ شوې چې ننګرهار ۳ - ۱ په توپير سیاله لوبډله له مخې لرې کړه او د اتلولي جام یې خپل کړ. Читать дальше...
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي ، چین هېواد ته د جلغوزو د لېږد ستونزې حل شوي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فبرورۍ پر۱۴مه په ميونخ کې د امریکا له دفاع وزیر مارک ايسپر او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره وليدل.
نن د سلواغې یا د دلوې د میاشتې ۲۶ مه نېټه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو له یو دېرشمې کلیزې سره برابره ده.
په کابل ولایت کې څه د پاسه ۲۰ کیلوګرامه هیروئین او نشهيي ګولۍ ونیول شوې. له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: "په لومړۍ پېښه کې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې ۲۰ کیلو او ۷۶۰ ګرامه هیروئین ونیول. دا نشهيي مواد او قاچاق کوونکي د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې له ۲۰ ورځو راهیسې د پولیسو لهخوا په خاص ډول څارل کېدل، دوی د عملیاتو په نتیجه کې څه د پاسه ۲۰ کیلوګرامه هیروئینو سره ونیول شول." په دوهمه پېښه کې د کابل ښار د... Читать дальше...
نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان سولې په تړاو بېلابېلې مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د فبرورۍ ۱۵مه، له افغانستان د پخواني شوروي د ځواکونو د وتلو ۳۱ مه کلیزه ده. د پخواني شوروي د ځواکونو وروستۍ پوځي ډلګۍ د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د حیرتان پر بندر تېره شوه او د افغانستان اشغال رسماً پای ته ورسېد. له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وروستۍ ډلګۍ مشري جنرال بوریس ګروموف کوله. له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځیانو د وتلو بهیر یو کال وخت ونیو. د پخواني شوروي ځواکونه د ۱۹۷۹ میلادي کال د ډېسېمبر په میاشت کې افغانستان ته را ننوتل. د رپوټونو پر اساس، د افغانستان... Читать дальше...
د رومانیا لویې څارنوالۍ ۱۴ کسان چې یوه جرمنۍ ښځه او مېړه هم په کې دي تورن کړل چې له ماشومانو یې د غلامانو په توګه کار اخیستی دی. د رومانیا د لویې څارنوالۍ په وینا، دې وګړو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو ترمنځ یوشمېر ماشومان او تنکي ځوانان چې د ۱۲ او ۱۸ کلونو ترمنځ عمرونو کې وو، د رومانیا په شمال کې په یوه کلي کې یوه روزنیز مرکز ته قاچاق کړي وو او شکنجه کول یې. د رومانیا د لوی څارنوال دفتر ویلي چې د هغه هېواد په شمال کې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د پالنې مرکز د جرمني دحکومت په مرسته جوړ شوی و.... Читать дальше...
په دې راپور کې راغلي چې د افغانستان تاریاک ۷۵ سلنه پاکستان ته قاچاق کېږي، هلته هيروئين ځینې جوړېږي او بيا دا توليد شوي هیروئین د اروپا او عربي هېوادونو بازارونو ته قاچاق کېږي.
د اوکراین او روسیې ولسمشرانو ولادېمير زېلېنسکي او ولادیمیر پوتین پرون ټېلیفوني خبرې وکړې. د اوکراین د ولسمشر د دفتر په وینا، هغوی په نورماندي کې د دویمې سرمشریزې پر جوړېدو او د بندیانو د تبادلې پر امکان غږېدلي دي. د اوکراین دولسمشر د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغوی د اوکراین په ختیځ ښار دونباس، په کرېمیا او روسیه کې د نیول شوو اوکرایني وګړو د خوشې کولو پر شرایطو بحث کړی دی. کرېملن ویلي چې پوتین له زېلېنسکي پوښتنه کړې چې حکومت یې پلان لري چې د منسک د سولې موافقه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک... Читать дальше...
د سوریې حکومت پرون تائید کړه چې یو پوځي هیليکوپټر یې د حلب په فضا کې ویشتل شوې ده. حلب د سوریې په شمال لویدیځ کې د رژیم د مخالفو وسله والو وروستی سنګر دی. د سوریې دولتي خبري اژانس ویلي چې یو پوځي هیليکوپټر په مزايل ویشتل شوی او ټول په کې سپاره کسان وژل شوي دي. دا په یوه اونۍ کې د سوریې او ترکیې ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره د سوريې د پوځ دویمه هیليکوپټر ده چې وویشتل شوې ده. د سوریې دولتي خبري اژانس ویلي چې د حکومتي ځواکونو هیليکوپټر هغې سیمې ته نږدې ويشتل شوی چې د ترکیې پلوي، د ازادۍ د ملي جبهې وسله وال فعال دي. Читать дальше...
د چین حکومت پرون په کرونا ویروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ.
ننګرهار چارواکو تایید کړه چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په هوایي برید کې وژل شوي کسان ټول ملکیان وو. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې دغه برید تېر مازیګر ۴بجې د سره رود ولسوالۍ په ککړک خوړ سیمه کې شوی چې د یوه ماشوم په ګډون ۸ تنه ملکي وګړي په کې وژل شوي دي. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، د برید موخه وسله وال طالبان وو چې وړاندې یې له دغې سیمې د چک پواینټ په توګه استفاده کوله. خو وسله والو طالبان وایي چې برید د ملکي خلکو پر دوو موټرو شوی چې په کې ۱۱ تنه ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د امریکا د متحدو ایالاتو له دفاع وزیر مارک اسپر او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره وکتل.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.