په دې اړه د غبرګونونو له پیل وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ انتخاباتو د پایلو له اعلانه وروسته د اشرف غني پر بیا منتخب کېدو مبارکي وايي.
د تخار، فاریاب، هرات او پنجشېر ولایتونو اوسېدونکو د عبدالله عبدالله د "ټول ګډونه" حکومت د رامنځته کولو له پرېکړې ملاتړ اعلان کړ، خو په پکتیکا کې خلکو د ولسمشر غني د بریا او امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.
د فبرورۍ پر۱۸مه د پېښتو غزل بابا امیر حمزه خان شینواری ۲۶ تلین ولمانځل شو. امیر حمزه خان شینواری په ۱۹۰۷ کې د خیبر په لواړګي کې زیږېدلی وو او په ۱۹۹۴ م کې ومړ.
د خیبر ضلعې پروفیسر تواب شاه مسرور وایي، حمزه بابا یو ستر شاعر، فلسفي، عملي صوفي او د جمالیاتو عالم وو او د انسانیت علمبردار دی، د پښتنو بیدارولو لپاره یې ډېر کار کړی دی. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي راپور وګورئ.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو ۵ کلونو کې شااوخوا ۴ میلیونه کورنۍ د جګړې او اقتصادي ستونزو له امله بېځایه شوي.
د دې وزارت وزیر سید حسین عالمي بلخي په کابل کې یوې غونډه ته وویل، د ۴ میلیونه کورني بېځایه شویو څخه د شااوخوا ۲ میلیونو ستونزو ته په تېرو دوو کلنو کې رسېدنه شوې.
د ښاغلي بلخي په خبره، د افغانانو کورني بېځایه کېدل او کډوالي اوس یوازې په افغانستان کې نه، بلکې د نړیوالو ډونرانو لپاره هم د پاملرنې وړ موضوع ده.
دغه وزارت د کورني بېځایه شویو وګړو د ستونزو د حل لپاره په یو تګلاره کار پیل کړی. Читать дальше...
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ مېلمه مو سندرغاړی او شاعر ګوهر جان دی. ده او ملګرو يې په پېښور کې "د هنر وارثان" په نوم د هنرمندانو د يوې اتحاديې جوړولو هڅې پيل کړې دي. د ګوهر جان په خبره، په دې کار کې ورته د سيمې د نومياليو سندرغاړو، شاعرانو، د پوهنتون د استادانو او خبريالانو ملاتړ ترلاسه دی. دوی په عين وخت کې په صوابۍ کې د يوه لوی کلتوري پروګرام په جوړولو هم بوخت دي. پر دې موضوعاتو د ګوهر جان خبرې او د هغه څو سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په دې اړه د غبرګونونو له پیل وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ انتخاباتو د پایلو له اعلانه وروسته د اشرف غني پر بیا منتخب کېدو مبارکي وايي.
په مومندو کې ۵۸ سکولونه لا هم ړنګ پراته دي چې پکې یو سرکاری مډل سکول امری کور تحصیل ساپي هم شامل دی. دغه ښونځی د نورو سکولونو په څېر وسله والو د ۲۰۰۹ز کال د جنورۍ په میاشت کې په باروتو الوځولی وو. اوس په دې سکول کې ۲۵۰ ماشومان وچ ډاګ ناست زده کړې کوي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست وایي، تر هر هغه وخته چې یو منتخب او د خلکو له لوري ټاکل شوی ولسمشر په کار پیل ونهکړي، اجرائیه ریاست به لا خپل کار ته دوام ورکوي.
د هند حکومت محمد اشرف غني ته د دوهم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په انتخابېدو مبارکي ویلې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو له اعلانه وروسته د اشرف غني پر بیا منتخب کېدو مبارکي وايي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې هند د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیکو هیلو ملاتړ کوي او د دې هیواد له حکومت سره همکارۍ ته پر خپلې ژمنتیا ولاړ دی.
تر دې وړاندې پرون اروپايي اتحادیې ولسمشر... Читать дальше...
چین وايي چې پر کرونا وایروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر خورا کم شوی او ورسره هیلې پیدا شوي چې دا ساري ناروغي ممکن کنټرول شي.
د چین د روغتیا ملي کمېسیون نن پنجشنبه اعلان وکړ چې ۶۲۸ نوې قضیې یې ثبت کړي.
دا کمېسیون همداراز وايي چې ۴۵ نورې قضیې یې د چین په نورو برخو کې ثبت کړې دي.
دا په نږدې یوه میاشت کې په هوبې ولایت او په ځانګړي ډول په ووهان ښار کې تر ټولو کم شمېر قضیې دي چې ثبت کېږي.
په مجموع کې تر اوسه پورې ۲ زره ۱۱۸ تنه په کرونا وایروس مړه شوي دي.
په چین کې تر ۷۴ زره ډېر کسان په کرونا وایروس اخته شوي. Читать дальше...
د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دې ادارې د بهرني سیاست او امنیتي پالېسۍ لوی استازي، جوزف بوریل له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړي او هغه تهیې د بري مبارکي ورکړې ده.
په مقاله کې راغلي چې دواړو ولسمشر اشرف غني او اصلي سیالیې عبدالله عبدالله ځانونه بریالي اعلان کړل.
د ارمنستان مخکېنی ولسمشر سرژ سرکسیان به د فبرورۍ په ۲۵مه، محاکمه شي.
هغه تورن دی چې په پراخه کچهیې په اداري فساد کې لاس درلود.
په ارمنستان کې د ځانګړو تحقیقاتو ادارې د ډسمبر په میاشت کې پر هغه تور پورې کړ چې تر یو میلیون ډالر زیاتې پیسې يې له هغې پانګې غلا کړي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې بزګرانو ته د ډیزل تېل د سبسایډۍ لپاره ټوله شوې وه.
دې ځانګړې ادارې د سرکسیان د حکومت پنځه لوړ رتبه چارواکي هم په اداري فساد کې په لاس درلودلو تورن کړي دي.
خو ټولو تورونه رد کړي دي.
سرژ سرکسیان ویلي چې پر هغه لګېدلی تور سیاسي اړخ لري. Читать дальше...
دغه کار د کورنۍ او ټولنې لپاره کوم مشکلات جوړوي؟ او حل لارې یې څه کېدای شي؟
د ایران په قُم ښار کې دوه وګړي چې په کرونا وایروس اخته پېژندل شوي وو، مړه شوي دي.
د ایران د روغتیا وزیر، کیانوش جهانپور پرون د فبورۍ په ۲۰مه، دا خبر تأیید کړ.
خو د قُم د طبي زدهکړو د پوهنتون مشر تر دې پېښې یوه ورځ مخکې د ایران خبري اژانس مهر ته خبر ورکړی و چې دوه وګړي په کرونا وایروس اخته شوي وو.
ایراني چارواکو ویلي چې دواړو وګړو د تنفسي ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د ایران د روغتیا وزیر ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې په هغه هېواد کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې په وروستیو دوو ورځو کې ثبت شوې دي. Читать дальше...
د امریکا پوځ وایي، ایران په یمن کې د سعودي له ملاتړه برخهمن حکومت په وړاندې د جګړې په ترڅ کې د یمن حوثي یاغیانو ته پرمختللې وسلې ورکوي.
دا خبره د امریکا په مرکزي قوماندانۍ کې په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو مسؤل تورن بیل اوربان پرون په پنتاګون کې خبریالانو ته وکړه.
هغه د یو شمېر ضبط شویو وسلو تصویرونه ښکاره کړل او ویېویل چې دغه وسلې د حوثیانو لپاره له ایرانه راغلې دي.
اوربان وویل دا هغه وسلې دي چې د امریکا د سمندري ځواکونو نورماندي بېړۍ څه باندې یوه اوونۍ مخکې ضبط کړې دي. په دغو وسلو... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د دفاع وزارت، پنټاګون د پالېسۍ د برخې لوړ رتبه چارواکی، جان روډ تر دوو کلونو وروسته له خپلې دندې لیرې شوی دی.
د امریکا په سنا کې د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د استیضاح تر بحث وروسته د ټرمپ د حکومت د لوړ رتبه چارواکو د لیرې کېدو لړۍ روانه ده.
د امریکا ولسمشر پرون د فبرورۍ په ۲۰مه، پر ټویټر له جان راده مننه وکړه چې امریکا تهیې ښه خدمت وکړ.
خو بلومبرګ خبري اژانس د پټو سرچینو په حواله ویلي چې جان روډ دا باور بایللی و چې د جمهور رئيس اجنډا سمه پر مخ... Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پرون په ارګ کې وکتل.
د ارګ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو پر موافقې خبرې وشوې.
د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني او ښاغلي خلیلزاد د سولې د پروسې د مدیریت او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.
ارګ دغهراز وایي چې ښاغلي خلیلزاد په دې اړه چې د تاوتریخوالي تر کمېدو وروسته کوم ګامونه اخیستل کېږي، ولسمشر ته معلومات ورکړل. Читать дальше...
د جرمني پولیس وایي، فرانکفورت ته نږدې د هاناو په ښار کې د ډزو په دوو پېښو کې اته تنه وژل شوي دي.
تر اوسه د دغو ډزو انګېزه نهده څرګنده او امنیتي ځواکونه د هغو مشکوکو کسانو په لټه کې دي چې د پېښې له ځایه د یوه موټر په ذریعه تښتېدلي دي.
د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې وسلهوالو د دې ښار په دوو رستورانتونو کې پر خلکو ډزې کړې دي.
په دې پېښه کې څو تنه نور ټپیان شوي دي.
د جرمني بیلډ ورځپاڼې ویلي چې حمله کوونکو لومړی په دې رستورانتونو کې پر خلکو ډزې وکړې او وروستهیې د ښار په یوه واټ خلک په نښه کړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې په لغمان کې ۶ روغتیايي کلينیکونه بند و او لسګونه زره خلک له روغتیايي امکاناتو بېبرخې شوي وو.
د دې ادارې په اوونیز راپور کې چې پرون د فبرورۍ په ۲۰مه، خپور شوی لیکل شوي چې په لغمان کې د کلینیکونو د بېرته فعالولو لپاره خبرې روانې دي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۲۷مې پورې په افغانستان کې ۲۷۵ روغتیايي مرکزونه د جګړې له امله تړل شوي، لهمنځه تللي یا تخریب شوي دي.
... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي حکومتیې هیله لري چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان به د سولې لپاره په روانو هڅلو ځلو منفي اغېز نهکوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ اعلان شوې.
د روسیې د دولتي خبري اژانس، انترفکس په حواله، لاوروف پرون د فبرورۍ په ۲۰مه په مسکو کې د افغانستان د ولسي جرګې له مشر میر رحمان رحماني سره کتلي دي.
لاوروف رحماني ته ویلي: "موږ یو وار بیا جدي او تر ډېره حده له خوشبینۍ ډک معلومات ترلاسه کوو چې تمه ده بینالافغاني... Читать дальше...
دا خبره پرون د فبرورۍ په ۲۰مه د ایران دولتي رسنیو د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر، محمد جواد ظریف او د هغه هېواد د دفاع وزیر، امیر حاتمي په حواله خپره کړې ده.
د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دې ادارې د بهرني سیاست او امنیتي پالېسۍ لوی استازي، جوزف بوریل له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړي او هغه تهیې د بري مبارکي ورکړې ده.
Спорт в России и мире
Москва
В Московкой области сотрудник Росгвардии тренирует юных тхэквондистов
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Брянский путешественник Игорь Шпиленок подготовил отчет о далекой экспедиции
Путин в России и мире
Москва
Путин всё знал, но никого не предупредил: Немцы обвинили Москву в прорыве израильского Купола
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Очередные кадровые назначения объявлены в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Певица
Певица Натали Орли: как научиться правильно дышать
Москва
НАТО начало подготовку к конфликту с Россией на Крайней Севере
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net