د شمالي مقدونیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا کسانیې د پلازمېنې سکوپیې 'Skopje' د جنوب په نږدې ۹۰ کیلومترۍ کې په یوه لارۍ کې موندلي او د لارۍ ډرېور هم د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوی دی.
د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري په یوه پیغام کې چې پرونیې پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی د جزئیاتو له څرګندونو پرته یوازې دومره لیکلي دي چې د طالب بندیانو خوشې کول به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۷مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې
ارګ وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د رسمي خبرو تر پیل وروسته به د زندانیانو په اړه خبرې کیږي. سعودي عربستان نن د عمرې او سیل په هدف دغه هیواد ته د یو شمېر ورتلونکو بهرنیانو ویزې وځنډولې. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.
ښاغلی مسعود وايي، له ډېرو جنجالونو وروسته افغانانو د سولې په اړه ښه فرصت ترلاسه کړی او هېڅچا ته اجازه نهورکوي دغه فرصت له لاسه ورکړي.
د ګڼو افغان ځوانانو لپاره اوس یوټیوب په مالي منابعو بدل شوی او هره میاشت په سلګونه ډالر له دغې لارې ترلاسه کوي.
فرید الله سعادت دا راپور چمتو کړی.
وروسته له هغه چې په هرات ښار کې د یوه کس په کرونا وایروس اخته کېدل تأیيد شول، دا ولایت په بېړني وضعیت کې دی. د ښار حمامونه او ښوونيز مرکزونه تړلي او همداراز د خلکو پر راغونډېدو بندیز لګېدلی.
شاهپور صابر په دې راپور کې د هرات ښار وضعیت انځور کړی.
غږ او اېډېټ: هیلۍ اسد
غور کې په کرونا وایروس مشکوک کس ولې له روغتون څخه تېښته وکړه؟
د خوست اوسېدونکي او چارواکي وايي، ولسونه د دوی د سوکاله ژوند لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې ستايي او په یو غږ ورڅخه ملاتړ کوي.
دغې غوښتنې د کابل شهزاده سرای سیمه کې، هغه ځای چې د افغانستان د سوداګرۍ مرکز هم ویل کېږي، موجود زرګران د خپل امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.
په ایران کې چارواکو وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هغه هېواد کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن د فبرورۍ په ۲۷مه، رسنیو ته وویل چې په ایران کې د کرونا وایروس ۲۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
کرونا وایروس په ډسمبر کې د چين په ووهان ښار کې خپور شو.
له هغه راهیسې زرهاوو کسان په دې وایروس اخته شوي دي.
له چینه بهر د کرونا وایروس له امله تر ټولو زیات وګړي په ایران کې مړه شوي دي.
په ایران کې د کرونا وایروس لومړۍ پېښه د قُم په ښار کې ثبت شوه.
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو د بلوچستان د کوټې يو پېژندلی سندرغاړی شفيع ايثار دی. د ده مشرانو هم هنر کړی او جايزې يې ګټلې دي. ايثار وايي، له شاوخوا ۲۵ کلونو راهيسې سندرې وايي. دی زياتوي، نوي سندرغاړي بايد د کمپيوټر په مرسته د سندرو ثبتولو بر ځای د موسيقۍ زده کړې وکړي. د شفيع ايثار دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
اژانس د يوې مجلې په حواله ليکي پاکستان ته په دومره زيات شمېر کې د ملخانو ورتګ په تېرو شلو کالو کې تر ټولو بدترينه افت دی.
تمه ده چې د امریکا متحد ایالتونه له طالبانو سره داسې تړون لاسلیک کړي چې ورسره بین الافغاني خبرو ته لار پرانیستل شي او پایله یې په افغانستان کې سوله شي. خو دا توافق له خوشبینیو او اندیښنو سره مل دی. په دې راپور کې د دواړو لوریو نظر درسره شریکوو.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د سولې بهیر د لاپياوړي کولو لپاره له بهرنیانو سره لیده کاته او نظرونه تبادله کوي.
د جاپان حکومت د بامیان د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره ۳،۸ میلیونه ډالره مرسته کوي.
ملګرو ملتونو په بامیان کې ځیني تاریخي اثار په هغو نړیوالو فرهنګي ارزښتونو کې شامل کړي چې د لهمنځه تللو یا ویجاړېدو تر خطر لاندې دي.
د بامیان والي، محمد طاهر زهیر د ازادي راډیو خبریالې ته وویل چې د جاپان سفارت غواړي چې د بامیان تاریخي اثار له خطره ووځي.
د بامیان والي وویل چې په هغه ولایت کې د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره زیاته بودجه پهکار وه او د افغانستان حکومتیې د ورکولو توان نهدرلود.
ماه جبين قزلباش خوشاله وه چې اوس په پښتني ټولنه کې يو هنرمند ته په درنه سترګه کتل کېږي.
لوړ رتبه امریکايي چارواکو د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي ته ډاډ ورکړی چې واشنګټنیې د هېواد د خپلواکۍ او د خاورې د بشپړتیا درناوی کوي او په دې برخه کې مرستې ته متعهد دي، خو له کوسوو غواړي چې د صربیا د مالونو پر وارداتو ۱۰۰ فیصده تعرفه لیرې کړي.
هاشم تاچي په واشنګټن کې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، له تاچي سره په کتنه کې وویل چې امریکا او کوسوو ګډو ارزښتونو ته متعهد دي.
کوسوو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له صربیا خپلواکي اعلان کړه. واشنګټن له هغه راهیسې د کوسوو له کلکو ملاتړکوونکو دی.
د مشال راډیو پر ټوېټر پاڼه راسره شئ:
https://twitter.com/Mashaalradio
د مشال راډیو د انسټاګرام پر پاڼه مو تعقیب کړئ:
https://www.instagram.com/mashaalradio/
هغې د دیارلس کلنۍ په عمر سندریزې نړۍ کې ګام اېښی وو او د خپل روغ ژوند تر وروستیو یې څه نا څه ۴۳ کاله د پښتني موسیقۍ خپله ونډه ډیوه بله وساتله.
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز وایي، د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو تهیې پام دی او له دې ډلې سره د سولې د یوه تړون د لاسلیک کېدو پلوي کوي.
جنرال مارک میلي چې پرونیې د امریکا د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې خبرې کولې، وویل دی په دې چې طالبان څومره وړتیا لري پوه دی، خو بیا هم ورسره د سولې د یوه تړون د لاسلیک کېدو ملاتړ کوي.
خو جنرال میلي دا هم وویل چې دی به هېڅکله د دې ملاتړ ونهکړي چې ورسره استخباراتي معلومات شریک شي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره یوې هوکړې... Читать дальше...
شمالي مقدونیې او ګرجستان پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، د کرونا وایروس د ثبت خبر ورکړ.
د شمالي مقدونیې حکومت پرون وویل چې یوه ښځه چې يوه میاشتیې په ایټالیا کې تېره کړې په دې وایروس اخته پېژندل شوې ده.
د اروپا د نورو هېوادونو په پرتله په ايټالیا کې ډېر خلک په کرونا وایروس اخته شوي دي.
تر دې یوه ورځ وړاندې د کروېشیا حکومت وویل چې هلته هم یو وګړی په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی دی.
د ګرجستان حکومت هم پرون وویل چې یو وګړی چې له ایرانه ورستون شوی و په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی دی.
د ګرجستان حکومت... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو نوی فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس بهیې د فبرورۍ ۲۶مه نېټه، هغه ورځ چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسیې په زوره د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه، په ځانګړو مراسمو یادېږي.
د اوکراین د ولسمشر د فرمان له مخې د فبرورۍ ۲۶مه، د روسیې لهخوا د کریمیا او سویستوپول د اشغال په وړاندې د اوکراین د خلکو د مقاومت ورځ بلل شوې ده.
په هغه ورځ د کریمیا په مرکز سویستوپول کې د روسیې د لاسوهنې پر ضد تر ټولو لویه مظاهره وشوه.
د روسیې دا کار د نړۍ ۱۰۰ هېوادونو غیر مشروع بللی دی. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو په عراق کې د ایران ملاتړې د کتائب حزبالله ډلې مشر د یوه نړیوال ترورېست په توګه ونوماوه.
دغې ډلې په دې وروستیو کې په عراق کې دېره پر امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو د یو شمېر حملو مسؤلیت اخیستی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې متحده ایالات د دغې ډلې د وسلهوالې څانګې مشر احمد الحمیداوي د ځانګړو نړیوالو ترورېستانو په فهرست کې شامل کړ.
د دغه اقدام له مخې په امریکا کې د هغه شتمني، که وي، کنګل کېږي او ورسره مالي راکړه ورکړه جرم ګڼل کېږي.
د کتائب حزبالله ډله په ۲۰۰۹ م کال یوه ترورېستي ډله نومول شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره "اوچا" وايي چې له ایران سره د غربي ولایتونو تګ راتګ په دې هېواد د کرونا وایروس د خپرېدو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، خپره شوې لیکل شوي چې په افغانستان کې یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو ۱۰ وګړي تر دې شک لاندې دي چې کرونا وایروس لري.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په افغانستان کې اوسمهال ۷۰۹ چپرکټونه په کرونا وایروس د اخته کسانو د قرنطین لپاره شته او د روغتیا نړیوال سازمان نږدې ۵ لکه خبرپاڼې خلکو ته د معلوماتو ورکولو لپاره چاپ کړې دي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова обыграла Шнайдер на старте грунтового турнира WTA 1000 в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
При каких обстоятельствах может затопить Петербург и Москву? Отвечает гидролог
Путин в России и мире
Москва
Строители мостов и дорог удостоены государственных наград
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Песня
Вывод Песни, Альбома, Клипа в ТОП Музыкальных Чартов – iTunes, Apple Music, Youtube Music, Яндекс.Музыка, ВК и Boom, Spotify.
Москва
Проблематика сегмента верхней одежды - фокус внимания 27-ой Международной выставки зимней моды «LeShow Москва» в ЦВК “Экспоцентр”
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net