امریکایي ځواکونه به له افغانستانه ووځي؟ د دې ترڅنګ مو دلته په چین کې د ایسار شویو افغانانو له حاله خبرو. دا به هم وګورئ چې ایران یو تن د CIA د جاسوسي په تور په اعدام محکوم کړ. داسې موټر به هم وګورئ چې په اوبو کې ګرځي.
رسمي ارقام ښيي چې هرکال نژدې ۱۳ زره کسان په افغانستان کې په سرطان د اخته کېدو له کبله مري. د دې یو علت د علاج د پرمختللو لارو چارو نشتوالی دی. په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او نورو بېوزلو هېوادونو ته اوس اوس تازه خبرداری ورکړی. په دې اړه نور جزییات په دې ویډیويي راپور کې کتلای شئ
اسلام اباد های کورټ د فبرورۍ پر درېمه د بشري حقونو د ۲۳ فعالانو خوشېکولو امر ورکړ. دوی د اسلام اباد انتظامیې د ایین سرغړونې په تور نیولي ول او پرضد يې د بغاوت مقدمې کښلې وې. ایا د حق لپاره اواز اوچتول بغاوت دی؟ د کرښې پر غاړه کې بحث پرې کوو. کوربه شاهین بونېری دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
په دغه لیک کې راغلي چې یو شمېر رسنۍ په افغانستان کې د اطلاعاتو په برخه کې ناوړه وضعیت لري او په دې تړاو ورسره د دولت غولوونکی چلند، په یوه عادي امر بدل شوی دی.
ټاکل شوې نن (سه شنبې) د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د دې هیواد د کانګرس دواړو جرګو ته کلنۍ وینا وکړي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې په وروستیو څلورو میاشتو کې ۱۵۰ وسلهوال طالبان په جګړه کې وژل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند محبالله محب نن د فبرورۍ ۴مه، په فراه کې خبریالانو ته وویل چې عملیات د افغانستان د امنیتي ځواکونو او نړیوالو قواوو ترمنځ د همغږۍ پر اساس شوي دي.
ښاغلي محب وویل، هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۳۰ وسلهوال وژل شوي او تر ۳۰ زیات د جګړې له ډګره ایستل شوي دي.
د وسلهوالو طالبانو سرچنیو تر اوسه په فراه کې د چارواکو د دې ادعا په اړه خبرې نهدي کړي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید عالمي بلخي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په ژمي کې یې له نږدې ۵۰ زره بېځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې ده.
بلخي وویل چې هرې کورنۍ ته په ژمي کې ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوي او دا لړۍ به جاري وي.
سید عالمي بلخي زیاتوي: "هدف له ۹۵ زره کورنیو سره چې مرستو ته اړتیا لري، کمک دی او تر اوسه ۴۷ زره کورنیو ته مرسته شوې ده او هڅه کوو چې ټولو تهیې وروسو."
د افغانستان حکومت ویلي چې ۶۰ زره کسان د جګړې او فقر له امله بېځایه شوي دي.
چچنی بلاګر عمران علیف چې د چچنیا پر مشر رمضان قدریوفیې نیوکې کولې د فرانسې په یوه هوټل کې مړ موندل شوی دی.
رمضان قدیروف په چچنیا کې د کرملېن لهخوا ټاکل شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس پرون د فبرورۍ ۳مه، ناوخته وویل چې ۴۴ کلن عمران علیف څو واره په چړې وهل شوی دی.
هغه په بلجیم کې ژوند کاوه، خو د جنورۍ په ۲۹مه له یوه بل سړي سره چې هغه هم چچنی و، فرانسې ته تللی و.
د هغه مړی د جنورۍ په ۳۰مه د فرانسې په لیلي ښار کې په یوه هوټل کې پیدا شوی دی.
ټاکل شوې وه چې د امریکا د متحده ایالاتو په ایوا ایالت کې د ډیموکرات ګوند پلویان په ستره غونډه کې له هغه ایالته د ۴۱ ایالتي استازو د کاندیدۍ په اړه پرېکړه وکړي، خو د کیفیت د څارنې او د راپور جوړولو لپاره د نویو اصولو له امله ځنډېدلې ده.
ډیموکرات ګوند ویلي چې دا ستره غونډه چې باید نن او سبا شوې وای، په کمپیوټري سیستم کې د مداخلې یا د هک کېدو له امله نهده ځنډېدلې.
په ایوا کې د ډیموکرات ګوند استازو پرون په تر ۱۶۰۰ زیاتو سیمو کې غونډې وکړې او دا بیانيې خپور کړی دی.
په ایوا کې به پر دې پرېکړه کېږي... Читать дальше...
د ترکمنستان مستبد مشر قربانقلي بردي محمدوف حکم کړی چې یو نوی ښار جوړ شي او د جوړولو لپارهیې ۱،۵ میلیارده ډالر جلا کړي دي.
په دې پیسو به له بهرنیو هېوادونو د نوي ښار د جوړولو لپاره وسایل اخیستل کېږي.
د ترکمنستان دولتي رسنیو پرون د فبرورۍ ۳مه، وویل چې ولسمشر بردي محمدوف د نوي ښار د جوړولو لپاره د بودجې د برابرولو فرمان لاسلیک کړی دی.
د نوي ښار لپاره نوم نهدی غوره شوی، خو په هغه سیمه کې جوړېږي چې د روان میلادي کال په دوبي کې د بردي محمدوف زوی، سردار بردي محمدوف والي وټاکل شو.
سردار بردي محمدوف ۳۸ کلن دی. Читать дальше...
په ګرجستان کې د اپوزېسیون پلویانو پلان درلود چې نن د فبرورۍ ۴مه، د هغه هېواد په پلازمېنه، تبلیسي کې لاریون وکړي، خو په یوه مرکزي سیمه کې د اور لګېدو له املهیې وځنډوله.
د تبلیسي ښار په بغداتي سیمه کې د اور لګېدو له کبله شپږ تنه مړه شوي چې څلور یې ماشومان او دوه ښځې دي.
د اروپايي ګرجستان ګوند مخکې ویلي و چې نن به د هغه هېواد د پارلمان د ودانۍ مخې ته لاریون کوي، خو ننیې اعلان وکړ چې لاریون وځنډول شو.
په دې راپور کې ۲۰۱۹ میلادي کال یو له خونړیو هغو بلل شوی چې په لومړیو ۹ میاشتو کې یې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره نسبت ۲۰۱۸ میلادي کال ته ډېره لوړه ده.
دوی وايي، د درملنې په نوم د دغو ډاکترانو د اقداماتو له امله ان یو شمېر کسان مړه شوي هم دي. د غزني ولایت ګېلان ولسوالۍ اوسېدونکی راز محمد خپلواک وايي، د څو داسې پېښو شاهد پاتې شوی.
د کابل په افغان-جاپان روغتون کې د "کرونا ویروس" د احتمالي پېښو د کنټرول لپاره ځانګړې څانګه پرانیستل شوه.
که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس کومه پېښه نهده ثبت شوې، خو د احتمالي پېښو د کنټرول لپاره تدابیر نیول شوي دي.
دغه وزارت د سې شنبه په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۵» د کابل په افغان-جاپان روغتون کې د دغه ویروس د احتمالي پېښو د کنټرول لپاره یو ۱۰۰ بستریزه څانګه پرانیستله.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ د دغه څانګې... Читать дальше...
د بدمېنتون د فجر لسیزې ۲۹ پړاو نړیوالې سیالۍ نن د ایران په شېراز ښار کې پیلېږي.
د افغانستان د بدمېنتون فدراسیون رئیسه مستوره ارزو وايي چې په دغو سیالیو کې د ګډون په هدف درې افغان لوبغاړي ایران ته تللي.
اغلې ارزو زیاته کړه چې د بدمېنتون په سیالۍ کې د ۲۰ هېوادونو ورزشکاران ګډون لري او د روانې فبرورۍ میاشتې تر ۸مه به دوام وکړي.
دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ.
د ایران قضا نن د فبرورۍ ۴مه یو وګړی د امریکا د استخباراتو ادارې (سياياې) ته د جاسوسۍ په جرم په اعدام محکوم شوی او دوه تنه په زندان محکومېږي.
د ایران د سترې محکمې ویاند غلام حسین اسماعیلي دا خبر تأیید کړی دی.
د ایران سترې محکمې حکم کړی چې "امیر رحیمپور" له دې کبله چې هڅهیې کوله چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه معلومات امریکا ته ورکړي، اعدام شي.
غلام حسین اسماعیلي ویلي چې پر "امیر رحیمپور" شوی حکم به په نږدې وخت کې عملي شي.
هغه ویلي چې دوه نور وګړي په دې جرم چې د ایران د ملي ګټو خلاف کار... Читать дальше...
هرات کې د میرعلي کلی ولې د کونډو په کلي مشهور شوی دی؟
شاپور صابر د دغه کلي په اړه راپور جوړ کړی چې لېمه هادي یې وړاندې کوي:
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، ۲۰۱۹ میلادي کال په افغانستان کې د ملکي خلکو لپاره د نورو کلونو په پرتله ډېر خونړی کال و.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون، نن خپل کلنی راپور خپور کړ او ویېویل چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې تر ۱۰ زره زیات ملکي افغانان وژل شوي او زخمي شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د تشدد اندازه کمه شوې وه.
د بشر حقونو خپلواک کمېسون په وینا، په افغانستان کې تېر کال ملکي خلکو ته ډېر تاوان د وسلهوالو طالبانو په حملو کې رسېدلی دی. Читать дальше...
د فرورۍ په درېيمه د پېسو نړيوال صندوق (IMF) يو پلاوی اسلام اباد ته تللی چې د دې مياشتې تر ۱۴مې پورې به هلته وي او د پاکستان هغه کارونه به ارزوي چې د دوی د قرض په بدل کې يې کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چین ته د جلغوزیو صادرات تر یو وخته پورې درول شوي دي.
د دغې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، هغه هوايي شرکتونه چې چین ته د افغانستان صادرات لېږدوي، د کرونا ویروس د خپراوي له املهیې خپل پروازونه ځنډولي دي.
هغه زیاته کړه: "د ترکش الوتکو چې زموږ هوايي کارګو انتقالوله، ویلي چې خپل پروازونهیې ځنډولي دي، زموږ زیات هوايي صادرات د ترکش ایر په وسیله ترسره کېږي."
ښاغلی نوید زیاتوي، د اړتیا په صورت کې سوداګر کولای شي چې چین ته د ځمکنیو دهلېزونو له لارې صادرات وکړي. Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې ۱۰۱ واړه کانونهیې داوطلبۍ ته سپارلي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ازادي راډیو ته وویل چې په دغو کانونو کې د شګې، جغل، تعمیراتي او ودانیزو توکو کانونه شامل دي.
هغه زیاته کړه: "زموږ هدف دا دی چې څو وکولای شو هغه ظرفیت چې د ودانیزو توکو برخه کې لرو، په ښه توګه ورنه استفاده وشي او خلکو ته هم د کار زمینه چمتو کړو."
نوموړي دغهشان زیاته کړه، د ودانیزو توکو ۵ جوازه صادر شوي، د ۱۸ سیمو ارزونې بشپړې شوي او جواز یې صادردېدو ته چمتو دی.
د ښاغلي... Читать дальше...
د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې د قوماندان قاسم سلېماني له وژلو وروسته ایران هڅه کوي چې هغه یو ملي اتل معرفي او لاسته راوړنې یې وستایي.
د افغانستان د نفتو تر ټولو لویې تثبیت شوې زېرمې د هېواد په شمالي ولایت سرپل کې موقعیت لري.
د افغانستان ۳۰ رسنیو په یوه سرخلاصي لیک کې د حکومت له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودیت په اړه اعتراض وکړ.
په دې لیک کې دغو رسنیو اطلاعاتو ته د لاسرسي د وضعیت له بدتر کېدو اندېښنه شودلې او ویلي دي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې شاتګ درلود.
په لیک کې راغلي: "سره له دې چې افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو له خطرناکو هېوادونو دی، د افغانستان رسنۍ په سیمه کې له ازادو رسنیو وې، خو اطلاعاتو ته د لاسرسي په وړاندې ننګونې دغه لاسته راوړنې له خطر سره مخ کوي."
دغو رسنیو په خپل... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Баскетболист ЦСКА Хэнлан назвал Москву лучшим местом для жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Кудерметова выиграла турнир WTA в Штутгарте в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
В Кабардино-Балкарии стартует крупнейшая экологическая акция «Вода России»
Путин в России и мире
Москва
МИД РФ иронично прокомментировал высказывание Шольца о Путине и Канте
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Священнику, отпевавшего Навального, запретили носить рясу и крест
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Моргенштерн
Моргенштерну* не нужны деньги? Рэпер рассказал о своем отношении к богатству
Москва
Экс-зампредседателя правительства Подмосковья задержали за миллионные взятки. Происшествия в Московской области сегодня. Московская область происшествия. Московская область происшествия сегодня. Подмосквье происшествия сегодня. Происшествия в Подмосковье сегодня
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net