123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2020

Новости за 02.02.2020

د ارمان لوڼي تلين: په بېلا بېلو ښارونو کې غونډې

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ پر دويمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ محمد ابراهيم ارمان لوڼي لومړی تلين ولمانځل شو. د پاکستان او افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې غونډې جوړې شوې. ارمان لوڼی په ۲۰۱۹م کال کې په همدې ورځ په لورالايي (بوري) کې وژل شوی وو. پښتون تحفظ موومېنټ او عيني شاهدان ادعا کوي چې پوليسو هغه په وهلو وهلو وواژه خو حکومت دا تور ردوي.

ماشومتوب او د ۳۰ کسانو سرپرستي

Pa.azadiradio.com 

دولس کلن احمد ضیا ته د کورنۍ د نږدې ۳۰ غړو سرپرستي ور په غاړه ده. دی مجبور دی چې هره ورځ ښوونځي ته د تګ په ځای د فیروز کوه غره سر ته افغان سرتېرو ته د میاشتې څلور زره افغانیو په بدل کې اوبه یوسي. منصور خسرو راپور جوړ کړی چې فریدالله سعادت یې وړاندې کوي:



کندهار کې د شترمرغ فارم جوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د دې فارم څښتن وايي، پالل شوي شترمرغان يې د کندهار ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم لېږلي. د کندهار د کرنې رياست د شترمرغ روزنه د اقتصاد له اړخه ګټوره بولي او وایي، چې د لا پراختیا لپاره یې پر يوې نوې پروژه کار کوي. صادق رښتینی دغه فارم ته ورغلی او په اړه یې ویډیويي راپور جوړ کړی: ایډيت: هیلۍ اسد

تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۰۰۰ قضیې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۷ زرو زیاتې قضیې ثبت شوي دي. که څه هم په افغانستان له څو کلونو راهیسې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ډېری پروګرامونه پلي شوي او د حقونو په اړه یې خلکو ته عامه پوهای ورکړل شوي خو لا د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالي د اندیښنې وړ بلل کیږي. د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۷۰۴۱ قضیې ثبت شوي چې ۵۱ یې جدي پیښې دي. د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د یکشنبې په... Читать дальше...

د التعاون او پرسپولیس فوټبال لوبډلو ترمنځ د سیالۍ لوبغالی معلوم شو

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د التعاون کلپ په رسمي توګه اعلان کړی، چې په الکویټ لوبغاړی کې د ایران پرسپولیس لوبډلې سره د لوبې کوربه توب ته چمتوالی لري.  دغه لوبو د اسیا د نوي فصل د اتلولیو لیګ د سیالیو په لړ کې ترسره کېږي. دې ته په پام سره چې ایران او سعودي عربستان استازو په یو بې طرف ځمکه ولیدل او سعودي عربستان له پرسپولس سره کوربتوب انتخاب کړ.

مزار کې د سوک وهنې تمریناتي کمپ فعالیت پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

په مزارشریف ښار کې د سوک وهنې یا بوکسېنګ تر ټولو لوی تمریناتي کمپ تېره ورځ په رسمي توګه فعالیت پيل کړ. د بلخ د بوکسېنګ فدارسیون رئیس اسدالله ارسلان نن ازاډي راډيو ته وویل، دغه کمپ چې په یو ساعت کې د سلو ورزشکارانو د تمرین کولو ګنجایش لري، بلخي ځوانانو ته رشد او پرمختګ لپاره جوړ شوی. ښاغلی ارسلان زیاتوي، چې دغه کمپ یوازې د نارینو په برخه کې فعالیت کوي. اسدالله ارسلان وايي، په راتلونکي کې په پام کې لري، چې په دغه کمپ کې ښځینه ورزشکارانو ته هم د تمرین زمینه برابره کړي.



غزني کې د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

په غزني ولایت کې د سنوکر د غوره څېرو د پېژندنې لپاره سیالۍ پیل شوي. د افغانستان د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده نن ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ تېره ورځ پيل شوي، چې د دغه ولایت د اتو کلپونو ۴۰ لوبغاړو به په خپلو کې سیالۍ وکړي. د ښاغلي قاري زاده په خبره دغه سیالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي او د غزني د سنوکر منتخب ټیم لپاره به په کې درې غوره څېرې انتخاب شي.

پاکستان ته د افغانستان د سکي لوبډلې سفر

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سکي ملي لوبډله د سکي په امتیازي څلورم پړاو سیالیو کې د ګډون په هدف پاکستان ته روان شوه. د افغانستان د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دوو ښځینه لوبغاړو په ګډون شپږ افغان ورزشکاران به د ۱۲ هېوادونو په سیالیو کې چې د پاکستان په سوات ښار کې جوړیږي ګډون وکړي. ښاغلي قاری زاده زیاتوي، چې دغه لوبې د فبروري د میاشتې په ۲ نېټه پیلېږي او تر ۱۱ نېټې به دوام وکړي.

چارواکي: طالبانو لغمان کې قومي مشر وژلی

Pa.azadiradio.com 

د لغمان په مرکز مهترلام کې یو قومي مشر له دوو نورو کسانو سره ووژل شو. د لغمان د امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع الله وویل چې نن سهار وسله والو طالبانو یو ځایي قومي مشر ګل خان او دو نور کسان چې یو تن یې زده کوونکی و، په وسله وال برید کې ووژل. د ځایي خلکو په وینا په دې برید کې قومي مشر ګل خان او یو بل کس ځای پرځای ووژل شول او بل کس د سختو ټپونو له امله چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون د انتقال په حال کې و، په لاره کې ساه ورکړه. وسله والو طالبانو په دې رسنیو ته څه نه دي ویلي دا په داسې حال کې ده چې دوه... Читать дальше...

تېره میلادي میاشت ملکي تلفاتو اندېښنې رامنځته کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ۲۰۲۰ میلادي کال د لومړۍ میاشتې ملکي تلفاتو اندېښمن کړي.  د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په داسې حال کې چې د تیر ۲۰۱۹ میلادي کال په وروستیو درېو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د پام وړ راکمه شوې وه خو د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړۍ میاشت کې ملکي کسانو ته مرک ژوبله د ژورې اندېښنې وړ ده. د دې کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د یک شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل. هغه زیاته کړه: "د تیر میلادي کال په ورستیو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه... Читать дальше...

غني: ترکمنستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاتېږي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې له ترکمنستان سره د ترانزیت او سوداګریزه راکړه ورکړه زیاتیږي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر دا موضوع د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په کتنه کې وکړې. افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، ټاپي یوازې د ګازو نل لیکه نه، بلکې افغانستان او سیمې ته لوی اقتصادي دهلیز دی، دا هغه پروژه او طلایي فرصت دی چې سیمې ته به اقتصادي او پراختیايي بدلونونه، پرمختګونه او فرصتونه راوړي. ښاغلي غني زیاته کړه:  "موږ غواړو له ترکمنستان سره د ټرانزیټ... Читать дальше...

د صنعتي پارکونو ټولنه د فابریکو لپاره ځمکه غواړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل د پلچرخي د صنعتي پارکونو ټولنه، له ولسمشر غواړي چې فابریکو ته ځمکه ورکړي. د دغې ټولنې مرستیال نجیب الله صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا مهال په یو جریب ځمکه کې څلور فابریکې فعالیت لري. هغه زیاته کړه: "په یو جریب ځمکه کې څلور فابریکې فعالیت لري، له ولسمشر نه غوښتنه کوو، چې د فابریکو چار چاپېره ځمکې فابریکو ته ورکړي." نوموړی وايي، چې یو شمېر فابریکې دا مهال په کرایه ځمکو او ودانیو کې فعالیت لري. د ښاغلي صدیقي په خبره د پلچرخي د صنعتي پارکونو په ټولنه کې شاه خوا ۳۷۰ فابریکې فعالیت لري، چې له دې شمېر څخه ۲۵۰ یې خپلې ځمکې نه لري.

ارګ: د ترکمنستان په همکارۍ د ګازو پروسس اسانتیاوې رامنځته کېږي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان به د ترکمنستان په همکارۍ په هرات ولایت کې د ګازو د پروسس اسانتیاوې رامنځته کړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په ویبپاڼه کې د خپاره شوي راپور له مخې دا څرګندونې افغان ولسمشر د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په کتنه کې وکړې. افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې ټاپي یوازې د ګازو نل لیکه نه، بلکې افغانستان او سیمې ته لوی اقتصادي دهلېز دی، دا هغه پروژه او طلایي فرصت دی چې سیمې ته به اقتصادي او انکشافي بدلونونه، پرمختګونه او فرصتونه راوړي. ښاغلي غني زیاته کړه، موږ غواړو له ترکمنستان سره... Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Рахманинов

Скульптура Сергея Рахманинова украсит музыкальную школу в Кисловодске





Персональные новости
Владимир Путин

Умер пермский художник, нарисовавший президента Путина с мячом





پومپیو قزاقستان ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د پخواني شوروي اتحاد څلورو هېوادونو ته د سفر په لړ کې د قزاقستان پلازمېنې نورسلطان ته ورسېد. قزاق چارواکي وايي پومپیو پرون ناوخته نورسلطان ته ورسېد او ټاکل شوې ده چې نن د قزاقستان له ولسمشر قاسم ژومارت توقایف او بهرنیو چارو وزیر مختار تیلي بیردي سره وویني. ښاغلی پومپیو تر دې مخکې اوکراین او بیلاروس ته تللی و، او ټاکل شوې ده چې نن ماښام ازبکستان ته لاړ شي. پومپیو په داسې حال کې د دغو هېوادونو له مشرانو سره د متحدو ایالاتونو ملاتړ څرګندوي چې په سیمه کې... Читать дальше...

د کابل پخوانی امنیې قومندان ټپي شوی

Pa.azadiradio.com 

د کابل پخوانی امنیې قوماندان محمد داوود امیني تېره شپه د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شو. د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي، ښاغلی امین تېره شپه شاوخوا ۸ بجې په شاه شهید مېنه کې خپل کور ته روان و ، چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې. د رحیمي په وینا د کابل د پخواني امنیه قوماندان پښه ټپي شوې ده. تر اوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.

جاپان د منځني ختیځ اوبو ته جنګي بېړۍ استولې

Pa.azadiradio.com 

جاپان په منځني ختیځ کې د اوبو په حیاتي خو کړکېچنو لارو د تېلو له خوندي تېرېدو سره د مرستې لپاره سیمې ته یوه جنګي بېړۍ واستوله. د جاپان هیليکوپټر ویجاړونکې تاکانامي بېړۍ نن (یکشنبه) توکیو ته نژدې له بندره روانه شوه څو په عمان خلیج کې د سوداګري مالونو او تېلو د بېړیو ساتنه وکړي. د هغو تېلو، چې جاپان یې واردوي، په سلو کې ۹۰ له دې لارې تېرېږي. چارواکي وايي، دا بېړۍ او ۲۰۰ عمله به یې د دوو الوتکو په وسیله هغه بېړۍ بدرګه کوي چې د جاپان بندرونو ته ځي.

ایران فضا ته سپوږمکۍ استوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د فضايي چارو ملي اداره وايي، په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې د علمي څېړنو لپاره یوه سپوږمکۍ فضا ته واستوي. د دې ادارې رئيس مرتضی بیراري پرون فرانس پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل د ظفر په نوم سپوږمکۍ به چې ۱۱۳ کیلو وزن لري د سیمرغ راکټ په وسیله تر مځکې ۵۳۰ کیلومتره لوړه واستول شي. ده د سپوږمکۍ د توغولو دقیقه نېټه ونه ښوده. د بیراري تر څرګندونو  ۵ ورځې وړاندې د سپوږمکۍ په وسیله په اخیستل شویو تصویرونو کې ښکاره شوه چې ایران فضا ته د سپوږمکۍ د لېږلو لپاره تیاري نیسي. تر دې وړاندې د ایران ۳ هڅې ناکامې شوي دي.

Спорт в России и мире
Москва

GeekVape в сотрудничестве с Absolute Racing выиграла чемпионат в категории GT3


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Россиянка покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Москве прошла эковыставка Hydrate The World





Путин в России и мире
Москва

Мособлдума выступила за присвоение Красноармейску высокого звания


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Коммерсантъ

Атомная взятка потребовала ареста // Топ-менеджер «Росатома» Геннадий Сахаров отправлен в СИЗО на два месяца



Москва

Школьникам Солнечногорска напомнили о безопасном поведении при пожарах и на льду

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net