له وايرس وهلي چين څخه پاکستان ته پروازونه پېل شول
پاکستان ته له کورونا وايرس ځپلي چين څخه د پروازونو بيا پېدلېدو په لړ کې د فرورۍ په درېيمه له ارومچي او بيجينګ څخه ۱۳۰ پاکستاني او ۱۲ چيني وګړي په دوو پروازونو کې اسلام اباد ته ورسېدل.
پاکستان ته له کورونا وايرس ځپلي چين څخه د پروازونو بيا پېدلېدو په لړ کې د فرورۍ په درېيمه له ارومچي او بيجينګ څخه ۱۳۰ پاکستاني او ۱۲ چيني وګړي په دوو پروازونو کې اسلام اباد ته ورسېدل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو تر اوسه نه ده ثابته کړې چې تاوتریخوالی دې یې کم کړی وي. پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن دوهم ځل محکمې ته وړاندي شو. چین وايي امریکا د کورونا ویروس په مخنیوي کې د پام وړ مرسته نه ده کړې.
د ورکو بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکی ماما عبدالقدیر بلوڅ وايي ، د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې ته دړکې ورکوي چې که یې د ورکو بلوڅانو له مسلې لاس وانخیست نو سختې نتیجې به یې وویني.
دا د منځنۍ اسیا هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو جوړ یو سازمان دی چې نننۍ غونډهیې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ده.
د انګور د ساتلو ځانګړی خاورین لوښی کنګینه نومېږي او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کارول کېږي. په دې لوښي کې د اوړي پرمهال انګور ساتل کېږي او په ژمي کې بیا پلور ته وړاندې کېږي. امېد نبي زاده پرې راپور جوړ کړی چې هیلۍ اسد یې وړاندې کوي:
په چین کې د یوه افغان محصل کورنۍ وايي افغانستان ته د هغه د لېږد یا نه لېږد په اړه، اندیښنې لري.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د هغې ویډیو په اړه یې څېړنې پیل کړي چې ښيي په غور ولایت کې یوه ښځه سنګسار کېږي. د دې کمېسیون غړی او ویاند شکر الله مشکور وايي، تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې دا ویډیو په غور ولایت کې د یوې ښځې د سنګسار له نوې پېښې شوې او که د وړاندې کومې ورته پېښې ده. د ښاغلي مشکور له قوله، دوی د دې پېښې د کره کولو لپاره یو ټیم ګمارلی چې معلومه کړي، څو دا ویډیو څومره کره ده. هغه زیاته کړه: "په دې اړه زموږ ټیم څېړنه کوي، ځکه دا په هغه سیمه کې شوې چې یو شمېر امنیتي... Читать дальше...
پکتیکاوالو وروسته له هغه لاریون وکړ، چې تېر ماسخوتن ښار ته په درې کیلومتری کې د ښرنې دوه دوکاندران ووژل شول، درېم ټپي شو، خو عاملین يې وتښتیدل.
په کونړ کې د ملي اردو مسؤلین وايي، وټهپور ولسوالۍ کې يې څلورو داعش وسلهوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپهيې د وټهپور ولسوالۍ اړوند د مناګي برښنا بند سره په نږدې ساحو کې عملیات کړي چې پهکې يې ۳ داعش پورې تړلي وسلهوال وژلي او یو يې ټپي کړی دی. جنرال ساپی وايي، دغو وسلهوالو غوښتل چې د مناګي نوی جوړ شوی د برښنا سټېشن ویجاړ کړي. تر اوسه داعش "د اسلامې دولت وسلهوالې ډلې" په دې اړه څه نهدي ویلي.
په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو د لړۍ له پیل وروسته، اجرائیه ریاست په یوه رسمي حکم کې د دې بهیر د درېدو غوښتنه کړې.
د رڼو انتخاباتو بنسټ ټيفا د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې پر انتخاباتي کمېسیونونو انتقاد وکړ چې په پرله پسې ډول یې انتخاباتي مهالویش، د انتخاباتو قانون، لوایح او طرزالعملونه نقض کړي دي.
که څه هم په افغانستان کې د سولې راتلل د ټولو ښکېلو لورو اصلي هیله ده، خو سولې ته د رسېدو لپاره لیدلوري متفاوت دي.
دا د منځنۍ اسیا هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو جوړ یو سازمان دی چې نننۍ غونډهیې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ده.
دغهشان به د شطرنج د سیالیو په اړه هم معلومات په همدې خپرونه کې واورئ.
په کابل کې د سیاسي ګوندونو د همغږۍ شورا د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان یادوي. دغې شورا د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۴» په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ، د جګړې له ښکېلو خواو څخه د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه وکړه. د دې شورا غړي مقصود حسنزاده وویل: "طالبان دي چې د ملکي تلفاتو کچهیې لوړه کړې، طالبان د ملکي خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه کار اخلي، طالبان دي چې ملکي کسان وژني او دا طالبان دي چې پر ملکي کسانو بریدونه کوي." ښاغلی حسنزاده... Читать дальше...
دغه فعالان هغه مهال ونيول شول چې د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د نيولو پرضد د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته مظاهره کوله.
هند د چابهار بندر لپاره ځانکړې کړې بودجه د تېر کال په پرتله دوه برابره کړې ده. د هند چاپ پرېنټ خپرونې د معلوماتو پر بنسټ د هند بهرنیو چارو وزارت له لوري په اعلان شوې بودجه کې ۱۰۰ کروړه هندي روپۍ چې (۱۴ میلیونه او ۱۰ زره ډالر) کېږي د ایران د چابهار بندر د پراخوالي لپاره په پام کې نیول شوې دي. په ۲۰۱۹-۲۰۱۸ کال د هند دولت په بودجه کې د چابهار بندر مالي ملاتړ ونهشو، خو تېر کال دغه هېواد ۴۵۰ میلیونه هندي روپۍ د دغه پروژې لپاره ځانګړې کړې. له چین او پاکستان سره د اختلافاتو له امله هند پرېکړه وکړه... Читать дальше...
د فبرورۍ پر دویمه، په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلویانو د خپل یوه مخکښ مشر محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې لومړی تلین لمانځلی. د غورځنګ مشرانو همداراز غوښتنه وکړه چې ریاست دې منظور پښتین خوشې کړي. دوی په ویناګانو کې وویل چې ارمان لوڼی نشته خو فکر او نظریه یې باید ژوندي وساتل شي. فعالانو د لوڼي په یاد شمعې بلې کړې. ویډیويي رپورټ.
د ليکنې په پيل کې راغلي زلمی خليلزاد چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د امريکايي هيئت مشري کوي، د شنبې په ورځ له ولسمشر غني سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.
په څېرې پروګرام کې دا ځل ملالۍ بشیر له مینه نیکمل سره خبرې کړي. بشپړه پروګرام دلته وګورئ.
د زرغون صنعتي ښارګوټي مسؤلانو نن په کابل څو نوې جوړې شوې فابریکې پرانیستې. د دې ښارګوټي رئیس محسن امیري ازادي راډیو ته وویل، دا فابریکې به په بېلابېلو برخو کې فعالیت وکړي. هغه زیاته کړه: "نن ورځ څلور فابریکې په عملي ډول خپل کار پیلوي او دا فابریکې د برښنا د پایو جوړولو، د بطريو تېزابو او د خوراکي توکو د تولیداتو په برخه کې دي." دی زیاتوي، په زرغون صنعتي ښارګوټي کې نږدې ۱۵۰۰ فابریکې طرحه او ډیزاین شوي چې له ډلې یې ۳۰۰ هغو ته ځمکه وېشل شوې او ۲۵ پهکې عملاً فعالې دي. ښاغلي اميري دا هم وویل... Читать дальше...
د کونړ د سید جمالالدین افغان په پوهنتون کې د محصلینو لپاره په شپږو پوړونو کې د څه د پاسه ۱۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لیليې ودانۍ جوړېږي. د سید جمالالدین افغان پوهنتون چې د کونړ په مرکز اسعداباد کې موقعیت لري، ګڼ محصلینیې په کرایي خونو کې اوسېږي. د کونړ مرستیال والي ډاکتر ګل محمد بیدار د نوې جوړیدونکې ودانۍ د ځانګړتیاوو او پرې د کېدونکي لګښت په اړه د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د پوهنتون لیلیې چارې له ۵۰ سلنه زیاتې بشپړې شوي، د لیليې دننه به جومات او روغتیايي مرکز هم وي، د سپورټ لپاره... Читать дальше...
ډېری دغه بېځایه شوي وايي، د کور د کرایې ورکولو توان هم نهلري په داسې حال کې چې په خپلو اصلي سیمو کې د پراخو جایدادونو، ځمکو او باغونو خاوندان دي.
د لندن پولیسو پرون هغه بریدګر چې د چړو په ګوازونو یې درې کسان ژوبل کړي وو په ډزو وواژه. د یوه ژوبل شوي کس وضعه ښه نهده. یوه عیني شاهد ویلي یو سړی یې ولیده چې غټه چاړهیې په لاس وه او په داسې حال کې تښتېده چې پولیسو پرې ډزې کولې. پرونۍ پېښه د ستریتهم په نوم د "یکشنبه بازار" په یوه ګڼمېشتې سیمه کې شوې ده. د بریتانیا په ښارونو په تېره بیا لندن کې یو نیم وخت داسې پېښې کېږي او اکثر یې ترورېستي بلل کېږي. وروستی وار دوه میاشتې مخکي له زندانه تازه خلاص شوي تُندلاري کس دوه تنه د لندن برج په سیمه... Читать дальше...
سرمقاله لیکونکي زیاته کړې، طالبانو تر دې دمه د سولې په مذاکراتو کې د امریکا له لوري وړاندې شوې غوښتنې او شرایط نهدي منلي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.