123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2020

Новости за 05.02.2020

ازادي ستوډيو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر وايي، د افغانستان جګړې ته د پای ټکی ایښودو او د امریکايي سرتیرو بیرته ستنولو په خاطر د سولې پر موافقه لیک کار کوي. په چین کې افغانان تر اوسه سترګې په لاره دي چې هیواد ته به راوستنول شي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

د پېښور روغتون کې داخله بې سرپرسته افغانه ماشومه

Mashaalradio.com 

د پېښور په رحمان میډیکل انسټيټیوټ (ار اېم ای) کې د ننګرهار یوه څلور کلنه ماشومه له مور و پلاره بغیر داخله ده. د روغتون انتظامیه وايي، څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې کورنۍ کاینات پر تورخم رضاکارانو ته وسپارله چې په جمرود کې یې لرې خپلوانو ته بوځي او په روغتون کې یې داخله کړي. د کاینات د کورنۍ غړي د پاسپورټ او ویزې نه لرلو له وجې پر تورخم نشي اوښتای. دا ماشومه د جمرود د ځینو ځوانانو په مرسته په ار اېم ای کې داخله ده. په پېښور کې د افغانستان کونسلګري او د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي، د ماشومې پوښتنه به وکړي. Читать дальше...



د مسکو ځنګله خلک ورزش ته ورځي

Mashaalradio.com 

د مسکو له ښاره بهر یو ځنګل دی چې هره ورځ ځینې خلک ورزش ته ورځي. دوی له بېلا بېلو شیانو څخه د ورزشي اوزارو په توګه کار اخلي. په اړه یې ویډیو وګورئ.

په پېښور کې نجونو کلتوري مېله جوړه کړې

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ پر درېیمه، د پېښور پوهنتون په هوم ایکنامکس کالج کې زده کوونکو کلتوري مېله جوړه کړه چې پکې یې د خیبر پښتونخوا او نورو صوبو جامې او کلتوري خواړه وښوول. دوی وايي، له دې لارې د کلتوري ارزښتونو په اړه پوهاوی پیدا کوي. ویډیويي رپورټ.



له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل د سیمې په ګټه که تاوان؟

Mashaalradio.com 

د امريکا ولسمشر د فبرورۍ پر څلورمه کانګرس ته په کلنۍ وينا کې ويلي، هڅه کوي د خپل هېواد د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان له افغانستانه ستانه کړي. پوښتنه دا ده چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل به ګټه او که تاوان ولري؟ دا موضوع مو "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې په کابل کې د افغانستان د سولې او بهرنيو چارو له پوه داود محمد او د پېښور پوهنتون د سيمه ییزو مطالعاتو مرکز له پخواني مشر ډاکټر سرفراز سره څېړلې ده. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

په پېښور کې د شمالي وزیرستان د کاروباریانو احتجاج دوام لري

Mashaalradio.com 

د شمالي وزیرستان لسګونه کاروباریان له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې هره ورځ د پېښور خبریالانو مرکز مخې ته په اتڼ احتجاج پیلوي او بیا لاریون کوي او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته کښېني. دوی وايي، حکومت دې ورته په ناامنیو کې د ړنګو دوکانونو پوره تاوان ورکړي. صوبايي حکومت د وزیرستانیانو تازه احتجاج په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېرو وختونو کې یې د تاوانونو پوره کولو ژمنې کړي. ویډیويي رپورټ.

د استازو جرګې مشرې د ټرمپ وینا وڅیرله

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ پر څلورمه امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په کانګرس کې ولس ته کلنۍ وینا وکړه. کله چې ده د وینا متن خپل مرستیال مایک پېنس او د استازو جرګې مشرې نینسي پلوسي ته ورکړ نو هغې ته لاس ورنکړ. وروسته پلوسي د ټرمپ وینا وڅیرله. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیو.

بي‌بي خدیجه مالي صندوق ته پور ورکول پیل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې بي‌بي خدیجه مالي صندوق سره د افغانستان نړیوال بانک د پور لومړنی پړاو پیل شو. د دغې خونې د عامه اړیکو مسؤلې کوثر رحیمي نن ازادي راډيو ته وویل چې اړمنو ښځو ته په ځانګړو شرایطو پور ورکول کېږي. مېرمن رحیمي وايي: "د پور مقدار یې مشخص دی، له ۵۰۰ ډالرو شروع تر ۳۰۰۰ ډالره پورې رسېږي چې په شرطونو ورکول کېږي او بیا وروسته په ټاکلي وخت کې پور بانک ته ورکول کېږي." اغلې رحیمي زیاتوي چې دغه لړۍ به همداسې دوام وکړي او د پور د ورکړې هدف کارګرو ښځو ته د منابعو... Читать дальше...

پاکستاني لاریو ته افغانستان ته د داخلېدو اجازه نه‌ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوې خونه وايي، په تورخم بندر کې پاکستاني لاریو ته د روډ پاس د نه‌درلودلو له امله افغانستان ته د داخلېدو اجازه نه‌ورکول کېږي. د دغې خونې ویاند جان اقاد نوید نن ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت چمتو دی چې دوی ته روډپاسونه ورکړي او پاکستانۍ لارۍ باید حتماً روډ پاس ولري. ښاغلی نوید وايي: "دا چې دوی له افغان موټرو د روډ پاس غوښتنه کوي، افغان حکومت هم تصمیم نیولای چې پاکستاني لارۍ دې افغانستان ته د راتګ روډ پاس واخلي چې روډ پاس واخلي ستونزه حل ده." د افغانستان د صنعت او... Читать дальше...

د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۹۰ ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۹۰ ته رسېدلی. په دې وژونکي ویروس د اخته شویو خلکو شمېر هم تر پرونه څه باندې ۲۴ زره تنه ښودل شوی. د چین د روغتیا ملي کمېسیون هره ورځ د کرونا ویروس د تلفاتو او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر خپروي او پاسني ارقام‌یې پرون ناوخته خپاره کړي. یوازې په هوبای کې چې د کرونا ویروس ترې پیل شوی پرون ۶۵ کسان مړه شوي چې دا په یوه ورځ کې د ویروس له امله د مړو تر ټولو لوړ رقم دی. د کرونا ویروس نږدې ټول اخته کسان او تلفات په چین کې دي، خو اوس چې دا ویروس د نړۍ نورو... Читать дальше...

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ټیم جنوبي افریقا سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي ټیم نن د کوربه جَنوبي افریقا په وړاندې لوبه کوي. دا لوبه د ۲۰۲۰ کال د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرکټ ټیمونو د نړیوال جام د اووم مقام پر سر ده. افغانستان تر دې مخکې هم یو وار د دې نړیوال جام په اولنۍ لوبه کې کوربه جَنوبي افریقا ته ماته ورکړې وه. افغانستان د جَنوبي افریقا په کوربه‌توب په روان نړیوال جام کې که څه هم د ګروپي دور دوه لوبې ګټلې وې، خو نیمه پای‌لوبې ته د وتلو چانس‌یې ځکه له لاسه ورکړ چې پاکستان ته‌یې لوبه بایلوده. د ۲۰۲۰ کال د ۱۹ کلنو څخه کم عمره... Читать дальше...


Музыкальные новости
Диана Арбенина

Певица Диана Арбенина объяснила, почему уехала из России





Персональные новости
Россия

ЦИК: В регионах России в 2024 году пройдет 3,5 тыс. избирательных кампаний





ټرمپ: له افغانستانه خپل عسکر باسو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ټينګار وکړ چې له افغانستانه خپل عسکر باسي. ټرمپ دا خبره نن کانګرس ته په کلنۍ وینا کې وکړه. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې غواړي په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه ختمه کړي او نه‌غواړي چې لکونه کسان ووژني چې اکثر یې بې‌ګناه دي. ټرمپ یادونه وکړه چې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی. ټرمپ تر افغانستان مخکې له ترهګرۍ سره مبارزه یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې که ترورېستان هر ځای امریکایان وګواښي له‌منځه به یوړل شي.

د اروپايي ټولنې د پراخولو لپاره یوه نوې تګلاره جوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو ته د رسېدلو اسنادو له مخې، اروپايي کمېسیون د اروپايي ټولنې د پراخولو د بهیر لپاره یوه نوې تګلاره جوړه کړې ده چې له مخې یې د دې ټولنې غړو ته له هغو هېوادونو سره چې په اروپايي ټولنه کې غړیتوب ته لېوال دي، په خبرو اترو کې پراخه ونډه ورکوي. په پام کې ده چې د دې پلان طرح نن خپره شي. دا طرح درې میاشتې وروسته له هغه خپرېږي چې اروپايي ټولنې په دې ټولنه کې د غړیتوب له لېوالو هېوادونو، شمالي مقدونیې او البانیا سره خبرې وځنډولې. دا طرح فرانسې ته چې په اکټوبر میاشت کې د دې خبرو د ځنډولو اصلي عامل و، مستقیم ځواب ګڼل کېږي. Читать дальше...

د امریکا سنا پر ټرمپ د لګېدلو تورونو په اړه رأی‌گیري کوي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د امریکا سنا به د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح په دوام نن پر نوموړي د لګېدلو تورونو په اړه رأیې ورکړي. په سنا کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر میچ مک‌کانل د ولسمشر ټرمپ د استیضاح لپاره د ډیموکراتانو پر هڅو انتقاد وکړ او دا یې د تاریخ تر ټولو غیر عادلانه اقدام وباله. مک‌کانل له سناتورانو وغوښتل چې د ټرمپ د برائت لپاره رایې ورکړي. دی زیاتوي: "موږ د استازو جرګې له‌خوا له صلاحیت څخه د ناوړه استفادې د رد لپاره باید رایې ورکړو. باید د بنسټونو د خوندي کولو او د هغه څه د مخنیوي لپاره رایې ورکړو چې زموږ د اساسي قانون اصول زیانمنوي. Читать дальше...

'د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د افغانستان جګړې ته اندېښمن دي'

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې د دې سازمان غړي هېوادونه له سوریې او عراق وروسته د افغانستان د جګړې له کبله خورا زیات اندېښمن دي. دې کارپوهانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ځینو احصائیو له مخې په افغانستان کې د ترورېزم قربانیان د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله زیات دي. راپور زیاتوي چې القاعده او له دې شبکې سره تړلي بهرني جنګیالي چې طالبان‌یې ملاتړ کوي، د افغانستان لپاره اوږدمهالی ګواښ دي. اسلامي دولت، داعش بله ترورېستي ډله ده چې په راپور کې د افغانستان لپاره لوی خطر بلل شوی دی. Читать дальше...

دنیا: د سولې بهیر په اړه د واشنګټن او کابل ترمنځ ستونزې شته

Pa.azadiradio.com 

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې، برعکس سیاستوال بیا وايي، حکومت ځکه د سولې اراده نه‌لري چې اوربند په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د شرط په توګه وړاندې کوي او د سولې په پلاوي کې یې داسې کسان ګمارلي چې له طالبانو سره ستونزه لري.

Спорт в России и мире
Москва

Актера Свиридова госпитализировали из-за инфицирования после операции в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Чесноков оценил шансы Александровой в борьбе за выход в финал турнира WTA в Майами


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

США включили ряд российских блокчейн-платформ в список SDN





Путин в России и мире
Москва

Путин оценил перспективы строительства ВСМ Москва — Санкт-Петербург


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

СМИ: Байден и Шольц не успели предложить Москве обменять Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Александр Галич

Александр Галич. "Облака". Поёт Антон Духовской.



Москва

Румыния с 31 марта впервые начнет выдавать шенгенские визы россиянам

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net