فېسبوک د روسیې او ایران دوه شبکې بندې کړې
فېسبوک وایي چې دغو شبکو له استخباراتي چاینلونو سره رابطه لرله.
د فېسبوک شرکت د امنیتي تګلارې مشر ناتاینیل ګلیچر وویل، دغو شبکو د یوه حکومت یا یوه بهرني لپاره فعالیت کاوه.
د روسیې شبکې هدف اوکراین او د روسیې ګاونډیان و او د ایران شبکه تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو ته متوجې وه.
فېسبوک ویلي دي، هغو کسانو چې د دې شبکو مشري کوله هغوی له تقلبي حسابونو ګټه اخیسته.
په مجموع کې ۷۸ فېسبوک پاڼې، ۱۱ انټرنټپانې، ۲۹ ګروپونه او ۴ د انستاګرام حسابونه په روسیه کې بند شوي دي.
په ایران کې ۶ فېسبوک پاڼې او ۴ د انستاګرام حسابونه بند شوي دي.
