اوکراين له چين نه کیف ته خپل وګړي لېږدوي
اوکراين تر يوې اوونۍ ځنډ وروسته نن په پام کې لري چې چين ته يوه الوتکه ولېږي چې خپل ۴۹ وګړي او ٢٥ بهرنيان را انتقال کړي.
په کيف کې د اوکراين د روغتيا وزير ويکتور لياشکو پرون وويل چې دغه مسافر به د هوبې ولايت له مرکز ووهان ښار څخه ولېږدول شي.
ووهان د کرونا وايروس د خپرېدو عمده مرکز دى.
چينايي چارواکي وايي په دې وايروس ١٨٨٦ نور کسان اخته شوي او ٩٨ نور کسانيې په نتيجه کې مړه شوي دي.
له دې سره د چين په قلمرو کې د کرونا وايروس له امله د مړو شمېر ١٩٠٠ او په دې وايروس د اخته کسانو تأييد شوې پېښې ٧٢ زره ٥٠٠ ته ورسېدې.
لياشکو ويلي يوازې هغه وګړي انتقالېږي چې د کرونا وايروس نښې پهکې ونهليدل شي.
ده وويل چې دغه کسان به اوکراين ته تر ستنېدو وروسته د ۱۴ ورځو لپاره قرنطين وي.
د اوکراين د روغتيا وزير ويلي، ضرورت نهشته چې خلک وارخطا شي يوازې به روغ کسان اوکراين ته راوستل کېږي.
په چين کې د اوکراين سفارت له تېرې سې شنبې د مسافرو د انتقال اعلان کړى و، خو په تېرو اوو ورځو کې دا پروسه دوه وارې وځنډېده.