د ژورنالېستانو د خونديتوب نړيوالې کمېټې له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه چې د يوه ژورنالېست د وژنې عاملانو ته سزا ورکړي.
د عزيز ميمون مړى چې غاړهيې په مزو تړل شوې وه، تېره يکشنبه د سند ايالت په مهرپور سيمه کې وموندل شو.
په لومړنيو راپورونو کې ويل شوي وو چې دغه ژورنالېست اول خفک شوى، بيا يې مړى يوه کانال ته اچول شوى دی.
په نيويارک کې دېره د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې په خپله پرونۍ اعلاميه کې ويلي پهکار ده د دغه قتل په باب په چټکۍ عدالت تأمين شي.
د اعلاميې په حواله د پاکستان چارواکي په... Читать дальше...
پاکستاني چارواکي وايي په خېبر پښتونخوا کې نن د سړک غاړې بم په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او ٣ نور ټپيان شوي دي.
ويل شوي چې د دې بمي چاودنې هدف د پوليسو يو موټر و.
دغه پوليس د دې لپاره ګمارل شوي وو چې په سيمه کې د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين د کمپاين امنیت وساتي.
چاودنه د خېبر پښتونخوا په کالوچي ښارګوټي کې شوې ده چې ډيورند کرښې ته څېرمه پروت دى.
که څه هم د دې چاودنې مسؤليت چا نهدى منلى، خو طالبان زيات وخت د ګوزڼ ضد واکسين پر کارکوونکو دا ډول حملې کوي.
دوى ادعا لري چې دغه واکسين د کوچنيانو د شنډولو لپاره د غرب يوه توطئه ده. Читать дальше...
په دبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، په دې نندارتون کې چې تېره ورځ ناوخته پیل شوی ۱۵۰ هېوادونو ګډون کړی.
نوموړي وویل، افغانستان په یاد نندارتون کې د افغاني محصولاتو ۲۶ غرفې لري.
هغه زیاته کړه: "له نېکهمرغه افغانستان په دې نندارتون کې فعاله حضور لري، دغه نندارتون درې ورځې نور هم دوام کوي، د ګلفوود نندارتون د کرنې وزارت د امریکايي پراختیايي ادارې او د سوداګرۍ وزارت په مرسته جوړ شوی."
په دې درې ورځني نندارتون... Читать дальше...
د ګوړې اچار په دې خپرونه کې له لیوني سره مرکه شوې او دغه راز د ټرافیک جادويي کمال په اړه هم مطلب وړاندې کېږي.
ارګ د ولسمشر اشرف غني لهخوا له پوځي او ملکي چارواکو سره د سولې په اړه د سلامشورو د پیل خبر ورکوي.
ارګ پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ولسمشر غني د جرمني په مونیخ ښار کې په نړیواله امنیتي غونډه کې له ګډون وروسته له راستنېدو سره سم د سولې د فرصتونو او د هغې پر وړاندې د پرتو ګواښونو په اړه د هېواد له والیانو سره خبرې وکړې.
خبرپاڼه د ولسمشر غني له قوله وايي، افغانستان د یوې نوې پروسې پر لور پر مځ ځي څو دایمي سولې ته د رسېدو فرصتونه برابر شي.
ولسمشر غني والیانو ته ویلي چې د افغان امنیتي دفاعي... Читать дальше...
په کندهار او ارزګان کې له افغان ځواکونو سره په جګړو کې شپږو وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي ازادي رادیو ته وویل د ملا هارون د ګروپ دوه غړي تېره شپه د کندهار د میوند ولسوالۍ د جرخشک په سيمه کې وژل شوي دي او يو بلیې ټپي دی.
د اتل قول اردو ویاند همدراز وایي چې پرون له افغان ځواکونو سره په نښته کې د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په زرتاله سيمه کي هم يو وسلهوال وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
ښاغلي علوي په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو... Читать дальше...
د څېړنیز ژورنالیزم ډله 'بېلېنګکټ' وايي په برلین کې د چچنیايي بېلتونپالو د پخواني قوماندان زلیم خان خانګوشویلي د قتل په اړه د دوی څېړنې ښيي چې دا برید د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې کړی دی.
بېلېنګکټ له یوې میاشتې څېړنو وروسته په یو راپور کې ویلي دي چې د دوی د موندنو له مخې د خانګوشویلي د قتل د تیاريو څارنه د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې د افسرانو لپاره د خیریه ټولنې مشر ادوارد بیندرسکي کوله.
خانګوشویلي د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۲۳مه نېټه په رڼا ورځ د برلین په یوه پارک کې ووژل شو او وروسته... Читать дальше...
سرمقاله لیکونکی لیکي که چېرې اوس هم افغانان د خپل هېواد د برخلیک په باب سره یوه خوله شي د دې بدمرغیو د پای ته رسېدو تر ټولو مهم ګام به وي.
د اروپایي کمېسیون مشره وایي نړیوالو مرستندویانو له البانیا سره د تېر کال د قوي زلزلې د ورانیو د رغولو لپاره د یو میلیارد او ۲۵۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
اورزولا فن دیرلاین پرون په بروکسل کې د مرستندویه نړیوال کنفرانس په پای کې په یوه ټویټ کې دا د البانیا د خلکو لپاره ښه خبر وباله ویېویل چې دغه مرستې له هغې اندازې چې دوی د البانیا د بیارغونې لپاره هدف ټاکلی و، زیاتې دي.
هغې وویل، د دغو مرستو ۴۳۳ میلیونه ډالرهیې د اروپایي ټولنې غړو ژمنه کړې ده.
د تېر کال په نومبرکې په البانیا کې یوې... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان مشر په چین کې پر کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر چې پرونیې چینایي چارواکو خبر ورکړی و، تأیید کړ.
"تِدروز ادهانم گبریأسوس" دوشنبې په جنوا کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په چین کې ۷۰ زره او ۶۳۵ کسان په دغه وایروس اخته شوي او ۱۷۷۲ تنهیې هم له امله مړه شوي دي.
هغه له چین څخه بهر پر کرونا وایروس د اخته شویو کسانو د شمېر په اړه وویل: "له چين څخه بهر د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۵ هېوادونو کې د دغه وایروس د ۶۹۴ مثبتو پېښو او د ۳ تنو د مړه کېدو راپورونه ترلاسه کړي دي."
په... Читать дальше...
په پیل کې به واورئ چې حماسه او حماسي شعر څه توپیر لري؟ او څه ارزښت لري؟
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وایي، د هغو لارو د پرانیستو لپارهیې هلې ځلې چټکې کړي چې په دې وورستیو کې د واورو له امله بندې شوې دي.
د دې وزارت مرستیال ویاند محمد اشرف حقشناس تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې عملیاتي ټیمونو یې ډېرې لارې پرانیستي، خو په غزني، دایکنډي او غور کې ځینې لارې تر اوسه هم بندې دي.
نوموړي دغهراز وویل چې په غور کې د دولت وسلهوالو مخالفینو د دوی عملیاتي ټیمونو د هڅو مخه ډب کړې ده.
هغه زیاته کړه: "وسلهوال مخالفین زموږ عملیاتي او د واورې د توږلو ټیمونو ته اجازه نهورکوي... Читать дальше...
اوکرایني چارواکو د کیف په نړیوال هوایي ډګر کې د اوکراین د هوایي شرکت د را غورځېدلې الوتکې د قربانیانو په یاد له یوه یادګاري څلي پرده پورته کړه.
د دې شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکه د جنورۍ په ۸مه د تهران له هوایي ډګره له پورته کېدو څو دقیقې وروسته د ایران د ځواکونو پر توغندیو رانسکوره شوه او ټوله ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوې.
ایراني چارواکو له دغې غمیزې درې ورځې وروسته دا ومنله چې ځواکونو یې سهواً دغه الوتکه په ډزو رانسکوره کړې ده.
د کیف په نړیوال هوایي ډګر کې د دغه یاد څلي د پرانیستلو په مراسمو کې د دې پېښې... Читать дальше...
د هرات امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت د انجیل ولسوالۍ د محکمې رئیس تېر ماښام ناپېژانده وسلهوالو په ډزو وواژه.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېر ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې د انجیل ولسوالۍ په شیدایي سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: "د انجیل د محکمې رئیس عبدالرحیم جومات ته د لمانځه لپاره تللی و چې کله راوځي ناپېژانده وسلهوال چې پر موټرسایکل سپاره وو، پرې ډزې کوي چې په خواشینۍ سره هغه په شهادت رسېږي."
تر اوسه د دې پيښې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی. Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د جنجالي رایو د بیا تفتیش او شمېرلو بهیر بشپړ شوی او په درې یا څلورو ورځو کې به د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي.
د دې کمېسیون ویاند ذبیحالله سادات تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو پرېکړې، د شکایتونو د کمېسیون د همکارانو، د سیاسي ګوندونو، څارونکو بنسټونو او د ټاکنیزو ټیمونو په حضور کې عملي کړې او د دې کمېسیون دارالانشأ په خپل وروستي راپور کار کوي.
هغه زیاته کړه: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشأ ته دنده... Читать дальше...
په چین کې پرکرونا ویروس د اخته کسانو شمیرله اویا زرو کسانو اوښتی دی.
د امریکا او طالب مرکچي پلاويو تړون نهايي کړی او تمه کېږي چې د همدې فبرورۍ په پای کې یې لاسلیک کړي.
دا خبره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون دوشنبه «۱۳۹۸ کال د فبرورۍ ۲۹» د جرمني خبري اژانس ته په یوه لېږلي پیغام کې کړې ده.
Спорт в России и мире
Москва
Полина Гагарина — про уход на пенсию и особые способности Сергея Лазарева
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Андрей Рублёв
Рублев не отстал от «Реала»! Как русская звезда тенниса покорила Мадрид
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Лесной северный олень Прохор переехал в Керженский заповедник из зоопарка
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о героях нашего времени
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья приехал в Минск и попросил защиты у Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Юрий Лоза
«В фонограмме нет ничего плохого»: певец Лоза оценил бесплатный концерт Мадонны в Рио-де-Жанейро
Москва
Мужчина заживо сжег знакомого в Новой Москве
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net