ویسا: انتخابات په کوم صورت کې ممکن دي او پایلې به یې څه وي؟
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغان سولې مسئلې او راتلونکو ټاکنو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغان سولې مسئلې او راتلونکو ټاکنو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې په يوه ټرافيکي پېښه کې شپږ کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه نن سهار د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د يوه ټکسي موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. د کندهار د ټرافيک پوليسو مرستیال مشر سردار محمد ناصري وایي چې ياد موټر د ګرشک څخه کندهار ته پر لاره و چې ددې ولایت په میوند ولسوالۍ کې له خپل مسير څخه اوښتی او چپه شوی دی. ناصري وایي، په دې پېښه کې شپږ تنه چې درې مېرمنې، دوه ماشومان او يو د پاخه عمر کس دی، وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي. نوموړي وویل چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د واشنګتن پُسټ په مقاله کې راغلي چې طالبان د فېسبوک او ټوېټر په څېر له ټولنیزو شبکو په استفادې په افغانستان کې دننه او بهر خلکو ته خپلې نوې څېرې ښودلي.
د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یو شمېر هغو ښوونځيو د خلاصون په موخه د قومي مخورو په مرسته کمپاین پیل کړی دي چې د ناامنیو او نورو ستونزو له کبله تړل شوي دي.
د ولسي جرګې د شکایتونو د کمېسون مشر وايي، دوی تراوسه په دې اړه چې د یو شمېر دولتي مامورینو معاشونه په وخت نه ورکول کېږي، چا شکایت نه دی کړی. محمد صادق قادري پرون د اګست په درویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې دوی کولی شي چې د پارلمان د دوبي د رخصتۍ تر پای ته رسېدو وروسته د هغو وزارتونو چارواکي ور وغواړي چې خپلو مامورینو ته یې په وخت تنخواه نه ده ورکړې. محمد صادق قادري وویل: موږ کولی شو چې د کورنیو چارو او دفاع وزارت، ملي امنیت او د معلولینو د چارو وزارت چې مامورینو ته یې معاشونه په وخت نه رسېږي، چارواکي... Читать дальше...
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د راتلونکې سې شنبې په ورځ روسیې ته ځي. اردوغان به په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري. د ترکیې د ولسمشر دفتر پرون د اګست په درویشتمه مسکو ته د اردغان د سفر پلان اعلان کړ. اردوغان او پوتین پرون ټيليفوني خبرې کړي او د سوریې په شمال لوېدیځو سیمو کې د امنیتي وضعیت په اړه غږېدلي دي. ولسمشر اردوغان په دې ټيليفوني مکالمه کې پوتین ته ویلي چې د بشار الاسد د ځواکونو عملیاتو چې مسکو یې ملاتړ کوي، په سوریه کې بشري ناورین او د ترکیې امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړی دی. Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر له چین سره د روان تجارتي کړکېچ په ځواب کې امریکايي کمپنیو ته امر کړی چې له چینه ووځي. په وروستي یوه کال کې د چین او امریکا ترمنځ تجارتي ناندریو نړیوال مالي مارکېټ ته ټکان ورکړی دی. ډونالد ټرمپ پرون د اګست په درویشتمه پر ټوېټر ولیکل: زموږ د سترې امریکا شرکتونو ته له دې شېبې امر کېږي چې ژر تر ژره د چین بدیل پیدا کړي، د دې په ګډون چې خپل شرکتونه کور ته راوړئ او خپل مالونه د امریکا په متحدو ایالاتو کې تولید کړئ. له حقوقي او قانوني اړخه جمهور رئيس ټرمپ نه شو کولی... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د ژغورنې لپاره یې د فرانسې له جمهور رئیس ایمانوئل مکرون سره اغېزمنې خبرې کړي دي. ظریف او مکرون پرون د اګست په درویشتمه په پاریس کې وکتل. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې خبرې اژانس ته وویل: د فرانسې او ایران ولسمشرانو په وروستیو څو اوونیو کې خبرې سره کړي، د خبرو هدف دا دی چې وکتل شي چې څرنګه دا موافقه عملي کولی شو. د ایران یو شمېر رسنیو د ظریف په حواله ویلي چې له مکرون سره تر کتنې وروسته فرانسې او ایران د موافقې... Читать дальше...
د القاعده شبکې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور پورې کړی چې د ایمن الزواهري ښځه او د دې ډلې د دوو وژل شویو وسله والو کورنۍ یې نیولي دي.
عدلي او قضايي مرکز ته څه د پاسه څلوېښت دوسیې لېږل شوي دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو په څو ولایتونو کې د (۳۴) پېښو په تور (۴۴) کسان نیولي او دوسیې یې عدلي او قضايي مرکز ته استولي دي. ښاغلی موحد وايي چې عدلي او قضايي مرکز څو نورې دوسې هم څېړلي او مجرمین یې په جزا محکوم کړي دي. دی وایي: په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاق د (۲۲) پېښو په تور (۲۹) کسان د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو له دوو څخه نیولې بیا تر (۱۵) کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.
د هلمند ولایت پولیسو د نشه يي موادو له قاچاقو کوونکو سره تر وسله والې نښتې وروسته څه د پاسه درې سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي. د هلمند د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په (۲۸) نېټه په نهرسراج ولسوالۍ کې د نشه يي موادو له قاچاق کوونکو سره د نښتې په نتیجه کې (۲۲۸) کیلو ګرامه چرس او (۷۹) کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي. که څه هم نشه يي مواد نيول شوي، خو قاچاق کوونکي يې د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
د تخار ولایت پولیسو څه د پاسه پنځوس کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي. د تخار امنیه قوماندان حشمت الله رسنیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په (۲۷) نېټه په خواجه غار ولسوالۍ کې (۵۱) کیلو او شپږ سوه ګرامه هیروئین په داسې حال کې ونیول چې په دوو موټرو کې پټ کړل شوي وو. د دې موادو د قاچاق په تور دواړه موټرچلوونکي هم نیول شوي دي.
په فارياب ولايت کې ځيني معتادين خپلې مېرمنې دې ته اړباسي چې په هر ډول وي، پیسې پيدا کړي او دوی ته نشه يي مواد برابر کړي.
امنیتي ځواکونو په جوزجان ولایت کې سلګونه کیلو ګرامه خاشخاش ونیول. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د جوزجان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د پل خراسان په سیمه کې په یوه باروړونکي موټر کې (۱۱۱) کیلو ګرامه خاشخاش ونیول چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل. د دې موادو د قاچاق په تور موټرچلوونکی هم نیول شوی دی.
د امریکا او وسله والو طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ د خبرو د نهم پړاو دوهم دور پرون د اګست په درویشتمه پیل شو.
د افغانستان حکومت د امريکا متحده ايالتونو څخه غواړي چې د سولې په خبرو اترو کې دې د نشه يي موادو د کښت، توليد او قاچاق په اړه خپل دريځ روښانه کړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.