په کندهار کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ۶ تنه مړه او ۱۲ ټپيان شوي
دغه پېښه نن سهار د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د يوه ټکسي موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د کندهار د ټرافيک پوليسو مرستیال مشر سردار محمد ناصري وایي چې ياد موټر د ګرشک څخه کندهار ته پر لاره و چې ددې ولایت په میوند ولسوالۍ کې له خپل مسير څخه اوښتی او چپه شوی دی.
ناصري وایي، په دې پېښه کې شپږ تنه چې درې مېرمنې، دوه ماشومان او يو د پاخه عمر کس دی، وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
نوموړي وویل چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
