123ru.net
World News in Pashto
Август
2019

Новости за 04.08.2019

سیتا قاسمي: که زما په چوپتیا سوله راځي، زه نورې سندرې نه وایم

Pa.azadiradio.com 

سیتا قاسمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، که طالبان د موسیقۍ د اورېدو حوصله او توان ولري، دا به سندرو ته دوام ورکړي. سیتا قاسمي وايي، په سل زرو ډالرو د نجونو یو ښوونځی جوړوي چې پیسې یې د هنري پروګرامونو له لارې برابرې کړي دي. ویډیو او اېډېټ: تمیم اخګر

د خورشید ټلویزیون د عملې پر موټر چاودنې ۲ تنه وژلي او ۳ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن مازیګر د خورشید ټلویزیون د عملې پر موټر د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې دوه ته وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د واټساپ له لارې په یوه بیان کې ویلي چې دغه چاودنه د کابل د ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې د تایمني په پنځم سړک شوې ده. د ښاغلي رحیمي په خبره، د دې پېښې په وژل شویو کې موټر چلوونکی او یو لاروی وژل شوي او په ټپیانو کې د خورشید ټلویزیون دوه کار کوونکي شامل دي. د دې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.



بصیرت شېنوارې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ څوکۍ ته نومول شوې

Mashaalradio.com 

بلوچستان عوامي ګوند د خیبر د لواړګي ۳۰ کلنه بصیره شېنوارې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ښځو څوکۍ ته نومولې ده. د دې لامل دا دی چې د خیبر او مومندو درو نویو منتخبو غړو په ګوند د ورګډېدو اعلان کړی نو ځکه هغه ګوند اوس په اسمبلۍ کې د یوې ښځې غوره کولو حق لري. شېنوارې وايي، د قبایلي ولس پرمختیا په ګډون د ښځو حقونو او ښېګړې لپاره کار کول غواړي. له بصیرت شېنوارې سره ویډیويي مرکه وګورئ.

ایران وايي، یوه جنګي جټ الوتکه یې د تخنیکي ستونزې له کبله لوېدلې

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي چې یوه جنګي جټ الوتکه یې د بوشهر په جنوبي ولایت کې د تخنیکي ستونزې له کبله لوېدلې ده. ایراني رسنیو نن وویل چې د الوتکې دوه عمله له دې پېښې روغ وتلي دي. د بوشهر د تنګستان ولسوال وايي چې الوتکه لوېدلې خو پیلوټ او مرستیال پیلوټ یې ژوندي پاتې شوي دي.

په تاجکستان کې یوه کوچنۍ الوتکه وغورځېده او ۲ پيلوټان یې ژوبل شول

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان په جنوب کې یوه کوچنۍ الوتکه وغورځېده او دوه پيلوټان یې ژوبل شول. دا روسۍ انتونوف یو ماشینه الوتکه نن یکشنبه داسې مهال ولوېده چې غوښتل یې پر ځمکه کېني. یوه چارواکي په تاجکستان کې د ازادي راډیو تاجکۍ څانګې ته وویل چې یوه پيلوټ وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د افغانستان د سینما د نږدې ۴ لسیزو د غوره فلمونو ننداره

Pa.azadiradio.com 

افغان فلم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کالیزې په رارسېدو سره د دغه هېواد د سینما سل غوره فلمونه نندارې ته ږدي. د ښکلو هنرونو پوهنځی، افغان فلم، ای خانم او نمارسانه سینما په بېلابېلو سیمو کې د نندارچیانو کوربانه دي. نور د تمیم اخګر په وېډیويي راپور کې.



د ملي امنیت ریاست وايي، د داعش یو مهم غړی یې په کابل ښار کې نیولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د داعش یو مهم غړی یې په کابل ښار کې نیولی دی. دا ریاست د نیول شوي داعشي اصلي نوم عید محمد ښيي، خو وايي چې د اختر محمد او ابوذر په نومونو یې ترورېستي فعالیت کاوه. د ملي امنیت ریاست وايي، عید محمد چې شل ورځې وړاندې د کابل په اتمه حوزه کې نیول شوی او نن رسنیو ته ورښکاره شو، پر مخابراتو وزارت او د کابل په لوېدیځ کې پر امام زمان جومات د وسله والو حملو په پلانولو کې یې لاس درلود. عید محمد وویل: مقصد دا و چې په کابل کې امام زمان جومات وولو، زموږ څلور تنه په دې حمله... Читать дальше...

عبدالله عبدالله: افغان پولیس باید په ټاکنیزو کمپاینونو کې بې پرې پاتې شي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د کمپاینونو لړۍ له یوې اوونۍ راهیسې پیل شوې، د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدلله په دغو کمپاینونو کې د ملي پولیسو پر بې طرفۍ ټينګار کوي.

غني: د سولې پروسه کې د نظام پر سر معامله نه شي کېدای

Mashaalradio.com 

په قطر کې د سولې په اړه د خبرو د اتم دور له پیل سره سم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، څوک دې په دې کې شک نه کوي چې د سولې په پروسه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت پرسر معامله نه شي کېدای.

د امریکا په اوهایو کې نن یکشنبه ۹ تنه په ډزو ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په اوهایو کې نن یکشنبه ۹ تنه په ډزو ووژل شول. دا تر ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې دوهمه ورته پېښه ده چې په متحده ایالتونو کې کېږي. د اوهایو په (ډې ټان) کې پولیسو په خپله ټوېټرپاڼه کې ویلي چې مشکوک حمله کوونکی مړ شوی او لږترلږه ۱۶ تنه نور په دې پېښه کې ژوبل شوي دي. په اوهایو کې دا پېښه څو ساعته وروسته له دې وشوه چې یوه زلمکي د تکزاس ایالت د ایل پاسو ښار په یوه لوی پلورنځي کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې ډزې وکړې او ۲۰ تنه یې ووژل. په دې پېښه کې ۲۶ نور ژوبل شوي دي. د ټکساس چارواکو پرون وویل چې حمله... Читать дальше...

ولسمشر غني او د ناټو سفیرانو د انتخاباتو او سولې په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو سره په کتنه کې د انتخاباتو او د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې. د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې چې پرون شنبه ماښام په ارګ کې وشوه، ښاغلي غني د ناټو سفیرانو ته د افغانستان د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په تیاریو او د سولې په پروسه کې د پرمختګونو په اړه څرګندونې وکړې. ده د سولې د پروسې په اړه له امریکا سره د شویو بحثونو جزیات د ناټو له سفیرانو سره شریک کړل. د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په افغانستان کې د ناټو... Читать дальше...

د هوايي دهلېزونو له لارې تراوسه ۷۴۰۰ ټنه افغاني توکي صادر شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د هوايي دهلېزونو له لارې تراوسه پورې ۷ زره ۴۰۰ ټنه بېلابېل توکي له هېواده بهر صادر شوي دي. د دې وزارت ویندوی سمیر رسا نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، په صادرو شویو توکو کې وچه او تازه مېوه، غالۍ، زعفران، قره قل او طبي بوټي شامل دي. افغانستان هند، چین، متحده عربي امارات او څو نورو هېوادونو ته د هوا له لارې خپل محصولات صادروي.

په ایران کې یو تن له عمرقید بنده په تېښته کاناډا ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

یو ایرانی چې د کاناډا دایمي اقامت یې درلود، په ایران کې له عمر قید بنده په تېښته بریالی شوی او ځان یې کاناډا ته رسولی دی. سعید ملک پور چې د غیر اخلاقي ویبپاڼې د چلولو په خاطر په عمرقید محکوم شوی و، په ایران کې ۱۱ کاله بند تېر کړ. نوموړی د ۲۰۰۸ میلادي کال په ډېسمبر کې هغه مهال ونیول شو چې له خپل ناروغ پلار سره ایران ته لاړ. په پیل کې ملک پور ته د اعدام سزا وټاکل شوه، خو وروسته یې سزا کمه او په عمري قید بدله شوه. د ملک پور خور پر ټوېټر تأیید کړې چې ورور یې کاناډا ته ستون شوی دی.


Музыкальные новости
Желдорреммаш

На ЧЭРЗ приступили к реорганизации производственной площадки





Персональные новости
Владимир Потанин

Федеральный девелопер: ЦФА позволят легко и просто накопить квадратные метры и "обернуть" их в квартиру





په مومندو کې د خاصه دارو او لیویز سرتېري روزل کېږي

Mashaalradio.com 

په مومندو کې د خاصه دارو او لیویز سرتېرو په پولیسو تر ورګډېدو وروسته د هغوی د روزنې بهیر پیل شوی. د پولیس چارواکي هغوی ته د روزنامچو او پرچو یا اېف ای ارونو لیکلو طریقه ښيي او له جنايي قانونه یې خبروي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

چارواکي: د کندهار په میوند او د اروزګان په مرکز کې ۱۵ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي چارواکي وايي چې د کندهار په میوند او د اروزګان په مرکز کې لږترلږه ۱۵ وسله وال طالبان په جلا جلا عملیاتو کې وژل شوي دي. له کندهاره د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال قوماندان احمد صادق عیسی ازادي راډیو ته وویل چې په میوند ولسوالۍ کې ۸ وسله وال ژوبل شوي هم دي.

چارواکي: په لوګر کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې د ولایت مرکز پل علم ته څېرمه لږترلږه ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویندوی شاه پور احمدزي نن یکشنبه وویل، دا کسان په هغو هوايي بریدونو کې ووژل شول چې د پل علم په اړونده الوزیو سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو د ملاتړ لپاره وشول. د احمدزي په وینا، طالبانو په الوزیو کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل. وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

Спорт в России и мире
Москва

«Радио Зенит» – информационный партнер форума «Мы вместе. Спорт»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Теннисист Медведев вышел в полуфинал турнира в Майами, обыграв Харри


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Москве прошла эковыставка Hydrate The World





Путин в России и мире
Москва

Мособлдума выступила за присвоение Красноармейску высокого звания


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

«С какой целью вы пришли почтить память? Он вам родственник?» В Москве осудили девушку, которая пришла возложить цветы в память о Навальном



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Артур Пирожков

Певец Александр Ревва попросил не трогать его семью после слухов об эмиграции



Москва

Мажор в Османской империи: в Турции переснимут российский фильм «Холоп»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net