د پاکستان قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر د اګست په پنځمه پارلمان ته د راوستلو لپاره د پخواني ولسمشر اصف علي زداري، پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او رېلوی پخواني وزير خواجه سعد رفيق پروډکشن ارډر جاري کړی دی.
د هند پارلمان د اګست په پنځمه د جمو کشمير په ځانګړي حيثيت کې بدلون د ۶۱ رایو په مقابل کې په ۱۲۵ رايو سره منظور کړ.د آيين ۳۷۰مه ماده کې بدلون سره له جمو کشمير نيمه خودمختاري واخیستل شوه او اوس به په دوو برخو وويشل شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو خبرې دوام لري. په امریکا کې د ډزو مخ پر زیاتېدونکو پيښو خلک اندېښمن کړي دي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډیو
په کابل کې د خورشید ټېلېوېژن پر کارکوونکو د اګست څلورمې د برید ذمه واري هېڅ ډلې نه ده منلې، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي،
"افغان فلم" د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۰مې کلیزې په راتګ د افغانستان د سینما ۱۰۰ غوره فلمونه نندارې ته ږدي. د ښکلو هنرونو پوهنځی، افغان فلم، ای خانم او نما رسانه سینما په بېلابېلو سیمو کې د نندارچیانو کوربانه دي. نور د تمیم اخګر په وېډیويي راپور کې.
پوليسو په کندهار کې دوه نفوذي پوليس نيولي.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي نن ازادي راډيو ته وويل چې يادو پوليسو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ځانونه د پوليسو په ليکو کې ثبت کړي وو او غوښتل يې چې په همدې ولسوالۍ کې داخلي بريد وکړي چې د پولیسو له خوا پېژندل شوي او نیول شوي دي.
بارکزي وویل چې د يادو کسانو ترڅنګ د ېوې اوونۍ په اوږدو کې درې نور وسله وال طالبان هم په کندهار ښار کې نيول شوي دي.
چارواکي داسې مهال په کندهار کې د دوو نفوذي پوليسو د کشف خبره کوي چې تېره ورځ د دې ولایت په شاوليکوټ... Читать дальше...
د زابل په شاجوی کې پر یوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د زابل ولایت مقام په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوی هاوان د ملکي خلکو پر یوه کور لګېدلی چې له امله يې يوه مېرمن او درې کوچنيان وژل شوي او يو بل تن ټپي دی.
سرچينې وسله وال طالبان پر ملکي خلکو په قصدي بریدونو تورن کړي دي.
خپله وسله والو تراوسه په دې تړاو تبصره نه ده کړې.
په غزني کې ۱۶ خصوصي روغتیايي مرکزونه وتړل شول.
د غزني ولايت د عامي روغتيا رياست د روغتيايې قوانينو د تطبيق او فارمسۍ څانګي مسؤلينو د یکشنبې په ورځ د غزني مرکز اړوند د نواباد، پښتون اباد، توحيداباد او حسن اباد په سيمو کې ۱۶ بابه خصوصي روغتيايې مرکزونه مهرلاک او تړلي دي.
د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ظاهر شاه نېکمل د دوشنبې په ورځ په دې اړه ارادي راډیو ته وویل، په دغو تړل شویو مرکزونو کې ۱۳ بابه درملتونونه، دوه معاینه خانې او يو سراپا کلينيک دی چې د غیر قانوني فعالیت او تر تاریخ تېرو درملو د پلورلو له امله وتړل شول. Читать дальше...
د اګست درېیمې شپې مهال په ټېکساس او څو ساعته وروسته د اګست پر څلورمه سهار وختي په اوهایو کې وسله والو پر خلکو ډزې وکړې چې پکې
په زابل او ارزګان کې د افغان پوځ په بريدونو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.
پوځي عمليات د زابل د شاجوی ولسوالۍ په لالي، ناصر او چينو او د ارزګان د دهراود ولسوالۍ په چيتو کليو کې ترسره شوي دي.
په کندهار کې د پوځ د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند احمد صادق عيسی ازادي راډيو ته وويل چې په دغو عملياتو کې په زابل کې ۶ وسله وال او ارزګان کې بيا ۸ وسله وال وژل شوي دي.
بل خوا پوځي چارواکي وایي، په هلمند کې يې د وسله والو پر پټنځايونو بريدونه کړي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه ادعا کوي چې په کابل کې د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو پرونۍ حمله د طالبانو کار دی.
پاکستان د دې اقدام غندنه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک سرغړونه بللې. په عین وخت کې په هندي پارلېمان کې پر اقدام تود بحث شوی.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د اګست پر څلورمه په استرالیا کې وو او هلته یې د افغانستان په اړه د امریکا د دریځ په اړه وویل: "د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ
سږ کال په کندز ولایت کې د خټکیو او هندواڼو تولیدات د تېر کال په پرتله ۱۵ فیصده لوړ شوي دي.
د کندز ولایت د سوداګرۍ خونې ویاند مسعود وحدت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې د خټکیو او هندواڼو تولیدات لوړ شوي، خو د مناسب بازار نشتون هغه اندېښنه ده چې بزګران یې خپلو تولیداتو ته ناهیلي کړي دي.
ده وویل: سږ کال په کندز ولایت کې د خټکیو او هندواڼو تولیدات لوړ شوي، خو د مناسب بازار نشتون او ورسره د طبعي امراضو اغېز هغه ټکي دي چې د دې ولایت خټکي یې په سلو کې اتیا فیصده له خرابېدو سره مخ کړي او بزګران په دې برخه کې جدي اندېښنه لري. Читать дальше...
د افغانستان د کرنې اومالدارۍ وزارت وايي، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به په ټول هېواد کې ۱۸۰۰سړې خونې د سبزیجاتو او تازه مېوو لپاره جوړې شي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان اوس د تازه مېوو او سبزیجاتو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
دی وايي: دغه سړې خونې چې د مالي کال تر راتلونکي شپږو میاشتو پورې جوړېږي، په دې سړو خونو کې به رومیان، بادرنګ او دغه شان تازه مېوې په نړېوالو معیارونو وساتل شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت په داسې حال کې د دې... Читать дальше...
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د سولې په روانه پروسه او د ولسمشریزو ټاکنو په روانو کمپاینونو مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د خورشید ټلویزیون پر موټر برید غندلی او ویلي یې دي چې رسنۍ او ملکیان په نښه کول جنګي جرم دی.
ښاغلي غني دا خبره په خپله ټوېټرپاڼه لیکلې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون ویلي چې د ژورنالېستانو د خاموشه کولو هڅې به هغوی لا غښتلي کوي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پرون شپه د خورشید ټلویزیون پر موټر د چاودنې مرګ ژوبله ازادي راډیو ته واضح کړه او ویې ویل: دوه کسان شهیدان شوي، دوی د خورشید کارکوونکي نه وو، څلور کسان ټپیان دي، په ټپيانو کې د خورشید ټلویزیون دری کارکوونکي شامل دي. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الیس وېلز نن اسلام اباد ته ځي او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.
یوه پاکستاني چارواکي ازادې اروپا راډیو ته ویلي چې له وېلز سره به یو امریکایي پلاوی هم مل وي.
پاکستان ته د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرې الیس وېلز د دغه سفر زیات جزیات نه دي روښانه شوي.
وېلز داسې وخت اسلام اباد ته ځي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي مرکچیانو... Читать дальше...
مصري چارواکي وايي چې د دغه هېواد د سرطان ملي انسټیټیوټ ته نږدې په چاودنه کې لږترلږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې نن دوشنبه وویل، یو موټر چې په یو طرفه سړک روان و، له ۳ نورو موټرونو سره ټکر شو او په نتیجه کې یې چاودنه وشوه.
تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې دا پېښه قصدي وه او که تصادفي.
د مصر د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه د شپې په شااوخوا ۱۲ بجې وشوه.
د پېښې ځای د نیل سیند په غاړه دی چې تل پکې د موټرو ګڼه ګوڼه وي.
د دې پېښې په... Читать дальше...
هند خپل کشمیر ته نور سرتېري واستول او زرګونو سېلانیانو ته یې امر وکړ چې له دې سیمې ووځي.
په همدې حال کې پاکستان د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه وغوښتل چې د کشمیر پر سر د اوږدې لانجې د حل کولو لپاره منځګړتوب وکړي.
د پاکستان پولیسو پرون وویل چې هندي ځواکونو د دوو کشمیرونو ترمنځ د کنټرول کرښې له هغې غاړې ګولۍ ویشتي چې له کبله یې د پاکستاني کشمیر د سرحدي کلیو په خلکو کې وېره او ترهه خپره شوې ده.
په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې پرون یکشنبه د صدراعظم عمران خان په مشرۍ په غونډه کې وویل... Читать дальше...
اروپايي ټولنې د افغانستان د انتخاباتو په پروسه کې د پولیسو په بې طرفۍ ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د دې اروپايي ټولنې سفیر او د ماموریت رئیس پیري مایډون په خپل ټوېټر دا خبره لیکلې.
مایډون پرون د افغانستان په اجرائیه ریاست کې د پولیسو د همغږۍ د بورډ په غونډه کې هم ګډون کړی و چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو امنیت یې د بحث یوه مهمه موضوع وه.
مایډون ویلي چې پولیس باید خپل بې پلویتوب وساتي.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د پولیسو د همغږۍ د بورډ په غونډه کې ویلي چې امنیتي ارګانونه... Читать дальше...
د امریکا پوځ داعش یا اسلامي دولت د لوېدیځ لپاره ګواښ ګڼي، خو استخباراتي چارواکي له دې نظر سره موافق نه دي.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو پرون ویلي چې په فارس خلیج کې یوه بهرنۍ تېل وړونکې بېړۍ یې نیولې ده.
د سپاه په اعلامیه کې راغلي چې دې بېړۍ ځینو عرب هېوادونو ته تېل قاچاقول.
په بېړۍ کې اووه لکه لیټره تېل بار وو.
ایرنا دولتي اژانس د سپاه پاسداران د چارواکو په حواله لیکلي چې دا تېل وړونکې بېړۍ د قضايي چارواکو تر امر او همغږۍ وروسته نیول شوې ده.
د بېړۍ اووه سپرلۍ توقیف شوي، خو د هویت په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.
په بحرین کې مېشت د امریکا د پوځ پنځمې فرقې ویلي چې د دې پېښې د تأیید په اړه معلومات نه لري. Читать дальше...
د جنوبي کوریا پوځ وايي، د شمالي کوریا له خبرداري سره سره به د امریکا د متحدو ایالتونو له ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینونه وکړي.
شمالي کوریا ویلي چې دا ډول مانورې به د دغه هېواد او امریکا ترمنځ پر اټمي مسئله خبرې له خطر سره مخامخ کړي.
د جنوبي کوریا دفاع وزارت نن دوشنبه وویل چې دا مانورې به د جګړې په مهال له امریکا څخه د خپلو ځواکونو د عملیاتو د کنټرول د بېرته اخیستلو په برخه کې د جنوبي کوریا بالقوه وړتیاوې وازمايي.
د امریکا او جنوبي کوریا په اوسني امنیتي تړون کې ویل شوي چې د جنګ په صورت کې به امریکايي... Читать дальше...
امریکا یو وار بیا د افغانستان مسئلې ته د یوې ډيپلوماتيکې حل لارې په لټولو او له دغه هېواده د ترورېستانو پر نه استفادې ټینګار وکړ.
Спорт в России и мире
Москва
Команда АО "Желдорреммаш" стала призером СпортЛиги ТМХ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Медведев остался лучшим среди россиян в обновлённом рейтинге ATP, Рублёв — восьмой
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
«Тебе не понравится»: Solar AURA выявила масштабную сеть вредоносных сайтов с картинками для кражи Telegram-аккаунтов
Путин в России и мире
Москва
Алиев: доволен развитием отношений Азербайджана и России
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Сегодня президент Беларуси Александр Лукашенко встретился в Минске с губернатором Поморья Александром Цыбульским
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
В МИД РФ рассказали, как США отвлекли внимание от нового транша Киеву
Навальный в России и мире
Москва
Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Пол Маккартни
Мария Машкова сравнила отца с Полом Маккартни и Куртом Кобейном
Москва
Публичная и тайная жизнь одного из самых ярких российских адвокатов XIX века в новом историческом детективе “Плевако”
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net