د امن راوستلو کې د ځوانانو ونډه
دا اوونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې په امن راوستولو کې ځوانان څه رول لوبولی شي؟
دا اوونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې په امن راوستولو کې ځوانان څه رول لوبولی شي؟
له ډلې یې د محمد اشرف غني، احمد ولي مسعود او لطیف پدرام په مشرۍ ټیمونو د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی.
مسئولان کمیته برگزاری جشن صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان روز شنبه ۲۶ اسد در صحبت با رادیو آزادی گفتند، قرار بود این جشن با برگزاری نمایشگاهها و بازیهای ورزشی در ۷ زون برگزار شود اما بخاطر ناامنیها، تنها در کابل برگزار خواهد شد.
د افغانستان کرکټ بورډ څو کاله وړاندې شااوخوا ۸۰ لوبغاړو سره تړونونه وکړل چې میاشتنی معاش به ورته ورکوي.
د راپورونو له مخې د طالبانو د مشر ملا هبتالله ورور خافظ احمد الله تېره ورځ د پاکستان د کوټې ښار د "حاجي محمد حسنی" په جومات کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر مهال په چاودنه کې ووژل شو.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، قبایلي ضلعو ته زر بلدیاتي نظام غځوي. خو ځیني قبایلي مشران بیا پر حکومتي پرمختګ مطمین نه ښکاري.
په مطلب کې راغلي د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافق وروسته به نور مذاکرات په ناروې کې پیل شي.
فارن پالېسي خپرونې له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو په خبرو او د سولې په پروسې یوه مقاله لیکلې ده.
ولسمشر ټرمپ له خپلو جګپوړو سلاکارانو سره پرون غونډه وکړه. په دې غونډه کې د طالبانو له سخت دریځې ډلې سره د خبرو، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د احتمالي وتلو او د افغانستان د نږدې ۱۸ کلنې جګړې د سیاسي حللارې پر لارو چارو خبرې وشوې.
په نيويارک کې د جمو کشمير په مسله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندو دروازو ترشا غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د چين سفير ويلي دي چې د شورا غړو د جمو کشمير په
د ایران د تېلو د لېږدولو یوه ستره بېړۍ چې په جبلالطارق کې نیول شوې وه، خوشې شوې ده. د سمندر پورې غاړې ته د بریتانیا د مربوطو سیمو چارواکو پرون د اګسټ په ۱۶مه، وویل چې د ایران بېړۍ ازاده ده او له دې سیمې تلئ شي. د راپورونو په حواله، تر دې اعلان وروسته، د بېړۍ د نوم پر بدلولو او د بېړۍ د بیرغ په نوي کولو کار پیل شو. د ایران د بندرونو او سمندري چارو د سازمان مرستیال، جلیل اسلامي پرون په ټلوېزیوني وینا کې ویلي چې د ګرېس [ون] په نوم بېړۍ به د ایران تر بیرغ لاندې حرکت وکړي. دا بېړۍ د جولای په څلورمه نیول شوې وه. Читать дальше...
د طالبانو د مشر ملا هبتالله ورور پرون په بلوچستان کې د جومات دننه په چاودنه کې ووژل شو. پولیس وایي، څلور تنه د کوټې ښار په یوه جومات کې په چاودنه کې وژل شوي او تر۲۰ ډېر ټپیان شوې دي. افغان اسلامي اژانس او روېټرز د طالبانو د دوو سرچینو په وینا خبر ورکړی دی چې وایي، کله چې په جومات کې چاودنه کېده ملا هبتالله اخندزاده په جومات کې نهو، خو د ده کشر ورور حفیظ اخندزاده په دې چاودنه کې ووژل شو. د پاکستان پولیسو د وژل شویو کسانو هویت نهدی څرګند کړی. تر اوسه چا د دې چاودنې مسئولیت نهدی منلی.
تر هغه وروسته چې اسرائیل د بشرپالنې پر اساس، د امریکا د کانګرس د استازو مجلس غړې، رشیده طلیب ته اجازه ورکړه چې لویدېځې غاړې ته ولاړه شي، هغې وویل چې له دې پلانهیې ډډه کړې ده. تر دې وړاندې د اسرائيل حکومت د امریکا د کانګرس دوو ډموکراتو غړو، رشیده طلیب او الهان عمر ته اجازه نهوه ورکړې چې بیتالمقدس او لوېدیځ غاړې ته ولاړې شي. د کانګرس دې دواړو غړو په نړیواله کچه د اسرائيل د تحریمولو د حرکت ملاتړ کړی دی او د اسرائیل حکومت له دې امله هغوی ته د ورتګ اجازه نهورکوله. خو د اسرائيل حکومت وروسته وویل... Читать дальше...
د کابل ښار په زړه کې د شاه دو شمشېره جومات د بیا رغولو کار پرون د اګسټ په ۱۶ مه، پیل شو. د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ویلي چې دا تاریخي جومات په څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو رغول کېږي او د بیارغونې کار بهیې په تقریباً، دوو میاشتو کې پای ته ورسېږي. د ارګ د خبرپاڼې په حواله، د شاه دو شمشېره جومات د بیارغونې د کار د پیل رسمي مراسمو ته د افغانستان د پخواني پاچا، امانالله خان لورګانې [پخوانۍ شاهزادګۍ] هندیه او ناجیه هم ورغلې وې. پخواني پاچا، امانالله خان د ۱۹۱۹ میلادي کال د اسد په ۲۸مه د افغانستان خپلواکي رسماً اعلان کړه. Читать дальше...
د جرمني محکمې یو وګړی چې په خټه افغان دی، ایران ته د جاسوسۍ له امله تورن معرفي کړ. د جرمني فدرالي څارنوالۍ پرون د اګسټ په ۱۶مه وویل چې پر دغه وګړي درانه تورونه لګېدلي دي. د نړیوالو خبري رسنیو په حواله، تورن عبدالحمید [س] نومېږي او له ډېرو کلونو راهیسې یې د جرمني په دفاع وزارت کې د افغانستان د چارو د څېړونکي او ترجمان په توګه کار کاوه. د جرمني څارنوالۍ ویلي چې هغه په ۱۸ مواردو کې جرمني ته په ملي خیانت او د پټو رازونو د ساتنې پر قانون په جدي تېري تورن دی. راپورونه وايي چې هغه د جنورۍ په میاشت کې نیول شوی او هغه مهال پ۵۰ کلن و. Читать дальше...
په ایران کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، تېر کال د بشري حقونو، د بیان د ازادیو او عادلانه محاکمو په برخو کې په ایران کې سختۍ زیاتې شوي. جاوېد رحمان پر ایران د اعدامونو له کبله هم انتقاد کړی دی. په دغه هېواد کې د اوو ماشومانو په ګډون په لسګونه کسان تېر کال اعدام شول. د جاوېد رحمان څرګندونې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د بشري حقونو د وضعیت په نوم، راپور کې خپرې شوې دي. دا راپور تېره میاشت چمتو شو او پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې شو. جاوېد رحمان... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم، عمران خان پرون د اګسټ په ۱۶مه، د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا له جمهور رئیس، ډونالد ټرمپ سره خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان او ټرمپ د ټیلیفوني مکالمې خبر په داسې حال کې خپور کړی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی، زلمی خلیلزاد هم په واشنګټن کې دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ او صدراعظم عمران خان ژمنه کړې چې څومره چې د افغانستان د سولې پروسه پر مخ ځي په جريان کې بهیې په دوامدار ډول په تماس کې پاتې کېږي. Читать дальше...
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې، ملیحه لودهي خبریالانو ته وویل چې د امنیت شورا غونډې څرګنده کړه چې د جمو او کشمیر پر خلکو به بندیز وي، "خو د هغوي غږ په ملګرو ملتونو کې واورېدل شو."
پېژندل شوی سناتور، لېندسي ګراهام وویل چې د امریکا خلک او کانګرس باید د هغې موافقې پر جزئیاتو خبر وي او وپوهېږي چې امریکا يې د طالبانو د سیاسي استازو سره لاسلیک کوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.