123ru.net
World News in Pashto
Август
2019

Новости за 11.08.2019

خوستوال د "سولې په هیله" اختر لمانځي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د ملکي او امنیتي چارواکو ترڅنګ سلګونه کسانو په لوی جامع جومات کې د لوی اختر لمونځ وکړ. چارواکو او اوسېدونکو د اختر په مناسبت په خبرو کې د سولې هیله وښوده. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.

ولسمشر غني، د سولې په اړه پرېکړه باید راتلونکې حکومت وکړي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخپل اختریز پیغام کې وویل، سوله پرته شکه چې کېدونکې ده، خو د ملي يووالي د حکومت په وروستي پړاو کې لويې پرېکړې ناشونې دي. هغه له خلکو وغوښتل چې راتلونکې ولسمشر ته واک ورکړي، څو لویې پرېکړې وکړي. نور حال د واصل وصال په راپور کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر



د ازادي راډيو خبریالان: د نن ورځې تر اوسه کومه امنیتي پېښه نشته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ازادي راډیو خبریالان وايي چې نن د لوی اختر په لومړۍ ورځ یې تر دې دمه د کومې لویې امنیتي پېښې راپور نه دی ترلاسه کړی. د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ښارونو او مهمو سیمو د امنیت لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر غوره کړي دي. دا تدابیر وروسته له دې غوره شوي چې په وروستیو ورځو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ پېښې وشوې. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د اختر په مناسبت خپلو جنګي کسانو ته ویلي چې د اختر په ورځو کې ارام واوسي، خو د اوربند اعلان یې ورته نه دی کړی. Читать дальше...



اختر کې د پیاڅې یا جوارو اوړو خرڅلاو ولې زیاتېږي؟

Mashaalradio.com 

د اختر له راتګ سره سم، په چارسده کې د پیاڅې یا جوارو اوړو خرڅلاو زیات شوی دی. په چارسده کې زیاتره خلک د برېښنايي پر ځای د اوبو له ژرندې د جوارو اوړه اخلي. ژرندګړی وايي، په اختر کې پیاڅه زیاته ځکه خرڅېږي چې دا اوړه په کبابو کې کارېږي. ویډيويي رپورټ وګورئ.

پاکستان: له هند سره د ټرانسپورټي اړیکې وروستۍ نقلیه وسیله هم ودرول شوه

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وايي، له هند سره یې د ټرانسپورټي ارتباط وروستۍ نقلیه وسیله هم ودروله. د جمو او کشمیر د کړکېچ پر سر د دوو اټمي قدرتونو ترمنځ د ترینګلتیا په اوج کې د لاهور او ډیلي ترمنځ د بسونو تګ راتګ درول شوی دی. د پاکستان د ګرځندوی د ادارې یوه چارواکي ارشد علي پرون شنبه روېټرز خبري اژانس ته وویل، حکومت د ډیلي – لاهور ترمنځ د بسونو د تګ راتګ د درېدو امر کړی دی. په هندي کشمیر کې له ترينګلتیا سره سره د هند حکومت پرون د کشمیر د دوبني مرکز سرینګر په ځینو برخو کې پر تګ راتګ محدودیت کم کړ او خلک بازارونو ته راووتل چې د اختر لپاره سودا واخلي.

په هانګ کانګ کې د حکومت ضد اعتراضونه بېرته پیل شول

Pa.azadiradio.com 

په هانګ کانګ کې د حکومت ضد اعتراضونه بېرته پیل شول. د راپورونو له مخې، زرګونه کسان نن د پولیسو د هغه اقدام پر ضد چې لاریونونه او مظاهرې یې منعه کړي، لارو کوڅو ته راووتل. په پام کې ده چې د نن ورځې په اوږدو کې دا اعتراضونه د هانګ کانګ څو سیمو ته پراخه شي. په هانګ کانګ کې دا مظاهرې چې په ځینو سیمو کې په تاوتریخوالي هم اوښتي، له څو اوونیو راهېسې دوام لري. اعتراض کوونکي چین ته د مجرمانو د سپارلو د یو قانون مخالفت کوي او لغوه کېدل یې غواړي. د چین حکومت د دې قانون ملاتړ کوي، خو د دې هېواد کمونېست ګوند د داسې یو قدام له منلو ډډه کړې.

د شنبې په ورځ په تانزانیا کې د تېلو د ټانکر چاودنې ۶۴ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د شنبې په ورځ په تانزانیا کې د تېلو د یوه ټانکر چاودنې ۶۴ کسان وژلي دي. چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې سیمه ییزو خلکو د تېلو په یوه چپه شوي ټانکر د تېلو د ترلاسه کولو لپاره ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه. راپورونه وايي چې په پېښه کې اویا تنه نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د تجارتي مرکز دارالسلام لوېدیځ ته ۲۰۰ کیلومتره لرې پرته سیمه کې رامنځته شوې ده. د سیمې یو چارواکي ویلي، د مورګورو په نوم دې سیمه کې یې تر دې مخکې کله په دې کچه ناورین نه و لیدلی. د تانزانیا ولسمشر په پېښه خواشینې ښودلې او د خپل هېواد... Читать дальше...

د عراقي ځواکونو یو امریکايي پوځي سلاکار په عراق کې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزات وايي، د عراقي ځواکونو یو امریکايي پوځي سلاکار د عراق د نینوا په ولایت کې وژل شوی دی. د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي: د امریکا یو پوځي نن د عراق د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په دې هېواد کې ومړ. د دې امریکايي پوځي هویت تر اوسه نه دی اعلان شوی. عراقي ځواکونو په دې وروستیو کې د داعش د وسله والې ډلې د پاتې شونو پر ضد عملیات پیل کړي دي. د عراق حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د داعش ډلې په وړاندې د جګړې بریالیتوب اعلان کړ. د داعش تندلارې ډلې... Читать дальше...

عنایت الله د مشال راډیو اورېدونکو ته سندره ډالۍ کړې

Mashaalradio.com 

عنایت الله د سوات سندرغاړی دی او د موسیقۍ ترڅنګ په لوبو او انځورګرۍ کې هم دلچسپي لري. نوموړي د لوی اختر مبارکۍ ترڅنګ د مشال راډیو اورېدونکو او خپلو مینه والو ته سندره ډالۍ کړې چې په ویډیو کې یې لیدلای شئ.

په اسلام اباد کې د قربانۍ څارويو منډيي لګېدلی

Mashaalradio.com 

د پاکستان د نورو ښارونو په څېر په اسلام اباد کې هم د قربانۍ څارویو منډيي لګېدلې چې خلک ورځي، خو زیاتره یې له ګرانۍ شکایت کوي او وايي، وړوکی څاروی هم نشي اخیستای. ویډیويي رپورټ وګورئ.

نن د اختر لومړۍ ورځ ده

Mashaalradio.com 

د اګست پر ۱۱مه د سعودي عرب او افغانستان په ګډون د نړۍ په زياترو هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. په پاکستان کې حکومت د اګست پر ۱۲مه اختر اعلان کړی.


Музыкальные новости
Джиган

Джиган раскрыл свой вес и описал причину похудения словами «надоело быть жирным»





Персональные новости
США

США включили ряд российских блокчейн-платформ в список SDN





د غزني په قره باغ کې د اختر د خوشحالۍ ډزو یو ماشوم وژلی

Pa.azadiradio.com 

د غزني د قره باغ په ولسوالۍ کې د اختر د خوشحالۍ ډزو یو ماشوم وژلی دی. تېر ماسختن د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په جرکنه کلي کې یو ماشوم د اختر د خوشحالۍ په ډزو کې وژل شوی دی. د دغه کلي اوسېدونکي محمد سالم سالمي د شنبې په ورځ ماسختن ناوخته په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د حمزه په نوم ۷ کلن دغه ماشوم لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. دی زیاتوي، دغه ماشوم د شریف الله زوی او د لومړي ټولګي زده کوونکی و. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د خوښیو د جشنونو او ځانګړو... Читать дальше...

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې یوه ځانګړې اداره جوړه شوه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د څارنې یوه ځانګړې اداره جوړه شوه. د ارګ په خبرپاڼه کې چې پرون د اګست په لسمه خپره شوې، ویل شوي چې دا اداره به د اداري فساد پر ضد مبارزه کوي، شکایتونه به اوري او د لوړرتبه حکومتي چارواکو د فعالیت څارنه به کوي. د څار دا اداره له اداري فساد سره د مبارزې د عالي شورا غړې ده. د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اداري فساد د څار ادارې د مشرۍ لپاره غزال حارث ټاکل شوې ده. د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل یا د شفافیت نړیوال سازمان افغانستان ته د اداري فساد د اندازې پر اساس له ۱۰۰ یوازې شپاړس نمرې ورکړي دي. Читать дальше...

افغان حکومت له طالب استازو د ازبکستان پر رسمي هرکلي نیوکه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ازبکستان کې د وسله والو طالبانو یوه پلاوي ته پر رسمي هرکلي او له هغوی سره د ازبکستان د چارواکو د خبرو پر څرنګوالي اعتراض کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي پرون د اګست په لسمه پر ټوېټر لیکلي چې افغانستان د سولې لپاره د ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ هرکلی کړی دی، خو د وسله والو طالبانو پلاوي ته د رسمي هرکلي او له هغوی سره د خبرو ډول دا نه څرګندوي چې ازبکستان د افغانستان د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابروي. په دوحه کې د وسله... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په لیبیا کې چاودنه وغندله

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په لیبیا کې چاودنه چې د دې سازمان دوه کارکوونکي په کې وژل شوي، وغندله. په لیبیا کې روغتیايي کارکوونکو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د سازمان دوه مامورین پرون د اګست په لسمه په بن غازي کې په چاودنه کې وژل شوي دي. د ډاکترانو په وینا، یو وژل شوی وګړی بهرنی او بل لیبیايی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د خپلو مامورینو د هویت په اړه څه نه دي ویلي. له دې سازمانه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې په بن غازي کې په پرونۍ چاودنه کې د هغوی درې کارکوونکي زخمیان دي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России на ВДНХ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Хачанов победил Черундоло и пробился в 1/8 финала турнира ATP в Майами


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Москве прошла эковыставка Hydrate The World





Путин в России и мире
Москва

Путин спросил Беглова о причинах снижения популярности Петербурга у туристов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

СМИ: Байден и Шольц не успели предложить Москве обменять Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Борис

Ритуальный агент Борис Свистунов: комплексная поддержка в организации похоронных услуг в Санкт-Петербурге и Ленинградской области



Москва

Участник клуба «Активное долголетие» из Рошаля сдал нормы ГТО по стрельбе

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net