له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې یوه ځانګړې اداره جوړه شوه
د ارګ په خبرپاڼه کې چې پرون د اګست په لسمه خپره شوې، ویل شوي چې دا اداره به د اداري فساد پر ضد مبارزه کوي، شکایتونه به اوري او د لوړرتبه حکومتي چارواکو د فعالیت څارنه به کوي.
د څار دا اداره له اداري فساد سره د مبارزې د عالي شورا غړې ده.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اداري فساد د څار ادارې د مشرۍ لپاره غزال حارث ټاکل شوې ده.
د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل یا د شفافیت نړیوال سازمان افغانستان ته د اداري فساد د اندازې پر اساس له ۱۰۰ یوازې شپاړس نمرې ورکړي دي.
دې نړیوالې ادارې د ۲۰۱۸ میلادي کال په کلني رپوټ کې لیکلي چې د افغانستان په حکومتي ادارو کې مالي او اداري فساد دومره زیات دی چې د سولې او ثبات لپاره هڅې یې کمزورې کړي دي.
