روسيه کې د زهرجنو اوبو ډنډ
د روسیې په سایبيریا سیمه کې د شنو اوبو يو ډنډ د مالدیپ یا انډونیشیا د جزیرو په څېر ښکاري او ورته د سایبيریا مالدیپ هم ویل کېږي خو د دې حقیقت بل څه دی. تفصیل یې په دې ویډيو کې وګورئ.
د روسیې په سایبيریا سیمه کې د شنو اوبو يو ډنډ د مالدیپ یا انډونیشیا د جزیرو په څېر ښکاري او ورته د سایبيریا مالدیپ هم ویل کېږي خو د دې حقیقت بل څه دی. تفصیل یې په دې ویډيو کې وګورئ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نور هېوادونه د داعش پر ضد جګړې ته وبلل او ویې ویل نه غواړي ۱۹ کاله نور په افغان جګړه کې پاتې شي. د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي له امریکا سره خبرې بې ګټې دي او ډوین جانسن سږ کال له فلمونو تر ټولو زیاتې پيسې ګټلي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
محمد علي هغه ځوان چې ادعا یې کړې وه پښتورګې یې پلورل شوي، خو قضیه داسې نهده. وېډيو:شفیع کریمي اېډېټ: لېمه هادي
د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت د ازادۍ راډیو همکارانو د شاه امان الله خان د کارنامو او میراثونو پر موضوع د مستند فلم درېیمه برخه. د فلم متن امان الله پویامک لیکلی، لوستونکی یې اکرام الله اکرام او اېډېټ یې تمیم اخګر کړی دی. د ویډیو جوږوونکي شفیع کریمي، لېمه هادي، ذکریا صفري او تمیم اخګر دي.
د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق د ثبات او همپالنې په نوم له انتخاباتي ډلې سره یوځای شو. د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشري د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس او جمهوري ریاست ته نوماند، عبدالله عبدالله کوي. د دې ډلې ویاند، فریدون خوځون نن د اګسټ په ۲۲مه ازادي راډیو ته وویل چې محمد محقق به سبا په کابل کې په یوه غونډه کې خپل رسمي موقف اعلان کړ. محمد محقق مخکې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال په انتخاباتي ډله کې مرستیال و. ښاغلي محقق د ازادي راډیو پرلهپسې اړیکو ته ځواب ورنهکړ.
د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت د شاه امان الله خان د کارنامو او میراثونو پر موضوع د مستند فلم دویمه برخه. د فلم متن امان الله پویامک لیکلی، لوستونکی یې اکرام الله اکرام او اېډېټ یې تمیم اخګر کړی دی. د ویډیو جوږوونکي شفیع کریمي، لېمه هادي، ذکریا صفري او تمیم اخګر دي.
د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت د ازادۍ راډیو همکارانو د شاه امان الله خان د کارنامو او میراثونو پر موضوع مستند فلم جوړ کړی چې دا یې لومړۍ برخه ده. د فلم متن امان الله پویامک لیکلی، لوستونکی یې اکرام الله اکرام او اېډېټ یې تمیم اخګر کړی دی. د ویډیو جوږوونکي شفیع کریمي، لېمه هادي، ذکریا صفري او تمیم اخګر دي.
د دې هېواد ولسمشر حسن روحاني وویل، دښمن له ایران سره خبرې نه، بلکې د زور په ژبه خبرې کوي، نو نور د سولې د خبرو مېز زموږ لپاره مطرح نهدی او پر پوځي وړتیاوو باید باور وکړو.
عمران خان ويلي دي چې له هند سره اوس د مذاکراتو هېڅ ګټه نشته او په خبره يي چې د دواړو اټومي طاقتونو پاکستان او هندوستان ترمنځ د نښتې رامنځته کېدو خطر مخ په زياتېدو دی.
دوی د "دولت جوړوونکي" او د "ثبات او همپالنې" انتخاباتي ټیمونه په خپلو کمپایني غونډو کې له دولتي امکاناتو نه په ګټې اخیستنې تورنوي.
((له پولو اخوا ته)) په نوم غونډه کې افغان ګډونوالو پر دې خبرې ټينګار وکړ چې پاکستان کولای شي طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېنوي، خو د غونډې پاکستانيو ګډونوالو بيا نظر لاره چې پاکستان پر طالبانو دومره نفوذ نه لري چې څومره ترې افغانستان تمه کوي.
د افغانستان ملي موزيم په ۱۹۱۹ کال کې پاچا امان الله خان پرانيستی وو. خو په تېرو ۱۰۰ کلونو کې په مختلفو وختونو کې لوټ شوی او يا ورته د جنګ له وجې زيان رسېدلی. د امريکا شېکاګو پوهنتون په مرسته بچ شوی هنر ۹۹ فيصده برېښنايي شوی دی.
پرون (د اګست په ۲۱ مه) د افغانستان او پاکستان د حکومتونو استازو په يوه شريکه غونډه کې د غلام خان بندر د ترانزیټ کېدو او نورو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا امکانات وارزول. په دې غونډه کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل او د پاکستان د پوځ افسران شامل ول. نور حال د نجيب الله الوخېل په ويډيويي راپور کې.
د پاکستان د قانون وزير وايي حکومت د احتساب قامي اداري يا نېب په قوانينو کې د بدلون پرېکړه کړې او وفاقي کابينې يې منظوري هم ورکړې ده.
د ټېلېوېژن انتظامیې، د اګست پر شپږمه، یوه ناپېژندلي کس تر ټېلېفون وروسته د سېټي د سیاسي تبصرو خپرونه وتړله.
له بریتانیا نه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په درشل کې، یووالي پالې او ملي پالې کړنې رامنځته شوي او ډېری خلک دا ادعا کوي چې دغه ملي پالنه او له هېواد سره مینه په ۱۹۱۹ کې د افغانستان د استقلال پر مفهوم ولاړه ده.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د نويو صوبو جوړولو لړ کې د قانون جوړونې لپاره پارليماني کمېټۍ جوړېږي.
د مقالې عنوان دی؛ داعش د طالبانو ځای نیسي او دا د افغانستان سولې ته په داسې حال کې لوی خطر دی چې داعش ډله په عراق او سوریه کې بېرته سر راپورته کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (پنجشنبه ) د چین او روسیې په غوښتنه یوه پرانیستې غونډه کوي چې پهکې به د امریکا د متحده ایالاتونو لهخوا د یو کروز توغندي په ازمایښتي توغولو بحث وشي. امریکا دا ازموینه د اګسټ په ۱۹مه نېټه وکړه. د روېټرز خبري اژانس وايي، د روسیې په غوښتنه کې راغلي چې دا غونډه "د امریکايي چارواکو د هغو بیانونو په اړه ده چې وايي پلان لري د منځني واټن ویشتونکو توغنديو ته پراختیا ورکړي او ځای پر ځای یې کړي." په دې اړه د امریکا او روسیې ترمنځ د درې لسیزو زوړ تړون د دې میاشتې په لومړیو کې مات شو. Читать дальше...
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، نور هېوادونه باید د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه وکړي. ده د روسیې، ایران، ترکیې، عراق او افغانستان نومونه یاد کړل، بیا یې وویل: "وګورئ هند هلته دی جګړه نه ورسره کوي، موږ جګړه ورسره کوو. پاکستان ورسره یو مخ نږدې دی. دوی ډېره لږه جګړه ورسره کوي، بېخي لږ. دا عادلانه نهده او متحده ایالات اووه زره مایله لیرې پراته دي." داعش ډلې په کابل کې د واده په یوه محفل کې د شنبې د ورځې د ځان وژونکي برید مسؤلیت ومانه. په دې چاودنه کې ۸۰ تنه ووژل شول. د روان کال په پیل کې... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فنلنډ د سفر پر مهال د امریکا د کروز توغندیو پر ازموینې انتقاد وکړ. ولادیمیر پوتین په ورته وخت کې ګاونډي هېواد فنلنډ ته د روسیې د یوه پوځي مرکز دننه د چاودنې له امله د وړانګو د خپرېدو د ګواښ په خاطر ډاډ ورکړ. پوتین دا خبرې پرون په پلازمېنه هلسنکي کې د فنلنډ له ولسمشر سوولي نینیستوپ سره د ګډې خبرې غونډې پر مهال وکړې. د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د کروز توغندي د ازموینې اعلان وکړ چې تر ۵۰۰ کیلو مترو پورې خپل هدف ویشتلی شي.
ډنمارک د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دې پرېکړې حیران کړی دی چې دغه هېواد ته خپل رسمي سفر ځنډوي. دا پرېکړه وروسته تر دې شوې ده چې د ډنمارک حکومت د امریکا دا وړاندیز رد کړ چې د ګرینلنډ سیمه د امریکا پر متحده ایالاتو خرڅه کړي. د ډنمارک شاهي ماڼۍ پرون خپله حیرانیا څرګنده کړه او صدراعظمې میتي فریدریکسن وویل چې دا ناهیلې شوې ده. ټاکل شوې وه چې ولسمشر ټرمپ د سپټمبر په دوهمه د ډنمارک د ملکې دوهمې مارګریت په بلنه ډنمارک ته ولاړ شي. تر دې سفر مخکې ولسمشر ټرمپ وړاندیز کړی و چې متحده ایالات دې ته لېواله دی چې ګرینلنډ واخلي. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره شپه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دارالامان رغېدلې ماڼۍ پرانیسته. ښاغلي غني په دغو مراسمو کې وویل: "نن موږ د دارالامان له ورانې او ویجاړې ماڼۍ څخه بیا دارالامان جوړ کړ، مبارک مو شه، مبارک مو شه!" په دې مراسمو کې د امانالله خان د لور شهزادګۍ هندیا په ګډون یو شمېر حکومتي چارواکو، سیاستوالو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه. د دارالامان د ماڼۍ د بیارغېدو چارې د ۲۰۱۶ کال د مې په میاشت کې پیل شوې وې. پر دې ماڼۍ نږدې ۱۰ میلیونه ډالر ولګېدل. دا ماڼۍ د امانالله خان د... Читать дальше...
د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت پرون ناوخته دا خبره تأیید کړه چې دوه پوځیانیې په افغانستان کې وژل شوي دي. د غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه بیان کې ویلي دي چې دوه امریکایي سرتېري د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې وژل شوي دي. په دې بیان کې نور معلومات نهدي ورکړل شوي چې دا عسکر چېرته وژل شوي دي. د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۱۶ امریکایي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.
د البانیا دفاع وزیره وایي چې د البانیا یوې بېړۍ په ایجه سمندرګي کې ۳۶ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي. د البانیا دفاع وزیرې اولتا شاکا پرون په ټویټر کې ولیکل چې د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو په مرسته د البانیا بېړۍ ۱۹ افغان ماشومان، اته مېرمنې او نهه نارینه چې غوښتلیې د یونان لور ته پورې وځي، وژغورل او سیمهییزو چارواکو تهیې وسپارل.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.