د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په خپل یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې نن شنبه د سنبلې په ۹مه د کندز ښار څلورلاري کې په داسې حال کې چې د دغه ولایت امنیه قوماندان له رسنیو سره خبرې کولې، یوه چاودنه وشوه چې ۱۰ تنه یې ووژل.
په دې اړه د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې دغه چاودنه نن ماښام شااوخوا ۶ بجې وشوه، تر دې دمه یې د نوعیت په اړه معلومات نشته خو د امنیه قوماندان په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي دي.
د یو شمېر راپورونو پر بنسټ، په دغه پېښه کې ځینو سیمه ییزو خبریالانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. Читать дальше...
افغان چارواکي وایي پر کندز ښار د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبول شوی دی.
ويډيو : رويټرز خبري اژانس
یو شمېر چارواکو او د رسنیو کارکوونکو نن شنبه د اکبر ایازي د فاتحې او درناوي مراسم پرځای کړل.
دوی د اکبر ایازي مړینه لویه ضایعه وبلله.
په دې اړه نور حال د تمیم اخګر په راپور کې
د اګست پر ۳۱مه د افغانستان په خوست ولایت کې د پښتنو او بلوڅو د یووالي ورځ ولمانځل شوه. د وزیرستانیو کډوالو یو مشر ملک حبیب خان مده خېل وویل، د کرښې په دواړو لورو کې د پښتنو او
د کندز اوسېدونکي وایي چې د ښار په شااوخوا ځنډو کې لا هم ډزې روانې او ځينې نږدې سیمې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
بل خوا سیمه ییز چارواکي وایي چې وضعیت د افغان ځواکونو په لاس کې دی او مهمو سیمو کې یې ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
نور جزیات د اجمل ارین په راپور کې
پر کندز ښار د طالبانو د تېرې شپې له حملې وروسته د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي دغه ولایت ته تللي دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي چې له امریکا سره د دې ډلې په مذاکراتو کې د موافقې متن وروستی شوی او نن یې د اجرا د څرنګوالي په اړه خبرې روانې دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د هغه څه له امله چې خبریالان یې د ځان په اړه سپکاوی بولي، د افغان ولسمشر د ویاند په حضور کې له خبریالانو رسمي بښنه وغوښته.
روح الله احمدزي چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز یې په کندز کې د طالبانو د ډله ییز برید په اړه معلومات ورکول، خبریالانو ته په تنده لهجه وویل چې د طالبانو تلفان نه وینئ او نه یې اورئ.
روح الله احمدزی چې نن په یوه کنفرانس د یوه خبریال پوښتنې په غوصه کړ، په قهرجنه لهجه یې خبریال ته د ړوند او کوڼ خطاب وکړ چې په دې توګه خبریالان ناراضه او مطبوعاتي غونډه ګډه وډه شوه. Читать дальше...
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي چې له امریکا سره د دې ډلې په مذاکراتو کې د موافقې متن وروستی شوی او نن یې د اجرا د څرنګوالي په اړه خبرې روانې دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د جمهوري ریاست ۹ کاندیدانو د خپلو انتخاباتي مبارزو د لګښتونو په اړه دغه کمېسیون ته راپور ورکړی دی.
د سنبلې نهمه د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ په کابل کې د قومونو او قبایلو د چارو وزارت له خوا ونمانځل شوه.
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره ښځینه لوبډله د سبروټو کپ سیالیو په لړ کې نن د نوي ډهلي د فوټبال ښځینه لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.
افغان ښځینه لوبډلې له دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې تېره ورځ د هند د چندیګړ لوبډلې ته ۳ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د هندوستان د پوهنې وزارت له خوا هرکال د ۳۲ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله له تېرو څو کلونو راهیسې په سوبروټو کپ سیالیو کې ګډون کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې د ټېسټ سیالۍ لپاره دغه هېواد ته رسېدلې ده.
افغان لوبډلې دغې سیالۍ لپاره يوه اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې تمرینات کړي او ټاکل شوې چې په بنګله دېش کې هم يو لړ تیارۍ وکړي.
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دغه ټېسټ لوبه د بنګله دېش په کوربه توب د سپټمبر له پنځمې د همدې میاشتې تر ۹مې نېټې پورې ترسره کېږي.
دواړه هېوادونه له دې وړاندې په شل اوریزو او يو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شوي، خو په ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه کې بیا د لومړي ځل لپاره مخامخ کېږي. Читать дальше...
د پاکستان د بشري حقونو سازمان پر حکومت غږ کړی چې لادرکه کسان دې پیدا کړي او د هغوی له کورنیو سره دې مرستې هم وکړي.
په ناڅاپي پېښو کې د بېړنۍ مرستې لپاره د ریسکیو ۱۱۲۲ په نوم د ژغورنې مرکز د خېبر په جمرود کې پرانیستل شوی دی. د خېبر پښتونخوا صوبایی حکومت وایي په ټولو قبایلي ضلعو کې به دا دول مرکزونه پرانيزي. نور حال د فرهاد شينواري په ويډيويي راپور کې واورئ.
د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند مشال راډیو ته وویل چې په دوحه کې د جمعې په ورځ خبرې ځنډېدلې وې.
ځایي چارواکي وایي چې په کندهار او زابل کې تېره شپه د وسله والو طالبانو درې لوی بريدونه پر شا تمبول شوي دي.
وسله والو طالبانو دغه بريدونه د کندهار په خاکرېز او د زابل په اټغر او دايچوپان ولسوالیو کې ترسره کړي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال ازادي راډيو ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ډله یيزه توګه د زابل په اټغر او دایچوپان ولسوالیو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
سيال وایي، له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور يې ژوبل شوي دي. Читать дальше...
طالبانو له دې وړاندې په ۲۰۱۵م کال کې هم پر کندز ښار بريد کړی و او تر څو ورځو يې په ولکه کې و چې بيا وروسته د افغان او ناټو ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې پر شا وتمبول شول.
روغتیايي مسؤلین وایي چې په ارزګان کې طالبانو یولک څلوېښت زره ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې کړي دي.
د لوېدیځو یو شمېر چاپي خپرونو د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر د دې خبرو په اړه لیکنې خپرې کړي چې زرګونه پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکايي استازو او طالب پلاوي ترمنځ د سولې په مذاکراتو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
ځایي چارواکي وایي چې د کندز پر ښار د وسله والو طالبانو د تېرې شپې برید پر شا تمبول شوی.
د چارواکو په خبره چې د کندز ښار پر امنیتي پوستو له څو خواوو د وسله والو طالبانو پیل شوی برید د شپې له یوې نیمې بجې پیل او تر ۴نیمو یې دوام وکړ.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډيو ته وویل چې برید پر شا تمبول شوی او او په سیمه کې تازه دمي ځواکونه ځای پرځای شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اخوا وسله وال طالبان د کندز ښار په برید کې د امنیتي پوستو د نیولو او... Читать дальше...
د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ازادي راډیو ته وویل چې په دوحه کې د جمعې په ورځ خبرې ځنډېدلې وې.
د کندز د سیمه ییزو چارواکو د خبرو پر بنسټ چې له تېرې شپې راهیسې وسله والو طالبانو له شااوخوا نږدې سیمو پر ښار ډله ییز برید پیل کړی او لاهم د ښار په نږدې څنډو کې خال خال جګړه دوام لري.
د امریکا د متحدو ایالاتو یو عسکر په افغانستان کې ووژل شو.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کې چې پرون جمعه د اګست په دېرشمه خپور شوی، ویل شوي چې یو عسکر د پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په وخت کې وژل شوی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې اړه نور جزیات نه دي څرګند کړي.
خو نیوزویک مجلې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په حواله ویلي چې وژل شوی عسکر د امریکا د سپېشل فورس یا ځانګړو ځواکونو غړی و.
د پنټاګون یوې سرچینې نیوزویک ته ویلي چې عسکر په زابل کې وژل شوی دی.
تېره اوونۍ هم دوه امریکايي عسکر په فاریاب کې ووژل شول. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Московские школьники стали победителями всероссийской олимпиады по математике
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Прямая трансляция матчей Рыбакиной и Путинцевой за выход в 1/8 финала турнира в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Труп мужчины найден в лесопарковой зоне в Сокольниках
Путин в России и мире
Москва
Поведение Путина вызвало резонанс, потерянные в 90–е заводы возвращаются РФ
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Продюсера Reuters арестовали за публикацию материалов на YouTube-канале «НавальныйLIVE»
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Вячеслав Бутусов
Удачные выходные в Воронеже: Вячеслав Бутусов, выставка «Агитпоезд» и экскурсия «Мир! Труд! Май!»
Москва
Как экс-замминистра Тимур Иванов долгие годы скрывал свою роскошную жизнь
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net