Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2019

Новости за 10.08.2019

خلک د لوی اختر قربانۍ ته چړې تېرې کوي

Mashaalradio.com 

د لوی اختر له راتګ سره سم، په کوټه کې د چړو او چاقوګانو د تېره کولو کار زور اخیستی. خلک نه یوازې پڅې چړې تېرې کوي بلکې نوې هم اخلي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.

ننګرهار: افغان ځواکونو ځانمرګي واسکټونه نيولي

Mashaalradio.com 

د ننګرهار د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې په تېره یوه مياشت کې يې د ډاکټر او تجارانو هغه دولس تنه تهدیدونکي نيولي چې دوی ته به يې د ټېلېفون له لارې د باج نه ورکولو په صورت کې مرګوني ګواښونه کول او نور جنايي او ترهه ګریز فعالیتونه يې تر سره کول.



خوست: شېخ زاید پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي ودانۍ پرانېستل شوه

Mashaalradio.com 

د افغانستان د خوست شیخ زاید پوهنتون کې د شرعیاتو د پوهنځي لپاره تدریسي وداني چې ودانیزې چارې يې شپږ کاله وړاندې پیل شوې وې او د ځینو ستونزو له کبله يې کارونه نه وو بشپړ شوي، تر تکمیلدو وروسته د اګست پر ۹مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.

سېلګریزه سیمه نارانو کې نوی هاسټل

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا حکومت په سېلګريزه سيمه ناران کې د سیلانیانو لپاره د یو هاسټل پرانیسته وکړه چې موخه یې سیلانیانو ته اسانتیا ورکول دي. چارواکي وايي، په ځانګړي ډول ځوانان له دې ودانۍ زیاته ګټه پورته کولی شي. په دې اړه د ځلاند يوسفزي ويډيويي رپورټ وګورئ.



'ځوانان دې خپله سيمه کې امن پر ځای کړي'

Mashaalradio.com 

د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو پر دې خبرې کړي چې د هند لخوا تر خپل واک لاندې د کشمير د ځانګړي حيثيت تر ختمولو وروسته په مرکزي او ټولنيزو رسنيو کې له نفرت ډک بحثونه او سندرې د دې سيمې په ځوانانو څه بده اغيزه غورځوي او کنه؟

د علي او محسن مقدمې اورېدنه بیا ځنډېدلي

Mashaalradio.com 

پراګ: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر د مقدمې اورېدنه د اګست تر ۱۷مې وځنډول شوه.

هند تر واک لاندې کشمیر کې په ګرځبندیز کې نرمي

Mashaalradio.com 

هندي چارواکو د جمعې د لمانځه لپاره په کشمیر کې په ګرځبندیز کې نرمي کړې وه. د رويټرز خبري اژانس له مخې په ځينو سيمو کې سکولونه هم خلاص کړل شوي وو. تفصيل دلته په ويډيو کې کتلای شئ. راپور: رويټرز اېډېټ: اسرار

قریشي: چین د کشمیر په مسله د ملاتړ هوډ کړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، چين ورته ويلي چې هغوی به د پاکستان لخوا د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د کشمير مسئلې د وړلو پريکړې ملاتړ کوي.

نیویارک ټایمز: د افغانستان د بحران د پای لپاره د توازن ستونزمن عمل ته اړتيا ده

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې عنوان یې دی: په افغانستان کې بحران ته د پای ټکي د ايښودلو لپاره په سیمه کې د توازن ستونزمن عمل ته اړتيا ده.

د افغانستان د نولس کلنو فوټبال لوبډله نن د ازبکستان په وړاندې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نولس کلنو فوټبالېستانو لوبډله به نن شنبه د اګست په لسمه د ازبکستان له لوبډلې سره مخامخ شي. د افغانستان د نولس کلنو د فوټبال ملي لوبډلې پرون د ترکمنستان د نولس کلنو لوبډلې سره مسابقه وکړه چې دوه په دوه مساوي پای ته ورسېده. د منځنۍ اسیا د هېوادونو د نولس کلنو د فوټبال دا سیالۍ په تاجکستان کې روانې دي.


Музыкальные новости




Персональные новости




چارواکي: د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي دي. هلته د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون د اګست په نهمه ازادي راډیو ته وویل چې په شولګره کې د تصفیوي عملیاتو دوهم پړاو پیل شوی دی. محمد حنیف رضايي وویل چې په دوو نورو ولسوالیو کشنده او زاري کې پوځي عملیات پرون پای ته ورسېدل. محمد حنیف رضايي وویل: د عملیاتو هدف تصفیه او تلاشي او له دښمنه د هغو سیمو پاکول دي چې ګومان کېږي چې هغوی به هلته وي. محمد حنیف رضايي وویل چې په شولګره ولسوالۍ کې وسله وال طالبان فعالیت لري. وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي.

د جوزجان په قرقین کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان په قرقین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. د ۲۰۹ شاهین قول اردو په بیان کې چې پرون د اګست په نهمه خپور شوی، ادعا شوې چې په جوزجان کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۵ تنه زخمیان شوي دي. په بیان کې ویل شوي چې په دې نښته کې د فاریاب لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مشر مولوي عبادالله هم وژل شوی دی. خو وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي.

د نړۍ تر ۲ ميلیونو زیات مسلمانان نن د عرفات مراسم پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ تر دوو ميلیونو زیات مسلمانان نن شنبه د اګست په لسمه د عرفات مراسم پیلوي. د یکشنبې په ورځ به دلوی اختر لومړۍ ورځ وي. د رپوټونو په حواله، سږکال له افغانستانه دېرش زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته تللي دي. د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې په مکه مکرمه او مدینه منوره کې یې جدي امنیتي تدابیر نیولي او هر حرکت څاري. په سعودي عربستان کې د نړۍ د مسلمانانو دا خاص مراسم به د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

ټرمپ وایي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ډېر ښکلی لیک ور استولی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي چې د شمالي کوریا د رژیم مشر کیم جونګ اون ډېر ښکلی لیک ور استولی او دا یې هم ویلي چې دی بیا له کیم سره کتلی شي. سره له دې چې په وروستیو څوارلسو میاشتو کې ټرمپ او کېم درې واره سره کتلي، نړیوال د شمالي کوریا د مزائیلو ازموینو او د اټمي وسلو جوړولو قابلیت تر هر بل وخت زیاته اندېښمنه کړې ده. ولسمشر ټرمپ نه دي ویلي چې د شمالي کوریا له مشر سره چېرته بیا کتلی شي. هغه پرون د اګست په نهمه خبریالانو ته وویل چې د پنجنشبې په ورځ لیک چې "محتوا یې ډېره مثبته" ده، ور رسېدلی دی. Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net