د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یوناما ویلي چې یوازې په تېرې جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ملکي وګړو ته په افغانستان کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغې ادارې په یوې اعلامیې کې چې نن خپره شوې دا شمېره د تېر ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې راهیسې تر ټولو لوړه ښیي.
د یوناما اعلامیې زیاته کړې چې تر ډېره دا ملکي مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې اوښتې ده.
دا اندېښنه داسې مهال خپره شوې چې په دې وروستیو اوونیو کې د افغانستان د سولې هڅې ډېرې شوي، خو د یوناما په خبره، په هماغه اندازه شخړې هم ډېرې شوې دي. Читать дальше...
افغان امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار او دایکنډي ولایتونو کې پنځه دېرش وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند احمد صادق عیسی ازادي راډیو ته وویل چې د دایکنډي په ګجران ولسوالۍ کې د ګډو تصفیوي عملیاتو پر مهال ۱۲ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د ښاغلي عیسی په خبره، د کندهار په پنجوایي کې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یوه سرګروپ په ګډون دیارلسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وویل: د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ پلي لوا قوماندانۍ... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي سیګار هغه راپور له حقیقه لېرې بولي چې په کې ویل شوي، د افغان ځواکونو د بایومټریک بهیر له پيل راهیسې تر دې مهاله د ملي اردو له لیکو ۴۲ زره خیالي نومونه ايستل شوي دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان ولسي جرګې د بودجې او تقنیني اسنادو د تصویب او د جرګې د لږ کار کولو له امله د اوړي رخصتۍ ځنډولي، د ولسي جرګې غړي وايي چې لاهم د دوی نصاب پوره نه وي او تر ډېره وکیلان په شخصي کارونو بوخت دي.
د محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ انتخاباتي ټيمونو د انتخاباتي مبارزو غونډې وکړې.
ښاغلی حکمتیار وایي، د بریالیتوب په صورت کې الهي عدل تامینوي.
بل خوا په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې یو شمېر دیني عالمانو په یوه غونډه کې د اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړوونکي ټيمه ملاتړ اعلان کړ.
ویډيو ذکریا صفري او نصرت پارسا
اېډېټ: ذکریا صفري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد به یې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د ژمنو د راکمولو په اړه درېیم ګام واخلي.
د ایران د پارلمان خبري اژانس د جواد ظریف په حواله لیکلي چې د اګست په درېیمه یې ویلي: په اوسنیو شرایطو سره به ایران د اټمي تړون په برخه کې د خپلو ژمنو د راکمولو درېیم ګام واخلي.
خو نوموړي د راتلونکي اقدام جزیات نه دي ورکړي.
ایران په مې میاشت کې اعلان وکړ چې که د دې تړون نور لاسلیکوونکي هېوادونه خپلو ژمنو ته په بشپړه توګه درناوی ونه کړي، ایران به په تدریج سره د دې تړون په برخه کې خپلې ژمني راکمې کړي. Читать дальше...
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وایي، واشنګټن غواړي چې په نږدې راتلونکي کې په اسیا کې د منځني واټن ویشتونکي نوي توغندي ځای پرځای کړي.
د ښاغلي اسپر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې امریکا او روسیه په رسمي ډول د (آی. اېن. اېف) یا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه ووتل.
د اټمي وسلې د کنټرول هغه تړون یو دېرش کاله دمخه د امریکا او روسیې د هغه مهال ولسمشرانو لاسلیک کړی و.
د امریکا دفاع وزیر چې نن یې په استرالیا کې خبري کولې، دا ونه ویل چې د امریکا متحده ایالات به د اسیا په کوم ځای کې دا نوي توغندي ځای پر ځای کړي. Читать дальше...
جګړې د رزمي ورزشونو د لوبغاړي خدای بیردي ژوند له څه ستونزو سره مخ کړی دی؟
د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار د نوموړي ژوند ته په دې ویډيويي راپور کې تم شوی دی.
اېډېټ: لېمه هادي
په پاکستان کې د پولیو مخنیوي ادارې چارواکي وايي، په بلوچستان کې د پولیو نوي ناروغ مخې ته راتلو سره سږکال په دې هېواد کې د پولیو ناروغانو شمیره ۴۸ ته ورسیده.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان جګړې په اړه خپلې دا خبرې چې د افغانستان جګړه په څو ورځو کې ګټلی شی، خو نه غواړي چې په دغه هېواد کې لس ملیونه کسان ووژل شي، یو ځل بیا تکرار کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر د مقدمې اورېدنه د اګست تر اتمې وځنډول شوه.
د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې اتم پړاو خبرې د دې هېواد لپاره مهمې او هیله بخښونکې بولي.
د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت انتخاباتي ټیم د جمهوري ریاست نوماندانو ته چلنج ورکړ چې په مناظرو کې ورسره ګډون وکړي.
پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ غیر حکومتي کنفرانس په اسلام اباد کې جوړ شوی دی. په دې کنفرانس کې د درې واړو هیوادونو کسان شامل دي. د چین له اړخه پکې یو خبریال هم شریک دی. دی په پښتو ژبه خبرې کوي او وايي چې پښتو نوم مې زلمی دی. د مشال راډیو خبریال طاهر خان ورسره سره مرکه کړې ده.
د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير له سلا کار ضياالله خان بنګش او د غير دولتي ادارې الف اعلان له يو چارواکی ډاکټر جواد اقبال سره پر دې خبرې کړي چې حکومت وايي د خيبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو لپاره پينځه کلن تعليمي پلان لري.
د داعش جګړه مارو د ٢٠١۴ز کال په اگست کې په عراق کې په زرگونو ایزیدۍ نجونې یرغمل کړې وې. پر دغو نجونو څه تېر شوي، د امریکا غږ راډیو یې په اړه ډاکومېنټري تیاره کړې چې دا یې څلورمه برخه ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د شپږیزې لیګ د شپږم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو د پېر مراسم تېره شپه په کابل کې ترسره شول.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، د شپږیزې لیګ روان پړاو سیالیو لپاره سلګونه افغان لوبغاړي په بېلابېلو کټګوریو کې بولۍ ته وړاندې شول چې د دغه لیګ د شپږو لوبډلو د مسؤلینو له خوا هرې لوبډلې ته ۱۶ـ ۱۶ لوبغاړي واخیستل شول.
د ښاغلي هوتک په خبره، پر يادو ۱۶ لوبغاړو سربېره هرې لوبډلې د دې حق درلود چې يوـ يو لوبغاړی د تېر پړاو له سیالیو له ځانه سره وساتي... Читать дальше...
د خېبر پښتونخوا په ګډون د ټول پاکستان تاجرانو د اګست پر دریمه د حکومت د اقتصادي پالیسیو او ټیکسونو پرضد د احتجاج په توګه توره ورځ لمانځي.
دوی زیاتوي، د ډاکټرانو ټیمونه به د خپلو کلینکونو د تشخیص له وسایلو او درملو سره لیرې پرتو سیمو ته ځي او د یو منظم پلان له مخې به په دوامداره توګه د اړمنو او غریبو بیمارانو درملنه کوي.
په کندهار کې موټرسایکل بم چاودنې ۸ ملکي کسان ټپيان کړل.
پېښه نن ۱۱ بجې د کندهار ښار اړوند د اخند صاحب دانې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې يو وسله وال چې غوښتل يې موټرسایکل بم انتقال کړي، ځای پر ځای ورباندې چاوېدلی چې له امله یې د ښځو او کوچنیانو په ګډون اته ملکي کسان ټپيان شوي دي.
بارکزی وایي چې په چاودنه کې خپله د موټرسایکل انتقالوونکی هم وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
چین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړی چې دوی دې د امریکا او روسیې سره یو ځای د وسلو په یو نوي تړون کې برخه واخلي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ خپلو همکارانو ته ویلي دي چې دی غواړي د راتلونکي کال تر نومبر پورې چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو وخت دی، ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي.
دا خبر امریکایي خبرې سرچینو د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو په وینا ورکړی دی چې د دې کسانو نومونه یې نه دي اخیستي.
په ورته وخت کې امریکایي رسنیو د یو شمېر سرچینو په وینا ویلي دي چې واشنګټن دې ته چمتو دی چې د دې په بدل کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو یوه لویه برخه وباسي چې طالبان له کابل سره د ۱۸ کلنې... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې اورکزۍ یو شمېر خلکو د اګست پر دویمه د دې لپاره احتجاج کړی چې هیډ کواټر دې له هنګو څخه نه منتقل کوي.
په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ جون پرون وویل، چین د امریکا او روسیې ترمنځ د منځني واټن اټمي وسلو د تړون پر لغوه کېدو خواشینی دی او پېکنګ به د وسلو د نوي تړون لپاره د ټرمپ وړاندیز ونه مني.
د امریکا او روسیې ترمنځ د منځني واټن اټمي وسلو تړون (آی. اېن. اېف) په ۱۹۸۷کال کې د امریکا د هغه مهال ولسمشر رونالډ ریګن او د شوروي اتحاد ولسمشر میخایل ګورباچوف لاسلیک کړی و چې پرون واشنګټن په رسمي ډول له دې تړونه بهر شو.
د سږ کال په لومړیو کې امریکا او ناټو پر روسیې د نویو کروز توغندیو د ځای پرځای کولو تور پور کړ، مسکو دغه تور رد کړی دی. Читать дальше...
په پاکستان کې د اګست پر لومړۍ نيټه د سېنېټ چيېرمېن صادق سنجراني او مرستيال چيېرمېن سليم مانډويوالا پرضد د بې باورۍ تحريکونه ناکامه شو او دواړه پر خپلو څوکيو پاتې شول.
Спорт в России и мире
Москва
Пункты проката спортинвентаря откроются в парках Москвы 1 мая
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Пятая ракетка мира Пегула не выступит на турнире WTA 1000 в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
LG ЗАНИМАЕТ ЦЕНТРАЛЬНОЕ МЕСТО НА 37-М МЕЖДУНАРОДНОМ СИМПОЗИУМЕ И ВЫСТАВКЕ ЭЛЕКТРОМОБИЛЕЙ
Путин в России и мире
Москва
Путин сказал Алиеву: "Пора!". Новый БАМ пройдет через Кавказ. Транспортным коридором "Север — Юг" Россия и Азербайджан перешли дорогу Западу
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский допустил, что Москва и Киев начнут мирные переговоры
Навальный в России и мире
Москва
Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
На мужа Яны Поплавской напали в центре Москвы
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net