د افغانستان د کورنیو چارو وزات وایي چې نن جمعه ماښام شپږ بجې او ۲۵ دقیقې په کابل کې یوه ځانمرګي برید ۴ تنه ټپیان کړل.
د دغه وزات ویاند نصرت رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید د کابل ښار د څلورمې امنیتي خوزې مربوط د تایمني په دوهم سړک وشو چې په ټپیانو کې یې ۳ تنه مېرمنې دي.
د نوموړي په خبره چې دغه برید د ملکي خلکو په یوه ګڼه ګوڼه کې شوی دی چې ټپیان یې هم ملکیان دي.
رحیمي وایي چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
د دغه برید مسؤلیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.
طالبانو په افغانستان کې د زرګونو امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې نن ازادي راډیو ته وویل چې له امریکایي لوري سره په قطر کې د روانو خبرو هدف په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پای ته رسول دي، نه یې د ځواکونو کمېدل.
په افغانستان کې د زرګونو امریکایي سرتیرو پاتیدل، په پاکستان کې د کشمیر لپاره لاریونونه او په یمن کې د جګړو سربیره، په دې خبرې ټولګه کې د اروپا د فوټبال اتل درښکاره کوو.
په پاکستان کې نن (د اګست پر ۳۰مه) له کشمیریانو سره د یووالي ساعت ولمانځل شو. د "کشمير ساعت" پر وخت له کشميريانو سره د غرمې له ۱۲ بيا تر ۱۲نيمو بجو پورې د یووالي څرګندولو اعلان وزیراعظم عمران خان کړی و. په دې اړه نور تفصيل د ظفر خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د نوماندانو د انتخاباتي کمپاینونو په دوام د ثبات او همپالنې ټيم مشر عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د یوې کمپاینې غونډې پرمهال په غیر مستقیم ډول د ده په مشرۍ د یوې احتمالي لنډمهالې ادارې راتګ ته اشاره وکړه.
د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل له پاکستانه وغوښتل چې د دې هېواد د اقلیت پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوي.
په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د حضور په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې به په دوحه کې د سولې پر روانو خبرو اترو څه اغېزې ولري؟
د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې نن د جمعه په ورځ سهار ۵ بجې وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ له لوري د تخار پر چاه اب ولسوالۍ برید پیل کړی او دا مهال جګړه د ښار په نږدې څنډو کې جریان لري.
د ایران په سمنان ولایت کې په هغه فضايي مرکز کې یو توغندی چې په پام کې وه ورڅخه د پنجشنبې په ورځ فضا ته وتوغول شي، د توغولو په دستګاه کې چاودلى دى.
د باجوړ تاريخي ناوګۍ بازار د ځېنو پېښو له کبله د ادب او تاریخ برخه جوړ شوی دی. دا بازار د دنګو غرونو په منځ کې پروت دی. دا چې ناوګۍ بازار ولې مشهور دی او دلته څه پلورل کېږي؟ په دې اړه د شاهنواز ترکزي ويډيويي راپور وګورئ.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د بایومټریک دستګاوو استول پیل کړل.
په اسلام اباد کې پر دې مهال احتجاج کوونکو ته په وینا کې عمران خان وویل چې د کشمیر پر مسله په نړۍ کې د بشري حقونو له سازمانونو او د بېلا بېلو هېوادنو له مشرانو سره په اړیکه کې دی.
په بدخشان کې د بشري حقونو ولايتي کمېسيون د هغو ماشومانو په اړه اندېښنه وښوده چې د بېوزلۍ له کبله درانه کارونه کوي.
ويل شوي چې په بدخشان کې شااوخوا ٢٠٠ زره ماشومان په بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.
په بدخشان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې عارفې نوين ازادي راډيو ته وويل: د هغو راپورونو پر بنسټ چې مشخصاً بېلابېلو سرچينو او دولتي بنسټونو ورکړي، په بدخشان کې شااوخوا ٢٠٠ زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، موږ ته د اندېښنې وړ مسئله ده، زموږ اندېښنه يې لا زياته کړې ده.
په بدخشان کې د دغو ماشومانو... Читать дальше...
په قطر کې د امريکايي هيئت يو مرکچي وايي، له طالبانو سره يې مذاکرې نن هم دوام کوي.
دغې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، ازادي راډيو ته ويلي چې پرونۍ خبرې يې پر ځايي وخت تر نن سهار پنځو بجو روانې وې.
په قطر کې د امريکايي هيئت او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې د اګست د مياشتې په ٢٢مه پيل شوې دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پرون په ټوېټر کې ليکلي چې له زلمي خليلزاد سره په پرونيو خبرو کې ملا عبدالغني برادر هم ګډون درلود.
سهيل شاهين ليکلي چې پر مهمو ټکو پرمختګ شوى دى، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
د تخار ولايت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه پر چاه اب ولسوالۍ ډله ييزه حمله کړې ده.
د تخار ولايتي چارواکي وايي، په دې ولسوالۍ کې دغه جګړه نن هم په شدت روانه ده.
د تخار د والي وياند محمد جواد هجري نن ازادي راډيو ته وويل، وسله وال له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.
ده وویل: وسله والو حمله وکړه چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول، په چاه اب کې جنګي حالت دى، د ولسوالۍ بازار او ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.
په دې جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
... Читать дальше...
يو ايرانى چارواکى وايي، د امام خميني په فضايي مرکز کې يو توغندى د توغولو په دستګاه کې چاودلى دى.
په پام کې وه چې دغه توغندى فضا ته وتوغول شي.
دا ظاهراً د ايران درېيم توغندى دى چې روان کال يې فضا ته توغول ناکامېږي.
روېټرز اژانس د ايران د يوه چارواکي خبرې را اخيستي چې ويلي يې دي، دغه توغندى د ځينو تخنيکي ستونزو له کبله منفجر شوى دى.
دغه چارواکي ويلي، د ايران ځوان ساينسپوهان د دې ستونزې د حل هڅه کوي.
دغه ايراني چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط يې خبرې کړي، په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.... Читать дальше...
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پولنډ ته خپل سفر لغوه کړ.
ولسمشر ټرمپ به په خپل هېواد کې پاتې شي، څو د دوريان په نوم د هغه توپان چاره وکړي چې په څو ورځو کې يې فلوريډا ايالت ته د ورتګ خطر شته.
ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې وويل، د دې لپاره چې ډاډمنه شي چې د فډرال حکومتي ټولې منابع د توفان پر راتګ تمرکز کړى، پولنډ ته خپل سفر لغوه کوي.
ده وويل، پرېکړه يې کړې چې راتلونکې اوونۍ پولنډ ته خپل مرستيال مايک پنس ولېږي.
د امريکا ولسمشر ويلي، مهمه دا ده چې په واشنګټن کې پاتې... Читать дальше...
د بريتانيا، فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيران به د ايران د اټمي تړون پر خونديتوب خبرې وکړي.
دا هغه درې هېوادونه دي چې د ٢٠١٥ میلادي کال په اټمي تړون کې لاهم پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر ايران د امريکا متحدو ايالتونو فشارونه دوام لري.
د بريتانيا، فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيران نن د فنلنډ په پلازمېنه هيلسينګي کې د اروپايي ټولنې د بهرني سياست له مشرې فيدريکا موګريني سره د اروپايي ټولنې د غونډې په څنډه کې ګوري.
د دوى په خبرو کې به په خليج کې د کښتيو د امنيت حساسه موضوع هم مطرح شي. Читать дальше...
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، متحده ایالتونه باید د خپل امنیت واک بل ته په ځانګړي ډول طالبانو ته ونه سپاري.
د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د زرګونو امریکايي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.
ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز راډیو سره خبرو کې تأیید کړه چې که له طالبانو سره هوکړه وشي، هم به په افغانستان کې اته زره او شپږ سوه امریکايي سرتېري پاتې شي.
بل خوا د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، په اوسني وخت کې د افغانستان د ثبات لپاره د بهرنیو ځواکونو موجودیت مهم دی.
ده وویل: اوس هم له بده مرغه په افغانستان کې د طالبانو ګواښونه پر خپل ځای دي، او د طالبانو او نورو... Читать дальше...
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې له لس رسنیو او پنځه سوه خبریالانو سره د یو میليون ایرو مرستې اعلان کړی دی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت پرون پنجشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي چې دا مرسته د انتخاباتو د خبري پوښښ او په اړه یې د دقیقو او منتقدانه معلوماتو، خلکو ته د عامه معلوماتو او له انتخاباتو سره د تړلو نورو رسنیزو فعالیتونو لپاره ده.
د افغانستان حکومت د اروپايي ټولنې دا مرسته ستایلې ده.
د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي... Читать дальше...
د اوکراین د پارلمان استازو د دې هېواد لپاره یو نوی او ځوان صدراعظم انتخاب کړ.
الکسي اونچاروک چې پنځه دېرش کلن دی، د تېرې میاشتې له انتخاباتو وروسته د اوکراین د پارلمان په لومړنۍ غونډه کې یې د اعتماد رأيې واخیستې.
د اوکراین د پارلمان د څلور سوه پنځوس استازو له ډلې څخه د پنجشنبې په ورځ ۲۹۰ تنو اونچاروک ته مثبتې رأیې ورکړې.
د اوکراین دې ځوان سیاستوال تر دې مخکې د دې هېواد د ولسمشرۍ په دفتر کې دنده درلوده او پرون د ولسمشر زیلینسکي له خوا د صدراعظم د څوکۍ د نوماند په توګه پارلمان ته وپېژندل شو.... Читать дальше...
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د خپل هېواد او بلاروس ترمنځ په یو لړ اختلافونو سربېره د مشترکو ګټو پر سر د خبرو اترو غوښتنه کړې.
جان بولټن د پنجشنبې په ورځ په مینسک کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، هغه د بلاروس ولسمشر الکساند لوکاشینکا او د دې هېواد نورو چارواکو ته ویلي چې په ځینو برخو په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي په برخو کې دوه اړخیز اختلافونه شته.
ده وویل: په هغو خبرو کې چې د ولسمشر لوکاشینکا سره یې دوه ساعته او پنځلس دقیقې دوام وکړ، په بېلابېلو مسلو وغږېدو، خو کوم اختلاف مو حل نه کړ. Читать дальше...
د راډیويي مجلې دا ګڼه مو په لاندې فرهنګي او هنري موضوعاتو راښکلې کړې ده.
چارواکو، چې نومونه یې نه دي ښوول شوي، د اګست پر ۲۹مه رسنیو ته ویلي چې دا خبر ورته سمندري ساتونکو او استخباراتي چارواکو ورکړی
Спорт в России и мире
Москва
Шествие трубачей и уроки танцев: что ждет посетителей парков Москвы в майские праздники
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Учения по ликвидации лесных пожаров прошли в Богородском округе
Путин в России и мире
Москва
Педагогов Калмыкии приглашают принять участие в Форуме классных руководителей
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Груднички психоневрологического отделения МОЦОМД посетили плавательный бассейн
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net