کشمیر: ۳۰ احتجاج کونکي نیول شوي
چارواکي وايي، ډېر مظاهره چیان يي د سرینګر په هغه سیمو کې نیولي چیرته چې د مظاهرو پر وخت په امنیتي ځواکونو کانړي ورول شوي.
چارواکي وايي، ډېر مظاهره چیان يي د سرینګر په هغه سیمو کې نیولي چیرته چې د مظاهرو پر وخت په امنیتي ځواکونو کانړي ورول شوي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د کابل په یو شمېر جوماتونو کې نن د هغو کسانو د فاتحې مراسم ترسره شول چې د یکشنبې په شپه پر شهر دُبۍ هوټل په حمله کې ووژل شول. د یکشنبې په شپه د حملې مسؤلیت د داعش وسله والې ډلې واخیست. په حمله کې د کوچنیانو په ګډون ۶۳ ملکي وګړي وژل شوي وو. اسوشېټېډ پرېس ویلي چې یو شمېر فاتحه کوونکو د افغانستان پر حکومت انتقادونه کول، د دې خبري اژانس په حواله، په افغانستان کې په وروستۍ یوه لسیزه کې ۳۲ زره ملکي وګړي وژل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تائید کړې چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې په ځینو سیمو کې خپل قدرت زیات کړی، خو ویلي یې دي چې د حملو کولو توان یې تر ډېره حده له منځه تللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له (سي بي اېس) ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې وضعیت پېچلی دی، خو ځیني سیمې شته چې هلته د داعش وسله واله ډله د درېيو یا څلورو کلونو مخکې په پرتله پیاوړې شوې ده. د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډېسمبر میاشت کې ویلي وو چې امریکايي ځواکونه توانېدلي دي چې په سوریه کې د داعش وسله وال وځپل شي. Читать дальше...
د کشمیر پر سر د اسلام اباد او ډیلي د اختلافاتو لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د هند او پاکستان له مشرانو سره خبرې وکړې. په دې خبرې ټولګه کې مو د کابل موزیم ته هم ورولو او په اسپانیا کې لګیدلي اورونه درښکاروو
د ثبات او همپالنې ټیم مشر يو ځل بیا له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالي کېدو په صورت کې به د ځوانانو او ورزش وزارت جوړوي.
مستیج ډنډ د سوات یو ښایسته سیمه ده. دغه ځایې ته له کالامه دولس ساعته پیدل مزل دی. سېلانیان وایي ډنډ ته یوازې تجربه کار او تکړه سېلانیان تللی شي. د سیمې سېل د نیاز احمد خان په ویډیو کې کولی شئ.
د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله له روسیې غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي. عبدالله عبدالله نن د اګست په شلمه په کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې د فدراسیون له سفیر الکساندر منتیتسکي سره پر سوله او را روانو انتخاباتو خبرې وکړې. هغه پر ټوېټر لیکلي: ما د افغانستان له سولې او ثباته د روسیې د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه. عبدالله عبدالله په یوه بل ټوېټ کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د کتنې خبر خپور کړی دی. Читать дальше...
په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په بایومټریک دستګاه کې د ښځو د عکس ثبتولو خبره کوي، خو په دې اړه یو شمېر اندېښنې مطرح شوې هم دي.
د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې ورځ تر بلې نږدې کېږي چې د هلمند ډېری مهمې او له نفوسو ډکې سیمې ناامنه دي او یا د طالبانو په ولکه کې دي.
په ۱۹۱۹- ۱۹۲۹ کلونو کې د شاه امان الله په مشرۍ د استقلال او اصلاحاتو تر شعار لاندې د افغانستان د مشروطه نهضت په رامنځته کېدو سره افغانستان د پام وړ بدلونونه تجربه کړل.
د ننګرهار روغتیایي مسؤلین وایي چې د تېرې ورځې ۱۶ چاودنو ۱۲۳ تنه ټپیان کړي دي.
په صوابۍ کې د تماکو يوې شخصي کارخانې په لسګونو مزدوران له نوکريو لیرې کړي چې پر ضد یې مزدورانو احتجاج پېل کړی دی. په دې اړه نور تفصیل د ځلاند یوسفزي په ویډیویي راپور کې.
په کندز کې د برښنا ریاست چارواکي وايي چې وسله وال طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې له خلکو د برښنا د لګښت پیسې ټولوي. د کندز د برښنا حوزې ریاست تجارتي مرستیال جاوېد خواجه سنایي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: زموږ ۱۴ زره مشتریان د طالبانو تر واک لاندې دي او دغه شمېر د زیاتوالي په حال کې دی او هلته نوي ميترونه هم وېشل کېږي او خپله طالبان د برښنا د لګښت پیسې ټولوي او موږ ته یې نه راکوي. په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي بیا وايي چې سیمه ییزه اداره هېڅ چاته دا اجازه نه ورکوي چې له... Читать дальше...
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي دهلېزونو له لارې ۵ پروازونه ترسره شوي دي. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا ازادي راډيو ته وویل چې له دې لارې ۲۴ ټنه سوداګریز توکي بهر ته لېږدول شوي دي. ده وویل: په دې توکو کې زردالو، انګور، اینځر، غالۍ او یو شمېر نور توکي شامل دي چې بهرین،ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. نوموړي وویل چې د هوايي دهلېزونو له پیل راهیسې تراوسه ۷ اعشاریه ۶۱۳ ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د اقتصادي پراختیا په هدف ۴ زره افغان بزګرانو ته ۱ میلیارد افغانۍ پور ورکول کېږي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې تراوسه پورې څه د پاسه ۳۵۰ میلیونه افغانیو پورې پورونه ورکړل شوي دي. دی وایي: سږکال د کرنې وزارت له لوري بزګرانو ته د پورونو ورکړه دوه برابره شوې او د دې هدف دا دی چې د بزګرانو ملاتړ وشي او محصولات زیات شي. نوموړي وویل چې له دې لارې به د بزګرانو له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته وشي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند او پاکستان له صدراعظمانو سره ټیلیفوني خبرې کړي او دواړه یې د کشمېر په لانجه کې د کړکېچ کمولو ته هڅولي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت پر دې چې ناڅرګندو کسانو په شکر درې کې د نجونو یوې لېسې ته اور اچولی، خواشیني څرګنده کړې او دا کار یې غندلی دی. د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت نن د اګست په شلمه سهار ازادي راډیو ته وویل چې په شکر دره کې د ښوونځي د تخریب له امله اووه سوه زده کوونکې نجونې بې برخلیکه پاتې شوي دي. نزهت وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په دې اړه چې دې ښونځي ته چا اور اچولی، څېړنې کوي او هغوی به څرګنده کړي چې د دې پېښې شاته د چا لاس دی. خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن د اګست... Читать дальше...
په پروان کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی چې په را روانو ټاکنو کې دې ګډون نه کوي. په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر مشر عبدالقاهر وهاب صافي ویلي چې وسله والو طالبانو په تېرو ټاکنو کې هم خلک له ګدونه منعه کړي وو، خو د هغوی ګواښ هېڅ ځای ونه نیوه. د ازادي راډیو د خبریال په وینا، وسله والو طالبانو په پروان کې شب نامې اچولي او خبرداری یې ورکړی چې پر انتخاباتي مرکزونو به حملې وشي. په پروان کې چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د انتخاباتو د امنیت د ټینګولو جوګه دي. Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اګست پر ۱۹مه خبري غونډې ته وویل چې له دې وړاندې د اګست پر ۱۶مه هم د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې شوې وې، چې پکې عمران خان ولسمشر ټرمپ د کشمیر په موضوع له خپل دریځه خبر کړی و.
انډپنډنټ ورځپاڼې هم په کابل کې مرګونې پېښې ته اشاره کړې او لیکلي يې دي، د واده جشن، کنسرت او حتی د خوړو مراسم په کابل کې پرته له تاوتریخوالي نه وي.
د کابل د نن ورځې چاپ شویو ورځپاڼو د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځې او وروستیو امنیتي پېښو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند او پاکستان له صدراعظمانو سره ټیلیفوني خبرې کړي او دواړه یې د کشمیر په لانجه کې د کړکېچ کمولو ته بللي. ټرمپ په خپله ټوېټرپاڼه پرون لیکلي چې له خپلو دوو ملګرو د هند له صدراعظم نریندرا مودي او د پاکستان صدراعظم عمران خان سره په سوداګرۍ، ستراتيژیکې ملګرتیا او تر ټولو مهمه په کشمیر کې د کړکېچ د کمولو په اړه غږېدلی. ټرمپ دا خبرې ښې بللي. ټرمپ په تېرو درېیو ورځو کې یو وار مخکې هم له عمران خان سره په ټیلیفون غږېدلی. پاکستان له ملګرو ملتونو غوښتي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وضعیت وڅاري. Читать дальше...
امریکا متحده ایالتونو د مدیترانې ټولو بندرونو او یونان ته خبرداری ورکړی چې له ایراني تېل وړونکې بېړۍ سره مرسته ونه کړي. روېټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه مقام په حواله ویلي چې له ایراني تېل وړونکې بېړۍ سره مرسته به له سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره چې امریکا یې د بهرني ترورېستي سازمان په توګه پېژني، همکاري وګڼل شي. دغه چارواکي ویلي، دا کار به هرو مرو مهاجرتي او قضايي پایلې له ځانه سره ولري. د ایران یوه تېل وړونکې بېړۍ ګرېس یو چې اوس یې نوم په ادریان دریا بدل شوی، یوه نیمه میاشت په... Читать дальше...
پاکستاني پولیسو لسګونه افغانان په پېښور ښار کې د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په تور نیولي دي. په پېښور کې یوه ځایي پولیس د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د ښار د یوه اوسېدونکي د شکایت په نتیجه کې په لومړي سر کې ۹ تنه هغه مهال ونیول شول چې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت یې د افغانستان بیرغونه ګرځول. دغه پولیس وایي، ۲۹ کسان نور وروسته د سړک د تړلو په تور ونیول شول. پولیسو ویلي چې دغه کسان به یوې سیمه ییزې محکمې ته حاضرېږي. په پېښور کې د پولیسو د قوماندانۍ ویاند عنایت علي رسنیو... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دې هېواد کې یې د پرله پسې عملیاتو په نتیجه کې د داعش وسله والو ملا ماته کړې ده. د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د داعش په ګډون د ټولو وسله والو ډلو پر وړاندې یې بریدونه دوام لري چې د خلکو امنیت ګواښي. ده وویل: چې څومره داعش قوي شي، په ننګرهار او ټول مشرقي کې چې دوی ویل په ډېر قوت راپورته شوي، خو ملا یې ماته شوې، په دې مانا چې دوی له ستوني نیول شوي دي. ښاغلي احمدزي که څه هم په افغانستان کې د داعش وسله والو د فعالیت سیمې او د... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.