د اکبر ایازي ژوند ته کتنه
د افغانستان نوميالی ژورنالېسټ اکبر ايازي د ورپېښې ناروغۍ له امله د اګست پر ۲۵مه د امريکا په ورجينيا ايالت کې ومړ.
د افغانستان نوميالی ژورنالېسټ اکبر ايازي د ورپېښې ناروغۍ له امله د اګست پر ۲۵مه د امريکا په ورجينيا ايالت کې ومړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، هند او پاکستان د کشمیر پر سر خپل کړکېچ خپله هوارولی شي، خو که چېرې د ده منځګړیتوب ته اړتیا لري، دا چمتو دی. ولسمشر ټرمپ پر دې موضوع د دوشنبې په ورځ د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره خبرې وکړې، دواړو مشرانو د فرانسې په بیاریڅ کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل. ټرمپ د هند له صدراعظم سره په دې لیدنه کې وویل چې د منځګړیتوب لپاره چمتو دی، خو نرېندرا مودي ورته وویل چې وضعیتیې "تر کنټرول لاندې" دی. د ولسمشر ټرمپ سره یوځای د خبرو پر... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، دا ډېره وختي وه چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري. جواد ظریف په فرانسه کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې پر مهال دغلته ناڅاپي سفر کړی و. ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا تکرار کړې چې په تهران د رژیم د بدلون هڅه نهکوي. نوموړي د دوشنبې په ورځ وویل: "زه د یو ډېر ښه، ډېر پیاوړي ایران هیله لرم او دغلته د رژیم د بدلون په اړه غور نهکوو. تاسو ولیدل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دې څه ډول کار وکړ. دا ډېر ښه نهو. موږ غواړو چې ایران بیا بډای واوسي، که چېرې... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د افغانستان د سولې لپاره کوم مهالوېش نهشته. نوموړي نن په فرانسه کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره د لیدنې پر مهال خپله هغه خبره بیا تکرار کړه چې امریکا په افغانستان کې د پولیسو دنده ترسره کوي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانسان د سولې د خبرو لپاره کوم ضربالاجل ټاکل شوی کنه؟ ولسمشر ټرمپ وویل: "مهالوېش یا هر څهیې چې بولۍ نهشته. بېړه نهده. زما هدف دا دی چې موږ هلته تر بل هر څه زیات رښتیا د پولیسو دنده ترسره کوو. Читать дальше...
· امریکا ټینګارکړی چې له طالبانو سره د سولې تریوه تړون وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړته دوام ورکړي. · د یونان د کډوالو په کمپونو کې څه تیریږي؟ · او په دې خبري ټولګي کې مو په مکسیکو کې د فولکلوریوې په زړه پورې نڅاته هم بیایو. ازادي ستودیو په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون څخه هم خپریږي.
د ازادي راډیو پخوانی مشر اکبر ایازی د ۶۵ کلنۍ په عمر تېره شپه په امریکا کې وفات شو. اکبر ایازی په دې ورستیو کې په امریکا غږ کې د مرکزي او جنوبي اسیا سیمه ییز مشر و. نوموړی لیکوال او دېکلمه تور هم پاتې شوی و.
د اګست پر ۲۶مه د خوست او وزیرستان لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو په یوه غونډه کې له نړیوالو وغوښتل، چې د کرښې په دواړو غاړو کې پر پښتنو د تپل شویو جګړو او نورو ناخوالو په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي.
له طالبانو سره د سولې د هوکړې وروسته به هغه پوځیان چې له دغې ډلې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږی، څه احساس ولري؟
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې وروسته به امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ پای ته رسوي. تر دې مخکې روېټرز خبري اژانس په یو راپور کې د دوو طالب قوماندانانو له خولې چې نومونهیې نهوو اخیستل شوي ویلي وو، د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د احتمالي هوکړې له مخې به امریکا د افغان حکومت ملاتړ پای ته رسوي. په دې راپور کې د طالب قوماندانانو له قوله زیاته شوې وه چې له امریکا سره د طالبانو تر هوکړې وروسته به امریکايي... Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دغه ښځې به د ټول هېواد په کچه ګمارل کېږي، خو ۱۲ زره محرمان بهیې بیا د دغو ښځو د خوندیتوب لپاره ورسره بوخت وي.
ولسمشر ټرمپ بيا ټينګار وکړ چې واشنګټن په تهران کې د رژيم بدلولو په تکل کې نه دی. ښاغلي ټرمپ زياته کړه، هغه ښه او پياوړی ايران غواړي او دوی د رژيم بدلولو په تکل کې نه دي.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز وایې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د افغان دولت په مشرۍ د سولي بهیر ملاتړ کوي.
د افغانستان پېژندل شوی ژورنالېست اکبر ايازي تېره شپه په امريکا کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سترګې پټې کړې. اکبر ايازي لس کاله په ازادي راډيو کې د افغانستان د څانګې د رئيس او بيا د مرکزي او جنوبي اسيا د څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه په وروستيو کې په امريکا غږ کې د جنوبي او مرکزي اسيا سيمه ييز مشر و. ارواښاد اکبر ايازي له امريکا غږ سره په خپله يوه مرکه کې ويلي وو چې له ژورنالېزم سره يې له کوچنيوالي مينه وه. ده ویلي وو: ما په ژورنالېزم کې تقريباً ٣٥ کاله کار کړى، ٢٤ کاله... Читать дальше...
طالبانو ګواښ کړی چې له دې وروسته به د سلام مخابراتي شبکې مرکزونه او انتنونه د دغې ډلې د بریدونو هدف وي. دغې ډلې د دوشنبې په ورځ د سنبلې په ۴مه رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې سلام مخابراتي شبکې د دوی اخطارونو ته پاملرنه نه ده کړې. طالبانو په خپل پیغام کې ویلي چې د دغې شبکې له کارکوونکو، وسایطو او وسایلو سره به وروسته له دې د استخباراتي بنسټونو په څېر چلند کېږي. د طالبانو په پیغام کې سلام مخابراتي شبکه په استخباراتي فعالیتونو تورنه شوې او زیاتوي چې فایبر نوري شبکې ته یې د پرېکولو ګواښ کړی دی. Читать дальше...
د اګست په ۲۵مه په خوست کې د ښځو په لاسو د جوړو شویو شیانو ننداتون جوړ شوی و. په نندارتون کې ښځینه کمیسونه، ټیکري،د ماشومانو جوړې، غاړې او نور توکي ايښودل شوي ول. تفصیل له خوسته د نجیب الله الوخېل په وېډیو کې.
په جنورۍ ۲۰۱۰ م کې د مشال راډیو خپرونې د اروښاد ایازي په مشرۍ کې پېل شوی وې. هغه لس کاله د چیک جمهوریت په سر ښار پراګ کې د ازادي راډیو افغانستان څانګې د مشر په توګه کار کړی و.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، هڅه کېږي چې له امریکا سره د سولې هوکړه لیک په همدې پړاو کې وروستی شي.
ډيپلومات امریکایۍ مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی چې عنوان یې دی، په افغانستان کې د ترورېزم ګواښ تر طالبانو ډېر زیات لوی دی
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د سولې لپاره روانو هلو ځلو، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د راپورونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
یوه پنځلس کلن افغان په یونان کې د موریا په نوم د کډوالو په یوه کمپ کې دوه نور افغانان په چړې وهلي او ټپیان کړي یې دي. دا پېښه د یکشنبې په ورځ ناوخته د دې کمپ په هغه څانګه کې وشوه چې بې سرپرسته نوي ځوان کډوال پکې ساتل کېږي. د یونان دولتي رسنیو ویلي چې دغه هلک د افغانانو پر یوې ډلې په چړې حمله وکړه، خو وایي چې دلیل یې تر اوسه معلوم نه دی. راپورونه وایي چې په موریا کمپ کې چې د ۱۶۰ کسانو ظرفیت لري، شااوخوا ۶۰۰ کسان پکې ساتل کېږي.
د افغانستان د سولې ولسي حرکت په خوست ولایت کې د ویښوونې عامه پروګرامونه پیل کړل. د دغه حرکت مشر بسم الله وطندوست د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر هغې چې ولس حرکت ونه کړي، بدلون نه راځي. ده وویل: چې ولسونه حرکت ونه کړي، جګړې به دوام ولري، ځکه دا جګړې اقتصادي دي، د اوبو پر سر دي، سیاسي دي او زموږ نه دي، بلکې پر موږ تپل شوي دي، نو پر ټولو افغانانو مو غږ دی چې غږ راپورته کړئ او نور د غفلت خوبونه پرېږدئ. د دې پروګرام د پیل غونډه د یکشنبې په ورځ په خوست کې یوې عالي لېسې زده کوونکو او کارکوونکو... Читать дальше...
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز وایي، د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د افغان دولت په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي. د سعودي پاچا دا څرګندونې پرون له افغان ولسمشر سره د لیدو پر مهال کړي دي. د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي چې د سعودي عربستان پاچا افغان ولسمشر ته د ترهګرۍ د ریښو په له منځه وړلو کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی او دغه راز یې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه کړې ده. د اعلامیې له مخې نوموړي همدا راز د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم مهمې بللي... Читать дальше...
د ګرجستان د ابخازیا بېلتون غوښتونکې سیمې پرون ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړې، هغه اقدام چې ګرجستان یې د شرم وړ بولي. د سیمه ییزو چارواکو په خبره د ابخازیا د بېلتون پالو مشر راول خادژیمبا په پرونیو انتخاباتو کې له اتو سیالانو سره مخامخ و. په ۱۵۲ د رأیې په مرکزونو کې ۱۱۶ زره کسان د رأیې ورکولو لپاره راجستر شوي وو. روسیې په ۲۰۰۸ کال کې له ګرجستان سره تر یوې لنډمهالې جګړې وروسته د ابخازیا خپلواکي په رسمیت وپېژندله. د ګرجستان ولسمشر سالوم زوبرا بیشویلې د ابخازیا پروني انتخابات یو شرم بللی دی. نوموړي... Читать дальше...
سعودي چارواکو له افغان حکومت سره د مهمو اقتصادي پروژو د ترتیب او عملي کېدو ژمنه وکړه.
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وایي چې پر سوریې د اسرائیلو د شنبې د ورځې په حملو کې هغه کور په نښه شوی چې د حزب الله وسله والو پکې ژوند کاوه. حسن نصر الله د یکشنبې په ورځ د لبنان په ختیځ کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل چې اسرائیلو په سوریې کې د ایران پر قدس ځواکونو حمله نه ده کړې، بلکې پر هغه کور یې حمله وکړه چې د حزب الله وسله وال پکې وو. نوموړي وویل: که د اسرائیل پوځ په سوریې کې زموږ غړي ووژني، موږ به یې ځواب له لبنانه ورکړو، په سرحدونو کې د اسرائیل پوځ ته وایئ چې خپلو ځانونو ته پام وکړي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.