افغانستان له برتانیې څنګه بشپړه خپلواکي واخیسته؟
افغانستان د ۱۹۱۹ز کال د اګست پر ۱۹مه، له برتانیې بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. امیر امان الله خان هغه مهال د برتانیې ضد وسله واله مبارزه کړې وه. په دې ویډیو کې د خپلواکۍ اخیستو تاریخ ته کتنه شوې.
افغانستان د ۱۹۱۹ز کال د اګست پر ۱۹مه، له برتانیې بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. امیر امان الله خان هغه مهال د برتانیې ضد وسله واله مبارزه کړې وه. په دې ویډیو کې د خپلواکۍ اخیستو تاریخ ته کتنه شوې.
د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي وايي، د خپلو ټولنیزو او حقوقي ستونزو د حل لپاره ځکه د وسلهوالو طالبانو کمېسیونونو ته مراجعه کوي چې په دولتي ارګانونو کې د دوی حقوقي او داسې نورو ستونزو ته په وخت سره پاملرنه او رسېدنه نهکېږي.
دغه کمېسیون وايي چې د ۱۳۹۸ کال انتخاباتو کې د کوچیانو او سېکهانو په شمول نهه میلیونه شپږ لکه ۶۵ زره ۷۴۵ په شرایطو برابر کسان ګډون کولای شي.
په ارزګان کې د ماشومانو د ګوزڼ د یوې نوې پېښې ثبت په دې ولایت کې سږ کال په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵ تنو ته ورساوه. په ارزګان کې د پولیو د پروګرام مسؤل سیفالدین همنوا د ازادي راډیو سیمهییز خبریال ته وویل چې دا نوې پېښه نن (یکشنبه) د چورې ولسوالۍ په هسنک کلي کې تشخیص شوې او ګوزڼ وهلې یوه نهه میاشتنۍ ماشومه ده. ښاغلي همنوا همداراز وویل، که د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسین مخنیوی پای ته ونهرسېږي، په دې ولایت کې به دا ډول پېښې نورې هم زیاتې شي.
د کابل ښار اوسېدونکي له دې امله خوښي څرګندوي او وايي، د خپلواکۍ سږنی جشن په درېیو څلورو لسیزو کې بېساری دی.
په افغان پلازمېنه کې د شهر دوبۍ په نوم د واده په تالار کې د اګست ۱۷مې په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ کسان ووژل او ۱۸۲ ژوبل شول. اسلامي دولت ډلې د حملې ذمه واري منلې. شفیع کریمي د پېښې سیمې ته تللی او دغه راپور يې چمتو کړی دی. وېډیو: ذکریا صفري اېډېټ: شفیع کریمي
د شهر دبی په نوم د ودونو په تالار کې د یوه واده پر مراسمو ځان وژونکې حملې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ کسان ووژل او ۱۸۲يې ټپیان کړل. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي د پېښې سیمې ته تللی او دغه راپور يې چمتو کړی دی. وېډیو: ذکریا صفري اېډېټ: شفیع کریمي
نثار مومند د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مومندو د حلقې پي کی ۱۰۳ د خلکو استازېتوب کوي.
په لکي مروت کې ځايي خلکو د مظاهرې او لاریون په ترڅ کې له پولیسو غوښتته وکړه چې د اویس په نوم د یو وژل شوي ماشوم تښتوونکي او وژونکي دې زر ونیسي. دوی د ماشوم جسد د لارې په سر اېښی وو او ویل یې چې مظاهرې ته به دوام ورکوي. په مظاهره کې مېرمنو، ماشومانو، ځوانانو او مشرانو ګډون وکړ. بل پلو د پولیسو یو مشر مشال ته وویل چې پلټنې یې پیل کړې دي او زر به یوې نتیجې ته سره ورسېږي. نور حال په ویډیويي راپور کې.
کورنۍ یې چې د ماتم په تغر ناست دي، او د خپلو عزیزانو جدايي ورته سخته ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې پښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر په معامله د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل غونډه یوه لویه سفارتي کامیابي بللې ده.
په دې راپور کې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال د برحاله چارواکو خاطرې او معلومات راټول شوي. وېډیو: لېمه هادي اېډېټ: لېمه هادي
د هند تر ولکې لاندې کشمیر چارواکو نن (یکشنبه) د تاوتریخوالو له زیاتېدو وروسته یو وار بیا د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه ولګول. دا محدودیتونه وروسته له دې لګول کېږي چې چارواکو ادعا کړې وه، په دې سیمه کې د تېرو دوو اوونیو بندیزونه نرموي. په هندي کشمیر کې ترینګلتیا وروسته له دې ډېره شوه چې د هندوستان حکومت د کشمیر کورواکي پای ته ورسوله. روېټرز خبري اژانس د جګپوړو چارواکو او شاهدانو په قول وویل چې د پولیسو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د تېرې شپې په نښتو کې لسګونه تنه ژوبل شوي دي.
رویټرز اژانس د لوړپوړو چارواکو او عیني شاهدانو په حواله وايي چې د سیمې اوسېدونکو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې لسګونه کسان ژوبل شوي.
په خوست کې د افغانستان د خپلواکۍ بیا ګټلو ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت ((غازي اوونیزه)) مجله بیا خپره شوې. دا مجله ۱۰۰ کاله وړاندې د شاه امان الله خان په واکمنۍ کې له خوسته خپرېده. د والي دفتر د اګست پر ۱۶مه، د ((سولې قلم)) په نوم یوه غونډه جوړه کړه چې پکې یې د ۱۰۰ کتابونو خپرولو لړۍ هم پیل کړه. ویډیويي رپورټ.
په مزار شریف کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي. د بلخ د پولیسو ویاند عادلشاه عادل نن یکشنبه «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۷» ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د مزار شریف-دولتاباد ترمنځ لارې په اوږدو کې شوې ده. د بلخ د پولیسو د ویاند په وینا، د وژل شویو په ډله کې ۳ ښځې، دوه ماشومان او پنځه نارینه شامل دي. ښاغلي عادل وویل چې څېړنې دوام لري، خو تر اوسه نهده مشخصه شوې چې دغه عمل د کومې ډلې کار و. د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.
لیکوال په افغان ولس غږ کړی چې د ټولو افغانانو ستر ملي او اسلامي رسالت دی چې په ملي یووالي او خپلواکۍ سره خپل پایښت تضمین او ډاډمن کړي.
په سوډان کې ملکي ادارې ته د واک سپارلو موافقه د ډموکراسۍ پر لور یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
په کابل کې تېر ماخوستن په يوه هوټل کې د واده د مراسمو پر مهال چاودنه وشوه. په چاودنه کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه ټپیان دي.
د ليکنې په پيل کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو پر پلانونو چې نهايي کېدو ته نږدې شوي، د خپل ملي امنيت له چارواکو سره خبرې وکړې.
د اوکراین په تفریحي ښار، ادېسه کې په یوه هوټل کې د اور لګېدو له امله نهه تنه مړه شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي چې اور پرون د اګسټ په ۱۷مه، د توکیو ستار په نوم هوټل کې چې د متوسط نرخ هوټل بلل کېږي، لګېدلی و. پولیسو ویلي چې له دې هوټله سل تنه د اور وژنې د کارکوونکو د هڅو په پایله کې ژوندي ژغورل شوي دي. پولیسو ویلي چې د اور لګېدو د علت موندلو لپارهیې جنايي تحقیقات پیل کړي دي. د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي پر فېسبوک لیکلي چې د دې مسئلې د څېړنې مسئولیت خپله اخلي او مسئول کسان بهیې ځواب ورکوي.
د ایران چارواکو څلور ښځې چې پر ښځو سپورټي لوبغالو ته پر ورتګ د بندیز پر ضد یې د اعتراض لپاره د نارینه جامې اغوستې وې، له توقیفه خوشې کړې دي. دا خبر د بشري حقونو د څارنې د سازمان یوې څېړونکې، تارا سپهري فرپرون د اګسټ په ۱۷مه، پر ټويټر خپور کړی دی. د هغې په وینا، پر نیول شویو ښځو تور لګېدلی و چې په غیر قانوني ډولیې ورزشي لوبغالو ته د ورننوتلو هڅه کړې وه او په ضمانت خوشې شوې دي.
د امریکا د سنا جمهوري غوښتونکي غړي، لېندسي ګراهام ویلي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ په څېر، هیله لري چې په افغانستان کې له وسلهوالو طالبانو سره جګړه به په ابرومندانه ډول پای ته ورسېږي. لېندسي ګراهام پرون د اګسټ په ۱۷مه، پر ټویټر په یوه پيغام کې باور څرګند کړی دی چې القاعده، داعش او نورې افراطي اسلامپالې ډلې د جګړې له پاي ته رسېدو سره علاقه نهلري. لېندسي ګراهام د امریکا د جنوبي کارولینا ایالت سناتور دی، هغه په امریکا کې له مخکښو جمهوري غوښتونکو ګڼل کېږي. ګراهام لیکلي چې طالبان که هره غوښتنه لري،... Читать дальше...
د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان د سلمې کلیزې په مناسبت به د دوشنبې په ورځ د کابل د کرکټ په لوبغالي کې د کرکټ مسابقه وي. د افغانستان کرکټ بورډ پرون پر ټویټر ولیکل چې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلې به د اګسټ په ۱۹مه د خپلواکۍ د لمانځلو لپاره لوبه کوي. په افغان اتلانو کې پېژندل شوي لوبغاړي سمېعالله شینواری، رحمانالله ګربز او شاهپور ځدراڼ دی او په مقابله لوبډله کې ډېر پېژندل شوي کسان نور علي ځدراڼ، محمد نبي، حمید حسن او نجیب ترکی دي. د افغانستان کرکټ بورد پر ټویټر د افغان اتلانو نومونه... Читать дальше...
په ننګرهار کې چارواکو دا راپورونه چې سږکال د خپلواکۍ جشن نهلمانځي، په شدت رد کړل. یو شمېر رسنیو د دې ورځې د لمانځلو د کمېسون د یوه چارواکي، فریدون الهام په حواله ویلي و چې د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د امنیت د خرابوالي له امله جشن نهجوړېږي. خو د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیاڼي پرون د اګسټ په ۱۷مه، ازادي راډیو ته وویل: "متأسفانه، نهیوازې دا چې د دوی خبرې حقیقت نهلري، بلکې د داسې موضوعاتو شریکول زموږ د هغو هلو ځلو یو ډول توهین دی چې له نږدې سلو ورځو راهیسې موږ پیل کړې دي.... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.