په ارزګان کې د ګوزڼ یوې نوې پېښې د اخته کسانو شمېر ۵ تنو ته ورساوه
په ارزګان کې د پولیو د پروګرام مسؤل سیفالدین همنوا د ازادي راډیو سیمهییز خبریال ته وویل چې دا نوې پېښه نن (یکشنبه) د چورې ولسوالۍ په هسنک کلي کې تشخیص شوې او ګوزڼ وهلې یوه نهه میاشتنۍ ماشومه ده.
ښاغلي همنوا همداراز وویل، که د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسین مخنیوی پای ته ونهرسېږي، په دې ولایت کې به دا ډول پېښې نورې هم زیاتې شي.
