پاکستان عدالت د اپوزيشن ضد مقدمې اورېدونکي ججان له کاره منع کړي
د های کورټ رجسټرار د يوه حکم له لارې درې واړه ججان د مقدمو له اورېدنو منع کړل.
د های کورټ رجسټرار د يوه حکم له لارې درې واړه ججان د مقدمو له اورېدنو منع کړل.
د دغه سازمان د کلني راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین د اسلامي دولت ډلې یا داعش، طالبانو، زورواکو او حکومت له لوري ګواښل شوي دي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې کابل مېشت خبریال او څېړونکي بلال سروري او اسلام اباد کې د مشال راډیو خبريال طاهر خان سره هم دغه پوښتنې څېړل شوې دي.
باز محمد د جوزجان د فیضاباد ولسوالۍ د یوې ۵۰ کسیزې ډلې قوماندان و چې د فیضاباد د ولسوال په وینا، وړمه شپه له خپل طالب زوی سره د اوږدې جګړې په پای کې ووژل شو.
په کندهار کې په ماين چاودنه او دو جلا جلا هدفي وژنو کې د دوو ښځینه پولیسو په ګډون شپږ پوليس وژل شوي. لومړۍ پېښه نن سهار د کندهار د لومړۍ ناحيې اړوند د چوک مدد په سیمه کې هغه مهال وشوه چې نامعلومو وسلهوالو په یوه بريد کې دوه ښځينه پوليسې ووژلې. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته د دې پېښې په اړه وویل: "نن سهار شااوخوا اته نیمې بجې د ارغنداب ولسوالۍ دوه تنه پولیسې چې وظیفې ته په لاره وې، د نامعلومو کسانو لهخوا ترور او دواړه په شهادت رسېدلي. دا د بل چا نه، بلکې د طالبانو کار... Читать дальше...
وړاندې له دې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکايي استازو او طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې پای ته رسېدلي او د انګلیسي، فارسي او پښتو هوکړهلیکونو د نسخو تطبیق او پرتله کول پیل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د سولې او پخلاینې د چارو پخواني سلاکار بارنټ روبین په فارین افیرز خپرونه کې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده «ډیپلوماسي د افغانستان ټولې ستونزې نهشي هوارولی».
جان بولټن وویل، ټرمپ مذاکره کونکې دی او له هر هغه چا سره ویني چې څوک ورسره لیدل غواړي.
د سرمقالې لیکوال د امریکا او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو نهم پړاو شپږمې ورځې بشپړېدو ته په اشارې پوښتنه کړې چې دا هوکړه به په افغانستان کې سوله راولي که د جګړې بڼه به بدله کړي؟
وړاندې له دې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکايي استازو او طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې پای ته رسېدلي او د انګلیسي، فارسي او پښتو هوکړهلیکونو د نسخو تطبیق او پرتله کول پیل شوي دي.
اویغور ځوانان د چین له سنکیانګ صوبې څخه امریکا ته په تېښته بریالي شوي دي خو مشکله ده چې په خپل وطن کې یې واشنګټن له مذهبي ځورونې وژغوري. په دې هکله تفصیل د امریکا غږ د خبر مرکزي څانګې په دې رپورټ کې.
ایران وايي، د یوې ښځې په شمولیې درې تنه د اسرائیلو استخباراتي سازمان موساد ته د جاسوسۍ په تور په اوږده بند محکوم کړي دي. د ایران د عدلیې وزات ویاند غلام حسین اسماعیلي د ایران رسمي دولتي خبري اژانس ته ویلي، د اراس امیري په نوم یوه مېرمن چې د برېټېش کونسل په اداره کې یې کار کاوه او په جاسوسۍ تورنه وه مجرمه بلل شوې او په ۱۰ کاله بند محکومه شوې ده. برېټېش کونسل د بریتانیا یوه کلتوري او فرهنګي اداره ده. د اسماعیلي په وینا له سړیو څخه یو یې انوش اشوري دی چې د ایران او بریتانیا دواړو تابیعتونه لري. Читать дальше...
فواد چودري د اګست پر ۲۷ مه پر ټویټر لیکلي چې د کابینې په غونډه کې د دې وړانديزونو د عملي کولو او په دې لړ کې د قانوني جایزې په اخیستو د غور کولو وویل شو.
د برازیل ولسمشر جایر بولسونارو د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون غوښتي چې له ده څخه دې بخښنه وغواړي. بولسنارو مخکې له دې چې د امازون په ځنګلونو کې د لګېدلو اورونو د وژنې لپاره د اوو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې لهخوا د ۲۲ میلیونه ډالرو مرستې په منلو غور وکړي ویلي "لومړی دې مکرون ماته کړی سپکاوی بېرته واخلي". نوموړی وايي، مکرون ده ته "درواغجن" ویلي. بولسونارو همدارنګه ویلي چې د فرانسې ولسمشر مکرون په امازون کې زرګونه ځایه د لګېدلي اورونو په وړاندې په غبرګون د تبصرې پر مهال د برازیل ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی. Читать дальше...
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د پکتیکا او پکتیا ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې یې یوه نښته کې ۳۷ وسلهوال وژلي چې پهکې په سیمه کې د طالبانو د سرې قطعې مرستیال هم شامل دی. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي چې د طالبانو د سرې قطعې مرستیال یو بهرنی و چې د موسی مستعار نومیې کاراوه. د پکتیکا د امنیت امر مسعود بابکرخېل پرون مازیګر خبریالانو ته وویل، د زرمت ولسوالۍ سورکۍ سیمه کې دې جګړې شپږ ساعته دوام وکړ او د جګړې له ډګرهیې د وسلهوالو طالبانو پنځه جسدونه ځان سره وړي دي. ښاغلی بابکرخېل زیاتوي... Читать дальше...
د پاکستان د کابینې یو وزیر وايي، صدراعظم عمران خان د هند په وړاندې د پاکستان د هوايي حریم او د افغانستان سره د هند د سوداګرۍ د ځمکنۍ لارې په تړلو غور کوي. روېټرز خبري اژانس د پاکستان د ساینس او ټکنالوژۍ د وزیر فواد چوهدري له خولې راپور ورکړی چې د سې شنبې په ورځیې «۲۰۱۹ کال د اګسټ ۱۷» ویلي، دا مهال د هندوستان لپاره د پاکستان د هوايي حریم او د افغانستان سره د هند د ځمکنۍ سوداګرۍ د لارې د تړلو د پرېکړو پر قانوني اړخونو غور کېږي. بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان جان الکوزي... Читать дальше...
د ښاغلي بولتون په وینا دا نظر سم نهدی چې ایران به د یو لړ کارونو په بندولو چې له اولهیې هم باید نهوی کړي، اقتصادي امتیازات ترلاسه کړي.
ښاغلی پامپیو وايي، باور لري چې هېواد یې کولای شي چې هم له افغانستان خپل سرتېري وباسي او هم ډاډمنه کړي چې له دې هېواده به بیا پر امریکا ترورېستي برید نهکېږي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.