د افغانستان د کرکټ الف لوبډله بنګله دېش ته ماتې ورکولو هیواد ته ستنه شوه. د لوبډلې دوه لوبغاړي ناصر جمال او نوین الحق یې په اړه خبرې کوي. د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال سید زیارمل هاشمي ورسره غږېدلی دی.
د غزني چارواکي وايي، د دې ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویندوی محمد عارف نوري نن جمعه رسنیو ته وویل چې دا کسان په هغو بریدونو کې ووژل شول چې تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې د ده یک ولسوالۍ په سکو او اډه کلیو کې وشول.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
استرالیا افغانستان او منځني ختیځ ته څه باندې ۲۷۰ سرتېري را واستول.
د استرالیا دفاع وزیرې لیندا رینالدس له دغو پوځیانو سره د خدای پامانۍ په مراسمو کې د هغو کورنیو ته وویل، پر خپلو سرتېرو ویاړي چې د استرالیا د همکاریو د ملاتړ لپاره بهر ته ځي.
د استرالیا دفاع وزیرې د دغو ځواکونو د کورنیو له غړیو مننه وکړه او ویې ویل چې دا کار د دغو ځواکونو د کورنیو له همکارۍ پرته ممکن نه دی.
استرالیا حاضردمه د افغانستان په شمول په منځني ختیځ کې څه باندې ۱۰۰۰ سرتېري لري.
په افغانستان کې استرالیايي پوځیان د ناټو... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، لږترلږه ۲۵ افغان او بهرني وسله وال یې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې وژلي دي.
د دفاع وزارت ویندوی روح الله احمدزي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، دا کسان په هغو عملیاتو کې ووژل شول چې د ملي امنیت د ریاست ځواکونو تېره شپه وکړل.
ده وویل: په دې عملیاتو کې د طالبانو په ګډون د چین او چیچنیا ۲۵ ترهګر وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي، همداراز ۶ تنه ژوندي نیول شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی همداراز وايي، د دفاع وزارت هوايي ځواک تېره شپه د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د پاکستان له صدراعظم، بهرنیو چارو وزیر او د پوځ له لوی درستیز سره یې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه کتنې نن جمعه پای ته ورسولې.
خلیلزاد په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې له عمران خان، شاه محمود قریشي او جنرال باجوه سره په کتنو کې یې واشنګټن ته د پاکستان د صدراعظم د سفر او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې کړي دي.
ده همداراز ویلي چې پاکستاني مشرانو ته یې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه معلومات ورکړي او له هغوی سره یې د افغان سولې په... Читать дальше...
د دایکنډي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د پولیسو پر پوسته د طالبانو په برید کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د دایکنډي والي انور رحمتي وايي چې په دې برید کې چې نن جمعه په پاټو ولسوالۍ کې وشو، ۱۵ نور پولیس ژوبل شوي دي.
ده وویل چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د شمېر په اړه یې معلومات نه لري.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي د حملې مسؤلیت منلی، خو نور جزیات یې څرګند کړي نه دي.
امريکا په هغه صورت کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کمولو ته اماده ده چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي. په سعودي عربستان کې ښځو اجازه تر لاسه کړه چې له دې وروسته پرته له نارینه وو سفر کولای شي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
په اسلام اباد کې د ثناالله د شیدو چای دوکان ډېرمشهوردی، خلک یې خوښوي او له ډېرو لېرې پرتو سیمو څخه ورځي. د نورو هټۍ والو سره د ثناالله توپیر دا دی چې هغه په تنور کې د شیدو چای پخوي.
په دې اړه د اې اېف پي خبري اژانس ویډیو وګورئ.
ویډیو اېډېټ: هدایت سلطاني او بشیر ګواښ.
سعودي عربستان نوي قوانین تصویب کړل چې له محرمه پرته د ښځو د سفر یا تګ راتګ په شمول مېرمنو ته نورې ازادۍ تضمینوي.
دا اصلاحات د سعودي عربستان په رسمي جریده کې نن جمعه خپاره شوي.
د دغو اصلاحاتو پر اساس، بې محرمه له کوره د ښځو د وتلو لانجمنه پالېسي پای ته رسېږي.
دا نوي قوانین همداراز ښځو ته د واده، طلاق، د ماشوم د زېږوکړې د ثبت حق ورکوي.
ډېرو ښځو د دغو بدلونونو هرکلی کړی خو ځینې پرې انتقاد لري.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو شورا چې له ولسمشریزو ټاکنو سره يې د پرېکون ګواښ کړی و، وايي چې دستي ټاکنې نه تحریموي، خو د حاکم انتخاباتي ټیم په وړاندې خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د استوګنې د کورونو په منځ کې د پوځي او سیاسي تاسیساتو له موجودیته اندېښنه لري.
د علي وزیر او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره د شمالي وزیرستان په میرانشاه ، میرعلي او شاوخوا سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو ځايي فالانو له خوا لاریونونه او احتجاجونه شوي دي. هغوي د خړکمر تر هغه پېښه وروسته نیول شوي وو چې لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي وو. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د پاکستان پوځ د دوي بې ګناه غړي وژلي وو خو پوځ پر علي وزیر او محسن داوړ لومړی د برید تور پورې کوي. د مشال راډیو په دې ویډیو کې یې وګورئ
د اګست پر لومړۍ نيټه د سېنېټ چيېرمېن صادق سنجراني او مرستيال چيېرمېن سليم مانډويوالا پرضد د بې باورۍ تحريکونه ناکامه شو او دواړه مشران پر خپلو څوکيو پاتې شول. په دې اړه د احمدالله ویډیويي رپورټ وګورئ.
ویډیو: عمران یونس
د داعش جګړه مارو د ٢٠١۴ز کال په اگست کې په عراق کې په زرگونو ایزیدۍ نجونې یرغمل کړې وې. پر دغو نجونو څه تېر شوي، د امریکا غږ راډیو یې په اړه ډاکومېنټري تیاره کړې چې دا یې درېیمه برخه ده.
د امریکا متحده ایالات چمتو دي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په شمېر کې د پام وړ کمی راولي.
د امریکا متحده ایالات چمتو دي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په شمېر کې د پام وړ کمی راولي.
امریکايي رسنیو په دې اړه د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د واشنګټن دا اقدام به د دې سبب شي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مستقیمې خبرې پیل کړي.
واشنګټن پوسټ، سي این این ټلویزیون او د جرمني خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د یو احتمالي توافق له مخې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۴۰۰۰ څخه نهو زرو یا اتو زرو ته راکم شي.
تر دې مهاله وسله... Читать дальше...
شمالي کوریا نن جمعه د لنډ واټن ویشتونکي دوه توغندي توغوَلي دي.
د امریکا او جنوبي کوریا چارواکي وايي، له یوې اوونۍ په کمه موده کې دا د شمالي کوریا له خوا د توغندیو د توغولو درییم مورد دی.
د جنوبي کوریا د چارواکو په وینا، دا توغندي د شمالي کوریا د مخکنیو توغندیو په څېر له ختیځ څخه د سمندر په لور توغول شوي دي.
د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د دې هېواد ځواکونه د شمالي کوریا له خوا د نورو توغندیو د ویشتلو په صورت کې د تیارسۍ په حال کې دی او وضعیت له نږدې څاري.
د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ هڅه کوي چې... Читать дальше...
د کروشیا پولیسو د هغه مشکوک کس لټون پیل کړی چې ګومان کېږي شپږ تنه یې د دې هېواد په پلازمېنې زاګریب کې وژلي دي.
پولیسو د پنجشنبې په ورځ د زاګریب ښار په جنوب کې یو اپارتمان کې شپږ جسدونه وموندل.
د فرانسې خبري اژانس وايي دا ټول کسان په ډزو وژل شوي وو.
د سرایوو د راډیو یو راپور وايي چې یوازې یو اووه میاشتنی ماشوم له دې ډزو ژوندی پاتې دی.
ویل کېږي چې نن د مشکوک کس د موندلو لپاره د کروشیا پولیسو ښار محاصره کړی او ټولې لارې او مهم پلونه یې تړلي دي.
د بلوچستان په پښتنه سیمه ږوب کې سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې ده چې د دوي له سیمې دې د ملېشه ځواک - ایف سي - د تلاشۍ پوستې لرې کړل شي.
واشنګټن پوسټ، سي اېن اېن او د جرمني خبري اژانس د اګست پر لومړۍ خبر ورکړ چې د سولې له موافقې سره سم، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر به
په مقاله کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد تازه څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي، متحده ایالتونه له طالبانو سره د تړون د نهایي کولو لپاره چمتو دی.
د اګست پر لومړۍ نېټه د پاکستان اپوزیشن ګوندونه د سېنېټ مشر صادق سنجراني له دندې څخه د ګوښه کولو په هڅه کې پاتې راغل. د سنجراني پر ضد د بې باورۍ تحریک د درو ووټونو د کمښت له وجې ناکامه شو. تر غونډې وروسته یو شمېر سېنېټرانو مشال راډیو ته وویل چې د اپوزیشن پر اکثریت سربېره د تحریک ناکامۍ حیران کړي، خو حکومتي سېنېټر شبلي فراز دا تور رد کړی چې د معاملو له لارې یې د اپوزیشن سېنېټرانو ووټونه اخیستي. ویډيويي رپورټ.
افغان حکومت هڅې کوي چې د غیر مسؤلو وسله والو د مخنیوي په خاطر د وسله والو کسانو او وسلو لرلو چارې منظمې کړي.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکټور په پرونۍ غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپله طرحه نوره هم منظمه کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ازادي راډيو ته وويل: یوه مهمه طرحه ده چې ان شالله په عملي کېدو سره به يې یو لوی تغيير رامنځته شي او موږ به وکړای شو چې ټول وسله وال کسان که شخصي وي او که دولتي، په یوه دولتي سېستم کې جذب او... Читать дальше...
د بادغیس والي وايي چې په جوند ولسوالۍ کې پرون مازیګر په هوايي حمله کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې او د ملکي تلفاتو په اړه يې راپور نه دی تر لاسه کړی.
عبدالغفور ملکزي پرون ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وویل: هوايي حمله د جوند ولسوالۍ او غور ولایت تر منځ پر پوله شوې، څلور طالب سخت دريځي وژل شوي او یو ټپي شوی، دوه موټر سایکلونه يې هم له منځه تللي، د ملکي تلفاتو په اړه مو راپور نه دی تر لاسه کړی.
د بادغیس ولایتي شورا غړي خان جان ظفر پرون ماسختن له ازادي راډيو سره په ټیلیفوني خبرو... Читать дальше...
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرپلټونکي یا سيګار نوی راپور وايي چې په وروستیو مياشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په شمېر کې د پام وړ کمی راغلی دی او دا ځکه چې اوس د تش په نوم سرتېرو د ثبت مخه نيول شوې او د دوی د شمېرلو طریقې تغییر کړی دی.
د سیګار راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د روان میلادي کال له اپرېل څخه تر جون مياشتې پورې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۲۰۰۰ ځواکونه کم شوي دي.
راپور په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوله وايي چې د ځواکونو په شمېر کې دا توپير ځکه راغلی... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Сафиуллин не смог выйти во второй круг турнира ATP в Барселоне
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае
Путин в России и мире
Москва
Путин 22 апреля проведет в Москве переговоры с президентом Азербайджана Алиевым
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Игорь Бутман
Бутман, Фантине и Аккуратов: как пройдет открытие Летнего театра в ЦПКиО Екатеринбурга
Москва
СК: обвиняемых в нападении на мужчину в Москве заключили под стражу
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net