دفاع وزارت : د لوګر په څرخ کې ۲۵ افغان او بهرني وسله وال وژل شوي
د دفاع وزارت ویندوی روح الله احمدزي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، دا کسان په هغو عملیاتو کې ووژل شول چې د ملي امنیت د ریاست ځواکونو تېره شپه وکړل.
ده وویل: په دې عملیاتو کې د طالبانو په ګډون د چین او چیچنیا ۲۵ ترهګر وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي، همداراز ۶ تنه ژوندي نیول شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی همداراز وايي، د دفاع وزارت هوايي ځواک تېره شپه د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د طالبانو پر مورچو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۱۳ یاغیان ووزل شول.
